د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د سربیا په پلازمېنه بلغراد کې په لسګونه خلکو لاریون وکړ چې د یوه نړیوال کمپاین له مخې پر ښځو د کېدونکې تاوتریخوالي او تشدد په اړه اګاهي پیدا کړي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې بېګا شپه په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان شوي د په چادونه کي کمانډر عبدالرازق او پولیس والا عبدالمجید وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل دي
افغان سیاسي کارپوهان وايي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو یرغل، په دې هېواد کې سیمه ییزو لاسوهنو ته لاره اواره کړه. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
افغان ولسمشر وايي، د بحران ختمولو ټينګه اراده لري او نړيوالو ته د ترورېزم ختمولو پيغام ور کوي چې وسله وال مخالفین او د دوی باداران به هېڅ کله خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي. ولسمشر اشرف غني وايي، وسله وال مخالفین او د دوی باداران هېڅ کله خپلو اهدافو ته نشي رسېدای او افغانستان يو ځل بیا ټولو
د سریبا په بلغراد کې په سلګونه پناه غوښتونکیو او کډوالو ته د لرګیو بخارۍ ورګړل شوي چې له سړو یخنیو ځان ګرم وساتي.دا بخارۍ به له پناه غوښتوکیو سره له هغه کنډواله ګودامونو کې د زهرجنو ګسیونو کمولو کې مرسته وکړي چې دوی پکې اوسېږي.
د جمرود کالج زده کوونکو د سکالرشېپ (وظیفي یا بورس) د پیسو بیا بحالولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده. د ګل یا دوشنبې پر ورځ په دې مظاهره کې زده کوونکو وویل، انتظامیې له دوو کلونو راهیسې په دوی د سکالرشېپ پیسې بندې کړې دي. ویډیو وګورئ.
په قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل شوی دی. چارواکي وايي، دا کیمپېن به د فبرورۍ تر ۱۵مې روان وي او دا چې ټول خلک دې خپلو تر پینځو کلونو پورې ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون پولیس وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې یې ۲۹۵ کسان نیولي چې په وژنو، وسلهوالو غلاوو، د مخدره موادو خرڅلاو او نورو غیر اخلاقي کارونو کې یې لاس درلود. د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان عبدالرحمن رحیمي چې د دوشنبې په ورځیې دا نیول شوي کسان رسنیو ته ښکاره کول وویل چې له دې
د خیبر پښتونخوا کلتور ادارې او د چین د کلتور او لرغونو اثارو له ادارې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی چې موخه یې په صوبه کې د لرغونو اثارو ساتل دي. د پښتونخوا لرغونو اثارو ادارې مشر ډاکتر عبدالصمد وايي، له تفاهملیک سره سم، چین به د لرغونو سیمو او اثارو ساتنه او بیارغونه کوي. ویډیو وګورئ.
په مومندو کې د سیاسي اتحاد مشرانو، غړو او ولسي وګړو د قبایلي سیمو اېف سي ار قانون ضد مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتنه کړې چې دا قانون دې ختم کړي. دوی د دوشنبې یا ګل پر ورځ په غلنۍ کې په لاریون کې د اېف سي ار ضد نعرې ووهلې. ویډیو وګورئ.
د شمالي وزیرستان تر عملیاتو وروسته اوسمهال د میرامشا او میرلي بازارونه بیاودانول کېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي، انتظامیه په لومړي پړاو کې د ۲۳۰۰ دوکانونو بیاودانوي خو دا نه ده معلومه چې دا دوکانونه به چا ته ورکول کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
جنوبي پښتونخوا،قبايلي سيمې او خېبر پښتونخوا دې يو ځای شي د پاکستان قامی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو د خالي پر ورځ په چارسده کې يوې جلسې ته وويل چې قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا کې
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل