نن(شنبه) په لښکرګاه ښار کې په يو ځانمرګي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي د پېښې اکثره قربانيان بې وزله ملکي وګړي دي چې په ښار کې يې سوال کاوه. د هلمند ولايت د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې د موټر بم په دغه برید کې ۷ تنه ملکیان او پوځي کسان وژل شوي او شل ملکیان
په پېښور کې د باخبره جینکو په نوم يوې نا دولتي ادارې لخوا د هغو ښځو د لاسې توکو د پلورلو لپاره یو دوکان پرانستل شوی چې مارکیټ ته لاس رسي نه د دغه ادارې مشره ګلالۍ اسماعیل وايي، د دې کار بنیادي مقصد دا دی چې ښځې په بازارونه کې له ځپلې هنري تولیداتو پوره ګټه ترلاسه کړي. په دې اړه د غلام غوث وید
د افغانستان په فرا ولایت کې دغه مرغان چې «توغدارو» په نوم یادېږي د قطري عرب او د فراه د سیمه ییزو چارواکو لخوا له فراه ښاره زرګونه متره لېرې هوا ته خوشې شوه. دغه مرغان د تېر یوه کال په اوږدو کې روزل شوي و او د یادو قطرې عربو مشر عبدالله الثاني وايي له دې کار څخه یې هدف د کمیابه مرغانو د نسل ورک
د افغانستان د نورستان برګمټال ولسوالۍ افسې کلې کې د وروستیو واورو ښویېدو له امله ۵۷ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټبیان شول. واورو ښوېدو یادو کورنیو ته د سرزیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. افغان ولسمشر تر پېښې وروسته د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایته سفر وکړ او هلته یې د زیانمنو شویو کورنیو سر
د بلوچستان په کوټه ښار کې د جعلي درملو د مخنیوي ادارې سيکرتر ډاکټر امداد الله ویلي دي چې دلته تر۱۶۰ پورې راجسټرډ درملتونونه (مېډیکل سټورونه) دي، خو په دې کې ۸۰ سلنه درمل (دوایانې) غېر معیاري دي. د نوموړي په وینا په دې لړ کې يې تر اوسه ۳۳ درملتونونه تړلي او تر۱۰۰ زیات کيسونه کېسونه يې عدالت ته
په شوقدر کې د هیروینو یا پوډرو د نشې له امله نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې يو زر کسان د پوډرو په نشو روږد دي. دغه نشيان د په شوقدر بازار کې د پلورنځيو په شاوخوا کې کنډوالو کې ناست وي او نشې کوي. په شوقدر کې د ځينو نشیانو له کورنيو سره شاهنواز ترکزي خبرې کړي او دا ویډیویي راپور يې جوړ کړی دی.
د قبايلي سيمې کورمې اېجنسۍ ځوانانو او زده کوونکو نن (جمعه) د پېښور پرېس کلب مخې ته په یو احتجاجي لاریون کې له حکومته په یاده سیمه کې د پاړه چنار د شیعه ګانو د ساتنې غوښتنه وکړه. دوی وايي، له تيرو څوکالو راهيسې شیعه ګان د ترهګريزو پېښو ښکار کېږي خو حکومت ورله هېڅ تحفظ نه دی ورکړی. په دې اړه د
د پېښور پریس کلب مخې ته د پېښور یو شمېر ناظمانو اجتجاجي مظاهره کړې ده او شکایت کوي چې له تېرو دوو کالونو راهیسې حکومت ورته تنخواګانې او نورې دفتري ستونزې نه دي ورحل کړي. دوی وايي، که یې غوښتنې ونه منل شوې نو احتجاج به ټول د هېواد نورو برخو ته وغځوي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیو وګورئ
د خیر ښېګړې یوه اداره اېس پي او وايي چې د پاکستان آیین کې د اتلسم ترمیم وروسته په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونه مخ په زیاتېدو ده او د مخنیوي لپاره یې باید قانون سازي وشي. دوی دغه څرګندونې په دغه اړه په کوټه کې یوه سېمینار ته کولې. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین یې ویډیو راپور کښلی.
د پېښور فقیر اباد سیمې یوه اوسېدونکې حلیمه بي بي چې د درو ماشومانو مور ده وايي، له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې په خپل کور کې يزې تشدد کېږي.دا زیاتوي په تاڼو او عدالتونو ډېره وګرځېدله خو انصاف یې و نه لید او د خپل خاوند له ویرې یې په ماشومان سکولونه هم پرېښودي دي. د شبیر احمد جان وی
د خېبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د پیړیو راهیسې میشت سیکان وایي چې هلته جګړو او بد امنۍ دوی هم ځپلي دي او خپلو کورونو پرېښود مجبوره شوي دي. د تیرا میدان ۶۰ کلن واتم سینګ اوس په پېښور کې ژوند کوي او مشال راډیو ته وایي چې پخوا یې په تیرا کې ډېر ښه وخت تیریده خو اوس له هر څه محرومه
د قبایلي سیمې د ځنګلاتو محکمي لخوا په مومندو کې د سپرلي موسم د بوټو لګول پیل شوي چې د دوی په وینا سږ کال به په یاده سیمه کې ۵ لکه او۶۰ زره بوټي لګول کېږي. په دې بوټو کې غوز، کیکر، بیره، پلوسه، نښتر ، لاچي یا سفیده او نور بوټي شامل دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیو وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل