د سوات په ګڼو برخو کې د واورو له ورېدو سره سم ګڼو سېلانیانو دغو سیمو ته مخه کړې. د نیاز احمد خان ویډيو راپور
د سرکاري پرايمري سکول پهلوان کلا شوکدر زده کوونکي د کرایې یوې ودانۍ د تیارو کوټو پر سړو فرشونو ناست زده کړې حاصلوي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزی دغه ښوونځي ته ورغلی او دا ویډيو راپور یې پرې کښلی دی.
په بلوچستان کې د تیل ټېنکرو مالکانو کاربندیز کړی دی چې له کبله یې خلک د تېلو په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.د ټول پاکستان د تېل ټېنکرو اتحادیې له تېرو درو ورځو راهسې کاربندیز کړی چې ورسره د مرکز کوټې تر څنګ زیاتره سیمو ته د تېلو ورکړه درېدلې ده.
په اوکراين کې د ژویو حقونو لپاره کارکونکې او پارلېماني غړي په دې هڅو کې دې چې په سرکسونو کې پالونکيو ژويو لکه مېلوګانو، پړانګانو او د هاتيانو په کرتبونو بنديز ولګوي. د دوی په اند په دغو سرکسونو کې د پاللکېدونکیو دغو ځیناورو سره ډېر ناروا چلند کېږې. هم دغه ډول ځينې ميلو ګان له سرکسونو ژغورل شوي دي او
دا هغه کنډواله کېدونکې کارخانه دي چېرته چې اوسکار شیندلر ۱۲۰۰ یهوادن له هالوکاسټه ژغورلي ول، خو اوسې داسې ښکاري چې د دغه کنډکپرې کارخانې د رغېدو وخت رارسېدلی دی. د مشال راډيو انګلسي څانګې رې فرلونګ او رومان کوپکا ویډيو
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي او نظم کمېټې اعلان کړی چې د کرکټ بورډ نوي مشر په خپل تازه اقدام کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی نوروز منګل د لوبغاړو د غوراوي او هستي ګل عابد د نظم کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل. د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل د سې شنبې په ورځ د دغو کمېټو د مشرانو او غ
د ځمکې پر سر اوبو په باقاعده توګه د بخاراتو په شکل کې فضا ته تللي دي چې له کبله يې په دريو لسيزو کې په غټه کچه د نړۍ مخ بدل شوی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چارواکي وايي، پر باي پاس سرک د بمي چاودنې له کبله د فرنټیر کور شپږ سرتیري ژوبل شوي دي.چارواکي وايي، د دوشنبې پر سهار دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې د سرحدي عسکرو موټر د روزنې د یو مرکز پر لورې د تګ په حال کې و.په کوټه کې د فرنټیر کور ویاند مشال راډیو ته وویل چې دغه بمي چاودنه
د کندهار هوايي ډګر پر پنځو ښځینه کارکوونکو او د هغوی پر موټر چلوونکي څلور حمله کوونکي نیول شوي. په پېښه کي تورن کسان نن په کندهار کې په داسې حال کې رسنیو ته وښودل شول چي په خپلو کړنو يې اعتراف وکړ. وېډیو او اېډېټ: محمد صادق رښتینی
د استنبول چارواکي وایي دوی د هغه وسلوال تن د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي،چې د کال په لومړۍ شپه یي د ښار په یو نایټ کلب کې پر خلکو ډزې وکړې او څه نا څه ۳۹ کسان یي ووژل. په دغه برید کې ګڼ نور ژوبل هم دي. د پیښې له ځایه د رویټرز خبري اژانس ویډیو.
د سوات په سيلګريزه سيمه مالم جبه کې په لومړي ځل ځایي اوسیدونکیو او زدهکونکیو د نوي کال خوشالۍ ولمانځلې. په دغه پروګرام کې د زدهکونکیو سره سره سیلانیانو هم ګډون وکړ. خلکو وویل دوی ډیر خوشاله دي،چې په مالم جبه کې په سخته یخنۍ کې د نوي کال هرکلی کوي. تفصیل یې د نیاز احمد خان په ویډیو کې.
د خېبر پښتونخوا په مومندو او شوقدر کې سږکال د وړو ترهګرۍ پېښو تر څنګ، ځينې لويې پېښې هم شوې. په دوی کې یو د مومندو امبار سیمې په جومات کې ځانمرګي برید وو چې ۳۶ کسان پکې ووژل شول. په دې اړه د شاه نواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل