پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دوشنبې یا ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه جرګه وکړه چې ورته د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو ځېنو استازو په ګډون ګڼ مشران، پوهان او فعالان ورغلي ول. جرګې ته د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په وینا کې وویل، په قبایلو کې هر بدلون دې د ولس په خوښه وشي
د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر وايي، د مارچ پر ۱۵مه دې په صوبه کې سرشمېرنه نه ځنډول کېږي. اصغر اڅکزي د دوشنبې یا ګل پر ورځ په کوټه کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، دا د دولت ذمه واري ده چې په سرشمېرنه کې به د پاکستان شهریت لرونکي ورګډوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د روسیې په اورال غرونو کې د بودایانو یوه خانقاه (عبادتځای) ده چې ښايي ونړول شي. د نړولو لامل یې د معدنیانو شرکتونو یا کمپنیو کانکنۍ ته لار برابرول دي. ویډیو وګورئ.
په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اووه هېوادونو وګړو پر ورتګ د بندیز ضد مظاهرې روانې دي. د ولسمشر د دفتر مشر راینس پریبس وايي، ښايي له شام، عراق، لیبیا، ایران، یمن، سوډان او سومالیا سره په دې لېسټ کې پاکستان هم ورشامل کړل شي.
د روسیې په موردوویا جمهوریت کې مسلمان تاتاریان په ښوونځیو کې د مذهبي ازادۍ تر لاسه کولو هڅې کوي. دوی وايي، د چارواکو له لوري په ښوونځي کې د پړوني یا زړوکي پر سرولو باندې بندیز لګول ناسم کار دی او دوی یې نه مني.
د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وايي، له افغانستان سره یې وینه او دود دستور یو دی، نو اسلام اباد ته په کار ده چې ورسره ملګرتیا وکړي. میا افتخار حسین د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د سوات په سیدو شریف کې د باچا خان او ولي خان تلین غونډې ته وینا وکړه، په اړه یې دا رپورټ وګورئ.
په مومندو کې یو لوی کاروبار د مرمرو د کاڼو دی. له هم هغه ځایه دا کاڼي ایستل کېږي او بیا د پاکستان نورو برخو ته وړل کېږي، هلته دا کاڼي تر پاکولو او تراشلو وروسته خرڅول کېږي چې د ودانۍ په کارونو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي. په دې ویډیو کې د مرمرو د کاڼو کاګرانو کار ته کتنه شوې.
د کاناډا په کېبېک کې پولیس وايي، تېر ماښام پر یوه جومات د وسله والو په برید کې شپږ کسان ووژل شول او اته ژوبل شول. چارواکي وايي، دا ترهګر برید وو چې د لمونځ پر مهال شوی دی. د اسوشي اېټډ پریس او رویټزرز اژانسونو ویډیو.
د شمالي وزیرستان سوداګرانو له چارواکو غوښتنه کړې چې ورته دې د غلام خان لار پرانیزي چې دوی په خوست او د افغانستان په نورو ښارونو کې خپلې کاروباري هلې ځلې روانې کړي. د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د ۲۰۱۶ز په نومبر کې له بنو څخه تر غلام خانه د نوې لویې لار پرانیسته کړې وه. تفصیل په رپورټ کې
د بلوچستان چارواکي وايي وروستیو بارانونو او د واورې ورښت خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي. دوی وايي په تېره یوه اونۍ کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي او همدارنګه یو شمېر کورونه هم نسکور شوي دي. د مشال خبریال ایوب ترین په نوي کلي کې د سعیدالله کور ته ورغلی د چا چې کورنړېدلی او د کورنۍ غړي
د خېبر پښتونخوا په پېښور کې نرښځیانو د مردان پولیس پر ضد د پریس کلب مخې ته د یو احتجاجي ناسته کړې او له صوباېي حکومته د اوسېدو محفوظ ځای غوښتنه کړې ده.
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو ځوانانو تنظیم په بنو کې د یو لاریون پر مهال له حکومته خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کړې.په دې اړه د عمردراز وزیر ویډیو وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل