د خېبر پښتونخوا په پېښور کې نرښځیانو د مردان پولیس پر ضد د پریس کلب مخې ته د یو احتجاجي ناسته کړې او له صوباېي حکومته د اوسېدو محفوظ ځای غوښتنه کړې ده.
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو ځوانانو تنظیم په بنو کې د یو لاریون پر مهال له حکومته خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کړې.په دې اړه د عمردراز وزیر ویډیو وګورئ.
مصطفا له خپل تره سره د ګاډو یوه تمځي کې یو زوړ موټر د کوټنۍ غوندې کاروي. دغه ۱۳ کلن ماشوم د نورو زرګونو افغانانو په څېر له کړاوه ډک ژوند تېروي. د مشال راډيو ویډيو
په ماسکو کې يوه مشهوره وکيل ښاري ژوند ته مخه ښه ويلې او د ملنګۍ ژوند يې خپل کړی. د مشال راډيو په دې ويډيو کې يې د ملګنۍ ژوند یو څرک لیدلای شئ.
عوامي نېشنل ګوند وايي چې کامیابه ریاستونه د پرمختیايي پروژو له لارې نه بلکې په ملي یوالي چلېږي. د ګوند مشرانو په وینا چې د سرشمېرنې مخالفت کول و پنجاب صوبې ته ګټه رسول دي. دا څرګندونې د دغه ګوند مخورو په کوټه کې د باچا خان او عبدالولي خان تلینغونډې ته کولې. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډيو
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې دستورې پر مهال هغو سرکاري ملازمینو ته جایزې ورکړل شوې چې د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال یې ښه کارکردګي ښودلې. د مشال راډيو خبریال محمد عمران ویډيو راپور
د ازبکستان په ثمرقند کې د برېښنا سخت کمی دی، ځینې هستوګن په شپه مومبتۍ یا شمعې بلوي او خواړه په لرګیو پخوي. د مشال راډيو ویډيو
په پېښور کې شورو په ورځ د مدني ټولنو ځېنو فعالانو خبري غونډې ته وویل چې په پاکستان کې ورته نه یوزې د ولسي خیر ښېګړې کارونو په باب ستونزې جوړېږي بلکې د حکومتي اجازتنامې په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي. دوی وايي چې تر شختې دولتي څارنې لاندې راغلي دي. له پېښوره د غلام غوث ویډیو راپور
اسلامي دولت یا داعش وسله وال د عراق او سوریې له ځینو ښارونو د کورنیو او نړیوالو سرتېرو لخوا پر شاه تمبول شوي دي. دا چې په دغه ښارونو کې له دغې ډلې کوم شیان پاتې شوي په دغه ګلري کې ووینئ.
د ګیس (غازو) دا تنور ډوله کنده په ترکمانستان کې په ۱۹۷۱م کال کې رامنځ ته شوې وه. د دې وجه په دغه سیمه کې د مشینانو په وسیله د ځمکې کېندنه وه. په دې کنده کې له تېرو ۴۵ کالونو اور بلېږي. د مشال راډيو ویډيو
په بلوچستان کې خلجي قامي اتحاد ادعا کوي چې په دغه صوبه کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) له لوري په ناقانونه توګه ځايي خلک د افغان کډوالو په لیسټ کې اچول شوی دی خو یو اېن اېچ سي آر دا تورنه ردوي او وايي چې ( پي او آر) کارډونه د پاکستان شناختي کارډ قامي اداره (نادرا ) جاری کوي. د ایوب
په مومند کې جمیعت علما اسلام ف ډلې د فاټا له خیبر پښتونخوا سره د یوځایکولو پرضد لاریون وکړ. دوی غوښتنه کوله چې فاټا دې ځان ته صوبه جوړه کړل شي، اېف سي ار قانون دې له منځه یووړل شي او پرځای دې یې شرعي نظام لاګو کړل شي. د شاهنواز ترکزي ویډيو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل