د روس، ترکیې او ایران چارواکیو په سېشنبې په قزاقستان کې تر رسمي غونډې وروسته ویلي چې په شام کې د نازک اوربند څارلو لپاره پر یو مېکانیزم سلا شوي دي. خو دوی په دې کې پاته راغلي چې د منځني ختیز په دغه هېواد شپږ کلنې کورنې خو د شام حکومت مخالفین د غوڼدې
د سربیا په پلازمېنه بلغراد کې نښتي یا بندپاتې په سلګونه پناه غوښتونکیو او کډوالو د جنورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې ترمرګه شومه نیولې ده. دوی به سړو کنډواله ګودامونو کې پناه اخېستې ده او اروپايي هېوادونو ته سترګې پر لار دي چې ژر تر ژره خپلې پولې پرانیزي. مشال راډيو ویډیو
په پاکستان کې د درغلۍ ختمولو په باب په سوات پوهنتون کې یو ورځني کنفرانس ته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي او د درغلیو مخنیوي صوبايي ادارې غړي ډاکټر حیدر علي په خپله وینا کې وویل چې بې انصافي او پر قانون نه عملداري هم درغلیو ته لار بربروي. له سواته د نیاز احمد خان ویډيو
په بلوچستان کې له وروښتونو وروسته د شلو له بهېدو دېوالونه چپه شوي چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي. د ایوب ترین ویډيو راپور
د کراچۍ په یوه پښتون مېشه سیمه کیاماړۍ کې ځوانانو د ګرين کیاماړۍ (زرغونه کیاماړۍ) په نامه د کریکېټ سيالۍ جوړې کړې چې موخه یې د خپلې سيمې پاکوال او ځوانان هڅول دي چې په خپله سيمه کې بوټي ولګوي. په دې سياليو کې د برخې اخېستو لپاره شرط هم لس بوټي لګول ټاکل شوي ول. د محمد عمران ویډیو راپور
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پخواني سفارتکار او د مومندو له سیمې سېنېټر هلال په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د فاټا له استازیو او ولس سره یوځای یې په اسلام اباد هوټل کې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۳۰مه او ۳۱مه نېټه یوه جرګه راغوښتې چې موخه یې پر فاټا اصلاحاتو
په خیبر کې تر ځنډ وروسته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسیني کیمپېن پیل شو. د ګل پر ورځ په جمرود کې روغتیايي کارکوونکو او چارواکو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړل او بیا روغتیايي ډلې بېلا بېلو ځایونو ته ولاړې چې د امنیت لپاره یې اقدامات شوي ول. ویډیو وګورئ.
د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو په پېښور کې د امن لاریون کړی چې موخه یې د باچا خان تلین په مناسبت د هغه د عدم تشدد تګلارې فکر خپرول ول. د دوشنبې یا ګل ورځې د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې ټینګښت لپاره دې د باچا خان فکر خپور او عملي کړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د مومندو کاروباریان وايي، د ډېورنډ پر کرښه د ګورسل لارې بندښت له کبله یې شاوخوا ۹۰ فیصده کاروبار ختم شوی دی. دوی وايي، د کاروبار ختمېدو له کبله یو شمېر خلکو په پېښور کې مزدورۍ پیل کړې دي. حکومت وايي، تر سم پلان وروسته به لار پرانیزي چې کاروبارونه بیا ورغول شي. تفصیل په رپورټ کې.
شمالي وزیرستان ته ستانه شوي خلک وايي، تر درو کلونو یې ځمکې شاړې پرتې وې خو اوس یې بیا فصلونه کرلي دي. دوی وايي، په دې لړ کې ورسره حکومت مرسته کړې خو لا زیاتې مرستې باید ورسره وشي. د وزیرستان اوسېدونکي وايي، ورته ښکاري چې کروندګري به یې بیا د کورنۍ اقتصاد ښه کړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د پوځي عدالتونو او سي پیک په اړه ټول ګوندیزه غونډه دې راوبلي او ددوی اندیښنې دې هم لرې کړي او په دې اړه چې تر اوسه د نیشنل ایکشن پلان له لارې د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې څومره پرمختګ شوی، هغه دې هم په ډاګه کړي.
د قبایلي سیمې کرمې اېجنسۍ لسګونو زده کونکیو د یکشنبې په ورځ د پریس کلی مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې په پاړه چینار کې ترسره شوی برید وغندلو او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.د مشال خبریال طارق اورکزي د یوه مظاهره کونکي سره خبرې کړې دي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل