د ۲۰۱۶م کال د باچاخان د تلين په ورځ پر ۲۰مه جنورۍ د چارسدې په باچاخان پوهنتون باندې وسله والو بريد کړی وو چې اتلس کسان يې ووژل. په وژل شویو کسانو کې زده کوونکي هم شامل وو. د کورنيوو خبرې يې د شبيرجان په دې ويډيويي رپورټ کې
شمالي وزیرستان ته ستانه شوي زده کوونکي له حکومته د تعلیمي ادارو د اسانتیاو برابرولو غوښتنه کوي. د مشال راډيو خبریال عمر دراز وزیرد میران شاه ګورنر ماډل ښوونځي ته ورغلی او دا ویډيو راپوريې پري جوړ کړی دی.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه کورنۍ د جمعې په ورځ د کېپيټل ودانۍ له ځينو څخه تر سپينې ماڼۍ پورې د پرانيستنې تېرېدنې (پرېډ) مشري وکړه. په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشرۍ تر لوړې وروسته د امريکا نوي ولسمشر په پينسلوانيا کوڅه کې راغونډو شوو خلکو ته لاسونه ښورول.د اېسوښيېټډ پرېس
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس شاخوا یو اعشاریه نهه میلیون کسان په هېوا کې بیکاره دی چې ډیره برخه یې ځوانان جوړه وي. ویډیو ایډیټ: ابراهیم صافی
په برسلز کې شاوخوا يو زر کسان د جمعې په ورځ راغونډ شو او د “حقونو لپاره رڼاګانې” لاريون کې يې برخه واخيسته. ګډونوالو چې زياتره برخه يې ښځې وې د جنسيت غندنه وکړه او د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ضد يې مظاهره وکړه. نن (شنبه) به هم د امريکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې په زرګونه ښځې د ډونلډ ټرمپ پ
پخواني امريکايي ولسمشر بارک اوباما د خپلې عملې او ملاتړو مننه وکړه او وې ويل چې هغوي د ده د دوو حکومتي دورو په اوږدو کې د اميد طاقت ثابت کړ. اوبامه په مېري لېنډ رياست کې د جواينټ بيس اېنډريوز په نامه يو پوځي مرکز کې وروسته له هغو خدای په اماني وکړه چې ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰ مه د امريکا د ۴۵م ولسم
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوګند مراسمو پر مهال په وینا کې وویل چې کله د تجارت ، کډوالۍ او بهرنیو چارو خبره شي نو به امریکا ته لومړیتوب ورکوي. ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر شلمه نېټه د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې دا هم وویل چې د نړۍ له مخه به د اسلامي بنسټپالنې پر اساس موجوده ترهګرۍ له
نن(شنبه) سهار په کورمه کې يوې چاودنې لږ تر لږه يو ويشت کسان وژلي دي. د پاړه چينار سبزي منډئ کې شوې دې بمی بريد کې خوا او شا اته اويا کسان زخميان شوي هم دي. د شيعه ګانو ځايي تنظيم انجمن حسېنيه په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر ډير يادوي. د دې تنظيم مشر ملک سراج مشال راډیو ته وويل چې په چادنه کې
د امريکا د ولسمشر د لوړي مراسم د جمهوريت لمانځنه وي. په دې هېواد کې په پُرامنه توګه د واک سپارلو مراسم د تيرو ۲۰۰ کلونو راهيسې دود دي. په لاندې ويډيو کې د واک سپارنې په اړه معلومات بيان شوي.
په پېښور کې سېکرېټري سيفران محمد شهزاد ارباب وايي چې د افغانستان ځېنې خلکو ته د اوږدو او اسانو ويزو ورکولو سپارښتنه يې وفاقي کابينې ته استولې او هیله من دی چې منظور شي. نوموړي دا خبرې په پېښور کې د افغان کډوالو ځوانانو ته د تخنيکي روزنې درې مياشنې کورس د پرانستې پر مهال وکړه. له دغه تخنیکي کور
د بلوچستان حکومت وايي، د چاپیریال ساتنې لپاره به هرډول ګامونه پورته کوي او د دې ترڅنګ به پر ضرري سینګار توکیو (کاسمیټک) هم بندیز لګوي. د زیارت پر ورځ په کوټه کې په دې منابست د غونډې سره ترڅنګ د ځنګلاتو صوبايي وزیر عبیدالله جان بابت د مشال راډيو خبریال ایوب ترین ته وویل چې نه یوازې د دوی حکومت بلکې
په شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو وروسته شاوخوا ۷۰ زره کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. د دغه کډوالو لپاره حکومت په میران شاه او میر علي کې نوي مارکیټونه او دکانونه هم جوړ کړي دي چې پکې دوی خپل کاروبار پر مخ وړي. د عمر دراز وزیر ویډیو.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل