په افغانستان کې دا د هغه کورنیو حال دی چې د وروستیو نا امنیو له لاسه دلته کابل ته را کډه شوې دی. دوی د اقتصادی ستونزو تر څنګ د ناروغیو، بی وزلیو او د سرپناه له نه شتون سره لاس او ګریوان دی. وېډیو او اېډیټ ولي سباوون او ابراهیم صافی
په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د پرانستې لپاره په پېښور کې یوه غونډه وشوه چې پکې به په ټوله صوبه کې هغه پنځه پنځوس لکه ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پنځوو کلونو وي، له دې ناروغۍ څخه د مخنيوي واکسين کېږي. د شبیر احمد خان داویډو.
سوړ ژمی، یخه ځمکه او تر شنه اسمان لاندې بې ټاټه سرکاري ابتدايي ښوونځي کې ګڼ ماشومان بیا هم خپل زدکړې پرمخ بیايي. خو له سرکاره یوه غوښتتنه ده چې لږ مخ واواړوي او ستونزې دې یې په خپلو سترګو وویني. د شاهنواز ترکزي ویډيو
د ګل یا دوشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني سږني (۲۰۱۷ز) کیمپېن پرانیسته شوې ده. د صوبايي اسمبلۍ سپیکرې ډاکترې مهرتاج روغانۍ د دې کیمپېن پرانیسته وکړه او وايي، هڅه به کوي چې د ټولې صوبې له پینځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکړي چې د پولیو ناروغي ختمه کړي. رپورټ وګورئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکي پسرلي کې له وسله والو مخالفینو د مخامخې جګړې لپاره بشپړ چمتووالی ولري. تاج محمد جاهد نن په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د ۴۵۰ افسرانو دفراغت په مراسمو کې وویل چې د ژمې په موسم کې د جګړې په جبهاتو کې د وسله والو
د دوشنبې په ورځ د خوست د بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان له کېمپ څخه د وزیرستانیو کډوالو د دوه سوه کورنیو لومړنۍ قافله روانه شوه.د کډوالو سره د مخه ښې لپاره د خوست یو شمېر ملکي او پوځي مسوولین د ګلان کېمپ ته ورغلي ول. په ټولیز ډول په یاد ولایت کې وزیرستانيو کډوالو هلته له اوسیدو، همدارنګه د عوامو او د حکومت د ملکي او پوځي ادارو د منسوبینو له ښه سلوک او همکاری خوشالي څرګندوله. ستنیدونکو کډوالو مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې تر دې وروسته د پولې په دواړو غاړو کې د پرتو قومونو او خلکو په مخکې په تګ او راتګ کې خنډونه له مخې لیرې کړي.
په کوټه کې حکومت په ښځینه روغتیايي کارکوونکو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو وزن کولو الې وېشلې دي. حکومتي چارواکي وايي، دا مهال په صوبه کې ۷۰۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې خپلې دندې تر سره کوي او په کورونو کې خلکو – په ځانګړي ډول مور او ماشوم – ته خدمات رسوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بنو کې د سړو له زیاتېدو او بارانونو سره خلک بازار ته ځي او ګرم خواړه کوي چې پکې پلو، حلواګانې او غوښې شاملې دي. د بنو وریژې او ځېنې قسمونه حلواګانې هسې هم مشهورې دي. د رستورانونو چلوونکي وايي، ګڼ خلک ورځي او ګرم خواړه خوري. تفصیل په دې ویډیو کې.
په سوات کې باچاخان ایجوکیشن ټرسټ په یوه تعلیمي ورکشاپ کې د سیمې استاذانو ته په مورنۍ ژبه د زدکړو د اهمیت په اړه معلومات ورکړل. د غونډې د ګډونوالو وینا وه چې د نړۍ پرمختللي هیوادونه خپلو ماشومانو ته په مورنیو ژبو ژدکړې ورکوي، نو ځکه یې پوهه او قابلیت د پام وړ او لوړ وي. د ورکشاپ له لارې پر حکومت هم غ
د ناګمان فضل امین د اروپا په تکل له پښتونخوا ترکي ته رسیږي، او هلته یې یو پېژندګلو تن د انسانۍ سمګلرانو سره د پنځوسو زرو ډالرو په بدل کې ګاڼه کوي. انسانۍ سمګلران له دغه پښتون ځوان سره ډېر زیات تشدد کوي. دا ځوان چې وروسته د ترکي پولیسو په کومک راخلاصیږي، د اروپا نه مخ اړوي او بېرته خپل کلي ناګمان ته
قبايلي مېرمنو د خالي په ورځ، په پيښور کې د يوې جرګې له لاري، له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال له انتخاباتو نه وړاندې دې په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې ورته نمائندګې ورکړل شي.په باچاخان مرکز پېښور کي د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ کې د قبایلی سيمو مېرمنو په بلدیاتي نظام کي هم د ښځو د استازيتوب
د پاکستان جمیعت علما اسلام ګوند د یکشنبې په ورځ د جمرود په ( باب خیبر ) کې د ایف سي ار قانون د ختمولو او د قبایلي سیمو په یوې ځانګړې صوبې د بدلولو غوښتنه وکړه. د نوموړي ګوند مشرانو په دې موقع وویل چې دوی نه غواړي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي. نوموړی ګوند له ډېرې مودې راهیسې د
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل