کوټه: د بلوچستان صوبې د مرکز کوتې تر څنګ په زیاتره پښتونخوا مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې وروسته د جمعې له شپې د واورې او باران لړۍ پیل شوې ده. د کوټې د ښار اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې که څه هم دوی د واورې او باران په لړۍ خوشاله دي خو له دې کبله د بجلۍ ، ګېس او اوبو په ترلاسه کولو کې یې
سبهاش چندر بوس د هندوستان د ازادۍ یو پیژندلی اتل دی چې د انګریز خلاف يې مبارزه کړې وه. هغه چې کله له هندوستانه د افغانستان پر لار جرمني ته تلی نو په پېښور کې عباد خان پناه ورکړې وه. د مشال راډیو خبریال خالد خان د نوښار پیرپیايي کلې ته تللی دی او د عبادخان له ۷۰ کلن زوی سراج کاکا سره یې مرکه کړې
د بلوچستان په مرکز کوټه او د صوبې په نور برخو کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د واورو او بارانونو لړۍ پېل شوې ده چې له امله یې په خلګو کې خوشحالي خپره شوې ده. په دې اړه د ایوب ترین ویډیو وګورئ.
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر چې کندهار ته د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تللی وايي چې ولسمشر د دې ولایت د سې شنبې پېښې د تحقق لپاره یو قوي تخنیکې ټیم ګومارلی دی. راپور، ویدیو او ایډیت: مح
په افغانستان کې د زرغون بهیر «روند سبز» لسګونو غړیو د کابل وروستیو خونړو پېښو په غبرګون کې د پاکستان حکومت پر ضد مظاهره وکړه. دوی چې د پاکستان حکومت پرضد یې شعارونه ورکول پاکستان د افغانستان په وروستیو خونړیو حملو کې په لاس لرلو تورن کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر پاکستان فشارونه زیات
خېبر پښتونخوا د نوښار په خېشکو کې هر کال د واليبال سیالۍ ترسره کېږي چې پکې په قامي او نړیواله کچه د پښتونخوا لوبغاړي هم برخه اخلي. د غلام غوث ویډیو .
د خېبر پښتونخوا د کلتوراو لوبو محکمې د پاکستان نابینا قامي کرکټ لوبغاړو لپاره د ټنګ ټکور یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې د قامي کرکټ لوبغاړو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سکولونو زده کوونکي هم ورغلي. د شبیر احمد خان ویډیو.
د بلوچستان حکومت وايي د صوبې ټولې ستونځې نه یوازې د تعلیم له لارې هوارېدلی شي بلکې همدا یې د پرمختګ یوازنۍ لار ده. په کوټه کې د زیارت پر ورځ د حکومتي استادانو اتحادیې د نویو مشرانو سوګند اوچتولو په یوه غونډه کې پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ د تعلیم صو
د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شوي يو شمېر ځوانانو د جمعې په ورځ د پېښور پريس کلب مخې ته د مياشتنې مالي مرستو نه ترلا سه کېدو پرضد احتجاجي مظاهره وکړه.دوی وايي، د دوه مياشتې مالي مرسته نه ده ورکړل شوې چې له امله یې په دې يخ ژمې کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیو وګو
تاج محمد په راولپنډۍ ښار کې له تېرو څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې د ګوله ډوډۍ موندلو لپاره په خپله رېړۍ کې تر یو ټن زیات مالونه چې پکې اوړه او غوړي بار وي کشوي. د تقاعد یا پېنشن نه لرلو له وجې د ژوندي کېدو لپاره دی اړ دی چې پرله پسې کار وکړي. د مشال راډيو خبریال سیرج ظهیر ویډیو
د فاټا اولمپیک اتحادیې او د پاکستان لېندۍ ویشتلو ټولنې له لوري د پیښور قیوم سپورټس کمپلېکس کې پاکستان پولیس هم برخه اخېستې وه. چې واپډا د
په سربيا کې د شپې له خوا د تودوښې درجه تر منفي شل سنتي ګراد کمه شي. مرستندویه ادارو د جنورۍ په يوولسمه ویلي چې بې کوره کسان او پناه غوښتونکي د ساړه موسم قربانيان کیږي. له ملالۍ بشير څخه نور حال اورو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل