د کندهار هوايي ډګر پر پنځو ښځینه کارکوونکو او د هغوی پر موټر چلوونکي څلور حمله کوونکي نیول شوي. په پېښه کي تورن کسان نن په کندهار کې په داسې حال کې رسنیو ته وښودل شول چي په خپلو کړنو يې اعتراف وکړ. وېډیو او اېډېټ: محمد صادق رښتینی
د استنبول چارواکي وایي دوی د هغه وسلوال تن د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي،چې د کال په لومړۍ شپه یي د ښار په یو نایټ کلب کې پر خلکو ډزې وکړې او څه نا څه ۳۹ کسان یي ووژل. په دغه برید کې ګڼ نور ژوبل هم دي. د پیښې له ځایه د رویټرز خبري اژانس ویډیو.
د سوات په سيلګريزه سيمه مالم جبه کې په لومړي ځل ځایي اوسیدونکیو او زدهکونکیو د نوي کال خوشالۍ ولمانځلې. په دغه پروګرام کې د زدهکونکیو سره سره سیلانیانو هم ګډون وکړ. خلکو وویل دوی ډیر خوشاله دي،چې په مالم جبه کې په سخته یخنۍ کې د نوي کال هرکلی کوي. تفصیل یې د نیاز احمد خان په ویډیو کې.
د خېبر پښتونخوا په مومندو او شوقدر کې سږکال د وړو ترهګرۍ پېښو تر څنګ، ځينې لويې پېښې هم شوې. په دوی کې یو د مومندو امبار سیمې په جومات کې ځانمرګي برید وو چې ۳۶ کسان پکې ووژل شول. په دې اړه د شاه نواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په کوټه کې د جمعې په ورځ د خېرښیګېړې يوې ادارې د ځوانانو د دزه کړو او فعالیتونو په اړه دوه ورځنۍ میله پای ته ورسېده. په دې میله کې له یو شمېر سیمو لیکوالانو او ادبیانو ګډون کړی وو. دغه میله کې ځوانانو مشاعره او موسيقي هم وکړه. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر ایجنسۍ خلک وایي،د پېښور او تورخم ترمنځ شاوخوا ۴۴ کلومیټره سړک ټرافیکي نظام نه لري او د موټرو تېز رفتارۍ له وجې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي. دوی وايي،پروسږکال د خېبر انتظامي چارواکو یو شمېر لیویز سرتېرو ته د ټرافیک د اصولو روزنه ورکړې وو او پر دې سړک ډیوټي به یې کوله خو اوس نشته.
د خېبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې د غیر دولتي ادارې (اس ار اس پي) او د خېبر پښتونخوا پولیسو د سوات د ولسي جرګو پر اهمیت یوه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د سیمې یو شمېر ولسي مشرانو او وکیلانو کډون کړی وو.په دې اړه د نياز احمدخان ویډیو وګورئ.
په بلوچستان کې قانونپوهان او کارپوهان وايي، د کوټې په لوی روغتون کې د اتم اګست (۲۰۱۶) په ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او نورو خلکو قرباني دې نه یوازې تل یاد وساتل شي بلکې د هغوی نیمګړې موخې ته د رسېدو لپاره نورې هلې ځلې کول پکار دي. په کوټه کې پښتو ادبي ټولنې د اتم اګست ناورین کې
د جمیعت علما اسلام مشر په پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کاري مودې غځولو پرېکړه د ملکي عدالتونو سپکاوی وباله. مولانا فضل رحمان د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل: « دا پر ملکي عدالتونو بې باوري ښکاره کول دي. ملکي قاضیانو باندې نیوکې کېږي او هغوی بې زړه ښودل کېږي. په داسې تصور ورکولو
د قبایلي سیمو دوه مشران مولانا صادق شېرانی او ملک خان مرجان وايي، چې د راتلونکې ۲۰۱۷م کال پر ۱۸ جنورۍ کېدونکې د قبایلي ولس جرګه به د پاکستان واکدارانو ته وښيي چې قبایل به خپلې پرېکړې په خپله کوي. دوی وايي که د پاکستان ریاست په ریښتیا د فاټا لپاره اصلاحات غواړي نو لومړی دې له وزیرستانه تر باجوړه د دغ
د خیبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو لپاره د یوې تګلارې جوړولو تکل کړی چې چې له مخې یې هغوی په ځانګړیو ښوونیزو زده کړو سمبال او د خپل ژوند چارې په خپله د ترسره کولو جوګه شي. د چارشنبې ورځ په پېښور کې په دې اړه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ځانګړي سلاکار مشتاق غني په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې پکې د نرښځ
د بلوچستان لورالايي ښار لوی سرکاري روغتون له ډېرې مودې راهیسې د اپرېشن لپاره ډاکتران نه لري چې له کبله یې ډېری سخت ناروغان له روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي. د ایوب ترین ویډیويي رپورټ
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل