د خېبر پښتونخوا د سوات کنډک کوټه سیمې ته له بېلابېلو ځایونو خلک د پخوانيو تاریخي لرغونيو اثارو لیدو ته ورځي. د سیمې اوسېدونکي او سیلانیان وايي د پښتونخوا دغه تاریخي اثار باید خوندي او نوي کل ته په درسي کتابونو کې وښودل شي. د نیاز احمد خان ویډیو رپورټ
د خیبر اېجنسۍ په جمرود لوبغالي کې د فاټا لوبو ډایرېکټرېټ او فاټا اولمپک ټولنې په مرسته د خیبر امن لوبو مېله پیل شوې چې پکې د بېلابېلو لوبو ترڅنګ موسیقي او اتڼونه وشول. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري ویډيو
د پاکستان هواي کرښې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د وژل شوو ټولو کسانو مړي اسلام اباد پیمز روغتون ته رسول شوي دي. د کورنېو چارو وزارت لږه شېبه وړاندې مشال راډيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د مړیو ډی اېن اې ټېسټ تر کېدو وروستبه یې به خپلو کورنیو ته وسپاري. دغه الوتکه چې د عملې په ګډون ۴۸ تنه پکې س
په بلوچستان کې د رضاکارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه چې د چارواکو په وینا بې د رضاکارانو له مرستې هېڅ یوه ټولنه پرمختګ نه شي کولائ. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمندان جان نېکولس وايي که څه هم ۲۰۱۶م کال د جګړې له پلوه کړکېچن وو خو طالبانو د افغان ځواکونو پروړاندې هېڅ لوی پرمختګ و-نه-کړ. دا خبرې نوموړي په بروسلز کې د ازادۍ راډيو افغان څانګې له خبریال مصطفا سرور سره کړې.
په خیبر کې د انګرېزانو واکمنۍ مهال په یوه سرکاري ودانۍ کې چې د دوی افسرانو به هلته خواړه خوړل، په غولي کې یې یوه ونه په ځنځیرونه تړل شوې ده. د پېښور پوهنتون د تاریخ څانګې مشر پروفېسر ډاکټر جاوېد اقبال وايي دغه ونې ته ځینو مۍخور انګرېز افسرانو تر خمارېدو وروسته ځنځیرونه اچولي دي. د مشال راډيو و
د دسمبر په ۷ مه نېټه عراقیو ځواکونو له موصل ښاره ۷۰ کیلومیټره لیرې جنوب پلو یو کلی ګانوس ولکه کړی دی. له وسله والو سره تر درنې جګړې وروسته پظاهره تر بري وروسته سرتېري د خوښۍ په لمانځلو لیدل کېږي. له تېرو دوو میاشتو راهیسې عراقیو ځواکونو د موصل نیولو لپاره چې له ۲۰۱۴م کاله د اسلامي دولت وسله والو پ
کپتان صفیه فېروزي پخوا کډواله وه خو اوس نه یوازې د افغان هوايي ځواکونو ټرانسپورټ الوتکه الوځوي بلکې له وسله والو د خپل هېواد ساتنې سربازي هم کوي. د اې پي ویډيو
د بیلجیېم په مرکز بروکسلز کې د ناټو عمومي منشي ینز سټولټېنبرګ د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د دویمې او ورستۍ ورځې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، له افغان حکومته یې د سولې په خبروکې د پرمختګ، د بشري حقونو په برخه کې د هڅو زياتولو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه. د ناټو عمومي منشي ويلي،
د کرایمیا سمندري ژویو یو پارک د مالي مشکلاتو له کبله د خپل یوه کب پلورلو ته اړ شوی.که څه هم د بیلوګا نهنګ په خرڅولو سره د سیواستوپول ښار د کبانو تالاب کې د موجودو نورو ژویو د خوراک لپاره پیسې پېدا شوي دي،خو په تالاب کې پاته بل نهنګ په تللو غمجن دی.د مشال ریډیو د یوکراین څانګې ویډیوي رپورټ وګورۍ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان دوې لویې شتمنۍ لري چې یوه یې طبیعي زېرمې او بله هغه یې بشري قوه (ځوانان) دي. خو زیاته یې کړه هغه ظرفیت چې په ملت کې دی هغه په حکومت کې نه شته او همدغه مسله د افغانستان یوه له اساسي ستونزو څخه ده. ویدیو او ایدیت: تمیم اخګر
له امریکا خپل وطن اوکراین ته ستنېدلی یوزي فېدینسکي نه یوازې د موسقۍ دودیزه اوکراینۍ آله جوړوي بلکې نورو ته یې هم د جوړولو او غږولو چل ور-زده کوي. د اوکراینۍ څانګې ویډيو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل