د دسمبر په ۷ مه نېټه عراقیو ځواکونو له موصل ښاره ۷۰ کیلومیټره لیرې جنوب پلو یو کلی ګانوس ولکه کړی دی. له وسله والو سره تر درنې جګړې وروسته پظاهره تر بري وروسته سرتېري د خوښۍ په لمانځلو لیدل کېږي. له تېرو دوو میاشتو راهیسې عراقیو ځواکونو د موصل نیولو لپاره چې له ۲۰۱۴م کاله د اسلامي دولت وسله والو پ
کپتان صفیه فېروزي پخوا کډواله وه خو اوس نه یوازې د افغان هوايي ځواکونو ټرانسپورټ الوتکه الوځوي بلکې له وسله والو د خپل هېواد ساتنې سربازي هم کوي. د اې پي ویډيو
د بیلجیېم په مرکز بروکسلز کې د ناټو عمومي منشي ینز سټولټېنبرګ د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د دویمې او ورستۍ ورځې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، له افغان حکومته یې د سولې په خبروکې د پرمختګ، د بشري حقونو په برخه کې د هڅو زياتولو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه. د ناټو عمومي منشي ويلي،
د کرایمیا سمندري ژویو یو پارک د مالي مشکلاتو له کبله د خپل یوه کب پلورلو ته اړ شوی.که څه هم د بیلوګا نهنګ په خرڅولو سره د سیواستوپول ښار د کبانو تالاب کې د موجودو نورو ژویو د خوراک لپاره پیسې پېدا شوي دي،خو په تالاب کې پاته بل نهنګ په تللو غمجن دی.د مشال ریډیو د یوکراین څانګې ویډیوي رپورټ وګورۍ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان دوې لویې شتمنۍ لري چې یوه یې طبیعي زېرمې او بله هغه یې بشري قوه (ځوانان) دي. خو زیاته یې کړه هغه ظرفیت چې په ملت کې دی هغه په حکومت کې نه شته او همدغه مسله د افغانستان یوه له اساسي ستونزو څخه ده. ویدیو او ایدیت: تمیم اخګر
له امریکا خپل وطن اوکراین ته ستنېدلی یوزي فېدینسکي نه یوازې د موسقۍ دودیزه اوکراینۍ آله جوړوي بلکې نورو ته یې هم د جوړولو او غږولو چل ور-زده کوي. د اوکراینۍ څانګې ویډيو
د خیبر پښتونخوا سوات په مينګوره کې د يو شخصي تعليمي ادارې تر سوري لاندې د پښتو مشاعره وشوه چې په کې د سوات په ګډون د نورو سیمو يو شمير شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډيو يي رپورټ وګورئ.
د کراچۍ ښار په یوه لوی هوټل کې د اور له لګېدو ۱۱ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات یې ژوبل کړي دي. په دغه ویډيو کې لیدلای شي چې د اور لګېدو مهال خلکو د بسترو او تلتکو په څادرو د هوټل له کړکۍ د وتو هڅه کړې، د مشال راډيو ویډيو
د کوټې سوکوهونکي محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د سیالۍ ګټلو وروسته کور ته ستون شوی دی. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کوټې ته په رسېدو، د نوموړي ښه راغلاست ته ګڼ مینه وال، خپلوان او د کورنۍ غړي ولاړ ول. وسیم وايي، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې خو ده خپل زیار ته دوام ورکړ او سیالي یې وګټله. ویډیويي رپورټ.
په بنو کې د نومیالي لیکوال غازي سیال نوي داستان یا ناول ((کشماله)) مخکتنه شوې. غونډې ته یو شمېر شاعران او لیکوالان ورغلي ول. پوهاند ډاکتر نصر الله جان وزیر وايي، سیال د محدودو وسایلو په مټ، د پښتو ادب ته لویه پانګه ورکړې ده. سیال وايي، له دې ناول سره یې د خپرو شویو اثارو شمېر ۱۵ ته ورسېد. رپورټ.
د عوامي نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ارواښاد عزیز ماما تلین په کوټه کې ولمانځل شو. د غونډې پر مهال مشرانو د ماما پر ژوند او هڅو رڼا واچوله او هغه یې د خدايي خدمتګار غورځنګ له مخکښو مشرانو او د باچاخان د نږدې ملګرو څخه وګڼلو. د مشال همکار ایوب ترین پرې له کوټې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د پېښور په مرکز اسلامي کې د یوې جرګې پر مهال د جماعت اسلامي ګوند مشرانو او نورو قبایلي مشرانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې پر فاټا اصلاحاتو دې زر تر زره عمل وشي او قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي. نور تفصیل په دې ویډیو کې چې د مشال خبریال شبیرجان جوړه کړېده.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل