د خیبر پښتونخوا سوات په مينګوره کې د يو شخصي تعليمي ادارې تر سوري لاندې د پښتو مشاعره وشوه چې په کې د سوات په ګډون د نورو سیمو يو شمير شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډيو يي رپورټ وګورئ.
د کراچۍ ښار په یوه لوی هوټل کې د اور له لګېدو ۱۱ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات یې ژوبل کړي دي. په دغه ویډيو کې لیدلای شي چې د اور لګېدو مهال خلکو د بسترو او تلتکو په څادرو د هوټل له کړکۍ د وتو هڅه کړې، د مشال راډيو ویډيو
د کوټې سوکوهونکي محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د سیالۍ ګټلو وروسته کور ته ستون شوی دی. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کوټې ته په رسېدو، د نوموړي ښه راغلاست ته ګڼ مینه وال، خپلوان او د کورنۍ غړي ولاړ ول. وسیم وايي، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې خو ده خپل زیار ته دوام ورکړ او سیالي یې وګټله. ویډیويي رپورټ.
په بنو کې د نومیالي لیکوال غازي سیال نوي داستان یا ناول ((کشماله)) مخکتنه شوې. غونډې ته یو شمېر شاعران او لیکوالان ورغلي ول. پوهاند ډاکتر نصر الله جان وزیر وايي، سیال د محدودو وسایلو په مټ، د پښتو ادب ته لویه پانګه ورکړې ده. سیال وايي، له دې ناول سره یې د خپرو شویو اثارو شمېر ۱۵ ته ورسېد. رپورټ.
د عوامي نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ارواښاد عزیز ماما تلین په کوټه کې ولمانځل شو. د غونډې پر مهال مشرانو د ماما پر ژوند او هڅو رڼا واچوله او هغه یې د خدايي خدمتګار غورځنګ له مخکښو مشرانو او د باچاخان د نږدې ملګرو څخه وګڼلو. د مشال همکار ایوب ترین پرې له کوټې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د پېښور په مرکز اسلامي کې د یوې جرګې پر مهال د جماعت اسلامي ګوند مشرانو او نورو قبایلي مشرانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې پر فاټا اصلاحاتو دې زر تر زره عمل وشي او قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي. نور تفصیل په دې ویډیو کې چې د مشال خبریال شبیرجان جوړه کړېده.
په پېښور کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو لپاره د يوې غونډې پر مهال خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شاملولو ملاتړو او د دغه کار مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو. د غونډې پر مهال د قبايلي سيمو ځينو مشرانو د اصلاحاتو لپاره شوو وړانديزونو پاڼې وشلولې.
په بلوچستان کې د دسمبر پر دویمه نیټه د معذورانو نړيواله ورځ ولمانځل وشوه چې په کې معذورانو له حکومته په سرکاري محکمو کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د پښتون مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۳م تلين په مناسبت د دسمبر پر دویمه د کراچۍ په باچاخان چوک يوه لويه غونډه وشوه چې پکې د یاد ګوند د صوبايي چارواکو ترڅنګ عام ولس په ګڼ شمېر کې ګډون وکړ. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له افغانستان سره د روغې پرته نه پاکستان او نه دا سیمه د پرمختګ پر لور تللی شي.
له بریتانوي ښکېلاکه د نیمې وچې د آزادۍ اخیستلو یوه وتلي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳ تلین د دسبمر په دویمه نېټه په پښین ښارګوټي کې په یوه لویه ولسي غونډه کې ولمانځل شو. د تلین لمانځغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وینا د ایوب ترین په ویډيو راپور کې
د قبایلي سیمې د دره ادم خېل ابشا اپرېدۍ چې ګوزڼ ناروغۍ معذوره کړې ده وايي، د روغتیايي د سهولتونو د نشتوالې له امله معذوران له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.هغې له حکومته د معذورانو لپاره د پوره پاملرنې غوښتنه وکړه.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل