په پېښور کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو لپاره د يوې غونډې پر مهال خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شاملولو ملاتړو او د دغه کار مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو. د غونډې پر مهال د قبايلي سيمو ځينو مشرانو د اصلاحاتو لپاره شوو وړانديزونو پاڼې وشلولې.
په بلوچستان کې د دسمبر پر دویمه نیټه د معذورانو نړيواله ورځ ولمانځل وشوه چې په کې معذورانو له حکومته په سرکاري محکمو کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د پښتون مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۳م تلين په مناسبت د دسمبر پر دویمه د کراچۍ په باچاخان چوک يوه لويه غونډه وشوه چې پکې د یاد ګوند د صوبايي چارواکو ترڅنګ عام ولس په ګڼ شمېر کې ګډون وکړ. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له افغانستان سره د روغې پرته نه پاکستان او نه دا سیمه د پرمختګ پر لور تللی شي.
له بریتانوي ښکېلاکه د نیمې وچې د آزادۍ اخیستلو یوه وتلي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳ تلین د دسبمر په دویمه نېټه په پښین ښارګوټي کې په یوه لویه ولسي غونډه کې ولمانځل شو. د تلین لمانځغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وینا د ایوب ترین په ویډيو راپور کې
د قبایلي سیمې د دره ادم خېل ابشا اپرېدۍ چې ګوزڼ ناروغۍ معذوره کړې ده وايي، د روغتیايي د سهولتونو د نشتوالې له امله معذوران له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.هغې له حکومته د معذورانو لپاره د پوره پاملرنې غوښتنه وکړه.
د دسمبر ۳مه نېټه په نړۍ کي د معذورانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او د هغوی د حقونو لپاره اواز پورته کېږي. په پېښور کې د معذاورنو یوه مرکز مشر سید محمد الیاس وايي دا وخت په پاکستان کې نېږدې ۳۰ میلیونه وګړي په یوه نه بله بڼه معذوران دي. له نوموړي سره د مشال راډيو خبریال غلام غوث خبرې کړې.
د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ای سي ار سي ادارې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د معذورانو ورځ ولمانځله. په پاکستان کې د حلال احمد یو استازی چې معذوره هم دی له حکومته د نړۍ نورو هېوادونو غوندې په پاکستان کې هم د معذورانو لپاره د پاملرنې غوښتنه وکړه. د مشال راډيو ویډیو
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د اېډز په رنځ اخته ظهور خان وايي شپږ کاله پخوا یې مېرمن هم د ايډز ناروغۍ له وجې مړه شوې وه. د مشال راډيو خبریال ځلاند یوسفزي ورسره مرکه کړې.
د بریتانوي ښکېلاګرې واکمنۍ پر ضد او د پښتنو د خپلواکۍ مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳ تلین لمانځل کېږي. نوموړی په ۱۹۰۷ز کال کې زیږېدلی وو او د ښوونځي له اتم ټولګي څخه یې د بریتانوۍ واکمنۍ پر ضد مبارزه پیل کړې وه چې له کبله یې هغه تر ۳۰ کلونو زیاته موده په زندانونو کې تېره کړې وه. نوموړی د ۱۹۷۳ز کال د ډ
په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو د هغه حکومتي پرېکړې پرضد غونډه وکړه چې د پنځم او اتم تولګيو زده کوونکيو امتحانونه د بوړد له لارې اخلي. د ایوب ترین ویډیويي رپورټ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هېواد کې د پرله پسې اقتصادي ځوړ پړه د امریکا او اروپا پر اقتصادي بندیزونو نه بلکې پر کورنیو ستونزو واچوله. په کرېملین کې د خپلې کلنۍ وینا پر مهال هغه وویل، کمزورې سیالۍ او کاروباري چاپېریال سږ کال د روسیې اقتصادي وده مخ پر ځوړ یووړه. امریکا او اروپايي ټولنې تر هغه ور
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل