د جمیعت علما اسلام مشر په پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کاري مودې غځولو پرېکړه د ملکي عدالتونو سپکاوی وباله. مولانا فضل رحمان د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل: « دا پر ملکي عدالتونو بې باوري ښکاره کول دي. ملکي قاضیانو باندې نیوکې کېږي او هغوی بې زړه ښودل کېږي. په داسې تصور ورکولو
د قبایلي سیمو دوه مشران مولانا صادق شېرانی او ملک خان مرجان وايي، چې د راتلونکې ۲۰۱۷م کال پر ۱۸ جنورۍ کېدونکې د قبایلي ولس جرګه به د پاکستان واکدارانو ته وښيي چې قبایل به خپلې پرېکړې په خپله کوي. دوی وايي که د پاکستان ریاست په ریښتیا د فاټا لپاره اصلاحات غواړي نو لومړی دې له وزیرستانه تر باجوړه د دغ
د خیبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو لپاره د یوې تګلارې جوړولو تکل کړی چې چې له مخې یې هغوی په ځانګړیو ښوونیزو زده کړو سمبال او د خپل ژوند چارې په خپله د ترسره کولو جوګه شي. د چارشنبې ورځ په پېښور کې په دې اړه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ځانګړي سلاکار مشتاق غني په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې پکې د نرښځ
د بلوچستان لورالايي ښار لوی سرکاري روغتون له ډېرې مودې راهیسې د اپرېشن لپاره ډاکتران نه لري چې له کبله یې ډېری سخت ناروغان له روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي. د ایوب ترین ویډیويي رپورټ
د ازادي راډیو د یوه تحقیق له مخې د پلازمینې په ځینو سیمو کې په علني توګه د نشهيي توکي
دا اونۍ د شوروي اتحاد ړنګېدو ۲۵ تلین لمانځل کېږي. خو لاهم ډېری روسیان د خپل پخواني کمیونسټ سیسټم په تاتمول یا نوستالجیا کې بند پاتې دي. د اې پي ویډيو
د سوات په ودودیه تالار کې د کتابونو یو لوی نندارتون پرانیستل شوی چې پېرېدونکیو ته په نیم نرخ ورکول کېږي. دغه نندارتون ځايي کتاب پلرونکي او لیکوال فضل ربي راهي جوړ کړی دی. د نیاز احمد خان ویډيو
په بلوچستان کې د بېلا بېلو پښتني قبیلو د شناختي کارډونو بندولو پرضد په کوټه کې خلجي قومي اتحاد او مسلیم لیګ ق د پاکستان شناختي کارډ جوړوولو قامي ادارې (نادرا) پر ضد احتجاج وکړ. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډيو
د خېبر ایجنسۍ انتظاميې چارواکو د سېشنبې په ورځ د باړې په هغو اغیزمنو شویو کورنیو کې د مالي مرستو چیکونه و وېشل چې په ناامنیو او عملیاتو کې یې کورونه ړنګ شوي وو. خو ځايي خلک وايي چې د حکومت له خوا دا مرستې دوی ته د رسېدلي زیان په مقابل کې کافي نه دي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ
په بلوچستان کې د اوبو زېرمو پوهان وايي، که بندونه جوړ نه شول نو دا خطر شته چې په راتلونکې کې به د څښلو موندل هم ګران شي. دا خبره دې پوهانو د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د چاپېریال یوې نړیوالې ادارې په غونډه کې وکړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د شمالي وزیرستان شوې تحصیل خلکو په پېښور کې د کرم تنګي بند یا ډیم جوړولو ضد احتجاج کړی دی. د کابلخېلو یو شمېر خلکو په اتڼ احتجاج وکړ او ویې ویل چې که دا ډیم جوړ شي نو د دوی تحصیل زیانمنوي. څه موده مخکې امریکايي سفارت په یو بیان کې وویل د دې ډیم جوړولو لپاره یې د پاکستان حکومت ته پیسې منظورې کړې دي.
د مومندو په پړانګ غار کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشاعره شوې چې ورته ګڼ شاعران، لیکوالان او ولسي وګړي ورغلي ول. ته که مې ډېر منع کوې له دغې زه به بیا هم ورته وروړمه ګوتې منم ستا زلفې دي د خدای کارونه د خدای کارونو کې وهمه ګوتې د مشاعرې ځېنې برخې په ویډیو کې.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل