په کندهار ولایت کې له انګورو څخه د اب جوشو جوړولو کار او بار وده کړې. دغه ولایت چې د انګورو بېلا بېلو ډولونه لري له هر ډول يې جلا جلا وچې میوې لکه ممیز يا وڅکې لاس راځي. په دې اړه د محمد صادق رښتینی ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې د ترناب فارم په کلیواله سیمه کې د عیسایانو په کالونۍ کې د کريسميس غونډه ولمانځل شوه. دې لمانځنو کې عیسایانو د کريسمس سندرې او ډرامې نندارې ته وړاندې کړي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په کوټه کې د پنجشنبې په ورځ د نیشه يي توکو پر ضد او معذورو کسانو د ویلچير یا سیکل ویشلو یوه غونډه وشوه چې موخه یې بېوزلو او له معذورو کسانو سره مرسته کول وو. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان پخوانی صدر او د پيپلزګوند مشر اصف علي زرداري د شاوخوا يو نيم کال بهر اوسېدو وروستو د جمعې په ورځ له دوبۍ و کراچۍ ته ورسېدلو او د نړيوال هوايي ډګر پر زاړه ټرمينل یې ګوندي غړیو هرکلی وکړو نوموړي په هغه ټرک کې هرکلي ته ورغلیو کارکنانو ته وینا وکړه چې په ۲۰۰۷م د پيپلزګوند وژل شوې مشرې بين
د زیارت په ورځ په پاکستان کې د بشري حقونو او د رېلوې وفاقي وزارت په لومړي ځل د عیسویانو کریسمس لمانځلو لپاره له اسلام اباده تر پېښوره او له پېښوره تر کراچۍ د رېل ګاډي ځانګړی سرویس چلوي چې موخه یې يووالی، امن او د مذهبونو ترمنځ د زغم پيغام خپرول دي. دغه ریل ګاډی به ۱۵ ورځې تر سفر وروسته د جنورۍ
د بلوچستان وکیلانو د کوټې په لوی روغتون کې د ۲۰۱۶ کال د ۸ اګست خونړي ځانمرګي برید د پلټنو لپاره د ګمارلي کمېشن پر راپور د پاکستان وفاقي حکومت کورنيو چارو وزیر چودري نثار علي خان او د صوبايي وزیرانو هغه بیانونه په سختو ټکیو غندلي او وايي چې په دغه ډول څرګندونو دوی د کمېشن راپور لانجمنولو هڅه کو
په کراچۍ کې عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا پخواني مشر صوبايي وزیر بشیر احمد بیلور څلورم تلین ولمانځلو چې د ۲۰۱۲ م په ۲۲ ډیسېمبر په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو. محمد عمران ویډیو
په بلوچستان کې د خیر ښېګړې ادارې وايي حکومت دې د هغه لاسیکارونو (دستکارۍ) هڅولو او پرمختیا لپاره کار وکړي چې افغان ښځې یې په خپلو کورونو کې ګڼدي او جوړوي. د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په چارشنبه په کوټه کې د افغان کډوالو ښځو د لاسیکارونو یو نندارتون جوړ کړی وو چې موخه یې له افغان مېرمنو سره مالي مرست
په پېښور کې عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا پخواني مشر صوبايي وزیر بشیر احمد بیلور څلورم تلین ولمانځلو چې د ۲۰۱۲ م په ۲۲ ډیسېمبر په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو. د اې اېن پي صوبايي مشر او پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي، میا افتخار حسېن او سردار بابک د تلینغونډې برخوالو ته په خپله وینا کې د ب
د کونړ اوسېدونکي وايي، ډېری ښوونځي یې ودانۍ نهلري چې له املهیې زدهکوونکي او ښوونکي له ستونز
د کابل په خوشحال خان سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي معلم میرولي پر کور د چهارشپې په ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې درې تنو وسلهوالو برید وکړ او د ولسي جرګې د دغه غړي په ګډون یې ١۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل
د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ګډون له ګل/دوشنبې ورځې راهیسې په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد درې ورځنی کپماين پيل شوی دی. د پاکستان صحت وزارت وايي، په دې کمپاین کې به څه باندې درې کروړه اويا لاکو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې او د وټامن اې څاڅکې ورکول کېږي. په اړه د مشال راډیو خبریال شاهنواز
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل