د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت په کابل کې شاوخوا ۹۸ ټنه مخدر مواد وسوځول. د مخدره توکو پرضد دغه معینیت وايي چې دغه مواد د شاوخوا یو کال په دوام کې نیول شوی چې له منځه ولاړل. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
په پاکستان کې د کريم په نوم د ټېکسي خدماتو يوه نوې کمپنۍ وایي چې د ښځو خودمختاره کولو په موخه یې په ټول هېواد کې اووه ښځينه ډرایورانې اخیستې دي.
د ښيوې ولسوالۍ د قضيې د څېړنې په تړاو له مرکزه راغلی باصلاحيته پلاوی وايي، ډېر ژر به د دې قضيې څېړنې بشپړې او عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري.
د دیسېمبر په ۱۹مه د برلین مرکز کې د ګڼې ګوڼې په یوه کریسمس بازار کې پر خلکو خېژول شوي ټرک ۱۲ تنه ووژل او ګڼ نور یې ژوبل کړل. عیني شاهیدین هغه ویروونکې منظره بیانوي او د دغه ښار د راتلونکې لپاره اندېښمن دي. د رویټرز ویډيو
کرېملین: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ترکیه کې د خپل سفیر وژنه پاروونکې بللې چې موخه یې د روسیې - ترکیې اړیکې خرابول او د سوریې سولې بهیر مخه اړول دي. سفیر اندرې کارلوو د دیسېمبر په ۱۹مه د انقره هنري نندارتون کې د یوې تصویري نندارې ګډونوالو ته د وینا کولو پر مهال د شا له خوا ووژل شو. د رویټرز وی
په جرمني کې د دوشنبې ورځ يوه تن د کريسمس لپاره لګېدلې په يوه بازار کې پر خلکو خپل ټرک خېژولی چې دولس کسان يې وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي دي. رويټرز خبري اژانس د ځينو چارواکو له خولې ليکلي چې د دې ټرک نيول شوی ډرايور يو پاکستانی دی چې پروسږ کال د پنا اخيستو لپاره جرمني ته ورغلی وو. د اې پي ویډيو
د پښتو ژبې نومیالۍ سندغاړې معشوق سلطان د دوشنبې پر ورځ د پېښور په چغلپورې کې خاورو ته وسپارل شوه. نوموړې له مودې راهیسې د شکر او تور ژیړي په رنځونو اخته وه چې د ګل (دوشنبې) پر پېشلمي مهال مړه شوه. د دې زوی زوار حسېن مشال راډیو ته وویل، معشوق سلطان له مودې راهیسې په کټ پرته وه. ویډیو وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي د قبایلي سیمو ټول ولس – ښځې او نر – ته دې د هغوی جمهوري حق ورکړل شي چې خپله راتلونکې خپله وټاکي. نوموړي د یکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ګوند بنسټښود خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳م تلین غونډې ته په وینا کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو وړاندیز وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بشري حقونو او مدافعینو څخه یې ملاتړ د ده مکلفیت دی او افغان حکومت یې د تطبیق لپاره په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات هم راوستي دي. افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ کابل کې د بشري حقونو د مدافعینو څخه د ملاتړ په ملي کنفرانس کې وویل، د قانون تطبیق له ده
په صوابۍ کې له اباسینه د جیپونو پورې وتو زغل شوی دی. له تېرو پینځو کلونو راهیسې چې په ژمي کې په سیند کې اوبه کمې شي، نو د جیپونو دا زغل کېږي. ورسره ځېنې ښځې هم د اباسین غاړې ته ورغلې وې او غشي ویشتو لوبه یې وکړه. د جیپونو زغل ځای تاریخي ارزښت هم لري ځکه چې سکندر مقدوني له همدې ځایه تېر شوی وو. رپورټ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی عبدالقهار ودان وايي، په قبایلو کې اصلاحات د ولس په خوښه په کار دي او دا چې د یو څو کسانو دریځ د ټول ولس نظر نشي کېدای. ده پر یکشنبه په اسلام اباد کې تر غونډې وروسته د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه له مشال راډیو سره خبرې وکړې. ویډیو وګورئ
د سولې نوبېل انعام ګټونکي ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي په شانګله کې هغه ښوونځي ته څوکۍ او مېزونه ورکړي دي چې ده پکې خپله زده کړې پیل کړې وې. زده کوونکي وايي، پخوا به پر ځمکه ناست ول، ساړه به یې کېدل او جامې به یې ناولې کېدې. د سکول استادان خوشاله دي چې دا سامان ورسپارل شوی دی. ویډیويي رپورټ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل