د قبایلي زده کونکیو سازمان مشر شوکت عزيز د شپږ ورځې بند وروستو بېګا ماښام خوشې کړل شو. د پېښور ډپټي کمېشنر د ۳ ايم پي او لاندې شوکت عزيز په دې وجه ګرفتار کړی وو چې ده د کورمې اېجنسې يو اوسېدونکي ته دړکې ورکړې وې. خو شوکت عزيز وايي چې د ايف سي آر او د فاټا سيکریټرېټ د بد انتظامۍ پرضد د غږ اوچتولو ل
د بلوچستان زیارت ولسوالۍ کې د اوبښتو بېساري ځنګلونه هر کال په ژمي کې په بېدردۍ سره وهل کېږي چې نه یوازې د سیمې چاپېریال ته زیان رسوي بلکې د دغه سیمې د سېلګرۍ صنعت ته یې هم یو لوی خطر ورڅېرمه کړی دی. ځايي ولس له حکومته غوښتنه کوي چې د سونګ توکیو لپاره دې د ګېس یا لرګیو یو متبادل بندوبست وکړل شي.
په تورخم کې د باروونکو لاریو د اتحادیې احتجاج نن(پنجشنبه) په دریمه ورځ هم دوام لري. د باروړنکو لاریو مالکان وايي چې دوی له مالیاتو څخه سرغړونه نه کوي خو له دوی څخهپه یوه نوم او بل نوم غير قانوني پیسې اخيستل کيږي. په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي چې د باروونکو لار
د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې پي ای اې په الوتکه کې د دسمبر په اوومه نېټه د وژل شوي تبلیغي او پخواني سندرغاړي جنېد شمېد مړی په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د جنازې لمونځ تبلیغي امیر مولانا طارق جمیل ادا کړ. د پي ای اې په هغه لوېدلې الوتکه کې ۴۸ تنه وژل شوي ول چې پکې شپږ تنه عمله هم شامله وه.
په بنو کې د پښتونخوا زده کوونکیو سازمان (پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن) په یوه لاریون کې د خپل یوه غړي خلیل سرباز د وژنې پرضد لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې د هغه قاتلان ژر تر ژره ونیسي. د پي اېس او ځوانانو په ښار کې لاریون وکړ او د بنو پرېس مخې ته یې د احتجاجي غونډې مهال د پاکستان
د پښتونخوا په شبقدر کې د ګنیو رېبل پیل شوی دی، په سیمه کې کروندګر سهار وختي لورونه په لاسو خپلو پټیو ته درومي او ګني رېبي او ګاڼۍ ته یې وړي. دوی وايي، سږکال د ګنو بیه ټیټه شوې ده پرې ډېره خواري کوو خو ګټه ورته نه پاتې کېږي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سېنېټر عبد النبي بنګش وايي په سیمه کي د تلپاتې امن لپاره پاکستان او افغانستان باید یو بل ته نېږدې شي او خپلمینځي اختلافات ختم کړي. له نوموړي سره د مشال راډيو خبریال غلام غوث مرکه کړې او په سر کې یې د قبایلي سیمو د راتلونکې ایینی حیثیت په اړه پوښتنه کړې.
هغ افغان ماشوم چې د فوټبال وتلي لوبغاړې ليونل مېسي کمیس يې له پلاسټیکه جوړ کړی وو او په ټوله نړۍ کې ډېرو زياتو خلکو هغه ويډيو کتلې او خوښه کړې وه، په قطر کې له خپل اتل سره وکتل. ۶ کلن مرتضا احمدي د بارسلونا لوبډلې وتلي لوبغاړي ترلاس نیولی ميدان ته
په حلب کې درې ورځې: یو ځايي فعال وايي، د شامي پوځ یوه جنرال یاغیانو ته ویلي چې تسلیم شئ یا مرګ ته تیار شئ.
افغان او پاکستانیو ډرایوارانو په تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د افغان حکومت لخوا د اضافي مالیې (ټېکس) پرضد خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی. ډرایواران وايي، افغان حکومت ترې د ځمکې مالیې په نوم ۵ زره افغانۍ غواړي او دوی يې ورکولو ته تیار نه دي او د ختمولو غوښتنه یې کوي. د تورخم پولیټیکل چارواکي وايي چې د احت
د سېشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د انتظاميې چارواکو مرستیال پولیټیکل ایجنټ عرفان الدین د ۱۵۵ اغیزمنو شویو کورنیو غړیو ته مالي مرستو چیکونه و وېشل. خو ځايي خلکو دغه مرستې پوره نه دي بللې. په دې اړه عمر دراز وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
له اروپائي هېوادونو نه د افغان کډوالو د ويستلو لړي دوام لري. د نهې په ورځ يو شمېر افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته ستانه کړل شول. له هغو هيوادونو ايستل شوي افغان کډوال وايي د دوی کورنۍ لا هم په اروپائی هېوادونو کې پاتي دی او دوي يې افغانستان ته جبري وليږل. وېډیو او اېډیټ الیاس صالح
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل