له اروپائي هېوادونو نه د افغان کډوالو د ويستلو لړي دوام لري. د نهې په ورځ يو شمېر افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته ستانه کړل شول. له هغو هيوادونو ايستل شوي افغان کډوال وايي د دوی کورنۍ لا هم په اروپائی هېوادونو کې پاتي دی او دوي يې افغانستان ته جبري وليږل. وېډیو او اېډیټ الیاس صالح
په ایډورډز کالج پېښور کې د ټول پآکستان په کچه د تقریرونو مقابله ترسره شوه چې د اسلامیه کالج یوه زده کوونکي میا سفیرالله وګټله. د مشال راډیو خبریال غلام غوث یې ویډیو کښلې.
په ایډورډز کالج پېښور کې د ټول پآکستان په کچه د تقریرونو مقابله د اسلامیه کالج یوه زده کوونکي میا سفیرالله وګټله. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د هغه د تقریر مهیمې برخې په خپله کښلې ویډیو رانغښتې دي.
د نهې/سېشنبې ورځ د پېښور په اېډورډز کالج کې د ټول پاکستان په کچه د پښتو تقریرونو سیالي وسوه چې پکې له ټول هېواده د بېلابېلو کالجونو زدهکوونکیو برخه واخیستله. دغه غونډې ته وتلې خبریالې ریحام خان په خپله وینا کې وویل اوس وخت رارسېدلی چې د ملک ځوان کهول سیاست ته راودانګي. د غلام غوث ویډيو
په کوټه کې د روزنیز نیوتیک ادارې لخوا په یوه غونډه کې ویل شوي، صوبه تر هغو د ترقي پر لور نه شي تللی تر څو چې ځوانان هنري زدکړي نه وي ترلاسه کړې. په دې اړه د ایوب ترین ویډويي رپورټ وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې په لومړي ځل یو ښځینه پوليس اهلکاره د بمونو شنډولو په څانګه کې ګمارل شوې ده او په دې برخه کې د بمونو شنډولو له روزنیز سکوله روزنه ترلاسه کوي. په دې اړه د رفعت انجم ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان دې د نړۍ او د هېواد له قوانینو سره سم، افغان کډوالو ته د هغوی حقونه ورکړي. ده له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغان کډوالو ته دې کارډونه ورکړي او نه دې ځوروي. ده وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید ورته شهریت ورکړل شي
نن (دوشنبه) په پاکستان کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د زېږون په مناسبت غونډې او لاریونونه روان دي. د عید میلاد النبي په مناسبت د هېواد پلازمېنې په ګډون د بېلا بېلو غونډو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. په غونډو کې د پیغمبر ژوند او د هغه لارښوونو په اړه ویناګانې کېږي او نعتونه ویل کېږي. ویډیو وګورئ.
په کوټه کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ له باران سره موسم سوړ شو خو ورسره سم د ښار خلکو د ماهیانو اخیستو او خوړلو ته مخه کړه. له دې سره د کبانو بیې هم څو چنده لوړې شوې. خو د یخ له راتګ سره کورونو ته ګیس کم شوی دی او خلک وايي، د دې له کبله له مشکل سره مخامخ دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
نن په پاکستان کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د زېږون په مناسبت غونډې او لاریونونه روان دي. د عید میلاد النبي په مناسبت د هېواد پلازمېنې په ګډون د بېلا بېلو غونډو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. په غونډو کې د پیغمبر ژوند او د هغه لارښوونو په اړه ویناګانې کېږي او نعتونه ویل کېږي. ویډیو وګورئ.
د شمالي وزیرستان دته خېلو مشرانو د اتوار په ورځ په بنو کې د پریس کلب مخې ته د پرلت غځولو په ترڅ کې د پوليتیکل ایجنټ نه غوښتنه وکړه چې د دوی د واپسۍ غم دې زر تر زره وخوري. دوی ویل چې د میرانشا بازار کې د مارکیټونو جوړولو پر مهال دې د دوی د جایدادونو برخې معلومې کړل شي. عمر دراز وزیر پرې ویډیويي راپور
د بلوچستان د کلیوالو سیمو د ملاتړ اداره وايي په یاده صوبه کې د غربت کچه په سلو کې اویاوو ته رسېدلې ده. نوموړې ادارې تېره ورځ په کوټه کې یوه غونډه وکړه. په دې موقع ویناوالو وویل چې بلوچستان یوه لویه صوبه ده او خلک یې خواره واره پراته دي چې ټولو ته د ژوند سهولتونه نه دي رسېدلي. په یاده غونډه کې د اروپ
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل