د هوانا په انقلابي څلور لاره کې کیوبايي ولس د ملي ویر په ترڅ کې خپل مړ شوي پخواني ولسمشر فیډل کاسترو ته درناوي پېرزو کولو لپاره په لیکو کې ولاړ دي. د رویټرز ویډيو
په قبایلي سیمه خیبر کې د نښې ویشتلو (سکيټ شوټنګ) سیالۍ پای ته رسېدلې دي. دا سیالۍ د خیبر انتظامي مشر په مرسته جوړې شوې وې چې پکې ۶۵ لوبغاړو برخه واخیسته. د لوبو یوه منتظم وویل، ځوانان دې وسله یا د هېواد ساتنې ته وکاروي او یا دې په لوبو کې کاروي. تفصیل په ویډیو کې.
له ختیزه حلبه تر هغه ورسته په زرګونه ولسي وګړي په وتو دي چې د دغه ښار له شپږو ستراتیژیکو ولسوالیو د شام حکومتي ځواکونو یاغیان په مخه پسې واخیستل. د نومبر په ۲۷مه کورنۍ له خپلو وړوکیو ماشومانو سره د حلب شمال پلو تر کردۍ ولکې لاندې سیمې شیخ مقصود ته وروبهېدلې. د بشري حقونو لندن میشتو شامي څارونکيو وی
فرانس د شام حلب ښار په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډۍ غوښتنه کړې ده. د فرانس د بهرنیو چارو وزیر جين مارک ايرالټ نن ویلي د دغه ښار سختو جګړو او پرله پسې بشري ناورین ته په کتو دې ته اړتیا ده چې د دغه بحران د ختمولو لپاره یوه لاره وکتل شي. د شام حکومتي ځواکونو د
په کوټه کې سوک وهونکي باز محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د فېلپين لوبغاړي ته په ماته ورکولو سره سیالي ګټلې ده. د وسیم کورنۍ د نوموړي په بریا خوشاله ده خو وايي، د پاکستان حکومت له هغه سره هېڅ مرسته نه ده کړې. تفصیل په دې رپورټ کې.
د ګل یا دوشنبې پر ورځ د پېښور په قیوم لوبغالي (سټېډییم) کې د ښځو سکواش سیالۍ پیل شوې چې تر درو ورځو به روانې وي. د دې سیالیو کوربه توب د پېښور بې نظیر بوټو پوهنتون کوي. په سیالیو کې د پاکستان له بېلا بېلو تعلیمي ادارو څخه لوبغاړې برخه اخلي. ویډیو وګورئ.
فیډل کاسټرو، هغه څوک چې په ځوانۍ کې په کیوبا کې د موجوده نظام پر وړاندې د چریکیانو مشر و، د کیوبا انقلاب یې رهبري کړ او تر هغه وروسته د نیم پېړۍ لپاره پر دغه هېواد واکمن و او د امریکا له سرسختو مخالفینو څخه و.
د سوات په مینګوره کې ناحکومتي ټولنو او انتظامیې د ((درخانۍ ثقافتي مېلې)) په نوم د ښځو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې د سوات او نورو سیمو ښځو په خپلو لاسونو جوړ شیان نندارې او خرڅلاو ته ایښي ول. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
د شمالي وزیرستان د میرانشاه بازار د دوکانونو او مارکیټونو مالکان وايي چي د نوموړي بازار تر بیا جوړولو وړاندې دې حکومت دوی ته خپلې برخې معلومې کړي. دوی په دې خبره وېرېږي چې هسې نه له خپلو شتمنیو محروم کړل شي.
په مینګوره سوات کې زدکونکیو د « ۲۰۱۶ نندارتون » په ترڅ کې پخپله جوړ کړي توکي د خلکو په وړاندې کېښودل. د نمایش تابیا کونکیو مشال راډیو ته وویل له دې نندارتونه یې هدف دا دی چې د زدکونکیو پټ صلاحیتونه خلکو ته ښکاره کړل شي.
د خيبر پښتونخوا حکومت د ځوانانو د لوبو، کلتوري، علمي او ادبي هلو ځلو لپاره ۳۲ مرکزونه جوړوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په بېلابېلو دیني مدرسو کې شاوخوا ۵ زره زده کوونکي دي خو اوس حکومت هڅه کوي چې دوی ته عصري زدکړي هم ورکړي. په دې اړه د بلوچستان په پشين ښار کې يوه غونډه شوې چې پکې حکومتي چارواکو، ديني عالمانو او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړي وو. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګ
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل