په برما کې پروسږکال په نومبر کې تر انتخاباتو وروسته د حکومت او پوځ ترمنځ اړیکې له دې وجې خرابې شوې وې چې پوځ په انتخاباتو کې د درغلیو خبره وکړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې انتوني بلېنکین له شاه محمود قریشي سره په دې خبرې کړي چې څنګه د پرل تښتونې او وژنې په قضیه کې د دغو ښکېلو "ترهګرو" د مسوول ګرځولو خبره یقیني شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بلينکېن پرون ناوخته پر ټويټر وليکل چې هغه د عدالت د دې پرېکړې له امله چې د ډېنيل پرل قاتلان او تښتونکي یی خوشې کړي ژوره اندېښنه لري.
دغه څیړونکي چې چین ته تر رسېدو وروسته ۱۴ ورځې قرنطین وو، د جنورۍ پر ۲۸مه ولیدل شول چې له خپل هوټله ولاړ او یوه بس ته وختل.
دا تر هغې وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۶مه په هم دغه ښار کې د کروندګرو او پوليسو ترمنځ نښتو کې يو کس مړه شوی او لږ تر لږه ۸۰ کسان ژوبل شوي ول.
دا ارټيکل وروسته له هغو په سېنېټ چېمبر کې ولوستل شو چې مخکې په استازو جرګه کې د مواخذې منتظيمينو په خاموشۍ سره د کانګرس له هغو هالونو تېر کړ چې د جنورۍ پر شپږمه پرې د ټرمپ ملاتړو بريد کړی وو.
د امریکې د نړيوالو رسنيوو ادارې، يو ايس اې جي ايم ډېزي سينډلر د ازادې اروپا رېډيو سرپرسته مشره وټاکله. همداراز د دې ادارې تر لاندې کارکوونکو نورو رسنيوو لپاره هم نوي سرپرست مشران او مشرانې غوره شوي دي.
د جنورۍ پر ۲۲مه، لېکل شوي خط کې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې دا غږ هم شوی چې په بیلاروس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات پیاوړي کولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.
مظاهره کوونکو د روس پر کریملین د نیوکو کوونکي اپوزېشن مشر الیکسي ناوالني له بنده د خوشې کېدو غوښتنه کوله.
اعلامیه زیاتوي سولیوان ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فېبروري د تړون په بیا کتنه کې به وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟
په دې کې له نيمايي زيات يې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صدراتي فرمانونو د لغوه کولو په اړه ول.
عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه په خپل ټويټ کې د امريکا او پاکستان تر منځ د عامې روغتيا، اداري فساد د مخنيوي او په سيمه کې د امن پر پراختيا هم ګډ کار کولو ته ليوالتيا ښودلې ده.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل