د دې رپورټ ترمخه د نړیوالې تودوښې له وجې به د دنګو غرونو د څوکو واورې ویلې شي.د هندوکش غرونو له واورو اباسین، ګنګا او درېوو نورو لویو سیندونو ته اوبه بهېدلې دي.
په افغانستان کې زما اداره د طالبانو په ګډون له يو شمېر افغان ډلو سره تعميري مذاکرات کوي. په دغو مذاکراتو کې له پرمختګ سره سم به موږ د خپلو سرتيرو حضور کموو او پر ترهګرۍ ضد فعاليت به تمرکز کوو.
ښايي د امریکا ولسمشر به نن، د فبرورۍ په ۵مه، کانګرس ته په کلنۍ وینا کې پر داعش د بشپړ بري زېری وکړي.
د امریکا د کانګرس یوې سرچینې د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښايي نن د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه- روسیې ته له ورکړل شوي مهلت څخه یوه ورځ مخکې، د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون «INF» څخه د امریکا وتل اعلان کړي.
ولسمشر ډونالډټرمپ په پنجشنبه یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ژمنه یاده کړه او ویې ویل چې له طالبانو سره سولې ته د رسېدو پس به هلته دېره ډېری امریکايي پوځیان خپل هېواد ته ستانه کړي.
د وېنزوېلا سپریم کورټ د اپوزیشن پر مشر خوان ګواډو سفري بندیزونه لګولي او د هغه د بانک اکاونټونه يې کنګل کړي دي.
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي.
د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل تر ټولو اوږدې مودې [۳۵ ورځو] پورې امریکايي حکومت په جزوي توګه تړل شوی و او د مرکزي حکومت اته لکه کارکوونکي اغېزمن شوي ول.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي بايد سعودي چارواکي بې طرفه نړيوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې دارنګ په دې هېواد کې له قيديانو سره وويني.
ګوایېدو د چارشنبې پر ورځ پر داسې مهال ځان لنډمهالی ولسمشر اعلان کړ چې لسګونه زره خلکو په وېنېزوېلا کې د مادورو ضد لاریون وکړ او هغه یې په زور د واکمنېدو په هڅو تورن کړ.
روسي چارواکي وایي، د جنورۍ پر۲۱مه د کرایمیا په ساحلي سیمو کې په دوو تجارتي کشتیو کې چې د تنزانیا بیرغونه پر لګېدلي وو، د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ تأیید کړې ده چې په سوریه کې یې نن د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه کړي. د اسرائیلو پوځ په دې اړه ...
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري