د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د نواز شریف صحت خرابولی وجه د عمران خان 'نفرت' دی: مسلم لیګ ن

د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند تور پورې کړې چې د وزیر اعظم عمران خان د ''نفرت له وجې'' د ګوند رهبر نواز شریف روغتیايي حال ډېر خراب شوی دی.

مسلم لیګ (ن) ګوند دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د اسلام اباد های کورټ په العزيزيه سټيل مل مقدمه کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف سزا تر ۸ اوونيو ځنډولې ده.

عدالت دا پريکړه د اکتوبر د هغه درخواست په ځواب کې کړې ده چې پکې په طبي بنیادونو د نواز شریف سزا د معطلۍ غوښتنه شوې وه.

د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر احسن اقبال د اکتوبر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، تمه یې درلوده چې نواز شریف ته به بې شرطه ضمانت ورکړل شي خو هغسې ونشوه.

بلخوا وزیر اعظم عمران خان د ګل پر ورځ ویلي، نواز شریف ته یې ټولې اسانتیاوې ورکړي دي خو د ژوند ضمانت یې نشې ورکولای.

نواز شريف ته د اسلام اباد احتساب عدالت د تېر کال په ډیسېمبر کې په العزيزيه سټيل مل مقدمه کې د اوو کلونو د بند او جرمانې سزا اورولې وه خو هغه پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

کردي ځواکونه د شام له شمال ختیځ سیمې وتلي: روس

په شام کې کردي ځواکونه

روس وايي، کرد جنګياليو د شام په شمال ختيځ کې د ترکيې له سرحدي سيمو خپل وتل بشپړ کړي دي او دا کار د انقرې او مسکو ترمنځ له موافقې سره سم ترسره شوى دى.

د روسیې دفاع وزير سرګې شويګو ویلي، د کرد جنګياليو تر وتلو وروسته د روسيې او شام پوځيان سرحدي سیمو ته تللي دي.

شويګو وويل، کرد جنګيالي د اکتوبر پر۲۹مه تر ورکړل شوي مهلت مخکې په مکمله توګه وتلې دي.

د روس دفاع وزارت د يو لوړ پوړي پوځي چارواکي چې په شام کې کار کوي، په حواله ویلي چې د کرد ملېشو ۳۴ زره غړي له خپلو وسلو او نورو سامانونو سره يو ځاى له ټاکلي وخت سره سم، له ”خوندي ساحې“ وتلي دي.

میجر جنرل يوري بورينکوف دا راز ويلي، د شام ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د دې هېواد او ترکيې پر پوله ۸۴ پوستې جوړې کړي دي.

ترکيې او روسيې تېره اوونۍ کرد ملېشو ته ١٥٠ ساعته وخت ورکړې وو، چې د ترکيې له سرحدي سيمو ووځي.

د لبنان وزیر اعظم سعد حریري څوکۍ پرېښوه

د لبنان وزیر اعظم سعد حریري

د لبنان وزیر اعظم سعد حریري د استعفا اعلان کړی او ویلي چې د حکومت پرضد د دوو اوونیو له احتجاج وروسته یې هېواد په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلی دی.

حریري د اکتوبر ۲۹مه په ټېليویژني وینا کې وویل، د بحران ختمولو لپاره په سمدستي توګه دا اقدام ضروري وو.

د دې اقدام وروسته به ولسمشر مایکل عون د نوی حکومت جوړولو او د نوي وزیر اعظم د نوم انتخابولو لپاره په پارلېماني کچه سلا مشورې کوي.

په لبنان کې د اکتوبر پر۱۷مه له هغې وروسته احتجاجونه پیل شول چې حکومت پر واټس اېپ او پر موباییل د پیغامونو استولو په نورو اېپلیکېشنونو ټیکسونه ولګول.

وروسته دا ټیکسونه بیرته ختم کړل شول.

خو احتجاج کوونکیو د سیاسي درغلیو او اقتصادي بحران پرضد خپل احتجاج پراخه کړ.

د لورلايي یو مخکښ سیاستوال بسم الله جان لوڼی ومړ

بسم الله جان لوڼی یو فعال سیاستوال وو

د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او د لورالايي ضلعې مشر بسم الله جان لوڼی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د نوموړي جنازه نن په لورلايي کې وشوه او مړی به یې ماښام د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې د هغه په پلرني کلي مرجانزي کې خاورو ته وسپارل شي.

بسم الله جان لوڼي د سیاست پیل له پښتون سټوډنټس فیډرېشن څخه پیل کړی وو او بیا یې د ژوند تر پایه په عوامي نیشنل ګوند کې عملي سیاست کاوه.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه په لاهور کې د ۴۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ټول پاکستان سوداګر پر هړتال دي

په ټول پاکستان کې تاجرانو د حکومت د اقتصادي پالیسیو او ټېکسونو خلاف دوه ورځنی احتجاج او هړتال پیل کړی دی.

نن څلور واړه صوبايي مرکزونه، پېښور، کوټه، کراچۍ او لاهور له کاروباري پلوه په ټپه ولاړ دي. سوداګر وايي حکومت ورسره وعدې کوي خو عملي کوي یې نه.

په دوشنبه په لاهور کې د ټول پاکستان سوداګرو ټولنې عمومي سېکرېټري نعیم میر په خبري غونډه کې وویل له دوی سره د ټیکس اداره بیا بیا وعدې کوي خو تر دې دمه يې یوه وعده هم پوره نکړه نو دوی ځکه یو وارې بیا په ټول نلک کې هړتال کولو ته مجبوره شول.

بلخوا حکومت وايي له پخوانیو حکومتونو ورته خراب اقتصاد پاتې شوی وو نو ځکه یې سختې فیصلې کړې دي خو تمه ده چې د دې په ترڅ کې به اقتصاد او د تاجرانو حالات ښه شي.

په فرانسه کې ۸ افغان پناه غوښتونکي وژغورل شول

ارشیف

اته تنه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي افغانان دي، پرون په فرانسه کې وروسته له هغه له یوې یخچالدارې لارۍ وژغورل شول چې سړې هوا وهلي وو.

د فرانسې قضايي چارواکو ویلي چې دا کسان د فرانسې له کالې کمپه غوښتل ځانونه بندر ته ورسوي، څو له هغه ځایه بریتانیا ته ولاړ شي.

په دغو پناه غوښتونکو کې څلور ماشومان شامل دي.

د یخچالدارې لارۍ دوه رومانیايي چلوونکي نیول شوي دي.

افغان پناه غوښتونکي وروسته روغتون ته وړل شوي دي.

د فرانسې په سرحد کې د پناه غوښتونکو ژوند داسې وخت ژغورل شوی چې تېره چهارشنبه د بریتانیا پلازمېنې لندن ته نږدې په ایسکس ښار کې د ۳۹ هغو پناه غوښتونکو جسدونه له یخچالدارې لارۍ وموندل شول چې د موټر دننه سړې هوا مړه کړي و.

دا ټول ۳۹ کسان چینایان وو چې غوښتل یې ځانونه په یوې لارۍ کې چې هوا یې زیاته سړه شوې وه، لندن ته ورسوي.

اروپايي ټولنې برېکزیټ تر ۳۱ جنورۍ وځنډاوه

اروپايي ټولنه سلا شوې چې برتانيا له اتحاده د وتلو نېټه د راتلونکې کال جنورۍ ۳۱ مې پورې وځنډوي.

د اروپايی شوری مشر ډونلډ ټسک نن پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د ټولنې ۲۷ غړي هېوادونو د برتانيا له اتحاده د وتلو نېټه تر ۳۱م جنورۍ پورې د غځولو په لړ کې د لندن خواست منلی دی. هغه زياته کړه، تمه ده چې په روانه اوونۍ کې تر خط وکتابت وروسته دغه فيصله رسمي بڼه خپله کړي. دې ته فلېکسټنشن ويل کېږي چې مانا يې دا ده که دواړه غاړې د وتلو تړون تاييدکړي نو برتانيا کولای شي تر ۳۱م جنوري له مخه اروپايي ټولنه پرېږدي.

دا دوهم ځل دی چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانيا د وتلو نېټه ځنډول کېږي.

په برتانيا کې له اروپايي ټولنې د وتلو ټولپوښتنه په ۲۰۱۶م زکال کې شوې وه.

اردغان بیا کردانو ته دړکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان خبرداری ورکړی چې که کرد جنګيالې له روس سره د شوي موافقې پر اساس له شام شمال خيتځ سيمي څخه ونه وتل نو دغه سيمه به له ترهګرو پاکه کړي.

اردغان د اکتوبر پر ۲۷مه، په استنبول کې په وينا کې وويل چې که چېرې ترهګر په ۱۵۰ ګېنټو کې له هغو سيمو و نه وتل نو دوی به يې پاکه کړي.

د نوموړي اشاره د کردستان ورکرز پارټۍ ته وه، ترکې هغه ترهګره ډله بولي.

د ترکیې ولسمشر اردغان د اکتوبر په ۲۳مه خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره موافقه کړي وه چې مسکو به د کرد جنګيالو وتلو ته زمينه برابره وي او په دې لړ کې مهلت د اکتوبر په ۲۹مه پای ته رسيږي.

عراقي وزیراعظم ترهګرۍ ضد ځواک ته د مظاهرو رام کولو دنده سپارلې

په عراق کې خلک د درغليو او اقتصادي ستونزو ضد مظاهرې کوی.

لوديځو رسنيو خبر ورکړی چې د عراق وزيراعظم عادل عبدالمهدی د حکومت ضد د مظاهرو د ختمولو لپاره د ترهګرۍ ضد ځواک د ليږلو امر ورکړی.

رويټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله ويلي دي چې عراقې وزيراعظم ترهګرۍ ضد ځواک ته اختيار ورکړی چې په بغداد او جنوبي ښار ناصريه کې دې د مظاهرو د ځپلو لپاره هر ممکن ګام پورته کړي.

بلخوا په عراق کې د بشري حقونو کمېسون پرون [د اکتوبر ۲۶مه] ويلي چې په تيرو دوو ورځو کې د مظاهرچيانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتو کې لږ تر لږه ۶۳ مظاهرچيان وژل شوي دي.

په عراق کې خلک د درغليو او اقتصادي ستونزو ضد مظاهرې کوی.

د کمېسون په راپور کې ويل شوي چې د مظاهرو پرمهال د امنيتي ځواکونو په ګډون له دوو نيمو زرو زيات کسان ژوبل شوي هم دي.

د کمېسون يو غړي علي ال باېتې وايي، پلازمينه بغداد او په جنوبي ښار ناصریه کې پرون [د اکتوبر ۲۶مه] شپږ مظاهره چیان ووژل شول.

د چارواکو په خبره مظاهرچيانو د بغداد ګرين زون ته د ننوتو کوشش کاوه چې امنيتي ځواکونو پري ډزې وکړي.

په ګرين زون کې حکومتي دفترونه او غير ملکي سفارتونه دي. په عراق کې د اکتوبر مياشت له پيل راهيسي د درغليو، بې روزګارې او بنيادي سهولتونو د نيشتوالي پرضد مظاهري رواني دي چې تراوسه پوري شاوخوا دوه سوه کسان وژل شوي دي.

افغان ولسمشر پاکستان کې د طالب مشرانو فعالیت وغانده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر ویلي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشرانو ازاد فعالیت د تاسف وړ دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره د اکټوبر پر ۲۵مه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته کړې ده.

دواړه ولسمشران د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللي دي.

ولسمشر غني د پاکستان ولسمشر ته ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کرښې په اوږدو کې وسله وال طالبان، د داعش ډله او نورې ترهګرې ډلګۍ ځپلي دي او له هغه یې غوښتنه کړې چې پاکستان دې هم ورته کار وکړي.

د ارګ په وینا، د پاکستان ولسمشر د افغانستان امنیت د خپل هېواد لپاره مهم بللی دی.

د پاکستان له اړخه لا په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

روس د شام او ترکي پر پوله ۳۰۰ سرتېري ګمارلي

په شام کې روسي ځواکونه

روس ویلي د ماسکو او انقرې ترمنځ د لوظنامې وروسته د روسیې پوځي پولیسو۳۰۰ سرتېري د ترکیې پر پوله د ګزمو لپاره شام ته رسیدلي دي.

د روس دفاع وزارت د اکتوبر پر ۲۵مه وویل چې دا پوځي پولیس له چیچنیا راغلي او له ۲۰ ډېر بکتربند ګاډي يې د روسیې له نورو سیمو د مغربي شام حمېمیم هوايي اډې ته منتقل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن په مرسته شوې پنځه ورځنې اوربند د اکتوبر پر ۲۲مه پای ته رسیده خو روسیه او ترکیه په دې رضا شو چې د ترکیې او شام تر منځ د پولې تر ۳۰ کلومیټره سیمې څخه به کرد جنګیالي د روسي او شامي ځواکونو په نګرانۍ کې اووځي.

د کرد جنګیالو پرضد د ترکیې بریدونه وروسته له هغې پیل شو کله چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې له شامه د امریکايي ځواکونو د راویستلو پریکړه وکړه.

عراق کې د مظاهرې پر مهال لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي

په عراق کې مظاهرې

د عراق په پلازمینه بغداد او په ځینو نورو برخو کې د حکومت پرضد په تازه احتجاجي مظاهرو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

په عراق کې د بشري حقونو کمیشن ویلي چې د اکتوبر پر ۲۵مه په بغداد کې اته او پاتې کسان د دغه هېواد په جنوبي ښارونو کې وژل شوي دي.

دا مظاهرچیان د ادارې فساد، بیروزګارۍ او بنیادي اسانتیاو د نیشتوالي پرضد سړکونو ته راوتي وو.

پولیسو د مظاهرچیانو د منتشر کولو لپاره وښکې بیونکې ګېس کارولی او هوايي ډزې يې کړي دي.

دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل شوي چې یوه میاشت وړاندې د حکومت ضد مظاهرو کې له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د عراق پوځ منلي دي چې د مظاهرو پر وخت يې زیات زور کارولې او د هغه پوځي چارواکیو احتساب يې پیل کړی چې دا غلط ګامونه يې پورته کړي وو.

ناټو د افغانستان له دفاعي ځواکونو سره د مالي مرستو ډاډ ورکړی

په بروکسل کې د ناټو غونډه

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر ویلي چې د ناټوغړي هېوادونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته په بشپړه توګه ژمن دي.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه برسلز کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.

تر غونډې وروسته د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په خبري غونډه کې وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

مارک اسپر زیاته کړه چې ټولې خواوي دا خبره مني چې دې هدف ته د رسېدو تر ټولو غوره لار په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی دی.

د ناټو غړو هېوادونو تر ۲۰۲۴م کاله د افغانستان له دفاعي ځواکونو سره د مالي مرستو ډاډ ورکړی دی.

د ازادۍ مارچ مخنیوي لپاره مو سلګونه کنټېنرې نیول شوې: ټرانسپورټران

تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې د مال وړونکو ګاډو اتحادیه تور لګوي چې د اکتوبر پر ۳۱مه د جمعیت علما اسلام ف په غږ کېدونکي ازادي مارچ د مخنیوي په مقصد پولیسو د دوی تر ۸۰۰ زیات ټرکونه د نیولو پس کنټېنرې د لارو تړلو لپاره استعمال کړي دي.

د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحادیې مرستیال مشر شیر ایوب وزیر بېګا مشال راډيو ته وویل چې په دې کې زیات هغه ګاډي دي چې افغانستان ته سامانونه وړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو مشر خان جان الکوزي هم مشال راډيو وویل، د پاکستان حکومت دغه اقدام غیرقانوني دی.

د واکمن تحریک انصاف سیاستوالان وايي دا ستونځه به په څو ورځو کې هواره شي او ډاډ یې ورکړ چې ګاډیو او کنټینرو ته به څه نقصان نه رسيږي.

جلال اباد: ځانمرګي برید ۵ تنه وژلي ۲۱ ټپیان

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن (جمعه) ماسپښین دوه بجې چې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې د موټرو په کاروان د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند اکمالاتي بېز سیمه کې ځانمرګی برید شوی و، د صفر دوه قطعې درې تنه سرتېري او دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي او شپږ تنه سرتېري او پینځلس تنه ولسي افغانان پکې زخميان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې د پېښې ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.

سپریم کورټ د حراست خانو په باب د پېښور های کورټ فیصله وځنډوله

د سپریم کورټ وداني

په خېبر پښتونخوا کې د حراست خانو پر ضد د پېښور های کورټ فیصله سپریم کورټ وځنډوله.

په کېس کې فریق شبیر حسن ګګیاڼي نن مشال ریډیو ته وویل سپریم کورټ د خېبر پښتونخوا حکومت په خواست د های کورټ فیصله د نومبر تر ۱۳مې وځنډوله.

''خېبر پښتونخوا حکومت عدالت ته ویلي چې دا د قامي سلامتۍ موضوع ده نو ځکه دې د پېښور های کورټ فیصله ناقانونه وبلل شي خو زموږ دریځ دا دی چې دغه قانون او حراستخانې د خېبر پښتونخوا د زرګونو خلکو د بشري حقونو پر خلاف دي. موږ به د دې پر ضد سپریم کورټ ته هم ځو.''

په ۲۰۱۱ کې په قبایلو کې د پوځي عملیاتو په مهال حکومت ایکشن این ایډ سول پاور په نامه قانون جوړ کړی چې له مخې یې امنیتي ادارې مبینه مشکوک کسان په حراستخانو کې ساتلی شي.

د شام په ختیځ کې خپل پوځي حضور زیاتوو: امریکا

په شام کې امریکا پوځیان

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د شام په شمال ختیځ کې خپل پوځي حضور زیاتوي چې که د اسلامي دولت ډلې وسله وال بیا سر راپورته کړي نو لخوا یې د تېلو ذخیرې د قبضه کولو مخنیوې وکړي.

د اکتوبر پر ۲۴مه دا پریکړه له هغې وروسته شوې چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترکيې سره له شامي سرحده د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړه.

د دې مقصد د ترکيې ځواکونه جوګه کول ووچې د امریکا ملاتړ لرونکي شامي کرد جنګیالو نه پاکه یو خوندي سیمه یا زون جوړ کړل شي.

له دغه سرحد سره نېږدې سیمه کې به اوس د ترکیې او روسیي ځواکونه ګزمه کوي چې مخکې د امریکايي او اېتلافي ملیشې په کنټرول کې وه.

د ولسمشر ټرمپ پر پریکړه مخکې د ډیموکریټ او ریپبلکین ګوند غړیو سخت تنقید وکړ او اندېښنه یې وښودله چې د کردانو په مشرۍ د شامي جمهوري ځواکونو لخوا نیول شوي شاو خوا لس زره اسلامي دولت وسله وال قیدیان په ګډوډۍ کې تښتېدلی شي.

افغانستان کې د بشري مرستو ادارې یوې ښځینه کارکوونکې وژل شوې

د افغانستان د غور ولایت چارواکي وايي، په فېروز کوه ښار کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د کارکوونکو پر ګاډي په برید کې یوه ښځه وژل شوې او بله ژوبله ده.

د والي ویاند عبدالحي خطیبي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، حمله د ښار د پای کمر په سیمه کې شوې.

د ده په خبره، دواړه ښځې د بشري مرستو د همغږۍ ناحکومتي ادارې کارکوونکې دي چې په سیمه کې یې روغتیايي خدمتونه کول.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د بشري مرستو د همغږۍ دا اداره په ۱۹۸۷ز کال کې یو شمېر افغان رضاکارانو جوړه کړې وه چې مقصد یې په ناامنیو کې خلکو ته بېړنۍ مرستې رسول وو.

د ناټو اتحاد دفاع وزیران په برسلز کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي

د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اېسپر هغه بیان چې پکې یې د شام په شمال ختیځ کې د ترکیې عملیات بې ځایه لاسوهنه بللې، ښايي د غونډې موضوعات تر اغېز لاندې راولي.

د ناټو غړي هېواد ترکیې پر عملیاتو یې یو شمېر ملګرو سختې نیوکې کړې دي او اندېښنې یې ښوولي چې ښايي عملیات سیمه ییز ثبات او د وسله والې ډلې اسلامي دولت ضد لاسته راوړنې زیانمنې کړي.

اېسپر د برسلز تر غونډې مخکې د جرمن مارشال فنډ په څیړنیز مرکز کې په وینا کې وویل، ترکیې هغوی ټول له زښت مشکل حالت سره مخامخ کړي او ویې ویل چې انقرې ته په کار دي چې یو ځل بیا یو ذمه داره متحد شي.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې ترکیه ناسم لوري ته روانه ده او مسکو ته نېږدې کېږي.

د اکتوبر پر ۲۲مه روسي او ترکي مشران له ترکیې سره له شامۍ پولې څخه د کوردیو ځواکونو د لرې ساتلو په موخه یوې موافقې ته ورسېدل.

له دې سره په سیمه کې هغه پېنځه ورځنی اوربند وغځېد چې د واشنګټن په منځګړتوب عملي شوی وو.

د البانيا پولیس یوه ایران پلوه بریدګره ډله نیولې

د البانیې ځواکونو عملیات.

د البانیې پولیسو ویلي د هغې ترهګرې ډلې برید یې شنډ کړی دی چې د ایران لخوا یې ملاتړ کېږي.

پولیسو د اکتوبر پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي دغو عناصرو پلان لرلو چې تېر کال په بالکان هېواد کې د ایراني حکومت په مخالیفونو برید وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې دغه ډله په بهرنیو هېوادونو کې کاروایي کوونکې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک له القدس څانګې سره اړیکه لري.

پولیس وایي، برید یې تېر کال په مارچ کې هغه مهال شنډ کړی چې ډلې په تیرانا سیمه کې د بکتاشي صوفي ډلې پر مذهبي غونډه د حملې لپاره پلان کړی و.

په هغه غونډه کې بهرمیشتو د مجاهدین خلق په نامه د تهران مخالفه ډلې غړیو ګډون کړی و.

پولیسو په برید کې د مبینه ککړو درې ایرانيو او یوه ترکي وګړي عکسونه هم خپاره کړي دي.

پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د دغو کسانو پرضد نړیوال وارنټ هم و یا نه.

سږ کال په جنورۍ کې اروپایي ټولنې د ایران پر استخباراتي اداره بندیزونه ولګول او دا یې په اروپا کې د تهران مخالفینو په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړه.

امریکايي سېنټرانو یو کردي کومندان ته د ویزې ورکولو غوښتنه کړې

د کردانو په مشري د شامي ځواکونو قومندان جنرل مظلوم کوباني.

د امریکا ریپبلکن او ډېمو کرېټ ګوندونو د سېنټرانو یوې ډلې د امریکا بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د کردانو په مشري د شامي عسکرو (SDF) یو کمانډر ته دې د امریکایي ویزې ورکولو کار تیز کړي چې دا شان هغه په واشنګټن کې د کانګرس غړیو ته د شام پر حالاتو تفصیل ورکړي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو لیک کې ریپپلکن سېنټرانو لېنډ سې ګراهم او مارشا بلیک برن او ډیموکرېټ سېنټرانو کرېس وان هولن، جین شاهین او رچرډ بلیو منتل غوښتنه کړې چې کمانډر جنرل مظلوم کوباني ته دې ژر تر ژره ویزه ورکړي.

دغو سېنټرانو په خپل خط کې ویلي دوی د شام په شمالي سیمو کې د روانو حالاتو په اړه سخت اندېښمن دي.

دوی دا هم ویلي د کمانډر کوباني امریکا ته سفر به د کانګرس او ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړو لپاره ګټور وي.

د کابل - واشنګټن اړیکو کې د رباني رول ستایو: د امریکا سفیر

په افغانستان کې د امریکایي سفیر جان بس

په کابل کې امریکایي سفیر جان بس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستۍ د صلاح الدین رباني د استعفی په اړه په غبرګون کې د کابل او واشنګټن په تعلقاتو کې د هغه رول ستایلي او له هغه یې مننه کړې ده.

جان بس په یوه ټویټ کې لیکلي خوشاله دی چې صلاح الدین رباني پلان لري چې د افغانستان خدمت لپاره د خپلې کورنۍ دود ژوندی وساتي.

صلاح الدین رباني د اکتوبر پر ۲۳مه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستۍ استعفی وکړه.

رباني د خپلې اسعتفی رسمي لیک پر ټویټر خپور کړی دی او لیکلي دي چې په داسې حالاتو کې نور کار نه شي کولای چې پکې ریاستي ادارو ته تاوان رسېږي، خو افغان ولس ته به سیاسي خدمت جاري وساتي.

د افغانستان ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي د اکتوبر پر ۲۳مه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس ولسمشر د صلاح الدین رباني استعفی منلې ده.

طالبان دې د سولې په خبرو کې ریښتیني و اوسي: سټولټنبرګ

د ناټو جنرل سیکټر يینس سټولټنبرګ.

د ناټو جنرل سېکرېټري يینس سټولټنبرګ ویلي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول تړون باید په افغانستان کې د ۱۸کلونو لاسته راوړنې وساتي.

سټولټنبرګ د اکتوبر پر ۲۳مه په برسلز کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي خو طالبان باید په ريښتیني ډول څرګنده کړي چې امنیت پر ځای ساتلو او سولې ته تیار دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د ناټو شتون د سولې لپاره شرایط رامنځته کوي.

له دې وړاندې روانه اونۍ د ناټو عمومي منشي په برسلز کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره هم د افغانستان د سولې پر عمل خبرې کړي دي.

خلیلزاد نهه وارې د طالبانو له استازو سره د سولې د مذاکراتو په اړه لیدلي دي.

بریتانیا: په کنټېر کې ۳۹ تنه مړه موندل شوي

دا په برتانیا کې د هغه کنټېر ټرک بره تصویر دی چې ۳۹ تنه پکې مړه موندل شوي. ۲۰۱۹ز کال، ۲۳م اکتوبر

د بریتانيا پولیس وایي د دغه هېواد په وېلز کې یو داسې کنټېنر په لاس ورغلی چې ۳۹ مړي يې پکې موندلي دي. دوی شک کوي چې دا کنټېنر له بلغاریه په یوه ټرک کې راوړل شوی وو.

پولیس چارواکیو نن (د اکتوبر په ۲۳ مه) وویل، چې د دغه ټرک ۲۵ کلن ډرایور یې چې د شمالي ایرلېنډ اوسیدونکی دی، د وژنو په تور نیولی دی.

د نهه دیرش کسانو مړي له لندنه د ۲۰ میله په واټڼ د واټرګلېډ په صنعتي سیمه کې په یوه کنټینر کې دننه موندل شوي دي.

د بریتانيا پولیسو یوه چارواکي انډریو مرینر خبریالانو ته وویل، دا یوه ډېره بده پېښه ده چې پکې یو لوی شمېر خلکو خپل ژوند بایللی دی او دوی يې په اړه پلټنې کوي، چې دا هر څه څنګه شوي دي؟

شام کې نور د کرد جنګیالو پرضد د عملیات ضرورت نه شته: ترکیه

د شام په خیتځ کې د ترکي ځواکونو عملیات

ترکي ویلي دي چې په شام کې د کرد جنګیالو پرضد د کاروايي بیا پیلولو ضرورت نه شته ځکه چې امریکا انقرې ته ویلي د ترکي له سرحد سره نېږدې د شام له شمالي سیمو د کرديو جنګیالو د وتلو عمل مکمل شوی دی.

د فرانس خبري ایجنسۍ اې ایف پي د اکتوبر پر۲۲مه ناوخته دا خبره د ترکي دفاع وزارت په حواله وکړه.

دا خبر وروسته له هغې راغلی چې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د اکتوبر پر ۲۲مه په سېلګریز ښار سوچي کې شپږ ساعت شخصي ملاقات وکړ چې پکې دواړه مشران د شام په شمال ختیځه سیمه کې په ګډ ګشت کولو سلا شول او کرد جنګیالو ته یې د نورو شپږو ورځو لپاره له سیمې د وتلو او تر هغې د ډزبندۍ نوی مهلت ورکړ چې د اکتوبر پر ۲۳مه له نیمايي څخه پیل کېږي.

له دې وړاندې د امریکا په منځګړتوب ډزبندي او د کردي جنګیالو لپاره له سیمې د وتلو مهلت نن ختم شو.

روسي او ترکي چارواکي وايي چې په دې موده کې به کردي جنګیالي د ترکي له ۱۲۰ کلومېټره سرحد سره په شام کې دننه ۳۲ کلومیټره سیمه خالي کوي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG