د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

خضدار: په ټرافیکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي ۲۰ ژوبل

د بلوچستان په خضدار کې په چارشنبه په يوه ټرافيکي پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

د پاکستان اېکسپريس ټريبيون د چارواکو له خولې وايي چې د خضدار په اورناچ سيمه کې د مساپرو دريو بسونو پر يو وخت له يوبل سره ټکر کړی. د خضدار مرستيال کمشنر ويلي دي چې دغه بسونه له خضدار، کوټې او پنجګور کراچۍ ته روان وو.

د يادونې ده چې په جنورۍ مياشت کې هم د بلوچستان په هب سيمه کې د مساپرو يو بس د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې وژل شوي ول.

حوثي یاغیانو د سعودي د تیلو پر مرکزونو د برید پړه منلی

عکس له ارشیفه دا د هغه ایرانۍ ډرون الوتکې عکس دی چې همدغه ډول ډرون د مې پر ۱۴مه (۲۰۱۹)  له یمنه پر سعودي وروتوغول شو. 

په یمن کې حوثي یاغیانو د سعودي عرب د تیلو پر تأسیساتو د بې پیلوټه الوتکو د برید مسؤلیت منلی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام د مې پر ۱۴مه وویل، دا برید سعودي ته یو پیغام و چې خپل تیری دی ودروي.

حوثیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، په‌ دې برید سره یې د ریاض او تهران ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

سعودي عرب تایید کړې چې د تیلو پر دوو مرکزونو یې د مې پر ۱۴مه د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او دا یې ترهګرۍ بریدونه بللي دي.

سعودي عرب او د خلیج اته نور هېوادونه په یمن کې د حوثیانو پرضد جګړه کوي.

دا پوځي ایتلاف د ۲۰۱۵م کال راهېسې په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه کوي.

افغانستان کې د انلاین سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده: سمیر رسا

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ورځ بلې ته د انلاین سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا مشال راډیو ته وویل، دا چې د دغې سوداګرۍ د جوازونو د اخېستلو په برخه کې اسانتیاوې موجودې دي، شرکتونه ورته لېواله او شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي:​ "له سوداګرۍ وزارت سره د انلاین سوداګریزو شرکتونو ثبت روان دی چې تر دې دمه یوشمېر شرکتونه راجسټر شوي او ورځ بلې یې ته یې شمېر په زیاتېدو دی، ځکه د جوازونو د ثبت بهیر ډېره اسانه شوې ده."

رسا وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د دغې سوداګري له پیل نه کم وخت کېږي او تراوسه ورته قوانین مشخص شوي نه‌ دي، خو د دوی د تولیداتو او فروشاتو له کیفیت نه جدي څارنه کوي.

د انلاین سوداګرۍ له لارې خلک د انټرنټ له لارې پلور او پېر کولای شي.

شمالي وزیرستان: چاودنې درې امنیتي سرتېري ژوبل کړي

په شمالي وزیرستان کې بمي چاودنې درې امنیتي سرتېري ژوبل کړي دي.

چارواکي وایي، پېښه د مې پر۱۴مه په دته خېلو کې هغه وخت وشوه چې د امنیتي سرتېرو په ګاډي د سرک پر غاړه ښخ بم والوت.

ژوبل شوي سرتېري د میرامشا روغتون ته وړل شوي دي.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان او په ځانګړی توګه په دته خېلو کې پر امنیتي سرتېرو بریدونه زیات شوی.

په تېر یو کال کې په هغه ضلعه کې هدفي وژنو او بمي بریدونو له کبله شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د مې ۱۴مې برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د ایران خارجه وزیر له هندي سیال سره ولیدل

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپلې هندۍ سیالې سوشما سوراج سره

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نوي ډیلي ته تللی چې له خپلې هندۍ سیالې سوشما سوراج سره خبرې اترې وکړي.

جواد ظریف د مې پر ۱۴مه د خبرو تر پیل وړاندې وویل، هند ته د دې لپاره تللی چې سوشما سوراج سره په سیمه کې د تازه بدلونونو ترڅنګ د هند او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو بحث وکړي.

نوموړي وویل چې هند د ایران تر ټولو مهم اقتصادي، سیاسي او سیمه ییز شریک دی.

دا له هغه وروسته ده چې هند د امریکا لخوا پر ایران د بندیزونو تر بیا لګېدو وروسته د ایرانیو تېلو اخیستل درولي دي.

امریکا یو ځل بیا پر ایران سخت بندیزونه ولګول او هوډ یې څرګند کړی چې د ایران د تېلو خرڅلاو به په ټپه دروي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو کال وړاندې خپل هېواد امریکا له هغه اټومي تړون څخه و اېستله چې د نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره کړی وو.

پامپېو له ولسمشر پوتین سره ګوري

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو به د مې پر ۱۴مه د روس سیلګریز ښار سوچي ته لاړ شي او هلته به د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین او بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او ماسکو ترمنځ تناو دوام لري.

د سوچي په دغو خبرو اترو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعلا پای رسمي بحث کېږي، په دې کچه خبرې اترې له دې مخکې په ۲۰۱۸م کال کې په فینلېنډ کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ شوې وې.

د امریکا بهرنیو چارو وزرات ویلي د پوتین او پامپېو ترمنځ ملاقات کې به د وسلو د کنټرول، د وینزویلا د بحران، په اوکراین او شام کې د روانو شخړو او هم دا راز د ایران په اړه خبرې اترې کېږي.

دا ټول هغه مسایل دي چې په اړه یې واشنګټن او ماسکو سره نیغ په نیغه اختلاف لري.

پر ايران د امریکا په بندیزونو کې چابهار بندر نه شته: الیس ویلز

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې الېس ویلز سره په کابل کې.

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر سره د لیدو پر مهال خبر ورکړ چې پر ايران د امریکا په بندیزونو کې د چابهار بندر نه شته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند صبغت احمدي د مې پر ۱۳ ماښام مشال راډیو ته وويل چې ایلس ویلز او صلاح الدین رباني په کابل کې په دې هکله خبرې اترې وکړې.

تر دې مخکې د نړيوالو بېنکونو له لارې د پانګونې انتقال په چابهار بندر کې د فعالو شرکتونو پر وړاندې له یو شمېر محدودیتونو یاد شوی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په اتمه پر ایران د نویو بندیزونو امر وکړ چې مقصد یې پر تهران فشار زیاتول دي.

واشنګټن ويلي غواړي چې تهران د اټومي وسلو له پراختيا او په سیمه کې د سخت دريځو له مرستو لاس واخلي.

هرات: د کهسان په څنډو ۳۷ لرغوني اثار موندل شوي

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه قدامت لري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام ازادي راډیو ته وویل چې دغه آثار تر اسلام دمخه او تر اسلام را وروسته وختونو پورې اړوند دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن قدامت لري.

دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر له‌خوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول.

په‌دې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.

د عربي اماراتو پر ساحل د سعودي د تېلو دوې ټانکرې تخریب شوې

نقشه

سعودي عرب وايي، د مې پر۱۲مه یې د تېلو دوې ټانکرې د متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرمه چې دوی یو (سبوتاژ برید) وباله په نښه شوي دي.

د سعودي عرب د انرژی وزیر خالد ال فالح د مې پر ۱۳مه نېټه ویلي، یوه بېړۍ یې د سعودي د خام تېلو بارېدو لپاره پر لار وه. نوموړي زیاته کړه، د برید له وجې هېچا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او نه هم تېل توی شوې خو د دوو بېړیو جوسو او جوړښتونو ته یې لوی زیان اړولی دی.

د دوشنبې ګهیځ د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي، د دوی له اوبو سره نیږدې او د فوجیره په ساحل کې په سبوتاژ کاروايي کې یې څلور تجارتي بیړی په نښه شوې چې پکې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې د څرنګوالی په اړه ډېرڅه نه دې ویلي. د متحده عربي اماراتو په بیړیو په مبینه توګه د تخریب کاری اقدام یا سبوتاژ برید وروسته نن امریکا تازه خبرداری ورکړی دی.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ سیمه ییزه ترینګلتیا زیاته شوې ده.

الېس وېلز په کابل کې له اشرف غني سره ولیدل

د ارشیف انځور

د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز افغانستان ته تللی او هلته یې له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي.

په کابل کې امریکايي سفارت د مې پر ۱۲مه په یوه بیان کې ویلي چې د دې سفر پر مهال به نوموړې د امریکا او افغانستان د ملکي مرستو ارزونې یا رېویو په پرانیسته کې ګډون کوي.

د مې پر ۱۲مه له ارګه په خپور بیان کې راغلي، غني او وېلز د یادې رېویو په ګډون د افغانستان د سولې پر بهیر او د ولسمشریزو انتخاباتو پر تیاریو خبرې وکړې.

بیان زیاتوي چې د حکومتدارۍ د پیاوړي کولو په موخه د دې ارزونې وړاندیز اشرف غني امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په یوه لیک کې کړی وو.

د ارګ بیان ټرمپ ته د استولي لیک نېټه نه ده ښودلې.

هلته په کابل کې امریکايي سفارت وايي، وېلز به په خپل سفر کې له یو شمېر چارواکو او سیاستوالانو سره د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۸مه د کېدونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر موضوع غږېږي.

بیان وايي، نوموړې به له چارواکو په خبرو کې د انتخاباتو د تیاريو په اړه خبره شي او د ولسمشریزو انتخاباتو د شفاف بهیر په اړه به د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله الېس وېلز به په کابل کې د مدني ټولنې له غړو سره د افغانستان د سولې پر بهیر هم غږېږي.

حسن روحاني پر ایراني ولس د یو والي غږ کړی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر په خپلو وطنوالو غږ کړی چې د امریکا د بنديزونو په نتيجه کې په اقتصادي ستونزو د قابو موندولو لپاره دې د يووالي مظاهره وکړي.

د ايران سرکاري خبري اژانس ايرانا د مې پر ۱۱مه، د ولسمشر حسن روحاني په حواله لیکلي، د دښمنانو فشارونه د جنګ په معنا دي چې د اسلامي انقلاب په تاریخ کې بېلګه نه لري.

ولسمشر روحاني دا هم ویلي چې له تهران سره د نړيوالو قدرتونو اټومې لوطنامې څخه د امريکا د وتلو او بنديزو له وجې د هېواد اقتصاد د تېرکال پرتله خراب شوی دی.

بل پلو، په ايران کې د سختو اقتصادي ستونزو له وجې خلک په احتجاج دي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا په منځني ختيځ او خليج فارس کې خپل ځواکونه زيات کړي دي او د ځمکنيو او سمندري عملياتو لپاره کاريدونکي بېړۍ او د پېټرياټ ميزايلو يوه څانګه ځای پرځای کوي.

د واشنګټن په اند د دې ګام هدف د ايران لخوا د مخ په زياتېدونکي خطر مخنيوی کول دي.

د امريکا دفاع وزارت لخوا د مې پر۱۰مه دغه اعلان پر داسې وخت شوی چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ډېر زيات شوی.

امريکا د ايران د تيلو او داوسپنې په صادراتو يو لړ بنديزونه لګولي دي.

د دې بنديزونو هدف په ايران فشار زياتول دي چې د امريکا په خبره تهران خپل زيان رسونکي فعاليتونه ودروي. خو تهران دغه تورونه ردوي او وايي ایټمي هلې ځلې یې د سولییزو اهدافو لپاره دي.

هند: داعش وسله واله ډله د یوې نوي صوبې د جوړولو ادعا کوي

په عراق کې داعش پخوانی عکس

داعش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله ادعا کوي چې د هند په خاوره کې دننه یې یوه نوې صوبه جوړه کړې ده.

دوی دا ادعا له هغې وروسته کړې چې د هند ترواک لاندې کشمیر کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې د یو وسله وال چې پرې له داعش سره د اړیکو تور وو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شول.

له داعش سره تړاو لرونکې اماق خبري اژانس د مې پر۱۰مه دغه ادعا اعلان کړه او ویې ویل چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشرانو دغه صوبه «ولایت الاهند» په نوم نومولې ده.

په همدې بیان کې دا ادعا هم شوې ده چې د هند ترواک لاندې کشمیر سیمه کې داعش ډلې هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله هم ور اړولېده.

هندي چارواکو د مې پر۱۰مه خبر ورکړی و چې د کشمیر په شوپیان سیمه کې د اشفاق احمد صوفي په نوم یو وسله وال تن یې وژلی دی.

یو هیواد هم باید افغانان په زور ونه باسي: بلخي

د افغانستان د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي.

د افغانستان حکومت وايي، هېڅ هېواد باید افغان کډوال او مهاجرین په جبر ستنېدو ته اړ نه کړي.

د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزیر، سیدحسین عالمي بلخي د مې پر۱۰مه وویل چې له هېڅ هېواده د افغانانو له جبري ستنېدو سره موافق نه دي.

دا روسته له هغو ده چې د ایران د بهرنیوچارو وزارت مرستیال، عباس عراقچي د چارشنبې په ورځ ويلي وو چې که پر ایران بندیزونه شدید او د ایران د تېلو بازار بند شي، دوی به مجبوراً، له هلته مېشتو افغانانو وغواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل: "موږ له هېڅ هېواده، د افغانانو له جبري ستنولو سره موافق نه یوو، نه له ایران، نه له پاکستان او نه له بل هېواده، خو د ده په خبره که افغانان په خپله خوښه راستنېږي، نو دوی یې هرکلی کوي.

امریکا خلیج فارس کې د میزایلو یوه څانګه ځای پرځای کوي

د قطر په هوايي ډګر کې د امریکا جنګي الوتکې.

امريکا په منځني ختيځ او خليج فارس کې خپل ځواکونه زيات کړي دي او د ځمکنيو او سمندري عملياتو لپاره کاريدونکي بېړۍ او د پېټرياټ ميزايلو يوه څانګه ځای پرځای کوي.

د واشنګټن په اند د دې ګام هدف د ايران لخوا د مخ په زياتېدونکي خطر مخنيوی کول دي.

د امريکا دفاع وزارت لخوا د مې پر۱۰مه دغه اعلان پر داسې وخت شوی چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ډېر زيات شوی.

امريکا د ايران د تيلو او دهات په صادراتو يو لړ بنديزونه لګولي دي.

د دې بنديزونو هدف په ايران فشار زياتول دي چې د امريکا په خبره تهران خپل زيان رسونکي فعاليتونه ودروي.

د بيلګې په ډول ايران د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي او په سيمه کې د توندلاريتوب فعاليتونو ته مالي مرستې ورکوي.

خو تهران دغه تورونه ردوي.

خبریاله او د ولسي جرګې کار کوونکې مینه منګل ووژل شوه

د ټلویزیوني خپرونو پخوانۍ چلوونکې او د ولسي جرګې اوسنۍ کارکوونکې مینه منګل

د ټلویزیوني خپرونو پخوانۍ چلوونکې او د افغانستان د ولسي جرګې د یوه کمېسیون سلاکاره مینه منګل په کابل کې د وسله والو موټرسایکل سپرو له خوا ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل چې نوموړې د مې پر ۱۱مه سهار د کابل په کارته نو سیمه کې په ډزو وژل شوې او وژونکي یې تښتېدلي دي.

رحیمي وايي، د مینې د پلار د خبرو پر بنسټ، دا پېښه د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې چې په وینا یې څېړنې یې په اړه پیل شوي دي.

د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی

ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازیو د ناستې یو انځور

طالبانو په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د خبرو شپږم پړاو چې د مې پر نهمه پای ته ورسېد، مثبت بللی او په دې خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظریې په حوصله واورېدې.

په بیان کې پرته له دې چې پر جذیاتو رڼا واچول شي، ویل شوي چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو، خو ځینې پاتې دي.

شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاري نیسي.

د دې خبر د جوړېدو تر مهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو د چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

عراق: ځانمرګي برید اته تنه وژلي

په عراق کې ځانمرګي برید.

د عراق امنیتي چارواکي وايي، د بغداد د صدر ښار په بازار کې ځانمرګي بمي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

یو لوړپوړي چارواکي د مۍ پر نهمه وویل چې یو ځانمرګي برید کوونکي چې بارودي واسکټ یې اغوستې و د جمیلې مارکیټ په ګڼه ګوڼه کې یې چاودنه وکړه.

اسلامي دولت وسله والې ډلې پر انټرنیټ په بیان کې د حملې ذمه واري منلې ده.

دغه برید د شپې مهال نهه بجې د روژه ماتي پر وخت شوی.

په عراق کې د کلونو راهیسې د تشدد پس امنیتي حالات ښه شوې دي، خو بیا هم په سیمه کې خونړي بریدونه دوام لري.

په رومانیا کې د بریتانیا پرته اروپايي سرمشریزه 

د بریتانیا په پارلېمان کې د وزیر اعظمې ټېریرا مې وینا.

نن اروپايي مشران په یوه غیر رسمي سرمشریزه کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو پس د دغه ټولنې پر راتلونکې ږغږي.

دا غونډه چې د بریتانوۍ وزیراعظمې ټېریزا مې پرته پکې ټول اروپايي مشران ګډون لري، د رومانیا په غرنۍ سیمه سیبیو کې کېږي.

دا سرمشریزه د اروپايي پارلیمان تر ټاکنو دوې اونۍ وړاندې رابلل شوې.

د سرمشریزې په یو بیان کې ویل شوي، له ختیځه تر لوېدیځه او بیا له سوهېله تر شماله به د یوې پیوستې اروپا ساتنه کوي، او په هره سخته او هوساینه کې یو موټې پاتې کېږي.

په غونډه کې به هڅه کېږي چې اروپايي مشران په یوه لس نکاتي اعلامیه هوکړه وکړي.

ټوکیو او مسکو د ټاپوګانو پر لانجه بیا ږغېږي

د روس ټاپوګان

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کونو د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاروف سره د مذاکراتو لپاره د اپرېل پر نهمه ماسکو ته رسېږي.

ټاکل شوې چې دواړه استازي به سبا د ځمکې پر ملکیت د لسګونو کالونو زړې لانجې په باب د خبرو اترو په یوه نوې لړۍ کې برخه اخلي.

د دې لانجې له کبله ټوکیو او مسکو په رسمي توګه د دویم جهاني جنګ پای ته د رسولو او د امن لوظنامې په لاسلیککولو کې پاتې راغلي دي.

دا لانجه د هغه څلورو ټاپوګانو پر لړۍ ده چې له جاپانه د روسیې کمچاتکا ټاپووزمې ته غځیدلې ده.

د پخواني شوروي ځواکونو دا ټاپوګانې د دوهم جهاني جنګ په اخري ورځو کې نیولې وې خو جاپان پرې د مسکو واکمني نه مني.

له دې کبله د دواړو هېوادونو ترمینځ د سولې پروسه د نولس سوه پنځوسم له لسیزې راهیسې پر ځای ولاړه ده.

امریکا پر ایران نوي بندیزونه پلي کړي

امریکا پر ایران تر هغه یوه ورځ پس نوي بندیزونه پلي کړې چې تهران له نړیوالو طاقتونو سره د دوه زره پنځلسم کال د کړي اټومي تړون له ځینو ژمنو څخه د پر شا کېدو ویلي ول.

سپیېې ماڼۍ د مې پر اتمه اعلان وکړ چې د دې نویو بندیزونو هدف د ایران د اوسپنې، الومینیمو، تانبې او مسو صنعتونه دي چې د ایران د ګټې مهمې سرچینې دي.

له دی یوه ورځ وړاندې ایران ویلي ول چې تر اټومي تړون لاندې به دوی نور اضافي غني شوي یورانییم او درنې اوبه پر نورو هېوادونو نه خرڅوي. ایران دا دړکه هم ورکړې وه که چیرې نړیوالو قوتونو په دوو میاشتو کې د لوظنامې د نویو شرایطو په راوړاندېکولو کې پاتې راغلل نو د یورانییمو د بډایولو (غنيکولو) کار به هغه کچې ته ورسوي چیرته چې بیا د جوهري وسلو په جوړولو کې په کار راځي.

بریتانیا، فرانس او جرمني د ایران دا اقدام غندلی او ایران ته يې خبرداری ورکړی چې لوظنامې ته ژمن پاتې شي. روسیې د ایران د پرېکړې ماتولو تور پر واشنګټن پورې کړی دی.

کلا عبدالله کې چاودنې یو قبایلي ملک ولي اڅکزی او د هغه دوه ساتونکي وژلي

قبایلي مشر ولي محمد اڅکزی

د بلوچستان په کلا عبدالله په ګلستان سیمه کې پېګا ماښام ناوخته پر یوه موټر پسې چاودنه شوې چې پکې د یوه قبایلي مشر ولي محمد اڅکزي په ګډون د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي. دا پېښه د سپینې غونډۍ په سیمه کي هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې نوموړیپه ګاډي کې خپل کور ته روان وو. د ځايي لېویزو په وینا په چاودنه کې د هغه موټر په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار له پاکستاني سفیر سره لیدلي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) په کابل کې د پاکستان له سفیر سره.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني راتلونکې سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې پاڼې د پرانیستو لپاره یو موقع بللې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا یو خبرپاڼه وايي، حمدالله محب د مې پر اوومه په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره لیده کاته وکړل او دواړو خواوو د ولسمشر اشرف غني د سفر ترڅنګ د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره پر سیمه ییزه همکارۍ هم خبرې وکړې.

افغان چارواکو پخلی کړی چې ولسمشر اشرف غني به د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په بلنه اسلام اباد ته ځي خو د دې سفر نېټه لا نه ده مالومه.

ولسمشر اشرف غني د مې پر دریمه د مشورتي لویې جرګې په پای غونډه کې پر پاکستان غږ کړی وو چې له افغانستان سره دې پر شک او دړکو ولاړې اړیکې په داسې اړیکو بدلې کړي چې پر باور او ريښتونې همکارۍ وړلاړې وي.

د لوګر د علماوو شورا مرستیال ووژل شو

بیګا شپه نامالومو وسلوالو د لوګر د علماوو شورا مرستیال او د لوګر د جامع جومات خطیب مولوي امیرجان وژلی دی.

نن د چارشنبې په ورځ د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل، چې مولوی امیرجان کلیوالو ته د تراویحو لمونځ ورکاوه، چې ناپېژاندو وسله والو په ډزو وواژه.

((د علماوو شورا مرستیال چې د لوګر ولایت د جامع جومات خطیب هم وو، بیګاه شپه د مرکز په څنډو د تراویحو لمانځه کې په شهادت رسول شوی دی.))

ده وویل، په دغه سیمه کې د افغان دولت وسلوال مخالفان تګ راتګ لري.

خېبر پښتونخوا کې درې تنه په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د مې پر اوومه درې تنه په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

لومړۍ پېښه د مېنګورې په بڼ محله کې شوې چېرې چې یوه سندرغاړې او د ډرامو ادارکاره په ډزو وژل شوې ده.

د بڼ تاڼې د پوليسو مشر طارق خان مشال راډیو ته وویل چې هغه خپل مېړه وژلې ده.

بل پلو په مټه، کبل او اوډیګرام کې په درو بېلا بېلو پېښو کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپي شوي دي.

پولیس وايي په دې اړه یې مقدمې درج کړې دي او پلټنې کوي.

په کابل ښار کې چاودنه وشوه

د افغانستان د کابل په شهر نو سیمه کې نن د مې پر اتمه لویې څارنوالۍ ته نږدې په یوې بهرنۍ موسسې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل چې د پاملرنې (care) په نوم موسسه د لویې څارنوالۍ شاته ده او چاودنه شل کمي دولس بجې شوې.

رحیمي تایید کړه چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د خفیفه وسلې ډزې هم روانې دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز بیا مشال راډیو ته وویل چې ښايي ډزې هغه دوه وسله وال کوي چې دې موسسې ته ور ننوتي.

تر اوسه پورې د برید تلفات او ډېر جزییات نه دي معلوم.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG