د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

ايران د ویشتلې الوتکې بلېک بکس اوکراين ته سپاري

غورځېدلې اوکراينۍ الوتکه

دایران حکومت ومنله چې د اوکراینۍ الوتکې تور ډبی (بلېک بکس) به د اوکراین حکومت ته وسپاري.

په دې اړه د تحقیقاتو لپاره د ایران ملکي هوايي چلند د ‌ډلې مشر حسن رضايي فر د جنورۍ په ۱۸مه، سرکاري خبري اژانس، تسنیم ته ويلي دوی په دې ډبه کې د ثبت شوو معلوماتو د څېړنې ټکنالوژي نه لري نو ځکه یې اوکراين ته سپاري.

ايران په لومړي سر کې نه منله خو وروسته یې تاييد کړه چې د جنورۍ په اتمه په تهران کې د اوکراين يوه الوتکه د دوی له پوځ څخه په غلطۍ کې ويشتل شوي چې سپاره ټول ۱۷۶ کسان پکې وژل شوي دي. په وژل شوو کې افغانان، کاناډايان، ايرانيان، اوکرانيان او د ځينو نورو هېوادونو وګړي شامل دي.

جرمني: د ليبيا د شخړې حل لپاره غونډه کېږي

د طرابلس سره نيزدي سوځېدلی ټېنک

نن په جرمني کې د لسو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي د لیبيا کورنۍ جګړې پر حل خبرې لري. د امريکې، روس، برتانیې، ترکيې، مصر، متحده عرب امارات، الجیريا، اټلي، فرانس او چين ولسمشران یا استازي به په دې غونډه کې برخه اخلي.

په لیبيا کې ترکيه او قطر د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي طرابلس حکومت سره ولاړ دي خو روس، مصر او متحده عرب امارات د زورواکي خلیف حفتر ملګری دی. ملګرو ملتونو پر ترکيې او روس نيوکې کړي چې په لیبيا کې يې د خپلې خوښې خلکو ته په وسلو ورکولو سره هلته تشدد زيات کړی دی.

افغان ځواکونو په هوايي برید کې د اتو طالبانو وژلو ادعا کړې

د افغان ځواکونو هوايي ځواک

افغان چاراکي وايي، په هلمند او بلخ کې د عملیاتو پرمهال اته طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې په نهر سراج ولسوالۍ کې هوايي حمله شوې او شپږ طالبان يې وژلي.

اعلامیه لیکي چې د دغو عملیاتو پر مهال له طالبانو یې د وسلو یوه ډیپو او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې د چاربولک ولسوالۍ په رحمت اباد او نوارید کلیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د خبرپاڼې په وینا په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بویینګ شرکت په ۷۳۷ مېکس الوتکو کې یوه بله ستونزه پیدا کړې

بوينک ۷۳۷ الوتکه (ارشېف)

د امریکا الوتکه جوړوونکي شرکت بویینګ ویلي، د ۷۳۷ میکس الوتکو په سافټ ویر کې یې یوه نوې ستونزه کشف کړې ده.

دا ډول الوتکې چې د تخنیکي مشکلاتو له وجې وار د مخې ښکته کړل شوې دې، شرکت یې د بیا الوتنو لپاره په تخنیکي هلو ځلو بوخت دی.

بویینګ شرکت د جنورۍ پر ۱۷مه وویل، هغوی د هوانوردۍ فیډرالي ادارې ته د نوې مسلې په اړه معلومات ورکړي دي.

یو کارپوه ویلي، دا مسله د سافټ ویر په هغه برخه کې مخې ته راغلې کومه چې د دې خبرې پخلی کوي چې ایا په الوتکه کې د کلیدي سیسټمونو څارونکی سیسټم په سمه توګه کار کوي کنه؟

بویینګ شرکت وروسته له هغې په مسلو کې راګېر شو چې تېر کال یې په اندونیزیا او ایتوپیا کې دوه ۷۳۷ میکس الوتکې پرېوتلې.

په هغو پېښو کې ۳۴۶ کسان وژل شوي ول.

دغو پېښو په نړۍ کې چارواکي اړوېستل چې دغه ماډل الوتکې ښکته کړي.

ایران دې د کاناډا د ۵۷ وژل شوو کسانو له کورنیو سره مرسته وکړي: وزیراعظم ټروډو

د کاناډا وزير اعظم جسټن ټروډو

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي، د هغه حکومت د ایران لخوا د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکه کې وژلو شویو ۵۷ کاناډايي شهریت لرونکیو او ۲۹ نورو دایمي ویزو درلودونکیو، کورنیو ته چټکې مرستې وکړي.

د کاناډا وزیر اعظم وویل، که څه هم حکومت به یې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره کاناډايي ډالره چې د ۱۹ زرو امریکايي ډالرو برابرې دي، ورکوي خو هغوی بیا هم دا تمه لري چې ایران به هم د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره مرستې وکړي.

جسټن ټروډو وايي، چټکې مرستې خلکو سره د تدفین، ایران ته د سفر او د نورو لګښتونو په ګاللو کې مرسته وکړي.

د جنورۍ پر اتمه د الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۵۷ کاناډایان هم شامل وو.

د کوټې اوسېدونکي وايي حکومت دې ژر تر ژره د ګېس کمی پوره کړي

د کوټې اوسېدونکي ګېس غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د بلوچستان صوبې د اسمبلۍ د کوټې ضلعې غړو د جنورۍ پر ۱۸مه د ډپټي کمېشنر په دفتر کې د یوې غونډې پر مهال حکومت ته دړکه وکړه چې که د ګېسو د لوډشیډنګ او کم فشار مسله یې حل نه کړه نو د اسمبلۍ مخې ته به د احتجاج په ډول پرلت وغځوي.

له کوټې ضلعې سره تړاو لرونکي د بلوچستان اسمبلۍ غړي وايي، حکومت ته د جنورۍ تر ۱۹مې وخت ورکوي چې د خلکو ستونزه دې هواره کړي کنه نو هغوی به د اسمبلۍ په مخکې احتجاجي ناسته پیل کړي.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواني وايي، د بلوچستان وزیراعلا جام کمال په دې اړه د پاکستان وزیر اعظم عمران خان سره خبرې کړي او هغوی تمه لري چې دا ستونزه به زر هواره شي.

شمالي وزیرستان کې دوه قبایلي مشران وژل شوي

د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان چارواکو د جنورۍ پر ۱۸مه وویل چې تېر ماښام په داتاخېلو تحصیل کې په یو وسله وال برید کې دوه قبایلي مشران وژل شوي دي.

دا دوه ملکان ملک ذکاالله او ملک خان ولي نومېږي.

پولیس وايي، له برید وروسته وسله وال تښتېدلي خو دوی د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د خپل نوعیت دا لومړی برید دی او چارواکي وايي، تېرکال د هدفي وژنو له۵۰ زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.

د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شوې دي

د امریکا او طالبانو د خبرو پخوانۍ خبرې اترې

د جنورۍ پر ۱۸مه د قطر په مرکز دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د افغانستان د سولې اړوند خبرې یو وارې بیا روانې دي.

دا خبره د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر۱۸مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د سولې تړون او اوربند ته نېږدې شوي،

نوموړي دا خبره نه رد کړه او نه یې هم تایید کړه البته ویې ویل چې په نننیو خبرو کې به په دې اړه هم دواړه خواوې بحثونه وکړي.

امریکايي او طالب استازو تر دې وړاندې هم د خبرو څو پړاوونه په دوحه کې ترسره کړي دي خو تر دې دمه په افغانستان کې دایمي اوربند یا سولې ته لاره هواره شوې نه ده.

د اوکراینۍ الوتکې اغېزمنو کورنیو ته د معاوضې غوښتنه

ایران: د اوکراینۍ الوتکې ملبه

اوکراین، کاناډا، فرانس، سویډن، جرمني، برتیانیا او ایران ته ویلي چې په تهران کې د جنورۍ پر ۸ مه د اوکراینۍ الوتکې د پلټنو لپاره کارپوهان وګوماري.

د اوکراین لوی څارنوال د جنورۍ پر ۱۶ مه په یوه بیان کې وویل، دغه خواست يې په لندن کې هم په دغه ورځ د پنځو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې پس لېږلی دی.

دا بیان پر داسې مهال مخې ته راغلی چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانسوا پیلیپ شمپین په پنجشنبه/زیارت په لندن کې وویل افغانستان، برتیانیا، سویډین، کاناډا او اوکراین له تهرانه د وژل شویو کسانو کورنیو ته د معاوضې ورکولو غوښتنه کوي.

په هغه پېښه کې په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ کسان وژل شوي ول. ایراني ځواکونه وايي الوتکه ترې په تېروتنه ویشتل شوې وه. د ایران ولسمشر حسن روحاني په دغه اړه د پلټنو ژمنه کړې ده.

ایرانیان دې یو موټي شي: روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني

په داسې حال کې چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د رانسکورولو په پېښه قهرجنې مظاهرې دوام لري د ایران ولسمشر حسن روحاني پر ولس د یووالي غږ کړی دی.

د جنورۍ پر ۱۷مه اته کاله وروسته په تهران کې د جمعې مانځه غونډې ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې د الوتکې رانسکورول یوه بده پېښه وه چې د هغوی زړه يې سیځلې دی خو باید دا پېښه د ایراني کماندان قاسم سلیماني وژنه له پامه ونه وغورځوي.

روحاني وویل، "د ایران دښمنانان د دغه هېواد حکومت او ځواکونه د پوښتنې لاندې راوستل غواړي او د دغې کار لپاره د الوتکې د راپریوتو د پېښې ګټه پورته کوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د رانسکورلو په پېښه قهرجنې مظاهرې روانې دي او په حکومت انتقادونه کېږي.

ایمنسټي انټرنیشنل د مظاهرچیانو د منتشر کولو لپاره د ایراني ځواکونو لخوا د تشدد په کارولو نیوکې کړي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د الوتکې د رانسکوریدو په اړه د پلټنو او ذمه وارو ته د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

پامپېو د لیبیا شخړې هواري لپاره د جرمني په سفر دی

د لیبیا په نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال وژل شوي

ټاکل شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو روانه اوونۍ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۶مه وویل چې پامپیو د جنورۍ پر ۱۸مه برلېن ته روانېږي او د اتوار پر ورځ به د ملګرو ملتونو له خوا د لیبیا په اړه په غونډه کې ګډون وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې په طرابلس کې د نړیوالو له خوا د رسما پېژندل شوي حکومت مشر فایز السراج په کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه، د حکومت مخالف ځواکمن پوځي قوماندان خلیفه حفتار هم د جنورۍ پر ۱۶مه په اصولو کې موافقه وکړه چې پکې به ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پر پلازمېنه طرابلس د جنرال حفتر د ځواکونو د حملو تر پیلېدو نهه میاشتې وروسته نړیوالو ځواکمنو هېوادونو په لیبیا کې د یوه دوامداره اوربند د ټینګولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

په دې نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال او له ۲۸۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

په عین وخت کې د جنورۍ له ۱۲مې راهیسې په هېواد کې لنډمهاله اوربند تر ډېره برقرار دی.

پوتین په واک کې د پاتې کېدو هڅې کوي

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې واکمن ګوند د وزیر اعظمۍ څوکۍ لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوماند د ملاتړ اعلان کړی دی.

دا د هېواد په سیاسي نظام کې د نوموړي د ناڅاپي او پراخو بدلولونو د پلان برخه ده.

متحدې روسیې ګوند د جنورۍ پر ۱۶مه ویلي چې په یوه خوله د مېخایل مېشوستېن ملاتړ کوي.

نوموړی پخوا د روسیې د ټېکسونو ادارې مشر وو چې په سیاسي څهرو کې زیات شهرت نه لري او روسي ولسمشر پوتین بېګا د وزیر اعظم دېمېتري مېدوېدېف تر استعفا وروسته څوکۍ ته ونوماوه.

مېدوېدېف او د هغه کابینې ولس ته د پوتین تر کلنۍ وینا څو ساعته وروسته استعفا ورکړه.

پوتین په وینا کې په اساسي قانون کې د پراخو بدلونونو وړاندیز وکړ چې د ده په وینا به د پارلېمان واک زیات کړي.

اییني بدلونونه ښايي پوتین ته تر ۲۰۲۴ز کال وروسته هم په واک کې د پاتې کېدو لار برابره کړي.

نوموړي د مهمو اییني بدلونونو لپاره د ټولپوښتنې غږ وکړ.

واکمن ګوند د ولسي جرګې شاوخوا ۷۵ فیصده څوکۍ لري چې د ۵۳ کلن مېشوستېن د بریا یقیني کېدو معنا لري.

کاناډايي پلټونکیو په ایران کې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ځای وکوت

د ایران له لوري راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ملبه. ۲۰۲۰، ۸ جنوري

کاناډا وایي، پلټونکو یې په تهران کې د هغې اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو ځای کتلی چې پکې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د کاناډا ټرانسپورت وزیر مارک ګارنیو په چارشنبه وکړه، خو ویې‌ ویل چې تر اوسه‌ یې پلټونکو ته اجازه نه‌ ده ورکړل شوې چې د دغې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د الوتنې او د کابین دننه ثبت شویو غږونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره پورته شوې او اوکراین ته پر لار وه چې له الوتو څو دقیقې وروسته لږترلږه د ایران د یوه توغندي د لګېدو له امله نسکوره شوه.

دا پېښه په هغه ورځ وشوه چې ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د لیرې واټن ویشتونکي څو توغندي وویشتل.

ایرانيو چارواکو تر دې پېښې درې ورځې وروسته دا ومنله چې دا الوتکه‌ یې په تېروتنه په توغندي ویشتي او رانسکوره کړې ده.

د کاناډا ټرانسپورت وزیر تمه وښوده چې څېړونکی ټیم به‌ یې دا معلومه کړي چې څنګه او ولې د ایران پوځ دغه الوتکه ویشتې او هغه‌ یې راغورځولې ده.

په هغه پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي وژل شوي شول.

سږ کال له کندهاره ۱۶۷ زره ټنه سبزیان پاکستان ته برامد شوي

ارشیف

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د سږني لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دې ولایت څخه پاکستان ته یو لک اته شپېته زره ټنه سبزیان برامد شوي.

د دې خونې مرستیال انجینیر عبدالباقي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې برامدا شویو کې سبزیانو کې پیاز، بادرنګ او ګلپي شامل دي.

د عبدالباقي په خبره، د دې صادر شویو سبزیانو مجموعي قیمت ۲۱۳ میلیونه ډالره دی.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال همدا شان وايي چې د پروسږ کال په پرتله سږ کال د سبزیانو په برامداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

له افغانستانه به چین ته تر پنځو کلونو نېږدې ۶۲ زره ټنه زڼغوځي صادرېږي

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه چین ته د ۶۲ زره ټنه زڼغوځيو د صادراتو خبره کوي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید مشال راډيو ته وویل، د کورنیو او چینایي شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو ادارې له تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ دغه اندازه زڼغوځي به تر ۵ کلونو پورې چین ته صادر شي.

ښاغلی نوید وایي، دغه زڼغوځي چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو چین ته واستول شي د صادراتو له درکه ترلاسه کېدونکی رقم‌یې ۲.۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې اقلام له هېواده بهر په مناسب قیمت پلورل کېږي هغه بازارونو ته‌یې چې سوداګر یې وروړي، د بڼوالو په کاروبار او ان د افغانستان مالي برخه باندې مثبت اغېز لري."

د ښاغلي نوید په خبره، اوس‌مهال د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو زڼغوځيو بیه دوه نیم تر درې زرو افغانیو ده، خو له هېواد بهر بیا یو کیلو زڼغوځي شپږ زره افغانۍ پلورل کېږي.

ښاغلی نوید وایي، دا زڼغوځي د هوایي دهلېزونو او حیرتانو بندر له لارې صادرېږي چې دا مهال هم دا بهیر روان دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره د هند، متحده عربي اماراتو او په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د زڼغوځيو بازارونه ښه شوي.

د جلغوزيو حاصلات ډېر له خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه تر لاسه کېږي چې په کلني ډول نږدې ۲۳ زره ټنو ته رسېږي.

د لیبیايي ډلې مشر حفطار د سولې تړون و نکړ

د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله والې ډلې مشر جنرل خلیفه حفطار

د روس د بهرنیو چارو وزیر نن وویل د لیبیا په جنوبي برخه کې په جنګ اخته ډلې مشر جنرل خلیفه حفطار د ډزبندۍ موافقې لاسلیکولو پرته له ماسکو تللی دی.

حفطار د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله والې ډلې مشري کوي چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوي د طرابلس حکومت مشر فایض السراج سره د سولې خبرو اترو لپاره ماسکو ته تللی و.

دواړو مخالیفینو له يو بل سره مخامخ ملاقات نه دی کړی خو ټاکل شویو پلاويو یې د بندو دروازو تر شا اووه ساعته خبرې اترې کړي دي چې پکې د دواړو خواو پر لوړپوړو سفارتکارانو سربېره روسي او ترک پوځي چارواکو هم ګډون درلود.

بېګا ماښام د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه ترک سیال مولوت چاوش اوغلو ویلي وو چې السراج د سولې د لوظنامې مسوده لاسلیک کړې خو حفطار پر دې د غور لپاره وخت غوښتی دی.

په ليبيا کې د جنورۍ په ۱۲مه یو موقتي اوربند وشو چې تر مخه یې روانه درنه جګړه ودرېده خو دواړو خواوو پر یو بل د وړو وړو نښتو په ترڅ کې د ډزبندۍ د سرغړونې تورونه پورې کړي دي.

ایران د اوکراینۍ الوتکې پېښې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی

تصویر له ارشیفه

د ايران ولسمشر حسن روحاني د يوې اوکراينۍ مساپر وړونکې الوتکې راغورځولو لپاره د يو ځانګړي عدالت جوړولو غږ کړی دی.

دا الوتکه د ايران هوايي دفاعي ځواک د جنورۍ پر اتمه وويشتل چې د ۱۱ اوکراينيانو او ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول.

روحاني نن [د جنوري پر ۱۴مه] په يوه ټېليويژني وينا کې وويل چې د دې "نه بخښل کېدونکي تېروتنې" لپاره بايد مسول کسان هرومرو ((سزا شي)).

په ايران کې د جنوري پر ۱۱مه تر هغه وروسته سختې مظاهرې پيل شوې چې د هېواد پوځ ومنل چې دوی دغه الوتکه د تهران له امام خمېني نړيوال هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو څو شېبې وروسته "په غېر قصدي ډول" په الوتکې ضد توغندي وويشتل.

په الوتکه کې وژل شوي زياتره ايرانيان او کاناډايان ول. دا غمېزه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د ايران هوايي دفاعي ځواک د تيارسۍ په حالت کې و او تر دې څو ساعتونه وړاندې يې په عراق کې د امريکايي سرتيرو پر اډو بېليسټيک توغندي کارولي ول.

روحاني ويلي چې عدليه بايد يو داسې ځانګړی عدالت جوړ کړي چې يو برحاله قاضي او لسګونه کارپوهان پکې شامل وي. نوموړي زياته کړه چې دا پېښه د ايرانيانو لپاره ډېر ارزښت لري او هر هغه کس چې "غلطي يا غفلت" يې کړی وي بايد انصاف ته مخامخ شي.

بلخ: چاودنو دوه ماشومان وژلي

افغان چارواکي وايي د جنورۍ پر ۱۴مه شهار په بلخ ولایت کې پرله پسې دوو چاودنو دوه ماشومان وژلي او لږ تر لږه اته تنه نور ژوبل کړي دي.

د بلخ ولایت پولیسو مشر ویاند عادل شاه عادل وايي، دغه چاودنې د مزار شریف پر سړک شوې دي او د وژل شویو ماشومانو عمرونه ۱۰ او ۱۴کاله دي.

تر اوسه د دې چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

د پکتیا له مرکزي زندانه ۷ بندیان تښتیدلي دي

د پکتیا ولایت چارواکي وایي، چې بېګا شپه د یاد ولایت له مرکزي زندانه ۷ بندیان تښتېدلي دي.

نن دوشنبه د پکتیا ولایت بوه سرکاري خبرپاڼه کې راغلي، چې په تښتېدلو بندیانو کې درې تنه د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې د ترهګریزو فعالیتونو، یو تن له هېواد سره د غداری، یو تن د ترهګرۍ او یو بل کس د دوکې په تور بندیان ول، چې بېګا ماسخوتن تښتدیدلي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته ویلي، چې د اړوندو ادارو لومړني شواهد او مالومات ښيي، چې دغو بندیانو د زندان د جومات کړکۍ ماتې کړي او تښتېدلي دي.

د ده په وینا، چې دې قضیې د هراړخیزې څېړنې لپاره د امنیتي، کشفي، عدلي او قضایي ادارو له استازو یو پلاوی ګمارل شوی دی.

د ګردېز په زندان کې د بیلابیلو جرمونو په تور خواوشا شپږ سوه بندیان موجود دي.

خیبر پښتونخوا کې بیا ګوزڼ ضد کمپاین

نن د خیبر پښتونخوا په اتو ضلعو کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مهم پیل شوی دی.

د روغتیا چارواکو ویلي چېدا مهم په صوابۍ، بونیر، چارسده، مردان، نوښار، ملاکنډ ، سوات او مومندو کې پیل شوی چې پکې به له شلو لاکو څخه زیاتو ماشومانو ته واکیسن ورکول کېږي.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې په درې ورځو کې دننه ټولو ماشومانو ته واکیسن ورکړي خو که چېرته څوک له دې پاتې شي نو ورپسې دوو ورځو کې به بیا هغوی ته هم څاڅکي ورکول کېږي.

په پاکستان کې د جنورۍ پر نهمه د ګوزڼ شپږ کیسونه رپورټ شوي وو.

پاکستان به په سیمه کې د شخړې برخه نه جوړېږي: قرېشي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر هغو ژمنو ټینګار کړی چې اسلام اباد به په سیمه کې د امن راوستو لپاره مثبته او فعاله رول ترسره کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن په خپله ویبپاڼه لیکلي چې قریشي په دوشنبه په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ملاقات پر مهال واضحه کړي چې پاکستان به په سیمه کې د جنګ یا شخړې برخه نه جوړېږي.

قریشي به نن سعودي عرب ته هم ځي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره به هم د سیمي پر حالاتو خبرې کوي.

د امریکا له لورې د جنورۍ پر درېمه د ايراني قومندان قاسم سليماني تر وژنې وروسته د تهران او واشنګټن تعلقات نور هم خراب شوي دي.

ایراني چارواکو د برتانیا سفیر د لنډې مودې لپاره نیولی وو

د برتانیه سفیر وايي، هغه د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې وژلو شویو ته د درناوي په موخه ورغلی وو.

په تهران کې د برتانیا سفیر پر دې د یو څه وخت لپاره نیول شوی چې د اوکراین په غورځول شوې الوتکه کې د وژل شوو لپاره یې د شمعو بلولو په غونډه کې ګډون کړی وو.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې روب مېکېر د جنورۍ پر ۱۱مه د امیر کبیر پوهنتون مخې ته په یو غونډه کې د ګډون پر مهال نیول شوی وو.

روب مېکېر د جنورۍ پر ۱۲مه پر ټویټر لیکلي، هغه د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې وژلو شویو ته د درناوي په موخه هغه ځای ته ورغلی وو، په احتجاج کې یې ګډون نه وو کړی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران دا ګام له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.

ایرانیو چارواکو تر اوسه په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

پوتین وايي د امریکايي بندیزونو باوجود جرمني ته ګیس ورکوي

وتين د جنورۍ په ۱۱مه په مسکو کې د جرمني وزیراعظمې اينګلا ميرکل سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ويلاديمېر پوتين وايي د ۲۰۲۱ کال په لومړيو کې به جرمني ته د ګېس هغه پايپ لاين بشپړ کړي چې امريکا پرې بنديزونه لګولي دي.

پوتين د جنورۍ په ۱۱مه په مسکو کې د جرمني وزیراعظمې اينګلا ميرکل سره په يوه شريک خبري کنفرنس کې وويل، تمه ده چې د روان کال تر پایه يا د راتلونکې کال په لومړيو څو مياشتو کې به دا پروژه بشپړه او د روسیې ګېس جرمنې ته رسېدل پېل شي.

امريکا د «نورډ سټرېم دوه» په نوم د ګېسو په یادې پروژې ځکه بنديزونه لګولي چې په وېنا یې دې سره د يورپ د انرژۍ امنيت خرابېږي او د روسیې اثر رسوخ ورسره ډېرېږي.

د امریکا ولسمشر ایراني مظاهره کوونکي ستایلي

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ايراني مظاهره چيان ستايلي او ايراني حکومت ته یې خبرداری ورکړی چې نړۍ يې ويني.

ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه پر ټويټر په انګريزۍ او فارسي ژبو ليکلې چې هغه د مظاهرو چيانو سره ولاړ دی او احتجاج له نيزدي څاري.

نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته کړې دي چې په تهران کې د جنورۍ پر ۱۱مه خلک لارو کوڅو ته ووتل. هغوی هغو چارواکو ته د سزا غوښتنه کوله چې د جنورۍ په اتمه د اوکراين يوې الوتکې په غورځولو کې لاس لري.

په هغه پېښه کې د الوتکې ټولې سپرلۍ، ۱۷۶ کسان وژل شوي وو.

ایراني چاراکو تر څو ورځو ردولو وروسته د جنورۍ په ۱۱مه وويل، د هغوی پوځيانو الوتکه په غلطۍ په غېر ارادي ډول په ميزايل ويشتلې ده.

په چمن کې د باران له کبله د یوې کورنۍ شپږ تنه وژل شوي

د چمن په لقمان کلي کې د پېښې ځای

د بلوچستان د چمن په سرحدي کلي کې د باران له کبله د یوې کورنۍ شپږ تنه وژل شوي دي.

د چمن په سرحدي لقمان کلي کې د جنورۍ پر ۱۱مه هغه مهال د باران له کبله یو دېوال پرېوتی دی چې په یو کور کې د کوژدنې خوشالي لمانځل کېده.

په دې پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه نور ټپي شوي هم دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د دې پېښې ټپیان په کوټه کې د روغتون پر لور اخیستل شوي خو په کوژک کې غره کې د کوټې او چمن ترمنځ لاره د واورې له کبله بنده شوې ده.

چارواکي وايي چې د کوژک لارې خلاصولو هڅې روانې دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG