د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پاکستان هندي ولسمشر ته هوايي لاره نه ورکوي

د پاکستان او هند له تاوتريخوالي وروسته د ايران هوايي لاره (ارشيف)

پاکستان د هند د ولسمشر رام نات کویند له خوا د دغه هیواد د هوايي حدونو د کارولو خواست رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سېپټمبر پر اوومه د میډیا سره په خبرو کې وویل چې د هند ولسمشر ایس لینډ ته د سفر لپاره د پاکستان د هوايي حدونو د کارولو خواست کړی وو خو پاکستان يي اجازه نه ده ورکړې.

د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن د یو راپور تر مخه نوموړي ویلي، د هند تر واک لاندې کشمیر کې د روانو حالاتو په تناظر کې دوی هندي ولسمشر ته دا اجازه نه شوه ورکولی.

د هند ولسمشر د سېپټمبر پر نهمه، د ایس لینډ، سویټرز لینډ او سلووینیا په سفر روانېږي.

ایران له جوهري تړونه سرغړونې پیل کړي

د ارشیف انځور

راپورونه وايی، ایران داسې ګامونه اخېستل پیل کړي چې د ۲۰۱۵ م کال د جوهري لوظنامې څخه سرغړونه ګڼل کېدی شي.

د ایران د ایټمي ایجنسۍ یو ویاند بهروز کمال وندي د سېپټمبر پر ۷مه ویلي، ایران په خپلو سینټریفیوژونو کې د یوارینیم ګیس ورګډول پیل کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور په اساس کمالوندي په یوه تلویزوني وینا کې ویلي، ایران دغو سنټریفیوژونو ته اړتیا نه لري خو جوړول يې د دوی د ادارې په ایجنډا کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران دوه ورځې وړاندې اشاره ورکړې وه چې له لوظنامې د لرې کېدو لپاره به نور ګامونه پورته کوي.

امریکا تېر کال د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر مینځ د ۲۰۱۵م کال د جوهري لوظنامې نه د وتلو اعلان وکړ او په ایران يي بندیزونه بیا عملي کړل.

روانه اوونۍ اروپايي هیوادونو په ایران غږ کړی وو چې د داسې ګامونو له پورته کولو دې ډډه وکړي چې د ۲۰۱۵ م کال د جوهري لوظنامې د لاندی د ایران د ژمنو خلاف وي.

اروپا هڅه کوي چې دا لوظنامه خوندي وساتي.

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي تېره شپه ( سېپټمبر شپږمه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالب استازو د ملا برادر په مشرۍ له دغو امریکايي او قطري چارواکو سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې کړي.

ښاغلي شاهین ویلي چې خبرې ښې وې او د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو پکې پرمختګ شوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ښاغلی خلیلزاد چې له طالبانو سره د شوې هوکړې د جزیاتو د شریکولو لپاره د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته کابل ته تللی وو، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر کتنو او خبرو وروسته د زیارت پر ورځ (سېپټمبر پنځمه) بېرته قطر ته لاړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال بیا له طالب استازو سره ګوري چې د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د شوي تړون پر پایلو اندېښنه وښوده.

چارواکي: د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې ۲۲ طالبان وژل شوي

د میدان وردګ امنیه قومانداني وايي، پرون پنجشنبه د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د میدان وردګ د امنیې قوماندانۍ ویندوی حکمت الله دراني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې د طالبانو ځیني مهم کسان هم شامل دي.

ده زیاته کړه: په دې عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان چې عاصم نومېږي او دغه راز ملا قیوم چې په عُبیده مشهور و، وژل شوي دي، ټولټال ۲۲ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

د دراني په وینا، ملا قیوم تازه د ملا امین الله له وژل کېدو وروسته د نرخ لپاره د طالبانو ولسوال ټاکل شوی و.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د میدان وردګ د امنیې قوماندانۍ د ویندوی د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت: په فراه کې د طالبانو له زندانه ۱۳ بندیان خوشې شول

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د طالبانو له زندانه یې ۱۳ تنه بندیان خوشې کړي دي.

د دغه ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغه بندیان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د فراه ولایت د بکواه په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو له یوه زندانه راخوشې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه زندان د طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې د مشر او د دغې ډلې د استخباراتو د یوه مسؤل سیف الله مربوط و.

دا چې دغه بندیان څه وخت خوشې شوي، په دې اړه په اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي، خو پکې راغلي چې په تړاو یې یو تن طالب وسله وال هم نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

لوګر: د طالبانو برید څلور ولسي افغان وګړي وژلي، ۱۱ ژوبل

د لوګر مرکز پل علم

په لوګر کې موټربم چاودنې څلور تنه ولسي افغان وګړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د لوګر ولایت په پادخواب سیمه کې د څلورمې پلي لوا سره خوا کې د کابل لوګر په عمومي سرک موټربم برید شوی چې څلور ملکي کسان پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالمتین حسن خېل د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې برید کې د ملکي وګړو څلور سراچه ډوله موټر هم ویجاړ شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې حملې هدف د ائتلافي او افغان ځواکونو ګډ کاروان و چې د کابل- لوګر په عمومي سړک تېرېده.

د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې سیمه تر پوښښ لاندې روالي.

د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د بریتانیا وزیر اعظم تر وخت مخکې ټاکنو لپاره پکار رایې وا نه خیستې

د بریتانیانوي پارلېمان ولسي جرګه

د بریتانیا وزیراعظم بورېس جانسن د سېپټېمبر پر ۴مه له پارلمان د خپل دې ږغ لپاره چې په خپل هېواد کې تر وخت مخکې ملي ټاکنې وشي پکار رایې یو نه وړې.

د دې لپاره هغه ته ۴۳۴ رایې پکار وې چې پکې یوازې ۲۹۸ پارلماني غړیو یې ملاتړ وکړ. جانسن وایي دی به تر وخت وړاندې د انتخاباتو لپاره یوځل بیا هڅه کوي.

په همدغه ورځ پارلېمان د وزیر اعظم بورېس جانسن د هغه پلان د مخنیوي لپاره هم یو بل/لایحه ومانه چې اروپايي ټولنه بې له یوه تړونه پرېښودل غواړي. دغه بلونه به اوس د مشرانو جرګې ته د منظورۍ لپاره استول کېږي.

وزیراعظم بوریس جانسن ان تر یوه جوړجاړي مخکې غواړي چې بریتانیا د اکتوبر پر ۳۱ نېټه د ۲۸ هېوادونو له ټولنې څخه وباسي. نوموړي ویلي نه غواړي چې په دې اړه نور ځنډ وشي او د پارلمان پر غړیو یې له وخت مخکې په ۱۵ اکتوبر د انتخاباتو تر سره کولو غږ وکړ.

د سعودي او عرب اماراتو بهرنیو چارو وزیران له خپل پاکستاني سیال سره لیدلي

اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سعودي او عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د هرکلی پر مهال. ۲۰۱۹، ۴م سېپټېمبر

د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

په چارشنبه په اسلام اباد کې تر ملاقات وروستو خبري غونډې ته په وینا کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د سعودي عرب او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو عادل الجبیر او شیخ عبدالله بن زید بن النهیان له وزیراعظم سره په ملاقات کې د کشمیر په معامله خبرې وکړې.

بل خوا د وزیراعظم هاوس له خوا په یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې سعودي عرب او متحده عرب امارات د کشمیر د معاملې په هوارولو کې مهم کردار لري.

د یادونې وړ ده چې د دې ملاقاتو نه وړاندی وزیراعظم عمران خان د سعودي عرب او اماراتو له وليعهد سره په ټېلېفون خبری هم کړې وې.

کوز دیر کې بمي چاودنې څلور پولیس ژوبل کړي

د کوز دير په بلام بټ کې نن په پوليس ګاډي شوي بمي چاودنه کې څلور پوليس وال ژوبل شوي دي.

ځاي پوليس چارواکو مشال راډيو ته وويل چې دغه چاودنه په بياري کلي کې شوې.

تر دې دمه د بريد زمه واري چا نه ده منلې بلخوا په بر دير کې د ا ګست په ۱۸ مه په امن لښکر شوې حمله کې يو ژوبل تن د نهې پر ورځ په هسپتال کې ساه ورکړه او له دې سره په هغه پېښه کې د وژل شویو شمېر پينځو ته ورسېد. د دې بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د لارو په اوږدو کې چېک پوستې کموو: عمران خان

پر تورخم د ګاډو تېرېدونکی کاروان. ۲۰۱۷، ۲۱م مارچ

د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي د لويو لارو په اوږدو کې به چېک پوستې کموي او د ناسمو کړنو د مخنيوي لپاره به ګامونه پورته کوي.

د وزيراعظم له دفتره نن په خپاره شوې خبرياڼه کې راغلي چې بېلا بېلو سرچينو عمران خان ته ويلي دي چې په دې هېواد کې په چېک پوستو له سامان وړونکیو لاريو په ناقانونه ډول پېسې اخیستل کېږي.

خبر پاڼه زياتوي د کراچۍ- تورخم او کراچۍ-چمن په څېر لويو لارو باندې په جوړ کړل شوو چېک پوستو د اېف سي، پوليس او کسټم چارواکي له تجارانو پېسې اخلي.

خبر پاڼه وايي د امنيتي او نشه يي موادو مخنيوي چارواکو په جامو کې کسان په چېک پوستو خلکو ته مشکلات جوړوي چې له وجې يې د ملک بدنامي کېږي.

د وزيراعظم دفتر وايي په دې کار کې د ککړو چارواکو پر ضد به سخت ګامونه پورته کوي، په چېک پوستو به څارنه پیاوړی کوي او چې چېرته هم ممکن وي هلته به چېک پوستې کموي. خبر پاڼه زياتوي چې دا ګامونه بايد له پينځم اکتوبر مخکې پورته شي او که پورته نشي نو د متعلقه چارواکو پرضد به قانوني کاروايي کېږي.

د ناټو مشر په کابل کې بېګانی خونړی برید وغانده

د ناټو مشر ويلي چې دغه لوېديځ امنيتي ايتلاف په افغانستان کې د سولې د تړون لپاره د امريکا د هڅو ملاتړ کوي.

ینس ستولتنبرګ دا خبره نن د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره په برسلز کې تر ليدنې وروسته په خپل ټويټر پېغام کې کړې. هغه ويلي چې ناټو په بشپړه توګه په افغانستان کې د سولې راوستو د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي په کابل کې د تيرې شپې خونړۍ حمله غندلې او ويلي يې دي چې ناټو ايتلاف د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی.

دواړو چارواکو نن په داسې حال کې ملاقات کړی چې امريکا په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د تړون نهاي کولو په پروسه کې ده چې دا ډول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو ته لاره هواره شي.

د کابل ښاریانو د بېګانۍ چاودنې سیمه کې لاریون وکړ

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په قابل بای سیمه کې د لاریون پر مهال

د کابل یوشمېر وګړیو نن د سپټمبر په درېمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج (زرغون کلي) مخې ته مظاهره وکړه.

هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له هغه ځایه بلې سیمې ته وایستل شي.

د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو امنیت نیولی دی.

د کابل پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسله‌وال هم ووژل شویو چې په سیمه کې پټ شوي ول او د حملې پلان‌ یې درلود.

پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای ته‌ یې ولېږدول.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي.

په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي.

ایران د اټومي تړون په اړه اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی

په تهران کې د پوځي پرید پر مهال یو توغندی ښوول کېږي

ایران اروپا ته خبرداری ورکړی دی چې که د سېپټېمبر تر شپږمې پورې یې نوي شرطونه ورسره شریک نه کړل نو تهران به د اټومي موافقې د پرېښودو په اړه سخت اقدام وکړي.

ایران په ۲۰۱۵ز کال کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو، امریکا، روسیې، چین، فرانسې، برتانیې او جرمني، سره د نړیوالو بندیزونو نرمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو موافقه کړې وه.

امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له موافقې ووته چې له کبله یې د واشنګټن او تهران اړیکي خوار ترینګلي شول.

د سېپټېمبر پر دویمه، د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د حکومتي ویاند علي ربیعي له خولې ویلي چې پر ځینو موضوعاتو نظرونه نېږدې شوي دي او اوسمهال اټومي تړون ته د اروپايي هېوادونو د ژمنتیاو څرنګوالي په اړه تاکتیکي بحثونه روان دي.

نوموړي دا خبره، په مسکو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هغه روسي سیال سېرګې لاوروف تر ملاقات مخکې کړې.

ربیعي زیاته کړې چې ولسمشر حسن روحاني او د هغه فرانسوي سیال اېمانوېل مکخوا تر ټېلېفوني خبرو وروسته یې دریځونه سره نېږدې شوي دي.

باجوړ کې یو ځايي مشر ګلداد خان ووژل شو

چارواکي وايي، د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه په باجوړ کې یو ځايي مشر ګلداد خان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

دا پېښه د ناوګۍ تحصیل په هاشم چارمنګ سیمه کې مخې ته راغلې ده او ویل کېږي چې پر نوموړي د ریموټ بم چاودنه شوې ده.

د باجوړ ضلعې انتظامیه وايي چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې د پلټنې عملیات کړي خو د کوم کس د نیولو خبر یې له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

تر اوسه کومې ډلې د باجوړ د دغه مشر د وژنې مسولیت قبول کړی نه دی.

په قبایلي سیمو کې په وروستیو څو کلونو کې دا ډول په لسګونو پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې قبایلي مشران، سپین روبي او د امن لښکرونو غړي وژل شوي دي.

یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه شوي

د سعودي په مشرۍ پوځي اېتلاف د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه ویلي، د یمن په پلازمینه صنعا کې یې د حوثي یاغیانو په پوځي اهدافونو هوايي بریدونه کړي دي.

حوثيانو تور پورې کړی چې په دهامر ښار کې دې پيښه کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

حوثي پلوه تلویزون ال مسیرا ویلي، د ۶۰ کسانو مړي یې د ړنګې شوې ودانۍ له ملبې راویستي او ۵۰ زخمیان شوي دي.

په یمن کې د سره صلیب نړیوالې ادارې یو مشر فرانز روخین ستاین ویلي، هغه د حالاتو جاج اخېستو لپاره دهامر ته ورځي.

د سعودي په مشری ایتلاف ویلي، د حوثیانو هغه پوځي ځای یې په نښه کړی چې پکې ډرون او میزایل ساتل کېدل.

امریکا په ادلیب کې د القاعده مرکز په نخښه کړی

د امريکا پوځ وايي، د شام په شمال لوديځ ادليب صوبه کې یې د القاعده وسلوالې ډلې د مشرانو يو مرکز په نښه کړی چې له راپورونو له مخې پکې شاوخوا ۴۰ وسله وال وژل شوي دي.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د اګست پر ۳۱مه وويل، په شام کې د القاعده هغه مشران يې په نښه کړي چې امريکا، د دوی ملګرو او بې ګنا ملکي وګړي ته يې ګواښونه پېښول.

بیان زیاتوي، د دې مرکز له منځه وړولو سره به په راتلونکي کې د وسله والو د بریدونو کولو او د سیمي ثبات خرابولو لړ کې صلاحیت لا نور کم شي.

بلخوا د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه روسیې پر امریکا تور پوری کړی چې په ادلیب کې د میزایلي حملې په کولو سره د اور بند خلاف ورزي کړې ده.

شمالي وزیرستان کې پر پوځي ګاډي چاودنه شوې

ارشیف

په شمالي وزیرستان کې د سرک غاړې بمي چاودنه کې د پاکستان یو پوځي سرتېری ژوبل شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي.

ځايي خلک او چارواکي وايي چې دا پېښه د خالي پر ورځ (د اګست پر ۳۱مه) په سپین وام سیمه کې مخې ته راغلې ده.

چارواکي وايي، ژوبل پوځي سرتېري پوځي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د دې بريد مسوليت تحريک طالبان پاکستان حکيم الله مسود ډلې منلی دی.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستاني پوځ په یادو سیمو کې د وسله والو ډلو خلاف تر کلونو کلونو پورې پوځي عملیات هم تر سره کړي دي.

سره روغه کې بمي چاودنې دوه ماشومان ژوبل کړي

د ارشیف انځور

په جنوبي وزیرستان کې په یوه بمي چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې دا پیښه د اګست د ۳۱مې په سهار د سرې روغې تحصیل په پاندي خیل کلي کې رامنځ ته شوی ده.

ژوبل شوي ماشومان ذیشان او عبدالوهاب نومېږي چې د دواړو عمرونه له لسو کالو کم دي. دوي درملنې لپاره د ډیره اسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې یاده سیمه یې له ماینونو پاکه کړې بیا هم وخت په وخت دا ډول بمي چاودنې ترسره کېږي چې پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او یا هم هغوی معذوره کېږي.

ځايي مشران غوښتنه کوي چې یاده سیمه دې د ماینونو څخه پاکه کړل شي. بل خوا چارواکي وايي چې په دغه اړه يي هلې ځلې پیل کړي دي.

افغانستان: یو امریکايي سرتېری وژل شوی

د ارشیف انځور

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د تېرې پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.

خو نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې وژل شوی عسکر د امریکا د سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو غړی و.

د پنټاګون یوې سرچینې نیوزویک ته ویلي چې عسکر په زابل کې وژل شوی دی.

تېره اوونۍ هم دوه امریکايي عسکر په فاریاب کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو لګیا ده.

د رپوټونو پر اساس، په افغانستان کې اوسمهال ۱۴زره امریکايي عسکر مېشت دي.

سوات کې ميرني ورور سندرغاړې خور وژلې ده

سندرغاړې ثنا

سوات - د خېبر پښتونخوا په سوات مينګوره کې ثنا نومي ۱۶ کلنه سندرغاړې وژل شوې ده.

د مينګورې بڼ تاڼې پوليسو مشر طارق خان وايي چې نن سهار (د اګست پر ۳۰مه) چې کله په بڼ محله کې سندرغاړې ثنا د ښادۍ له يوه پروګرام څخه راستنه شوه نو په خپل کور کې يې ميرنی ورور پر پيسو جنجال ورسره وکړ. وروسته هغه ثنا په چړو ووهله چې بيا په ژوبل حالت کې روغتون ته ورسول شول خو هلته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

پوليس وايي چې د وژل شوي سندرغاړې د ورور ((قاسم)) د ګرفتارۍ هڅه کوي.

د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له دې وړاندې هم ځينې سندرغاړې، نڅاګرې او او اداکارانې وژل شوي چې د وژنو تور يې پر خپلوانو پورې شوی دی.

فرانس،جرمني او بريتانيه د ایران د اټومي تړون په اړه غونډه کوي

د ايران په اړه غونډه (ارشيف)

د فرانس،جرمني او بريتانیې د بهرنیو چارو وزیران د ایران د اټومي تړون په اړه غونډه کوي چې هدف یې پر ایران پر فشارونو سربېره د دغه تړون ژغورل دي.

ټاکل شوې چې درې واړه وزیران نن د فنلېنډ په مرکز هيلسینکي کې وګوري. د فارس په خلیج کې د سمندري جهازونو د خوندیتوب موضوع هم د غونډې په اېجنډا کې شامله ده.

تېر کال (۲۰۱۸) امریکا د ایران له نړیوال اټومي تړونه وتلې خو د بريتانیې، فرانس او جرمني په ګډون روسیه او چین لاهم په تړون کې شامل دي. په عین حال کې دایران لخوا په هورمز تنګي کې د لوېدیځوالو د ټانکرونو تر نیولو وروسته کړکېچ زیات شوی دی.

ټرمپ اوکراين ته د پوځي مرستو پر بندولو غور کوي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

لوېديځې رسنۍ وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اوکراین ته د ۲۵۰ مليونو ډالرو پوځي مرستو پر بندولو غور کوي. پر دې خبره د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو غړیو نيوکې کړي دي.

پولیټيکو او رویټرز خبري اژانسونو د امریکايي انتظامیې د لوړپوړو چارواکو له خولې ويلي چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د مرستې د پروګرام د بیا جاج اخیستو امر کړی دی. اوکراين دغه مرستې په ختیځ کې د روس پلوه بیلتونپالو پرضد د جنګېدو لپاره کاروي.

پولیټيکو د اګست پر ۲۸مه وویل چې د بیا جاج مقصد دا باوري کول دي چې پیسې د امریکا په ګټه کارول کېږي. د دې معنا دا ده چې ولسمشر ټرمپ یې پر بندیز غور کوي.

سپینې ماڼۍ لا د دې راپور په اړه څه نه دې ويلي، خو د ډیموکراټ ګوند سېنېټر ډیک ډربن وویل چې دا ګام به د اوکراین اوږد مهاله ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

په امام خمېني خلايي مرکز کې توغندى چاودلى

ايرانی توغندی (ارشيف)

یو ایراني چارواکي ویلي چې په امام خمېني خلايي مرکز کې یو توغندی تر پلان شوې ازموېنې وړاندې چاودلی دی. په ښکاره ډول دا په روان (۲۰۱۹م) کال کې په هېواد کې د توغندۍ د ازموينې درېیمه ورته پېښه ده.

رویټرز خبري اژانس د یو ایراني چارواکي له خولې ويلي چې دغه پېښه د تکنیکي لاملونو له امله وشوه خو د دوی ځوان ساینسپوهان د مسلې پر حل کار کوي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط اژانس ته دا خبره وکړه او نور معلومات یې ور نه کړل.

یو ناڅرګنده امریکايي چارواکي هم د ایران په سیمنان ولايت کې د ازموینې د ناکامۍ خبره کړې.

امریکا پر ایران تور پورې کوي چې اټومي وسله تر لاسه کول غواړي خو تهران یې ردوي.

امریکا پر ایران پلوې وسله والې ډلې "حزب الله" بندیزونه اعلان کړي

د حزب الله وسله وال (ارشيف)

امریکا په لبنان او عمان کې د ایران پلوې وسله والې ډلې حزب الله پر تمویل یو لړ بندیزونه اعلان کړي.

حزب الله د اسراییلو مخالفه ډله ده. د امریکا د مالي چارو وزارت بېګا (د اګست پر ۲۹مه) وویل، پر لبنان مېشته جمال ټرسټ بانک ((د حزب الله د ناقانونه مالي او بانکي فعالیتونو)) سره د ملاتړ پر سر بندیز لګوي. له دې اقدام سره جمال ټرسټ د ځانګړو نړیوالو ترهګرو لېسټ ته اچول شوی دی.

د مالي چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د لبنان له مرکزي بانک او نورو ادارو سره له نږدې کار کوي چې د هغه هېواد ((د بانکي نظام یووالي او ثبات خوندې وساتي.))

بیان دا هم ویلي چې په عمان کې پر هغو کسانو بندیزونه لګوي چې ((پرې تور دی، د ایران د قدس ځواک له لوري په غزې تړانګه کې حماس ډلې ته د پیسو رسولو لپاره د منځګړو په توګه کار کوي.))

قدس ځواک د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک برخه ده.

هنګو کې د پاکستانيو طالبانو يو کومندان نيول شوی

پاکستانی وسله وال طالب (ارشيف)

په هنګو کې امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د یو کومندان عجب خان د نیولو ادعا کړې ده.

نن (د اګست پر ۲۹مه) د پولیسو یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې ياد کومندان د اګست پر ۲۷ مه د کوهاټ ترهګرۍ مخنيوي څانګې له پټو عملياتو وروسته نيولی دی. چارواکي زياتوي نيول شوی تن ورته په ترهګرو پېښو کې مطلوب و.

کمانډر عجب خان چې د ټل اوسېدونکی دی، حکومت يې پر سر پنځه لکه روپۍ انعام اېښی و.

تحريک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دې ويلي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG