د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په پاکستان کې د وکیلانو هړتال دی

عکس له ارشیفه

د پاکستان د وکیلانو ټولنې پاکستان بار کونسل اعلان کړی دې چې د نومبر پر ۲۸مه به د حکومت غیر اییني فیصلو پرضد هړتال کوي او د ایین د واکمنۍ لپاره به په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ ته د احتجاج په توګه راټولېږي.

په دې اړه بېګاه مشال راډیو سره په خبرو کې د پېښور های کورټ د وکیلانو د اتحادیې جنرل سیکټري عابد علي ایډوکیټ وویل چې حکومت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ملازمت مودې غځولو او د پخواني جنرال پرویز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمې د فېصلې په ودرولو کې د قانون او جمهوري اصولو سرغړونه کړې ده.

د عدالت لخوا حکومت ته د یوې ورځې د مهلت وروسته د نومبر پر۲۷مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ د وفاقي کابینې غونډه وشوه چې پکې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم ګډون وکړ.

په غونډه کې قانون پوهانو حکومتي غړیو ته د مقدمې په اړه مالومات ورکړل.

د البانیا په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته رسېدلی

په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي.

په البانیا کې د سختې زلزلې راوروسته تېره شپه هم د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو کې په ژوندي پاتې کسانو پسې لټون روان و.

د دوشنبې په سهار وختي دې زلزله کې لږ تر لږ ۲۳ کسان وژل شوي او تر ۶۵۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي.

پرون داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې لسګونه کسان په خوندي توګه ژغورل شوي.

دا څرګنده نه‌ده چې ایا لاهم ژوندي پاتې شوي کسان بند پاتې دي کنه.

کوسوو او مونته‌نګرو د لټون او ژغورنې ځانګړې ډلې او ځانګړي پولیس البانیا ته استولي څو د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.

عراق کې مظاهرچیانو د ایران کونسلګرۍ سوځولې

په عراق کې د ایران کونسلګرۍ سوځېدلی ودانۍ

د عراق په نجف ښار کې د نومبر پر۲۷مه مظاهرچیانو د ایران کونسلګرۍ ته اور واچولو.

دغه مظاهرچیان پر تهران په دې غوسه وو چې د دوی په ادعا په هېواد کې یې د یو داسې حکومت مرسته کوي چې دوی یې د نېږدو دوو میاشتو راهیسې پرضد مظاهرې کوي.

د دفاعي ادارو او پولیسو ترمخه د نومبر پر ۲۷مه ناوخته مظاهرچیانو د ایران پر کونسلګرۍ حمله کړې او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.

دوی د عراق په حق کې او د ایران خلاف شعارونه هم ورکول.

د چارواکو ترمخه د دغه حملې وړاندې د کونسلګرۍ عمله د ودانۍ وتلې وه.

د ځینو راپورنو ترمخه امنیتي عسکرو د مظاهرچیانو د منتشرولو لپاره اوښکې بیونکې ګېس او د وسلو استعمال هم وکړ.

د عراق د سرکاري رسنیو ترمخه چارواکو د دغه پېښې لږ ساعت وروسته ګرځ بندیز اعلان کړی.

په عراق کې د تېر اکتوبر میاشتې راهیسې د ګرانۍ او په حکومتي ادارو کې د درغلیو خلاف مظاهرې روانې دي چې پکې په ټول هېواد کې۳۴۰ کسان وژل شوي دي.

دا مظاهرې چې د عراق په پلازمینه بغداد او جنوبي برخو کې روانې دي مظاهرچیان د حکومتي چارواکو د مستعفي کېدو، د پارلېمان د ړنګولواو د دغه هېواد سیاسي نظام ته د بیا کتنې غوښتنه کوي.

کندوز: چاودنې ۱۵تنه وژلي

د کندوز نقشه

د افغانستان د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د نومبر پر ۲۷مه ماښام شوې ده.

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي د نومبر پر ۲۷مه وویل: "په دې کې شپږ ښځې، یو نارینه، شپږ ماشومانې نجونې او دوه هلکان وژل شوي او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي."

مرادي زیاته کړه چې دا کسان د کندوز له خان اباد ولسوالۍ څخه د امام صاحب په ولسوالۍ کې واده تهروان ول چې د ماین چاودنه پرې وشوه.

هغه وویل چې ماین وسله والو طالبانو ايښي و.

بلخوا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تهران د ایران انټرنشنل ټېلېویزیون پر کارمندانو محدویتونه لګولي

عکس له ارشیفه

ایران وايي، د لندن میشته فارسي ژبې ټېلېویزیون ( ایران اڼترنېشنل) پر هغو کارکوونکو یې محدودیتونه لګولې چې ایراني چارواکو تېره اوونۍ د حکومت خلاف د احتجاجونو په اړه په جانبداره خبرونو جوړولو تورن کړي دي.

د ایران عدلیې په ویبپاڼه د نومبر ۲۶مه ویل شوې چې له ایران اڼترنېشنل ټېلېویژن سره د کارکونکو کسانو پر اثاثو یې قانوني او عدالتي محدودیتونه لګولي دي.

د ایران انټرنیشنل ټېلېویزیون کارکوونکو د استخباراتي وزارت په چارواکو تور پوری کړی چې په دا وروستیو کې یې په تهران او نورو ښارونو کې یې د کورنیو غړي ځورولي دي.

ایران انټرنیشنل ټېلېویزیون په ۲۰۱۷م کې کار پیل کړ او ګومان کېږي چې د ایران له حریف هېواد سعودي عرب سره تړاو لري.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په ایران کې د تیلو نرخونو زیاتېدو خلاف په احتجاجونو کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

عراق: چاودنو پنځه کسان وژلي

عکس له ارشیفه

د عراق چارواکو اسوشيیېټېډ پرېس ته د نومبر پر۲۶مه ناوخته ویلي، په بغداد کې په درېوو پرله پسي چاودونو کې پنځه تنه وژل شوي او له ۱۰ زیات ټپیان شوي دي.

د اژانس په خبره، دا پلان شوي بریدونه ښکاري.

تر اوسه د دې چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې. دا په عراق کې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې د درغلیو او خرابې حکومتداری پر سر د حکومت خلاف د احتجاجونو وروسته لومړنی پلان شوی برید دی.

د یو بل خبر له مخې، په بغداد کې د نومبر پر۲۶مه سهار د امنیتي ځواکونو او احتجاجیانو ترمنځ په نښتو کې یو احتجاجي وژل شوی او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونو او د روغتون چارواکو ویلي، دا احتجاجیان له احرار پله سره نېږدې د امنیتي ځواکونو لخوا د ربړ ګولو له وجې مړ شوی دی.

په عراق کې احتجاجیانو د امنیتي ځواکونو په وړاندی درې مهم پلونه احرار، جمهوریه او سیناک نیولي دي.

په دې هېواد کې د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسې د درغلیو پرضد په زرګونه کسان چې پکې زیاتره ځوانان دي، احتجاجونه کوي.

په دې احتجاجونو کې له ۳۴۰زیات کسان وژل شوي دي.

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر اعلانوو: نورستانۍ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

مېرمن نورستانۍ د نومبر پر ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.

د نوموړې په وینا په دې دوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش بهیر د نومبر پر ۲۷مه بشپړیږي.

نورستانۍ زیاته کړه: "په مجموع کې پرېکړه داده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډېر ژر اعلان کړو، ځکه ستونزې باید ټولې شي، له هغې وروسته که دوستان شکایت لري کولای شي د شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي."

د میرمن نورستانۍ په وینا په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې د بهیر پر وړاندې ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان پر ۲۷مه اعلان شوي وای خو تر اوسه څو ځل د دې پایلو اعلان ځنډول شوی دی.

د حقونو فعالې ګلالۍ پلار له جېله خوشې شو

پروفیسر اسماعیل د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل تصویر ښيي

د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار پروفيسر اسماعيل د نومبر پر۲۶مه له جېله خوشي شو.

نوموړی د اکتوبر پر ۲۴مه امنيتي ادارو په اسلام اباد کې د ریاست پرضد د بيانونو ورکولو په تور نيولی وو.

د هغه لور سبا اسماعيل د نومبر پر۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې پلار يې په ضمانت خوشي شوی دی.

ګلالۍ اسماعيل هم د رياست پرضد د بيانونو ورکولو په تور کې حکومت ته مطلوبه ده.

هغه پر ځان لګيدلي تورونه ردوي او اوسمهال په امريکا کې اوسېږي.

البانیا کې زلزلې ۱۳ تنه وژلي

ژغورندویان له تیرانا ۳۴ کلومیټره لیرې په تومانې کې د یوې نسکورې ودانۍ کنډکپرې هیسته کوي چې پکې څلور تنه وژل شوي او ۱۵ برسېرن ژوبل دي.

په البانیا کې ۱۳ تنه د سختې زلزلې له امله وژل شوي او ۳۰۰ نور زخمیان شوي دي.

چارواکو ویلي چې نن، د نومبر په ۲۶مه، سهار وختي د زلزلې له امله ډېرې ودانۍ نړېدلې دي.

د امریکا دمتحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د زلزلې شدت ۶ اعشاریه ۴ درجې و.

د زلزلې مرکز د رپوټونو پر اساس د البانیا د مرکز ، تیرانا په دېرش کیلومټرۍ کې و.

خو د البانیا په هغو سیمو کې چې د سمندر پر غاړه پرتې دي، تر لومړي ټکان وروسته دوه نور ټکنانونه چې دواړه تر ۵ درجې زیات و، احساس شوي دي.

د البانیا ولسمشر ، ایلرمیتا خبریالانوته ویلي چې په سیمه کې وضعیت ډېر ډراماتیک دی خو د خلکو د ژغورنې لپاره ټولې هڅې پېل شوې دي.

د البانیا صدراعظم ایدي راما ویلي چې ګاونډیو هېوادونو، اروپايي اتحاديې او دامریکا متحدو ایالتونو وړاندیز ورته کړی چې مرستې به ور واستوي.

ایدي راما ویلي چې د کوسوا ولسمشر هاشم تاچي ورته ویلي چې د بېړنیو مرستو ډلګۍ یې د خلکو د ژغورلو لپاره البانیا ته روانې شوې دي.

بلوچستان بس پېښه: د سمندري ځواک ۹ سرتېري مړه، ۲۹ ژوبل

د بلوچستان لسبېلې ښارګوټي، ساحلي برخې ته نزدې د بوزي لک په سیمه کې نن غرمه د سمندري ځواک سورلیو یو بس چپه شوی چې پکې ۹ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل دي.

د پېښې وروسته ځايي عسکرو د پېښې د پلټني کار پیل کړی دی او د لومړنيو اطلاعاتو له مخي بس له تېز رفتارۍ اوښتی دی.

د لسبېلې اسسټنټ کمشنر ډاکټر جمیل بلوڅ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سورلۍ یو بس چې ۳۸ مساپران یې اخېستي ول له ساحلي ښار اورماړې څخه کراچۍ روان وو چې له بزي لک سیمې سره اوښتی دی.

دی وايي چې پر ساحلي لویې لارې د تلو پرمهال په بس کې تېکنیکي ستونزه رامنځ ته شوې چې له قابو کېدو وتلی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

نېږدې ۲۹ تنه د ځايي ادارې لخوا ژغورل شوي او ځايي روغتونونو ته وړل شوي دي.

د نوموړي په وینا په پېښه کې وژل شوي کسان د پاکستان له نېوي (سمندري ځواک) سره تړاو درلود چې خپلو چوټیو تېرولو ته روان ول.

په پاکستان کې د خامه لارو او سړکونو او کمزورې بنیادي ډانچې او د ناقص حفاظته له کبله ګڼې ټرافیکي پېښې کېږي چې د یوې سرکاري شمېرنې له مخې هر کال ۵۰۰۰ کسان مري.

ننګرهار او کندهار کې بیا رای شمېرنه نن بشپړېږي

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ۲۵ ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.

د افغانستان ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تمه کېږي چې نن سېشنبه په ختیځ ولایت ننګرهار او جنوبي ولایت کندهار کې د بیا رای شمېرنې او پلټنې بهیر بشپړ شي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمی ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په ۲۵ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.

ابراهیمي هیله وښوده چې د ثبات او هم‌-پالنې انتخاباتي ټیم اجازه ورکړي چې په اوو پاتې ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنه وشي.

ابراهیمي زیاتوي: "د ابتدايي پایلې اعلان په ټول افغانستان په خاصه توګه په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې په بشپړېدو پورې تړاو لري. موږ هیله‌مند یوو چې ژر دا کار وکړو او لومړنۍ پایله اعلان کړو ځکه افغانان د نتیجې په انتظار دي."

د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌-پالنې انتخاباتي ټیم په پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې د رایو د بیاشمېرنې مخه نیولې ده.

د دغه ټیم او ځینو نورو کاندیدانو اعتراض دا دی چې د ټاکنو کمېسیون پرته له دې چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي او د هر محل د رایو شمېر اعلان کړي، دغه پروسه پیل کړې ده.

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پرون له عبدالله سره کتلي او پر ټویټر یې لیکلي، هغه یې وهڅاوه چې د انتخاباتي ادارو له چارواکو سره کار وکړي څو پروسه مخته لاړه شي او باوري او پر وخت نتیجه ورکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست انتخابات د میزان پر شپږمه وشول او دوه ځله‌ یې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډېدلی دی.

جورجیا کې په زرګونه کسان د حکومت پرضد راوتي دي

پولیسو د لارونوالو تیت و پرکولو لپاره پر هغوی اوبه پاشي. ۲۰۱۹، ۲۶ نومبر

په جورجیا کې په زرګونه کسانو تر هغه وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه کې په زرګونه ولس لاریون وکړ چې واکمن ګوند له مخالفتونو سره سره انتخاباتي اصلاحات رد کړل.

د سیاسي مخالفو ډلو پلویانو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۵مه) د جمهوري ریاست له چوکه د پارلمان تر ودانۍ پورې لاریون وکړ او د ښار لوی سړک‌ یې د ټرافیکو پر مخ تړلی و.

لاریون کوونکو د حکومتي مشرانو د استعفا او له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.

دوی هوډ کړی چې د اسمبلۍ غړي به نننۍ پارلماني غونډې ته نه‌ پرېږدي.

د جورجیا واکمن ګوند پرون د ۲۰۲۰ کال له پیله د انتخاباتي سیستم بدلون رد کړ.

لاریون کوونکي ادعا کوي چې اوسنی ګډ انتخاباتي سیستم د جورجیا د واکمن ګوند په ګټه دی.

بخښنې نړیوال سازمان: په ایرانیو مظاهرو کې ۱۴۳ کسان وژل شوي

د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبه (نومبر ۲۵مه) په یوه بیان کې ویلي چې ګڼ دا کسان په ډزو وژل شوي

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنیشنل) ویلي، د ایران په وروستیو مظاهرو کې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان پرون دوشنبه (نومبر ۲۵مه) په یوه بیان کې ویلي چې ګڼ دا کسان په ډزو وژل شوي، خو د ایران حکومت بیا دا شمېرې رد کړې دي.

د ګڼو نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم تأیید شوې ده.

د ازادي راډيو/ فردا څانګې معلومات ښيي چې په ایران کې په وروستیو مظاهرو کې څلور زره او ۸۰۰ کسان د دې هيواد په ۱۸ ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه وايي چې د دې هېواد له قضايي ادارو یې غوښتي څو نیول شويو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

د ایران په سلو ښارونو کې مظاهرې وروسته له هغه پيل شوې چې حکومت د تېلو بیه لوړه کړه.

پرون په تهران کې بیا د حکومت په پلوۍ هم زرګونه کسان راټول شوي وو، چېرته چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي امریکا، بریتانیا، اسرائیل او سعودي عربستان تورن کړل چې د ایران په وروستیو ناارامیو کې ښکېل دي.

د نیویارک پخوانی ښاروال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي

ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.

د نیویارک پخواني ښاروال، امریکايي میلیارډر مایکل بلومبېرګ ویلي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.

ښاغلي بلومبېرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.

هغه په یوه بیان کې وویل: "زه په ټاکنو کې درېږم چې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړم او امریکا له سره جوړه کړم."

بلومبیرګ زیاته کړه چې د نورو څلورو کلونو لپاره د ټرمپ د بې پروایۍ او غیراخلاقي سلوک زغم نور نه لري.

د بلومبیرګ دا څرګندونې په مارچ میاشت کې د ده له مخکنیو څرګندونو سره چې ویلي یې و، د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي، په تضاد کې دي.

د بلومبیرګ کاندیدېدل ښايي په ډموکرات ګوند کې د نوماندانو ترمنځ چې ټول پېژندل شوي کسان دي سیالي ستونزمنه کړي.

دا مهال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن، سناتورې الیزابت وارن او سناتور بارني ساندرز خپلځانونه د ډموکرات ګوند له خوا کاندیدان کړي دي.

هانګ کانګ کې له احتجاجون وروسته ټاکنې وشوې

ولس رایې اچوي. ۲۰۱۹، ۲۴ نومبر

په هانګ کانګ کې د ډموکراسۍ د پلويانو له نږدې شپږ میاشتنیو احتجاجونو وروسته خلکو پرون د نومبر په ۲۴مه نېټه د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې رایې ورکړې.

هانګ کانګ د چین کورواکې سیمه ده چې اداره یې له اجرائیوي پلوه خپلواکه ده او پراخ صلاحیتونه لري.

په دې ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه پراخه وه او د رایې ورکولو د مرکزونو بندیدو ته یو ساعت لا پاتې و، چې ۲،۹ میلیون خلکو رایې ورکړې وې.

د راپورونو له مخې د رای ورکولو بهیر له خنډ پرته پرمخ ولاړه.

په هانګ کانګ کې له پراخو احتجاجونو وروسته پرونۍ ټاکنې د اجرائیه رییسې کري لَم لپاره یوه لویه ازموینه بلل کېږي.

دا اعتراضونه له چین سره د هغې موافقې پر وړاندې د اعتراض لپاره پیل شول چې له مخې یې په جرمونو تورن کسان چین ته سپارل کېدل خو د لاریونونو له کبله دا سند تصویب نشو.

مېرمن لم پرون په داسې حال کې چې خپله رایه یې په صندوق کې اچوله خبریالانو ته وویل: "له څو میاشتنیو ټولنیزو نارامیو وروسته اوس مونږ د ولسوالیو د شوراګانو د سږنیو ټاکنو له ستونزو سره مخامخ یوو."

د هانګ کانګ لاریونونه د ډموکراسۍ لپاره په یو غورځنګ بدلې شوي او د ولسمشر شي جین پینګ لپاره چې په ۲۰۱۲ کال کې واک ته رسېدلی یو لوی ګواښ ګڼل کېږي.

مایک پنس له کردانو سره د ملاتړ په موخه عراق ته ورغلی

د ارشیف انځور

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د نومبر پر ۲۳مه، د عراق له کردانو سره د ملاتړ څرګندولو لپاره د هغه هېواد ناڅاپه دوره وکړه.

مايک پنس د سفر په لومړي پړاو کې د انبار صوبې په «عين الاسد » سیمه کې په پوځي اډه کې مېشتو امريکايي ځواکونو سره وليدل او بيا د کردانو خودمختارې سيمې اربيل ته ورغلو.

خو امريکايي چارواکې وايي، مرستيال ولسمشر به بغداد ته د امنيتي اندېښنو له وجې سفر ونکړي.

فرانس پريس اژانس د عراقي چارواکو په حواله ویلي دي چې مايک پنس وزيراعظم عادل عبدالمهدي سره په ټيلي فون خبرې کړې دي.

په بغداد کې د روان کال د اکتوبر مياشتې راهيسي د حکومت ضد مظاهرې دوام لري چې پکې لږ تر لږه ۳۳۰ کسان وژل شوي دی.

په هانګ کانګ کې د ښاروالۍ ټاکنې روانې دي

په انتخاباتو کې د خلکو ګډون بې ساری ګڼل شوی

د نومبر پر ۲۴مه، د هانګ کانګ خلکو د ښاروالۍ په انتخاباتو کې خپلې رایې وکارولې او څارونکي وايي، د خلکو ګډون بې ساری وو.

په هانګ کانګ کې ترسره شوي دغه انتخابات د حکومت ضد د احتجاجي لړۍ د ملاتړ په مانا ګڼل کېږي.

دا انتخابات د ښار په اتلسو ضلعي کونسلونو کې د ۴۵۲ سیټونو لپاره دي.

د حکومتي شمیرو ترمخه، د هانګ کانګ د وخت سره سم د ماسپښین تر یوې نیمې بجې پورې له ۱۵ لکو څخه زیاتو کسانو رایې اچولې وې.

د هانګ کانګ واکمنو او د چین حکومت پر رایه ورکونکو ټینګار کړی چې د هغه احتجاجي تحریک خلاف دې شي چې د ایشیا په مهم کاروباري مرکز هانګ کانګ کې یې ورځنۍ ژوند متاثره کړی دی.

په هانګ کانګ کې له تېرو څو میاشتو راهیسي د حکومت خلاف مظاهرې روانې دي. احتجاج کونکي غصه دي او وايي چې بیجنګ د هانګ کانګ د خودمختارۍ د محدودولو هڅې کوي.

امريکا په افغانستان کې د هند پراخه پانګونه وستايله

د امريکا متحدو ايالتونو ويلي په افغانستان کې د هند د پام وړ پانګونې ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې نانسي ايزو جکسن (Nancy Izzo Jackson) چې د افغانستان د برخې مسووليت ور ترغاړې دى، پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

”د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې د هند د پام وړ پانګونې او همکارۍ هرکلى کوي.“

هغې په هغه کنفرانس چې په افغانستان کې د هندوستان پر رول متمرکز و، ويلي:

”موږ به په افغانستان کې د يوې باعزته لاسته راوړنې لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې د افغانستان پر راتلونکي زموږ پانګونه خوندي کوي.“

هند له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان په ملاتړ کې فعال رول لوبولى دى.

دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو تر څنګ په تېرو ١٨ کلونو کې د افغانستان پر بيارغونې ٣ مليارد ډالره لګولي دي.

تازه موندنې: په نړۍ کې د زلمیانو له ورزش سره لېوالتیا کمه شوې ده

د نړۍ په سطحه له سپورټ سره د تنکيو زلميانو لېوالتیا کمه شوې ده، چې يو علت يې له نوې ټکنالوژۍ استفاده ګڼل کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د دوى د معلوماتو پر اساس، هغه زلميان چې له ١١ تر ١٧ کلونو عمرونه لري، له سپورټ او فزيکي فعاليتونو سره لږه لېوالتیا ښيي.

د سازمان په حواله، د نړۍ په هرو پنځو زلميانو کې يوازې يو يې له سپورټ سره مينه لري.

خو د روغتيا نړيوال سازمان تازه ارقام په ١٤٦ هېوادونو کې له يو اعشاريه شپږ مليونه زلميانو سره د پوښتنو له مخې برابر شوي دي.

جنوبي کوريا د فهرست په سر کې راغلى چې په سلو کې ٩٤ زلميان په کې سپورټ ته لېوال نه دي.

د روغتيا نړيوال سازمان په فهرست کې د افغانستان او ځينو نورو هېوادونه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، سپورټ نه کول په انسان کې د بېلابېلو روغتيايي ستونزو له دې جمله د زړه د ناروغۍ سبب کېږي.

له روسیې سره د ترکيې او مصر پر پوځي تړون د امریکا نیوکې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي له روسيې سره پوځي موافقو له کبله پر ترکيې او مصر نيوکه کړې.

دغه چارواکي خبر دارى ورکړ که د امريکا دغه ايتلافيان له خپلو دغو پلانونو څخه پر شا نه شي، ښايي بنديزونه ورباندې ولګول شي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط يې پرون خبريالانو ته معلومات ورکول وويل، که انقره غواړي چې له واشنګټن سره يې اړيکې ښې شي نو بايد د روسيې د اېس ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي نظام څخه ځان خلاص کړي.

ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د توغنديو د دفاعي نظام لومړۍ جوپه په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيه د امريکا ساخت اېف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو له پروګرام څخه وايستل.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړې چې امريکا له مصر سره هم کار کوي چې د دوه اربه ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه په شا شي چې له مخې يې غواړي تر ۲۰ زياتې ((سوُ ۳۵)) ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې څخه رانيسي.

ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د ميزاييلو د دفاعي سيسټم د پرزو لومړۍ بسته په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيې ته د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو پروګرام وځنډاوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړه، امريکا له مصر سره هم کار کوي، چې د ٢ مليارد ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه تر شا شي چې له مخې يې غواړي تر ٢٠ زياتې Su-35 ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې رانيسي.

لاهور تر خطرناک دود لاندې دی

د بښنې نړيوال سازمان اېمنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د پاکستان په دويم لوی ښار لاهور کې خرابه هوا د هر سړي روغتيا ته خطر پېښوي.

دغه لندن مېشتې سازمان په پنجشنبه د خطرناکه دود د مخنيوي په برخه کې د لاهور د ۱۰ میليونه اوسېدونکو لپاره د ((سمدستي اقدام)) غږ وکړ.

سازمان پخپل بيان کې ويلي چې د پاکستاني حکومت لخوا د لړي د مخنيوي لپاره ناکافي اقدامات د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.

د پاکستان لاهور د هوا د ککړتيا په برخه کې د نړۍ يو تر ټولو چټل ښار دی. اېمنسټي انټرنېشنل وايي چې له اکتوبر څخه تر فبروري مياشتې پورې روان د لړي موسم پر مهال د تيلو خراب کيفيت، له ګاډو او کارخانو څخه د خارجېدونکي لوګي نه کنټرولول او د فصلونو سوځول په پنجاب کې وار له مخه د غېرصحي هوا کيفيت نور هم خرابوي.

بلخوا نن د جمعې په ورځ د پنجاب د لاهور ګډون په ګوجرانواله او فېصل اباد ضلعو کې د دود او لړو له وجې په سکولونو کې عامه رخصتي اعلان شوې ده.

په تېره يوه مياشت کې دا درېم ځل دی چې د پنجاب صوبې په مختلفو برخو کې حکومت د دود له کبله د سکولونه بندولو پرېکړه کوي.

د ایران یو عدالت شپږ فعالانو ته د بند سزا اورولې

د ایران یوعدالت د چاپیریال د ساتنې شپږ فعالانو ته د جاسوسۍ په تور له ۶ تر ۱۰ کالو د بند سزا اورولې ده.

په نیویارک کې د ایران په اړه د بشري حقونو دفاع مرکز د نومبر۲۱مه ویلي چې دا فعالان تر ۲۲ میاشتو په تحویل کې ساتل شوي وو او له امریکا سره د اړیکو تورونه پرې لګول شوي دي.

د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي، سزا شوي کسان د ایران انقلابي عدالت د فیصلې پرضد عدالتونو ته خواست کولای شي.

د چاپیریال د ساتنې دغه فعالانو د ایران د وایلډ لایف هیریټیج فاونډیشن په نوم د یوې داسې ادارې سره کار کاوه چې له خطر سره مخ ځناورو په اړه په ولس کې د بیدارۍ لپاره کار کوي.

چارواکیو ویلي، دغې ډلې د چاپیریال ساتنې په بهانه د ایران د ستراتیجیکي ادارو په اړه پټ مالومات راټولول.

خو فعالانو دغه تورونه رد کړي دي.

د افغانستان په ټاکنیزو چارو کې مداخله نه کوو: ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ.

د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ د نومبر پر۲۰مه خبریالانو ته په افغانستان کې د ټاکنو په تړاو د روانو لانجو په اړه وویل "چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دي. د ټاکنو لپاره یې په امنیت ساتلو کې همکاري کړې خو په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه نه شي کولائ."

ینس ستولتنبرګ دا مهمه وګڼله چې انتخاباتي کمېسیونونه د راییو د تفتیش او بیا شمېرنې عمل مکمل کړي او نتيجې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر به د دې اونۍ تر پایه بشپړ کړي او راتلونکې اونۍ به د ټاکنو ابتدايي نتيجې اعلان کړی.

په میرلي کې هدفي برید یو تن ووژل

د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د نومبر پر۲۱مه سهار د یوه ولسي وګړي مړی موندل شوی دی.

د ضلعې انتظامیې چارواکي او عیني شاهیدان وايي، دغه تن د بنو اوسیدونکی دی چې بېګا شپه ناپیژندلیو وسله والو د میرلي په هڅوخېلو سیمه کې په ډزو ویشتی او وژلی دی.

د دې ترڅنګ نن سهار په میرلي کې وسله والو پر یوه ځايي کس طارق داوړ برید کړی او هغه يې ټپي کړی دی.

پولیس وايي، د پېښو په اړه پلټنې کوي.

د ځايي خلکو په وینا، په شمالي وزیرستان کې له تېرې یوې مودې راهیسې د هدفي بریدونو لړۍ بیا زیاته شوې ده.

د انتظامیې د شمیرو ترمخه یوازې سږ کال په دغه سیمه کې ۳۲ هدفي بریدونه ترسره شوي دي.

افغان جګړې په درو کې دوې برخې ماشومان اغېزمن کړي

عکس له ارشیفه

د ماشومانو خوندیتوب خېریه اداره وايي، په افغانستان کې په درېوو کې نېږدې دوې برخې ماشومان شخړو متاثره کړي دي.

په برتانیا کې مېشتې سېو دي چلډرن ادارې د نومبر پر ۱۹مه یو رپورټ خپور کړ چې وايي، متاثره ماشومانو په شخړو کې یا خو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړي یا یې جنګونه او بریدونه لېدلي او یا په شخړو کې ژوبل شوي دي.

د دې رپورټ لپاره د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له ۷۰۰ ماشومانو او لویانو سره مرکې شوي چې پکې په ګڼ شمېر ماشومانو کې د ژور خپګان او ناکرارۍ علامات لېدل شوي او له دې د ژغورلو لپاره مهمو مرستندویه سهولتونو ته رسايي نه لري.

دا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل یو رپورټ کې ویلي چې تېر کال د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی وو.

یوناما له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په جګړه کې د مرګ ژوبلې شمېرې راغونډوي.

په یاد رپورټ کې راغلي چې د افغانستان په جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي او ۲۱۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG