د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د مالدووا ولسمشر پارلېمان ړنګ کړ

د مالدووا مشر پول فلپ

د مالدووا موقت ولسمشر پاول فلپ د هېواد پارلېمان ړنګ کړی دی.

نوموړي د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر پر شپږمه د انتخاتو کولو غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې هېواد يې له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.

فلپ دا اعلان د جون پر نهمه نېټه له هغه لږ وخت وروسته وکړ چې عدالت روس پلوه ولسمشر ایګور دودن معطله کړ او فلیپ چې موقت لومړی وزير هم دی يې د هغه ځای ناستی ونوماوو.

دودن له فلپ او د هغه له حکومت سره اختلافات او له اروپايي ټولنې او امریکا سره نېږدې اړیکي لري.

د جون له اتمې راهیسي په پلازمینه کیشینو کې په سلګونه خلک لارو کوڅو ته راوتي او د دودن پرضد او د عدالتي فيصلې په ملاتړ احتجاج کوي.

قزاقستان: ولسشريزه ټاکنو پر مهال په لسګونو مظاهرچيان نيول شوي

د قزقستان پولیسو خبريالان هم نيولي دي

په قزاقستان کې د ولسمشريزه ټاکنو پر مهال په لسګونو مظاهرچيان نيول شوي دي.

په دې هېواد کې د جون پر نهمه نېټه ( نن) ټاکنې دي او تمه کېږي چې موقتي ولسمشر قاسم ژورمات تاکيېف به پکې په ډېره اسانی سره بريا ترلاسه کړي.

د الماتې ښار په استانه څلور لاره کې تر ۱۰۰ زيات هغه مظاهرچيان و نيول چې له ټاکنو يې د بايکاټ غږ کاوه.

په ټاکنو کې موقتي ولسمشر له هغو شپږو کسانو سره سيالي کوي چې د حکومت له خوا ورته د کاندېدو منظوري ورکړل شوې ده.

پوليسو د ازادې اروپا راډیو د قازق څانګې خبريال پیوتر تروتسینکو په ګډون يوشمېر ځايي او بهرني خبريالان د لنډ وخت لپاره ونيول.

شام: د حکومتي ځواکونو او ياغيانو په نښتو کې ۱۶۷ کسان وژل شوي

ارشېف

د شام بشري حقونو د څار لندن مېشته اداره وايي، د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۷ کسان وژل شوي دي.

اداري پرون د جون پر اتمه په یوه بيان کې ویلي چې جهادي ډلو او یاغیانو د مرکزي حما صوبې کې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

خو د شام حکومتي ځواکونو ځوابي کاروايي کړې ده.

د ادارې د شميرو له مخې په نښتو کې د شام د حکومت لږ تر لږه ۳۷ سرتېري او ۲۸ یاغیان وژل شوي دي.

امریکا او مکسیکو د کډوالو پالیسۍ په اړه هوکړې ته ورسېدل

انځور له ارشیفه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له مکسیکو سره د کډوالو د پالیسۍ په اړه یوې هوکړې ته رسیدلی دی.

د جون پر اوومه ناوخته ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې په خوشالۍ دا خبر درکوي چې امریکا له مکسیکو سره هوکړې ته رسیدلې او د مکسیکو پر تجارتي سامانونو چې يې د جون پر۱۰مه د ټېکسونو لګولو ژمنه کړې وه هغه تر نامعلوم وخته ځنډول شوي دي.

بلخوا په ځواب کې مکسیکو ویلي چې دوی به له دغه هېواده امریکا ته د کډوالو د ورتګ په اړه خپله پالیسي سخته وي.

له دغې سره به امریکا ته د غېر قانوني کډوالو په ورتګ کې کمې راشي.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د مې پر۳۰مه اعلان وکړ که مکسیکو امریکا ته د غېر قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونه نیسي نو له دغه هېواده پر ټولو درامداتو به د ټېکس شرح پنځه فېصده لوړه کړي.

د پارلېمان غړی منیر خان اورکزی له بریده روغ وتلی

پېښور - له کورمې څخه د قامي اسمبلۍ غړی حاجي منیر خان اورکزی له وسله وال بریده روغ وتلی دی.

د نوموړي سېکرټر عرفان خان د جون پر اوومه ماخوستن مهال مشال راډيو ته وویل چې اورکزی په اوچت سیمه کې ماښام مهال د سیمې د یوه اوسېدونکي د ښځې فاتحې ته ورغلی وو چې وسله وال ورغلل او هلته یې پر هغه ډزې وکړې.

د ده په خبره، په ډزو کې مرګ ژوبله نه ده شوې او اورکزی له سیمې څخه تللی.

انتظامي چارواکي وايي د وسله والو په لټه کې دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۱۳ز کال کې د منیر خان اورکزي پر انتخاباتي جلسه ځانمرګی برید کړی وو چې پکې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښان ګرفتار

عبدالله ننګیال د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښان نیول شوي دي، په دوی کې یو یې عبدالله ننګیال او بل یې له لورلايي څخه دوست محمد لوڼی دی.

دوی تېره میاشته د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد له احتجاجونو پس نیول کېږي.

د پی ټي اېم په ادعا پاکستانیو پوځیانو د دوی په پرامنه لاریون په برید کې څه نا څه ۱۴ غړي وروژلي او نېږدې۴۰ یې ورژوبل کړي دي خو پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر پوسته برید شوی چې پکې د دوی پنځه عسکر ژوبل شوي دي.

پي ټی اېم وايي چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د دوی تر ۱۰۰ زیات کارکنان نیول شوي دي.

د دوی د نیولو لړۍ له هغه پس تنده شوه چې د پاکستان ای اې اېس پي ار ویاند مېجر جنرل اصف غفور سږ د ۲۰۱۹ ز کال پر ۲۹ اپرېل ویلي ول چې د پي ټي اېم وخت نور پای ته رسېدلی دی.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې دوه سرتېري وژل شوي

عکس له ارشیفه.

د هند تر واک لاندې کشمير کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال پر دوو پوليسانو سربېره څلور وسله وال وژل شوي دي.

دا عمليات د جون پر اوومه په پلوامه سيمه کې وشوه چيرې چې د روان کال په فيبرورۍ مياشت کې په يو ځانمرګي بريد کې ۴۰ امنيتي سرتېري وژل شوي ول.

داسې باور کېږي چې وژل شوي وسله وال د پاکستان مېشتې ډلې ((جېش محمد)) غړي دي چې د فبروري د بريد مسوليت يې منلی و.

په هندي کشمير کې د ۱۹۸۰مې لسيزې راهيسې د بېلتونپالنې غورځنګ روان دی.

پاکستان په کشمير کې د وسله والو د ملاتړ تورونه ردوي او وايي چې دوی يوازې په اخلاقي او سفارتي کچ باندې د کشميريانو د خپل ارادي حق ملاتړ کوي.

د خړ کمر پېښې پرضد په سان فرانسیسکو کې لاریون

علي وزیر او محسن داوړ

په امريکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کې د ولسي وژنو غندنه او د غورځنګ د نيول شوو غړو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

په پنجشنبه ناوخته د کېليفورنيا ايالت په سان فرانسيسکو ښار کې لسګونو کسانو د پاکستاني پوځ د رويې پرضد شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چې د غورځنګ اييني او قانوني غوښتنې دې ومني.

دا احتجاجي مظاهره تر هغه وروسته شوې چې په دا وروستيو کې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو په نيولو لاس پورې کړی او د پارليماني غړیو علي وزير او محسن داوړ په ګډون يې لسګونه کسان نيولي دي.

پي ټي اېم ادعا کوي چې پاکستانیو پوځیانو د دوی پر یوه لاریون په ډزو کې ۱۴ کسان ووژل او تر ۴۰ ډېر یې ژوبل کړل خو پوځ وايي چې لومړی د دوی پر یوه پوسته برید وشو او د خپلو پنځو عسکرو د ژوبلېدو خبره کوي چې یوه یې وروسته ساه ورکړې ده.

شهزاد محمدي د نړیوال جام له سیالیو بهر شو

شهزاد محمدي د وېسټ انډیز له کرېس ګېل سرهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ز کرکټ نړیوال جام له سیالیو بهر شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د جون پر شپرمه ویلي، نوموړی د زنګانه ژوبلېدو له لوبو بهر شوی.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي وايي، د نوموړي پر ځای به ځوان وېکټ ساتونکی اکرام عليخېل ژر له لوبډلې سره یو ځای شي.

شهزاد محمدي په وروستیو دوو لوبو کې د خرابې کارکردګۍ له کبله تر نیوکو لاندې وو.

افغانستان د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تر اوسه دوه لوبې کړې دي او دواړه یې بایللي دي.

هرنايي کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې د فرنټیېر کور ځواکونو یو ګاډی تر ځمکلاندې بم الوځولی چې پکې دوه عسکر وژل شوي دي.

د زیارت په ورځ له سیمې څخه امنیتي سرچینو د امریکا غږ ډیوه راډيو ته ویلي چې دغه پېښه دهرنايي ضلعې په خوست سیمه کې هله وشوه چې د ایف سي ځواکونو په یوه ګاډي کې له نزدې خوړه اوبه وړلې.

دسرچینو په وینا د ایف سي دغه ګاډی له وړاندې پر ځمکني ښخ ماين ورختلې او له چاودنې یې دوه عسکر وژل شوي دي.

په بلوچستان کې بیا بیا پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي چې تر ډېره یې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالي پر غاړه اخلي. بېلتوپالي د پاکستان له وفاقي حکومت د دغه صوبې د لا کورواکۍ غوښتنې لپاره له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې وسله واله مبارزه کوي.

امریکا په سوډان کې د پوځيانو له لوري د پرلتوالو ځپنه وغندله

ارشیف، د سوډان د خلکو انځور

امریکا په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا د احتجاجیانو ځپنه وغندله او له هغوی یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ولسي وګړیو په مشرۍ لنډمهالې ډلې سره بیرته اړیکي ټینګ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس په چارشنبه په یوه بیان کې وویل چې امریکا په سوډان کې پر پرلتوالو وروستۍ حملې غندي او غوښتنه یې ده چې د ازادۍ له ځواکونو سره دې تماسونه بیرته ټینګ او هغه بدلونونه دې راوړي چې هدف یې د ولس تر مشرۍ لاندې لنډمهالې ادارې ته چارې سپارل دي.

په سوډان کې فعالان وایي، د ډیموکراسۍ پلوو کسانو د مظاهرو له ځپلو وروسته دوی په خرطوم کې د نیل له سینده څلوېښت مړي را ایستلي دي.

د سوډان له اپوزيسیون سره په اړیکه کې ډاکتران وایي چې دا مړي ښایي د هغو سلو کسانو له ډلې وي چې ګومان کېږي دوه ورځې مخکې په خرطوم کې امنیتي ځواکونو د پرلتوالو پر یوه کمپ د حملې پرمهال وژلي وو.

د سوډان د ډاکترانو د مرکزي ټولنې په وینا، دا څلوېښت ترلاسه شوي مړي د چټک غبرګون ځواکونو نامعلوم ځای ته ولېږدول.

په سوډان کې پوځي لنډمهالې شورا د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته واک په لاس کې اخیستی دی.

هلمند: د افغانستان سولې ولسي حرکت ۲۵ غړيو پته لاهم نه لګېږي

د سولې د ولسي حرکت غړي: عکس له ارشیفه

د افغانستان د سولې ولسي حرکت د هغو ۲۵غړیو په اړه معلومات نشته چې څلور ورځې مخکې په هلمند کې د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې سیمې ته تللي ول.

دا خبره د سولې د ولسي ډلې د اړیکو مسوول باچا خان مولاداد ازادۍ راډیو ته وکړه.

"نن څلورمه ورځ ده چې زموږ ملګري د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې موسی کلا ته تللي دي. اندېښنه دا ده چې دې څلورو ورځو کې طالبانو په رسمي ډول تایید کړې نه ده چې زموږ ملګري ورسره دي که یه؟"

د مولا داد په خبره د دوی د حرکت مشرتابه او ملګري په دې هدف موسا کلا ته ولاړل چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې ته وهڅوي.

د سولې ولسي حرکت غړي په تېر یوه کال کې د افغانستان ګڼو سیمو ته تللي او د سولې او اوربند غږونه یې پورته کړي دي.

دې ډلې چې لومړی یې شمېر اوه کسان وو د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې له لښکرګاه د سولې د غږ اوچتولو په هدف د افغانستان شمال ته ولاړل او د لارې په اوږدو کې لسګونه کسان ورسره ملګري شول.

علي وزیر زندان ته واچول شو

علي وزیر

په بنو کې د ترهه ګرۍ ضد یوه عدالت له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر په عدالتي ریمانډ جېل ته لېږلی دی.

په سېشنبه علي وزیر په بنو کې د ترهه ګرۍ ضد یوه عدالت ته په سخت امنیتي انتظاماتو کې وړاندې کړ. تر اورېدنې وروستو عدالت د علي وزیر د پېښور مرکزي جېل ته د لېږلو حکم ورکړ. نوموړی د مې په ۲۷ د ترهه ګرۍ ضد یوه ځانګړي عدالت د ترهه ګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي ته د اتو ورځو په ریمانډ حواله کړی وو.

علي وزیر د مې په ۲۶ مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په ډزو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۱۳ فعالانو د وژنې او ۴۵ نورو د ټپي کیدو نه وروسته نیول شوی وو. پښتون ژغورنه غورځنګ د هغې مرګژوبلې تور پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو پورې کوي خو پوځ وايي ډزې يې په خپله دفاع کې کړې دي.

نړیوال جام: سريلنکا افغانستان ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ لوبغاړی محمد شیزاد.

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله دوهمه لوبه سريلنکا ته وبايلله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او سريلنکا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سريلنکايي لوبډلې په ۳۶،۱ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په زيان ۲۰۱ منډې وکړې خو لوبه د باران له امله ۴۱ اوورونو ته کمه شوه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۸۷ منډو موخه وټاکله.

په ځواب کې افغان لوبډلې په ۳۰م اوور کې د ټولو لوبغاړیو په زيان ۱۵۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۴ منډو په توپير وبايلله.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه اسټراليا ته بايللې وه.

بریټیش ایېروېز پاکستان ته الوتنې پیل کړې

د بریتانیا هوایي شرکت بریټیش ایېروېز تر ۱۰ کلن ځنډ پس پاکستان ته یو وار بیا له جون میاشتې څخه الوتنې پیل کړي دي.

د جون پر دوهمه نېټه د یاد شرکت الوتکه د لندن له هیترو هوايي ډګره والوته او د جون پر درېمه د اسلام اباد پر نړېوال هوايي ډګر کوزه شوه.

د پاکستان لپاره د برتانیې لوړ پوړي ډیپلومېټ تومس ډریو په دې اړه ویلي، دا د پاکستان او بریتانیا لپاره یوه لویه ورځ ده.

په ۲۰۰۸م کال کې د اسلام اباد پر مېریټ هوټل تر برید وروسته بریټیش ایېروېز پاکستان ته خپل پروازونه ځنډولي ول. په هغه برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

په سوډان کې ۱۳کسان وژل شوي

په سوډان کې مظاهره.

د سوډان امنیتي ځواکونو په پلازمینه خرطوم کې د پوځ مرکزي دفتر بهر د جمهوریت پلوه احتجاجیانو ضد کاروایايي کړې چې پکې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د سوډان مهمې اپوزیشن ډلې د جون پر درېمه پر ټویټر ولیکل چې د احتجاجیانو د تیت او پرکولو لپاره د هغوی د ټولوژنې هڅه شوې ده.

په سوډان کې د حکومت ضد د څو میاشتو احتجاجونو وروسته په اپریل کې د پوځي کودتا پرمهال د ولسمشر عمر ال بشیر له واکه لیرېکېدو راهیسې په هغه هېواد کې د پوځي شورا واک دی.

خو هلته اوس هم د احتجاجیانو پرلت دوام لري او د ولسي حکومت په واک کې د راتللو غوښتې کوي.

پوځي شورا د احتجاجیانو پرضد د ځواک کارولو تورونه رد کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګویتېرس د امنیتي سرتېرو لخوا د ولسي وګړیو پروړاندې د زور او ځواک کارولو غندنه کړې ده.

په خوست ښار کې د وسلو یو زیرمتون نیول شوی

په خوست کې افغان ځواکونو عملیات: عکس له ارشیفه

په خوست کې د ملي امنیت ریاست وايي، چې د سې شبنې په شپه يې د دقیقو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ښار د ازادۍ مینې په ساحه کې د مخالفینو د وسلو یو زېرمتون نیولی دی.

نن د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې لس کلاشینکوفونه، ۹ مخابرې، ۲۱۵۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۵۰ د پیکا مرمۍ او نور پوځي تجهیزات نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پوځي توکیو کې لسګونه د مرمیو شاجورونه او پوځي بوټونه هم نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست مسوولین وايي، چې تر اوسه د وسلو د دې پټنځای په تور څوک نه دي نیول شوي، خو په سیمه کې پلټنې پیل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست کمپلیکس هم د خوست ښار د ازادۍ مینې په پروژه کې موقعیت لري.

 کابل: چاودنې ۵ تنه وژلي او ۱۰ ژوبل

افغانستان: اوروژونکي په کابل کې د چاودنې ځای پاکوي. ۲۰۱۹ کال ۳ جون

په کابل کې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او لس ژوبل شوي دي. چاودنه نن ماسپښین په دالارمان سړک شوې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه د اداري اصلاحاتو د کمېشن پر ګاړي شوی. برید د مقناطیسي بم په ذریعه شوې ده. په ورستیو کې په افغانستان ورته چاودنې زیاتې شوی دی.

تېره اوونۍ هم د کابل په پنځمه حوزه کې په ورته چاودنه کې یو تن وژل شوی وو.

ټرمپ په درې ورځني سفر بریتانیا ته ولاړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمن مېلانیا لندن ته ورسېدل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمن مېلانیا نن له دوشنبې د بریتانیا درې ورځني سفر پیل کړ.

نوموړي به پر ۳م جون په یوه سرکاري دستوره کې تر ګډون مخکې د دغه هېواد له شاهي کورنۍ سره وویني او په بکنګم ماڼۍ کې به له ملکې الیزبیت دوهمې سره د غرمې ډوډۍ خوري.

بریتانیا ته د کته کېدو پرمهال هغه د لندن ښاروال صادق خان په اړه ټویټ وکړ او هغه یې بشپړ بالونکی وباله، دا ځکه چې خان د امریکا ولسمشر ته د سرې غالۍ غوړو پرېکړه باندې نیوکې کولې.

ټرمپ کاږي چې خان باید ده ته د پاملرنې پرځای د لندن جرمونو ته پام واوړوي.

ټرمپ د بریتانیا دا سفر په داسې حال کې کوي چې دا هېواد له اروپايي ټولنې څخه په وتلو کې د ځنډ او د وزیر اعظمې ټېریزا مې د دندې پرېښودو پرېکړې له کبله له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.

ټرمپ دا وړاندیز هم کړی چې د بریتانیا راتلونکې وزیر اعظم دې له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه له برسلز سره له روانو خبرو هم ووځي. هغه ویلي په دې اړه دې له هغه بله هم انکار وکړي چې بریتانیا منلی وو او بې له تړونه دې اروپايي ټولنه پرېږدي.

له ملکه الزبیت سره په سرکاري دستوره کې د ولسمشر ټرمپ د ګډون په موقع په سلګونو خلک په پارلېمان چوک کې د مظاهرو پلان لري.

ټرمپ به په دې سفر کې له وزیراعظمې تیریزا مې سره هم ملاقات کوي، تمه ده چې نوموړې به په راتلونکیو څو اوونیو کې د وزیراعظم چوکۍ پریږدي.

ټرمپ به له دې پس فرانسې او ایرلېنډ ته درومي.

ایران: که امریکا درناوی وښيي، خبرې ورسره کېدی شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس ویلي، ولسمشر حسن روحاني د جون پر لومړۍ نېټه د خبرو پرمهال اشاره ورکړې چې که امریکا درناوی وښیې، نو تهران به هم کېدای شي، له امریکا سره خبرو ته رضا شي.

نوموړي دا هم وویل چې ایران به د خبرو لپاره تر فشار لاندې رانشي.

د ایران ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. امریکا تېرکال د ایران له ایټمي تړون څخه ووته او ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغه هېواد یو وارې بیا اقتصادي بندېزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۲۹مه ویلي ول چې په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي.

د ایران ولسمشر د دې په غبرګون د جون پر لومړۍ نېټه وویل، د هېواد دښمن یې پروسږ کال غوښتل چې د ایران اسلامي رژیم ړنګ کړي خو اوس بیا وايي چې له نظام سره یې کار نه لري.

ټرمپ: برتانیه دې د اروپايي ټولنې په اړه کلک دریځ خپل کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر برتانیه ټینګار کړی چې که غوښتنې یې نه پوره کېږي نو باید د اروپايي ټولنې په اړه کلک دریځ خپل کړي او بې د موافقې له مذاکراتو ووځي.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د جون پر لومړۍ نېټه د برتانیې په ټایمز ورځپاڼه کې له هغې یو ورځ وروسته خپرې شوې چې د ټرمپ لخوا د برتانیې د راتلونکی وزیراعظم لپاره د بوریس جانس په حق کې د خبرو کولو پر سر لانجه پیدا شوه.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به د جون پر دریمه برتانیې ته رسمي سفر پیل کړي.

نوموړي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د برتانیه راتلونکی وزیراعظم دې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د اربونو پونډو بیلونه نه ورکوي او که برسلز د برتانیې غوښتنې نه پوره کوي نو باید استازي مزاکرات پرېږدي.

تر دې وړاندې د مې پر ۳۱مه په سن ورځپاڼه کې په خپره شوې مرکه کې ولسمشر ټرمپ ویلي ول، جونس به د وزیراعظمې ټریزا مې وروسته د وزیراعظم د څوکۍ لپاره یو غوره انتخاب وي.

د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو په ځواب کې د برتانیه د اپوزیشن لیبر ګوند جیرمي کاربن وویل، دا د برتانیه په چارو کې یو نه منونکی مداخلت دی.

په روس کې چاودنې ۱۵مه کسان ټپیان کړي

په روسیه کې چاودنه: عکس له ارشیفه

انټرفاکس او تاس خبري اژانسونه خبر ورکوي چې د جون پر لومړۍ د مرکزي روسیې په (ژرژینسک) ښار ګوټي کې د چاودیدونکو توکیو په یوه کارخانه کې دننه د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۵کسان ژوبل شوي دي.

روسي خبري اژانسونه د هېواد د بیړنیو خدمتونو د ادارې په حواله لیکي چې د همدې ودانۍ په یوه بله څنډه کې هم دوې نورې چاودنې شوي او یوه برخه یې نسکوره شوې هم ده.

د پېښې نور جزیات لا راروان دي.

د بلوچستان وکیلانو د قاضي فایز عیسی پرضد ریفرنس وغانده

د بلوچستان وکیلانو احتجاج. عکس له ارشیفه.

د بلوچستان وکیلانو د مرکزي حکومت لخوا د سپریم کورټ د جسټس قاضي فایزعیسی پرضد د ریفرنس غندنه کړې او له اختره وروسته يې د هېواد په کچه د احتجاج اعلان کړی.

د مې پر۳۱مه په کوټه کې یو خبري کانفرانس ته په وینا کې د بلوچستان وکیلانو د بېلا بېلو اتحادیو مشرانو د جسټس قاضي فایز عیسی پرضد ریفرنس د آزادې عدلیې پرضد یو سازش وباله.

په دې اړه د پاکستان د جوډیشل کمېشن غړي منیر کاکړ ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل چې د جسټس قاضي فایز عیسی پرضد ریفرنس دوی ته د منلو وړ نه دی.

د بلوچستان وکیلانو ویلي، د دوشنبې په ورځ به په ټوله صوبه کې وکیلان د احتجاج په توګه عدالتونو ته نه وړاندې کېږي او له اختره وروسته به د وکیلانو په غونډه کې د ټول پاکستان په کچه د احتجاج پیلولو اعلان کوي.

لویدیځ باید ترهګري له اسلام سره ونه تړي: عمران خان

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان. عکس له ارشیفه

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وايي، غربي نړۍ باید ترهګري له اسلام سره ونه تړي.

عمران خان دا څرګندونې د جون پر لومړۍ نېټه په مکه کې د اسلامي هېوادونو د ټولنې (او . ای. سي) غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه ، "په غربي نړۍ کې اوسیدونکي خلک د میانه روو مسلمانانو او افراطي مسلمانانو ترمنځ توپير نشي کولی. له همدې وجې د اسلام نه وېره خوره شوې ده، دا د اسلامي هېوادونو د ټولنې ناکامي ده چې هغوی ته مو دا فرق واضحه کړی نه دی چې اسلام له ترهګرۍ سره هېڅ ډول تړاو نه لري."

د اسلامي هېوادونو د نړېوالې ټولنې دا ۱۴مه غونډه ده چې پکې د اسلامي نړۍ مشران مسلمانانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه خبرې کوي.

د عربي اماراتو د تېلو پر ټنکرنو برید ایران کړی: پامپیو

د امریکا د بهرینو چارو وزیر مایک پامپېو.عکس له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ایران روانه میاشت په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتولو لپاره د تیلو پر ټینکرو برید وکړ.

دا خبره پامپیو د مې پر۳۰مه اروپا ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وکړه.

تر دې مخکې د مې پر۳۰مه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وویل چې راتلونکې اوونۍ به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل کې شواهد وړاندې کړي چې و به ښيي د بریدونو تر شا د ایران لاس دی.

وروسته پامپیو هم د بولټن خبره تایید کړه.

تهران د امریکا له تورونو انکار کوي. تهران دغو تورونه د خندا وړ بللي او پر واشنګټن یې په سیمه کې د خرابو ارادو لرلو تور پورې کړی دی.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG