د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

خوست کې په دوو بمي چاودنو کې نهه تنه ټپيان شوي

خوست کې د اګست پر اتمه سهار شاوخوا لس بجې سپین جماعت ته څېرمه په یوه سراچه موټر پسې د مقناطیسي ماین چاودنه شوي چې اووه کسان پکې ټپيان شوي دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر وايي چې ټپیان اوه واړه ولسي وګړي دي.

ورپسې شاوخوا یوولس بجې د خوست پروژې پل ته څېرمه دويمه چاودنه د پولیسو په رینجر موټر پسې وشوه، چې دوه تنه پولیس یې ټپیان کړل.

تر اوسه د یادو پېښو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

له ازربایجان پولې سره نېږدې دوه ایراني سرتېري وژل شوي

عکس له ارشیفه

د ایران سرکاري خبري اژانس وايي چې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک دوه غړي د اګست پر اوومه د هېواد په شمال غربي سیمه کې له وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

دغه پېښه د غربي ازربایجان صوبې په ماکو سیمه کې شوې ده.

دغه علاقه له ترکي سره سرحد لري او د عراق کردستان ته هم نېږدې ده.

د ماکو ګورنر حسن عباسي ایراني میډیا ته وویل چې د ټیټې درجې دوه افسران په ډزو کې ووژل شول او یو بل سرتېری ټپي دی.

په دې وروستیو کې د ایران په غربي سیمه چې له ترکي او عراقي سرحدونو سره نېږدې ده د وسله والو او ایرانیو ځواکونو ترمنځ د نښتو یو شمېر پېښې شوې دي.

په زیاترو پېښو کې په عراق کې مېشت کرد وسله وال ښکیل ول.

دوی په ایران کې د کردانو د اکثریتي سیمو د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ګوزڼ نوې پېښې

عکس له ارشیفه

په پاکستان کې د ګوزڼ د مخنیوي پروګرام چارواکي وايي، د اګست پر اوومه په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ وایرس د پنځو کېسونو تصدیق شوی دی.

په دغو کې درې په بنو، یو په شمالي وزیرستان او یو په چارسده کې دی.

د ګوزڼ مخنیوي صوبایي ادارې د یو چارواکي ډاکټر ندیم جان ترمخه په صوبه کې تر ټولو زیات ۲۱ کېسونه په بنو کې رپوټ شوي دي چې یوه مهمه وجه یې د ګوزڼ څاڅکو ضد د ناسمې پروپېګنډې خپرېدل دي.

له دغو نوو کېسونو سره په سږ کال کې په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ کېسونو شمېره ۴۱ او په ټول پاکستان کې دغه شمېره ۵۳ ته رسیدلې ده.

د هند بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سوشما سواراج مړه شوه

سوشما سواراج د هندوستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره

د هند بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او تجربه‌کاره سیاستواله سوشما سواراج د ۶۷ کلونو په عمر مړه شوه.

نوموړې چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند واکمن ګوند بهاراتیا جنتا ګوند له پېژندل شویو مشرانو څخه وه، په وروستیو انتخاباتو کې یې د ناروغۍ له کبله ګډون و نه‌ کړ.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي پر خپل ټویټر لیکلي چې د سواراج په مړینه د هند په سیاست کې یو پرتمین باب وتړل شو.

مودي ویلي، هند د خپلې دې یادې مشرې په مړینه چې خپل ژوند یې د خپلو خلکو خدمت او د بې‌وزلو د ژوند ښه کولو ته سپارلی و، ویرجن دی.

مېرمن سواراج د نرېندرا مودي په پخوانۍ کابینه کې د بهرنیو چارو وزیره وه او له افغان چارواکو سره‌ یې نږدې اړیکې درلودې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیاله پاکستان ته تللې

د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېس وېلز

د جنوبي او مرکزي ايشيا لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز د سېشنبې پر ورځ د پاکستاني وزيراعظم د ماليې چارو له سلاکار حفیظ شېخ سره لیدلي دي.

د پاکستان خزانې وزارت د جولای پر شپږمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په اسلام اباد کې شوي دې ملاقات کې د اېف اې ټي اېف د عمل پلان په اړه خبرې کړې دي.

د ترهګرۍ د مالي سرچينو او تورو پیسو وينځلو (مني لانډرينګ) څارونکې نړیوالې ادارې، اېف اې ټي ايف پاکستان په خړ ليست کې اچولی دی.

دې ادارې ويلې، که پاکستان د وسله والو د مالي سرچينو بندولو او تور پېسو وينځلو مخنيوي لپاره ډاډمنوونکي ګامونه وانخیستل نو په تور ليست کې اچول کېدلی شي.

'د افغان ولسمشرۍ ټاکنې د واک لېږدولو سوله ییزه لار ده'

عکس له ارشیفه.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېشن چارواکي وايي، راتلونکې ټاکنې د واک ليږدولو سوله ييزه لاره ده او وسله والې ډلې بايد ورته ګواښونه ونه کړي.

د دې کمېشن وياند، مرزا محمد حق پرست د اګست پر مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د ټولو رايه ورکوونکو امنيت وساتي.

طالبانو نن په يوه خبرپاڼه کې ګواښ وکړ چې د سټمبر مياشتې ولسمشرۍ ټاکنې نه مني او د ګډوډلو لپاره به یې حملې کوي.

امریکا ته د ایران نوی خبرداری

د امریکا او ایران بیرق

ایران د اګست پر پنځه د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون اروپايي لاسلیکوونکو هېوادونو ته ویلي که پر دغه هېواد د امریکا په بندیزونو کې نرمي ونشوه نو ایران به په یاد تړون عملدرامد کم کړي.

د راپورونو له مخې د ایران اقتصاد ته د امریکايي بندیزنو له وجې زیان رسیدلی دی.

برتانیا، فرانس او جرمني تر اوسه په دې پاتې راغلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اټومي فعالیتونو محدودولو په برخه کې پر ایران له یو اړخیزه فشار اچولو څخه منع کړي.

پر ایران د امریکا بندیزونه یو وارې بیا له هغه وروسته عملي شول چې تهران د هرمز تنګي له لارې د انرژی د ټولو برامداتو بندولو دړکه ورکړه.

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي ویلي، ایران د درنو اوبو زخیرې د ۱۳۰ ټنو له حده زیاتې کړي دي.

نوموړي ویلي،موږ به یا خپلې ژمنې یوې خوا ته پرېږدو یا به یې وځنډوو او یا به د خپلو اټومي فعالیتونو رفتار زیات کړو.

قاهره کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي

په مصر کې چاودنې.

د مصر چارواکي وايي،په پلازمینه قاهره کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

مصر د کورنیو چارو وزارت د اګست پر پنځمه په یوې اعلامیې کې ویلي، تېره ورځ ناوخته د کېنسر روغتون بهر یو موټر له درو نورو ګاړو سره وجنګېده او په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.

دغه وزارت وروسته وویل چې په یاد موټر کې باروت اېښودل شوي ول او غوښتل یې چې د ترهګرۍ په کارروايي کې وکارول شي.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي،دا موټر د حسم په نوم یوې سختدریځي ډلي لخوا تیار شوی وو خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې ۴۷ تنه ټپيان دي.

حسم ډلې له ۲۰۱۶ز کال راهیسې په قاهرې کې پر مصري پولیسو چارواکو او ججانو د ګڼو بریدونو ذمه واري منلې ده.

افغان ځواکونه په هلمند کې د ۱۵وسله والو وژلو ادعا کوي

په هلمند کې د وسله والو پرضد د افغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د هلمند امنیتي چارواکي د نهر سراج ولسوالۍ په شاوخوا کې د ۱۵وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د هلمند د امنیه قومندانۍ د رسنیو د دفتر یو چارواکي محمد زمان همدرد بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل چې دا وسله وال د اګست پر پنځمه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

محمد زمان همدرد زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې ولسي وګړو او پخپله افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باجوړ کې یوې چاودنې دوه عسکر وژلي

عکس له ارشیفه.

د خېبر پښتونخوا د باجوړ د ماموندو په نیاک بانډه کې بېګا ماښام د پوځ پر ګاړي چاودنه شوې چې پکې د یو میجر په ګډون دوه پوځي عسکر وژل شوي او څلور تنه ټپيان شوي دي

انتظامي چارواکو د اګست پر شپږمه په یو بیان کې ویلي، دا پېښه هغه مهال وشوه چې د پوځ ګاړی د خپل دفتر په لور روان وو.

د پېښې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلې ده.

پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي

د کندهار ښار

افغان چارواکي وايي، پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي د اګست پر پېنځمه راډيو ته وويل چې دې کسانو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانونه د پوليسو په ليکو کې ثبت کړي ول او غوښتل يې چې په همدې ولسوالۍ کې داخلي بريد وکړي چې تر پېژندنې وروسته نیول شوي.

بارکزي وویل چې د يادو کسانو ترڅنګ د یوې اوونۍ په اوږدو کې درې نور مشکوک وسله وال هم په کندهار ښار کې نيول شوي.

چارواکي داسې مهال په کندهار کې د دوو نفوذي پوليسو د پېژندنې او نیولو خبره کوي چې د اګست پر څلورمه د دې ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ نفوذي پوليسو خپل ۱۱ همکاران ووژل.

د جنوبي وزیرستان په کوزه شکتوی کې له یوې اوونۍ راهیسې کرفیو ده

ډېره اسماعیل خان - د جنوبي وزیرستان د کوزې شکتوی اوسېدونکي وايي، له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی چې له کبله یې خلک له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي امان الله مسید د اګست پر پېنځمه مشال راډيو ته وویل، د امنیتي وجوهاتو له کبله ګرځبندیز لګېدلی او ده د اګست پر څلورمه و نه کړای شول چې خپل زوی بنو ته درملنې ته یوسي.

دی وايي، د کرفیو له وجې خلک د کور او خوړو شیانو اخیستو لپاره هم بازار ته نشي تللای.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی مولانا جمال الدین مسید وايي، د سیمې له انتظامي او امنیتي چارواکو سره غږېږي او هڅه کوي چې کرفیو ژر تر ژره ختمه کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، که کرفیو دوام مومي، نو له چارواکو غوښتنه کوي چې ورته دې اجازه ورکړي چې کډې وکړي او کلی پرېږدي.

په ننګرهار کې ډرون بریدونه، ۷ مشکوک وسله وال وژل شوي

په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په حملو کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د اګست پر پېنځمه مشال راډیو ته وویل چې د بې پیلوټه الوتکې بریدونه د اګست څلورمې شپې مهال د شېرزادو ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې شوي چې پکې د وسله والو په ګډون د هغوی ګاډي او موټرسایکلونه په نښه شوي.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران کې یوه جنګي الوتکه لوېدلې

دا الوتکه د تنګیستان په ساحلي سیمه کې غورځېدلې ده.

پراګ ـ په ایران کې یوه پوځي الوتګه لوېدلې ده خو د مرګ ژوبلې راپورونه پکې نه دي ورکړل شوي.

د اګست پر ۴مه، ایراني رسنیو خبر خپور کړی چې یوه جنګي الوتکه د تخنیکي ستونزې له وجې په جنوبي صوبه بوشهر کې غورځېدلې ده خو دواړه پیلوټان یې خوندي دي.

د تنګیستان والي عبدالحسین رفیع پور ویلي، دا الوتکه په ساحلي سیمه کې غورځېدلې ده.

امریکا کې د ډزو بله پېښه، دا ځل ۹ کسان وژل شوي

د ارشیف انځور

د امریکا په اوهایو ایالت کې یو تن پر ډزو ۹ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي دي. دا په امریکا کې په خواوشا څلېریشتو ساعتونو کې د ډزو دویمه پېښه ده.

د اوهایو د ډېټن سیمې پولیسو پر ټویټر لیکلي، د پېښې تر شا لاس لرونکی مشکوک تن وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د اګست پر درېیمه، په ټیکساس ایالت کې یو تن د الپاسو په بازار کې پر خلکو ډزې وکړې چې پکې ۲۰ تنه ووژل شول او خواوشا ۲۶ نور زخمیان شول.

په امریکا کې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي. هلته په دې اړه هم بحثونه کېږي چې د وسله په اسانه د ترلاسه کېدو خلاف دې قانون سازي وشي.

امريکا د شام په ادليب کې اوربند ستایلی دی

ادليب په جګړو کې ډېر زيان ليدلی دی

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د شام په ادليب کې د اوربند کېدل ستايلي دي. خو دې وزارت د اګست په درېيمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په شام کې د اوږدمهالې سولې لپاره د ملګرو ملتونو له خوا پېل شوي کار ملاتړ کوي.

په ادليب کې د شام حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ جنګ بندي د روس او ترکیې په هڅو شوې. د شوې لوظنامې ترمخه به د ملکي وګړو د خوندېتوب او ژوند اسانولو لپاره يو بفر زون رامنځته کېږي یعنې هيڅ يوه خوا به دغلته جګړه نه کوي.

د راپورونو ترمخه په ادليب کې د القاعده ترهګرې ډلې سره تړلې د حیات التحریر الشام نومي لس زره وسله وال موجود دي. همداراز د ترکي ملاتړي ياغيان هم د دې صوبې ډېره برخه کنټرولوي.

روس: پوليسو تر ۸۰۰ زيات مظاهره چيان نيولي دي

پوليس يو مظاهره کوونکی نيسي

د راپورونو ترمخه د روس په سرښار، مسکو کې پوليسو د اګست په درېيمه له اته سوو څخه زيات مظاهره چيان نيولي دي. دا مظاهره چيان د اپوزېشن سياستوال، اليکسي ناوالني په غږ راوتي دي. دوی غوښتنه کوي چې د دوی نوماندان دې د پارليمان په ټاکنو کې کانديديدو ته پرېښودل شي.

په همدې حال کې د درغليوو څېړنې کوونکې، د روس ادارې پرون وويل چې د اليکسي ناوالني دفتر له خوا د مني لانډرينګ يا د تورو پېسو مينځلوپه اړه یې تحقیقات پېل کړي دي. ناوالني د درغليوو ضد اداره لري چې د روسي چارواکو د شتمنۍ په اړه یې پوښتنې راپورته کړې او دې لړ کې څېړنې کوي.

روسي چارواکو تور لګولی چې دغې ادارې له داسې کمپنيوو ډېرې زياتې پېسې لاس ته راوړې چې په غېرقانوني ډول کار کوي.

ولسمشر غني: تر مذاکراتو دې افغان ځواکونه عمليات جاري وساتي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي له هېواده یې د بهرنيوو ځواکونو وتل به د دې پوځونو په مالي ملاتړ کوم اغېز ونه کړي ځکه چې نړيوال به د پخوانيوو تړونونو ترمخه ملاتړ جاري وساتي.

هغه پرون په کابل کې افغان ځواکونو ته د وېنا پر مهال وويل چې طالبانو سره خبرو ته هيله من دی خو د دغو مذاکراتو تر پېلېدو پورې د وسله والو ځپل مه ودروئ.

دا مهال د افغانستان لپاره د امريکې بهرنيوو چارو ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د طالبانو سره خبرې کوي.

طالبان له افغانستانه د خوا او شا لس زره امريکايي ځواکونو وتل غواړي.دواړو خواوو تمه ښودلې چې ښايي دا د تېرو اتوو مياشتو راهيسې روانو خبرو وروستی پړاو وي او کېدای شي دواړه غاړې يو جوړجاړي ته ورسېږي.

امريکا: يو کس ۲۰ کسان وژلي دي

امنيتي ځواکونه سمدستي سيمې ته ورسېدل

د امريکې ټيکساس ايالت ګورنر دفتر نن مطبوعاتو ته ويلي چې دغلته د اګست په درېيمه د يو کس په ډزو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی. ۲۶ نور زخميان دي چې د ځينو حالت ښه نه دی.

چارواکي وايي د الپاسو ښار په وال مارټ سوپر مارکيټ کې دا بريد یو ۲۱ کلن کس کړی دی چې دا مهال ترې تحقیقات روان دي. د الپاسو پوليسو مشر ګرېګ ايلن ويلي د پلټنو پر مهال یې د بريدګر داسې ليکنیز اسناد تر لاسه کړي چې ښيي دا جرم ښايي له ځينو خلکو د نفرت پر بنياد شوی وي.

د راپورونو ترمخه د پېښې اکثره قربانيان لاتين امريکايان دي. په وژل شوو کې لږ تر لږه درې او په زخميانو کې شپږ کسان د ميکسيکو هېواد پيژندل شوي.

یوناما: په افغانستان کې د جولای میاشت تر ټولو خونړۍ وه

ارشیف، په کابل کې د یوه برید د ټپیانو یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وايي، په تېره جولای میاشت کې په افغانستان کې له۱۵۰۰ زیاتو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اګست پر درېیمه د یادې ادارې لخوا په خپور شوي یو راپور کې ویل شوي چې دا د ۲۰۱۷ز کال له مې میاشتې راهېسې په یوه میاشت کې د ولسي کسانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لویه کچه ده.

یوناما وايي، د وسله والو ډلو لخوا د بریدونو زیاتېدل د ولسي مرګ ژوبلې د زیاتیدو سبب ګرځېدلې دی.

د نوموړې ادارې په وینا په دغه مرګ ژوبله کې له نیمايي زیاتې پېښې د سرک غاړې د ښخو کړل شویو ماینونو د چاودېدو له کبله مخې ته راغلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي دوی پر ولسي مرګ ژوبله زیات اندېښمن دي.

په بلوچستان کې یو ماشوم ګوزڼ ناروغۍ وهلی

په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.

د بلوچستان په پښتون ميشته سیمه قلعه عبدالله کې يو ماشوم د ګوزڼ په ناروغي اخته شوي چې دي سره په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر ۴۱ ته رسيدلې ده.

په کوټه کې چارواکو د اګست په دریمه مشال راډيو ته وویل په قلعه عبد الله کې يو پنځه کلن ماشوم کې د ګوزڼ وایرس تصديق شوي دي.

د دوی په خبره په بلوچستان کې تر اوسه پوري د ګوزڼ څلور کيسونه ثبت شوي دي. تير جولای مياشت کې په کوټه، جعفر اباد او قلعه عبد الله کيسونه مخي ته راغلي ول.

د ګوزڼ مخنيوي قامي اداري ترمخه په سږ کال کې د ګوزڼ ناورغانو شمېره ۴۱ ته رسيدلې ده.

په دي کې تر ټولو زيات خېبر پښتونخوا کې ۳۳ د ګوزڼ کيسونه ثبت شوي دي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر درېدلی

په پاکستان کې افغان کډول

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بند شوی دی.

د دې وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري د اګست پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د ایران، پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو د پرېکړې پر اساس، ایران او پاکستان په جبر د افغان کډوالو له ستنولو لاس اخیستی دی.

سید عبدالباسط انصاري وویل، د جون میاشتې راهیسې له ایران او پاکستانه هېڅ افغان کډوال په جبري ډول نه دی ایستل شوی.

د افغانستان حکومت وايي چې یو اعشاریه څلور میلیون افغانان په پاکستان او لږترلږه درې میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي.

د اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی: امریکا

د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه.

د امریکا استخباراتو معلومات تر لاسه کړي چې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه وژل شوی دی.

امریکايي میډیا د جولای پر ۳۱مه د چارواکو په حواله دا خبر ورکړی دی.

این بي سي ټېلېوېژن ته درو امریکايي چارواکو ویلي د حمزه بن لادن د مړینې په اړه معلومات لري خو نور وضاحت یې ور نه کړ او نه یې هم داسې اشاره ورکړه چې ګواکې د خبر تصدیق یې کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دفتر کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر نه د خبر تصدیق او نه یې هم رد کړ.

ولسمشر ټرمپ وویل، په دې اړه څه ویل نه غواړي.

د امریکا حکومت د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د حمزه بن لادن پر سر د یو میلیون ډالرو انعام اېښی وو.

امریکا ویلي ول چې هغه د القاعده د راتلونکي مشر په توګه مخې ته روان دی.

حمزه په خپلو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې د امریکا او نورو هېوادونو خلاف د بریدونو غږ کړی وو.

د ملېشه عسکرو په ډزو د یوه تن د وژلو خلاف ژوب کې احتجاج

د ژوب پر کلیوال شهید چوک د وژل شوي تن مړی په احتجاج کې اېښودل شوی او د پېښې پلټنه غواړي. ۲۰۱۹، ۳۱ جولای

د ژوب په توره درګه سیمه کې پر یوه ګاډي د پاکستانیو امنیتي ځواکونو (فرنټیېر کور) په ډزو کې یو ځايي تن سردار خان مندوخېل وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپیان دي.

دا پیښه بېګا شپه د تورې درګې په سیمه کې رامنځته شوې چې په ردعمل کې يي په ژوب کې ځايي ولس په احتجاج لاس پورې کړی دی او سبا د زیارت پر ورځ يي د هړتال او کاربندیز اعلان کړی دی. د دې هړتال ږغ انجمن تاجران، آل پارټيز اېکشن کمېټۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړ‎ی دی.

دوی د ژوب پر کلیوال شهید چوک مړی په احتجاج کې اېښی او غوښتي د پیښې پلټنې دې وشي او ذمه وارو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

بلخوا د ملېشې ځواکونو نن په یو بیان کې ویلي، چې ځواکونو بېګا شپه پر سرتوی پوسته د سمګلرانو یوه ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه خو هغه و نه درېد چې په ځواب کې ورباندی ځواکونو ډزی وکړې. په پېښه کې یو سمګلر ټپي شوی وو چې بیا يې وروستو په هسپتال کې ساه ورکړه.

ایران او امریکا دې په خبرو خپله لانجه ختمه کړي: میکرون

د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون.

د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون په ایران او امریکا غږ کړی چې په اړیکو کې ترینګلتیا کمه کړي.

د جولای پر۳۰مه د فرانس د ولسمشر په ماڼۍ کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ملاقات وروسته میکرون وویل، هغه غواړي چې دواړه هېوادونه خبرو اترو ته رضا شي.

نوموړي زیاته کړه چې باید د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا راکمه شي.

د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال پر اټومي تړون اختلاف دی.

د دې تړون په نتیجه کې په ایران نړیوال بندیزونه نرم کړل شوي ول او ایران يې په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړی ول.

په ۲۰۱۸م کال کې د ولسمشر ټرمپ حکومت له دې تړونه ووته او په ایران يې اقتصادي بندیزونه بیا عملي کړل.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG