د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

روسیه وايي افغانستان ته سرتېري نه استوي

روسیې د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې خپل ځواکونه افغانستان ته نه لېږدوي او نه هم پر دې اقدام غور کوي.

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سېرګې ریابکوف د جنورۍ پر نهمه، د هند په مرکز نوي دلي کې خبریالانو ته وکړه

نوموړي وویل، روسیه له ډېرې مودې راهیسې له افغان حکومت سره همکاري لري او دا همکاري د پیاوړي کېدو په حال کې ده چې یوې نوې مرحلې ته به ورسېږي.

ريابکوف دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې څو ورځې وړاندې یې وویل چې د افغانستان ګاونډیان لکه پاکستان، روسیه او هند باید د افغانستان په مسله کې زیات رول ولوبوي.

د امریکا او مېکسیکو پر پوله بشري بحران جوړ شوی: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا پر مهال

د امريکا ولسمشر ادعا کړې چې د امريکا او مېکسيکو پر پوله بشري بحران جوړ شوی دی.

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر اتمه، ولس ته ټېلېوېژني وینا وکړه چې هدف یې د امریکا او مېکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو د هڅو ګړندي کول او د ځېنو حکومتي ادارو د ۱۸ ورځني پارچاو پای ته رسول ول.

په کانګرس کې ډېموکراټان پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کوي او غوښتنه کوي چې د وفاقي حکومت هغه تړلې برخې بېرته پرانیزي چې له امله یې لسګونه زره خلک پر کور ناست دي يا بې معاشه کار کولو ته اړ شوي.

ټرمپ له کانګرسه د امريکا او مېکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د نېږدې شپږ اربه ډالرو غوښتنه کړې خو ډېموکراټانو يې مخالفت کړى دى چې له وجې یې د ۲۰۱۸ز ډېسېمبر له ۲۱مې راهیسې د امریکا وفاقي حکومت ځېنې برخې او څانګې تړلې دي.

اروپايي ټولنه د جنورۍ پر نهمه پر ایران د نویو بندیزونو تفصیل خپروي

د اروپايي ټولنې یوه ویاند ویلي، پر تهران د تازه بندیزونو تفصیل د جنورۍ پر نهمه اعلانوي.

د اروپايي ټولنې چارواکو د جنورۍ پر اتمه تر هغې وروسته بندیزونه منظور کړل چې د ایران پر استخباراتو د اروپا پر خاوره د ایران حکومت مخالفه کسانو د وژنو د هڅو تورونه دي.

تهران دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې ډول ګامونو هدف د ایران او اروپایي ټولنې اړیکي خرابول دي.

ټولنې تور پورې کړی چې ایران پر خپلو حکومت مخالفه کسانو په ډنمارک، هالېنډ او په فرانسه کې د بريدونو هڅې کوي.

د ډنمارک وزیراعظم لارز لوک راسموسین پر تهران د بندیزونو هرکلی کړی.

اردغان د کرد جنګیالیو ضد د کارروايۍ نه کولو امریکايي غوښتنه رد کړه

ترکيې د امریکا هغه خواست رد کړی چې پکې یې په شام کې د کردي جنګیالیو پر ضد د کارروایۍ نه کولو ورته ویلي ول.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د جنورۍ پر اتمه وویل، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دا غوښتنه يوه جدي تېروتنه ده چې وایي له شامه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته دې ترکیه د کرد جنګیالیو پر ضد عملیات نه کوي.

اردغان دا خبرې تر هغې وروسته وکړې چې بولټن د ترکيې له سفره هېواد ته ستون شو.

په دې سفر کې بولټن د اردغان له يوه لوړپوړي سلاکار ابراهیم کالین سره ولیدل خو د تمې برخلاف يې له اردغان سره ملاقات و نه شو.

اروپايي اتحاديې د ايران پر استخباراتي ادارې او دوو ایرانيانو بندېزونه لګولي

د ایران بیرق.

اروپايي اتحاديې نن [د جنورۍ پر اتمه] د ايران پر استخباراتي ادارې او دوو ايراني وګړو بندېزونه ولګول.

تر اوسه پورې د هغو کسانو نومونه نه دې په ډاګه شوي چې دا بندېزونه پرې لګېدلي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې په اکتوبر کې د ډنمارک پوليسو پر تهران تور پورې کړ چې د دوی پر خاوره يې د هغې ډلې کسانو د وژنې پلان جوړ کړی و چې په ايران کې تر بندېز لاندې ده.

د اروپايي اتحاديې د بندېزونو په ليسټ کې ترهګرې ډلې او هغه خلک شامل دي چې بانکي اکاونټونه یې کنګل او سفري بندېزونه پرې لګېدلي دي.

خوست: د ګمرک اووه کارکوونکي د رشوت اخيستنې په تور نیول شوي

په خوست کې نیول شوي ۲۰ لوی بارداره موټر.

د افغانستان په خوست ولایت کې چارواکي وايي د ګمرک يا کسټم اووه کارکوونکي يې د رشوت اخیستنې په تور نيولي دي.

د ملي امنيت يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن [د جنورۍ پر اتمه] مشال راډيو ته وويل چې له دغو کسانو نورې پلټنې روانې دي او مقدمه به پرې چلېږي.

دې چارواکي همداراز وويل چې په ځانګړې کاروايې کې يې هغه ۲۰ ټرکونه د سامانونو سره نيولي چې له ټېکس څخه د بچ کېدو لپاره په غېرقانوني لارو ښار ته ننوتل.

'له ايرانه اته لکه او له پاکستانه ۳۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي'

ارشيف: افغان کډوال

د کډوالو لپاره کارکوونکې نړيواله اداره، IOM وايي په ۲۰۱۸م کال کې له ايرانه اته لکه او له پاکستانه ۳۳ زره افغان کډوال خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې ادارې نن [د جنورۍ پر اتمه] په يوه خبرپاڼه کې ويلې چې په دغو کې ځيني خلک په خپله خوښه او ځيني په زور ایستل شوي دي. دا له ايرانه، د بل هر کال په پرتله تر ټولو زياتو افغان کډوالو ستنېدل دي.

په افغانستان کې د ای او اېم [IOM] مشرې، لارینس هارټ په خبرپاڼه کې زياته کړې چې په ۲۰۱۸م کال کې له ايرانه د دومره ډېرو افغانانو ستنېدلو يوه وجه دا هم ده چې پر ايران د امريکايي بندېزونو له کبله ايرانۍ پېسې کمزورې او اقتصاد خراب شوی دی.

د ملګرو کډوالو ادارې، UNHCR د ۲۰۱۸م کال د سېپټېمبر مېاشتې د شمېرو ترمخه په ايران کې تر دوه ميليونو پورې غېر راجسټر افغان کډوال اوسېږي.

ترکيه کې د روسي سفير په وژنې تورن کسان نن عدالت ته وړاندې کېږي

ارشيف: ترکيه کې د روسيې پخوانی سفير اندرې کارلوف

نن په ترکيه کې پر هغو ۲۸ کسانو مقدمه چلېږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د روسي سفير په وژنه کې پرې د ښکېلېدو تور دی.

سفیر اندرې کارلوف د هغه پوليس افسر له خوا وژل شوی وو چې پر دغه ورځ په کار کې نه و. ترکي چارواکو ويلي دغو ۲۸ کسانو به دې سړي سره همکاري درلوده.

د پېښور وکيلانو د خپل ملګري د وژنې پر ضد احتجاج کړی

پېښور های کورټ

نن په پېښور کې وکيلانو له حکومته د وکيلانو ژوند خوندي کولو لپاره احتجاج پېل کړې ده. دا مظاهره تر هغې وروسته پېل شوې چې پرون په نوتيه کې د پېښور هايي کورټ يو مشر وکيل، نيازبين خان په ډزو ووژل شو.

د پېښور وکيلانو نن [د جنورۍ پر اتمه] له عدالتي کاروايانو پرېکون کړی او مقدمو ته نه حاضرېږي.

دوی له حکومته د بشپړ پلټنو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې وکيلانو ته دې د وسلې ګرځولو اجازت ورکړي.

بلخوا له پاکستانه خپرېونکې د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې ليکلې چې پر نيازبين خان تر وژونکي بريد وروسته د هغه د کورنۍ غړو د مبينه وژونکو د کور ورانولو هڅه کړې او اور یې ور اچولی دی. په دې اړه پوليسو د پلټنو امر کړی دی.

د پېښور هايي کورټ بار مشران وايي چې په تېر يوه کال کې په خېبر پښتونخوا کې تر ۱۰ زيات وکيلان په هدفي او نورو پېښور کې وژل شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له ترک چارواکو سره د شام په اړه خبرې کوي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نن په انقره کې د ترکيې له دفاعي او استخباراتي چارواکو سره په ملاقات کې د هغو پوښتنو د ځواب او سپیناوي هڅه کوي چې د شام [سوريې] په اړه د امریکا د ارادو له وجې راپورته شوي دي.

انقرې ته د جان بولټن سفر په داسې وخت کې تر سره کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم سیمې ته هم مهاله په ورته سفر بوخت دی. دا سفرونه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر هغه ناڅاپي اعلان وروسته کېږي چې له شامه یې د خپلو ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو امر کړی و.

تمه ده چې جان بولټن به نن د ترکيې له دفاع وزیر حولوصي اکار ( Hulusi Akar ) او د استخباراتو له مشر حاقان فیدان ( Hakan Fidan ) سره وګوري.

د ټرمپ اعلان د امریکا زیات شمېر اتحادیان حیرانه کړي ول او د یاد هېواد د دفاع وزیر جېمز میتیس هم د دې په غبرګون له خپلې چوکۍ استعفا کړې وه.

په بادغیس کې ۲۱ پولیسان او د حکومت پلوه ملېشې غړي وژل شوي

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په شمالي بادغیس ولایت کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چې پکې د پولیسو او حکومت پلوې ملېشې ۲۱ غړي وژل شوي دي.

د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ د جنورۍ پر اوومه وویل، دوه جلا بریدونه د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپې مهال ناوخته شوي چې پکې ۱۴ پولیسان او د حکومت پلوه ملېشې اووه غړي وژل شوي او نهه ژوبل دي.

د بادغیس د والي ویاند جمېشد شهابي ویلي، په نښته کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

طالبانو د حملو ذمه واري منلې.

ټرمپ لا هم د مکسیکو په اړه پر خپله غوښتنه ټينګار کوي

ارشیف، ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال

د امريکا د کانګرس د مرکچيانو او د حکومتي چارواکو ترمنځ په پرونيو مذاکرو کې د کوم لوى پرمختګ راپور نه‌دى ورکړل شوى.

دوى هڅه کوي د بودیجې پر سر پر يوه موافقه سلا وکړي چې ورسره د امريکا د حکومت د ځينو برخو پرچاوي پاى ته ورسېږي.

ولسمشر ډونلد ټرمپ لا هم پر خپله غوښتنه ټينګار کوي او له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره څه د پاسه پېنځه اربه یا میليارد ډالر غواړي.

ټرمپ وايي، دغه دېوال به د ناقانونه کډوالو او مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره ضروري دى.

ډېموکراټان چې د استازو په جرګه کې اکثريت دي، د دغه دېوال لپاره د بودیجې له ورکړې سره مخالفت کوي.

په پکتیکا کې په چاودنه کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي

خوست - د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې د جنورۍ پراوومه سهارمهال د جاني خېلو ولسوالۍ په چامبران کلي کې د یو ماین د چاودنې له کبله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمود ارین مشال راډیو ته وویل، چې ماین وسله والو ایښی وو د کلي اوسېدونکو امنیتي ادارو ته له خبر ورکولو پرته د دې د لرې کولو یا شنډولو هڅه کوله چې چاودنه وشوه.

دی زیاتوي: "د پيښې ټول قربانیان ملکیان دي، نظامیانو هلته وجود نه درلود."

چامبران کلی د جاني خېلو د ولسوالۍ له مقام څخه خواوشا ۱۵ کیلومیټره لیرې پروت دی.

امریکايي ولسمشر د بودیجې په اړه د کانګرس له غړو سره ویني

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس له مشرانو سره یو ځل بیا ویني چې د فېډرالي حکومت د بندېدو پر سر روانه لانجه هواره کړای شي.

نوموړي د جنورۍ پر پېنځمه پر ټوېټر ولیکل چې د کانګریس مشران د مکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال د جوړولو په اړه د ده غوښتنې ته په ځواب ویلو کې ناکامه شول، او د بجټ پر سر د اختلاف په هواري کې ډېر پرمختګ نه دی شوی. د دغه اختلاف له وجې د امریکا ځینې حکومتي ادارې بندې دې.

ولسمشر ټرمپ لیکلي له څو لسیزو وروسته باید بالاخره به د هېواد پر جنوبي پوله د خلکو امریکا ته په ناقانونه توګه د اوښتو ستونزه د تل لپاره حل شي.

هغه امریکا ته د مهاجرو د اوښتو د مخنیوي لپاره له مکسیکو سره په پوله د دېوال جوړولو لپاره له کانګرسه شاوخوا پینځه اربه ډالر غواړي چې هغه یې ورسره نه مني.

وسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وژلی دی

چارواکي وايي، د جنورۍ پر شپرمه وسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وژلی دی.

وسله والو په کندهار کې د قاري محمود الحسن هاشمي په نوم يو ديني عالم وواژه.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي مشال راډيو ته وويل، حمله کوونکي پر موټرسايکل سپاره ول او په خاد کوڅه کې یې پر قاري محمود الحسن هاشمي ډزې وکړې.

قاري هاشمي په لويو حکومتي غونډو کې د قران کريم تلاوتونه کول او د کندهار د استيناف محکمې کارکوونکی وو.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په بدخشان کې د زرو د کان نړېدو په پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د زرو د يوه کان د سرنګ یا ټنل نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د بدخشان د پوليسو يوه وياند غربي رسنيو ته ويلي چې د جنورۍ شپږمې نېټې په پېښه کې شاوخوا ٢٠ تنه ټپیان هم دي.

چارواکي وايي، پېښه په کوهستان ولسوالۍ کې شوې ده.

د کوهستان ولسوال محمد رستم د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په سيمه کې خلکو له دغه سرنګه د زرو ټولولو لپاره کار اخيست.

د والي وياند نېک محمد نظري وايي، کليوال له لسيزو راهيسې دغه کاروبار کوي چې حکومت ورباندې کنټرول نه لري.

چارواکي زیاتوي، د پېښې په وخت کې لږ تر لږه ٥٠ کسان په هغه ځاى کې ول او د ګېرو کسانو ایستلو لپاره یې ژغورونکي وراستولي.

ټرمپ له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو بهير جاج اخلي: مايک پنس

مايک پنس

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو بهير جاج اخلي.

مايک پنس دا خبره له هغو راپورونو وروسته کړې چې پکې ويل شوي ول چې ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستانه د ۷۰۰۰ سرتيرو د ايستلو لپاره تياری ونيسي. دا وخت په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امريکايي سرتيري موجود دي.

له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره فاکس نيوز مرکه کړې چې د جنورۍ پر درېيمه ناوخته خپره شوې. دی وايي ولسمشر د دې بهير جاج اخلي.

تر دې يوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ د سیمې پر هېوادونو په تېره بيا پر روسیې، پاکستان او هند غږ کړی و چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې زیات رول ولوبوي.

کندهار: سپين بولدک کې اووه پوله ساتونکي سرتيري وژل شوي

سپين بولدک کې پوله ساته ځواکونه (۲۰۱۷م)

د افغانستان کندهار ولايت چارواکو نن [جنوري پنځمه] ويلي چې د وسلوالو په بريد کې اووه پوله ساتونکي سرتيري وژل شوي دي.

د کندهار ولايت والي وياند وايي چې په سپين بولدک کې په شوي بريد کې څلور سرتيري ژوبل شوي هم دي.

وياند عزيز احمد عزيزي زياته کړې چې تر دې يوه ورځ وړاندې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۶ وسلوال وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي ول.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اسراییل او ترکیې ته ځي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي د اسرایيلو او ترکيې سفرونه به کوي او هلته به له شام څخه د امریکايي ځواکونو د ایستل کېدو موضوع تر څنګ پر دې خبرې کوي چې واشنګټن او ملګري هېوادونه دې څنګه په سیمه کې د ایران د وارنکارو فعالیتونه مخه نیولی شي.

د جنورۍ پر درېیمه پر ټویټر پاڼه په پیغام کې بولټن وویل چې د هغو لارو چارو په اړه به هم خبرې کېږي چې څنګه په سیمه کې د اسلامي دولت وسله والو د بیا سر راپورته کېدو مخنیوی کېدای شي.

بولټن وايي، ترکيې ته د سفر پر مهال به ورسره د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر ۱۹مه په هغه اعلان سره د امریکا د پارلیمان غړي او پوځي مشران حېران کړل چې وې ویل له شامه به ۲۰۰۰ امریکايي عسکر باسي.

اسرايیلو په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي او وايي چې له شامه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به ایران وکولی شي چې هلته خپل اثر ولري.

کابل کې د اور لګېدو پېښه کې درې کسان مړه او ۲۷ ژوبل

په کابل کې د اورلګېدو د پېښې ځای

افغان چارواکى وايي، د جنوري پر دريمه د شپې پر مهال په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې درې کسان مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

اور د تېلو په يوه پمپ کې ولګېد چې وروسته يوې دنګې ودانۍ ته خور شو.

د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار ايسوشېټيډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې د شپږو ټپي شويو ښځو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د پېښې يوه عيني شاهد سيف الله اژانس ته ويلي، دغه اور نيمه شپه د کابل په ختيځ کې مکروريانو ته نږدې ولګېد. ايسوشېټيډ پريس ته پوليس چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

بلخوا د جنوري پر څلورمه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په دوو مارکېټونو کې اور ولګېد چې مالي زيان يې اړولی خو د ځاني زيان په اړه يې لا تر اوسه چارواکو څه نه دې ويلي. د اور لګېدلو لامل نه دی په ډاګه شوی خو د جلال اباد ښاروال ويلي چې اور يې وژلی دی.

د پښتونخوا کابینې راتلونکې غونډه په خیبر کې کېږي

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا د حکومتي کابینې راتلونکې غونډه په قبایلي خیبر ضلع کې وشي.

دا پرېکړه د جنورۍ د دویمې پر ماښام د اعلا وزیر محمود خان په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې وشوه.

تر غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل، د دې اقدام موخه دا ده چې د قبایلو ولس پوه شي چې اوس په پښتونخوا ورګډ شوي او حکومت یې پرمختیا ته ځانګړی پام کوي.

دا به د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډولو وروسته په هغو سیمو کې د کابینې لومړۍ غونډه وي.

خیبر له پېښور سره نښتې ولسوالي یا ضلع ده.

پیټرېک شناهن د امریکا دفاع وزارت سرپرست په توګه کار پیل کړ

پیټرېک شناهن د جنورۍ پر دویمه د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه رسماً کار پیل کړ.

نوموړي د پېنټاګان مشري تر هغې وروسته سمباله کړې چې د دفاع پخواني وزیر جېمز میټېس د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه استعفا ورکړه.

میټېس ویلي ول چې پر ځېنو موضوعاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره همنظره نه دی ځکه دنده پرېږدي.

ټرمپ چې د افغانستان د جګړې په اړه یې پر میټېس نیوکې کړې دي، نه ده روښانه کړې چې شناهن به د دفاع وزیر په توګه ونوموي او که نه بل چا ته به دنده وسپاري.

۶۸ کلن میټېس مخکې ویلي ول چې د فبرورۍ په پای کې به دنده پرېږدي. نوموړي په خپل استعفالیک کې پر ولسمشر انتقاد وکړ. تر دې وروسته ټرمپ پر نوموړي نیوکې وکړې نو میټېس وویل، تر وخت مخکې د دفاع وزارت څوکۍ پرېږدي.

ټرمپ وايي له شامه یې د سرتېرو ایستلو نېټه لا نه ده اعلان کړې

یوه امریکايي پوځي قافله د شام له منبیجه د ځواکونو مرکز لوري ته روانه ده

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له شامه یې د سرتېرو ایستلو نېټه لا نه ده اعلان کړې.

نوموړي د جنورۍ پر دویمه د کابینې غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، تر یوه ځانګړي وخت وروسته به له شامه امریکايي سرتېري وباسي خو ټینګار یې وکړ چې غواړي د اسلامي دولت (داعش) ډلې ضد جنګېدونکي کورد جنګیالي وژغوري.

امریکا د کورد جنګیالیو ملاتړې ده.

د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې ټرمپ د خپلو لوړپوړو امنیتي سلاکارانو، د کانګرس غړو او د امریکا د متحدانو د مشورې برعکس له شامه د شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو پلان اعلان کړ.

خو نوموړي د خبریالانو په موجودګۍ کې وویل چې کله یې هم له شامه د سرتېرو ایستلو په اړه د هغه څلور میاشتني مهالوېش خبره نه ده کړې چې رسنیو یې په اړه خبر ورکړی.

نینسي پلوسي د کانګرس د استازو جرګې مشري اخلي

د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د ډېموکراتانو مشره نینسي پلوسي په یوه غونډه کې

ټاکل شوې چې د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د ډېموکراتانو مشره نینسي پلوسي د دې جرګې د ۱۱۶مې کاري دورې مشري په غاړه واخلي.

پلوسي له ۲۰۰۷ز کال څخه هم د څلورو کلونو لپار د استازو د جرګې مشره وه.

نوموړې د جنورۍ پر درېیمه د دې جرګې لومړۍ غونډې پر مهال یې مشري سمبالوي.

د ۲۰۱۸ز په نومبر کې د کانګرس لپاره په منځمهاله انتخاباتو کې د ډېموکراتانو بري دې ته زمینه برابره کړه چې هغو په ۲۳۵ غړو د دې جرګې اکثریت چې مخکې له رېپبلېکنانو سره وو، تر لاسه کړي.

د استازو جرګه ټول ۴۳۵ غړي لري.

۷۸ کلنه پلوسي د ولسمشر ټرمپ له سختو منتقدینو ده او اکثره ډېموکراتانو هم ویلي چې له روسیې سره د هغه د اړیکو، د هغه د سوداګرۍ د معاملو، خیریه ټولنو او نورو کارونو په اړه به جدي څېړنې وکړي.

رېپبلېکنان بیا د کانګرس په سېنېټ کې چې ۱۰۰ غړي لري، د ۵۳ غړو په لرلو اکثریت لري.

د روسیې په نړېدلې ودانۍ کې د وژلو شمېر ۲۶ ته رسېدلی

چارواکي وايي اوس هم د ځېنو ورکو کسانو په لټه کې دي

په روسیه کې په نړېدلې ودانۍ کې د وژلو شمېر ۲۶ ته رسېدلی.

د هېواد د بیړنیو چارو وزارت د جنورۍ درېیمې پر ماښام ویلي، له پېښې څه د پاسه ۴۸ ساعته (دوه ورځې) تېرې شوي، خو دوی لا هم د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړی.

وزارت وايي، تر اوسه د پېنځو ماشومانو په ګډون د ۱۵ کسانو په لټه دي.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه، د اورال له غرونو سره نېږدې په مګنېتاګورسک ښار کې په یوه ۱۰ پوړیزه ودانې کې چاودنه وشوه چې چې د بیړنیو چارو وزارت په وینا، ۴۸ کورونه یا اپارتمانونه یې زیانمن کړل.

روسي چارواکي وايي، داسې ښکاري چې چاودنه د ګیس وه.

چارواکو له دې زیات څه نه دي ویلي او د لامل په اړه یې پلټنو ته دوام ورکړی.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG