د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

۲۰۱۹م کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي: سکاټ ميلر

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، ۲۰۱۹ م کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پورې کال وي.

جنرال سکاټ ميلر د جنورۍ په لومړۍ نېټه کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې هغو مواردو ته اشاره کړې چې دا مهال د افغانستان د سولې په اړه روان دي.

نوموړي وویل، "په څو پلازمېنو کې پر پالیسیو غور کېږي، د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سولې ټینګار کوي، طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه خبرې کوي."

په همدې حال کې د ناټو ویاند په کابل کې له نورو امریکایي پوځيانو سره د نوي کال د لمانځلو پرمهال د افغانستان سولې ته هيله‌ مندي وښوده او ویې ویل چې په ۲۰۱۹م کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی چې په‌ دغه هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره میاشت د طالبانو له استازو سره په ابوظبۍ کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې په روانه جنورۍ میاشت کې د طالبانو استازي د سعودي عرب په جده ښار کې په یوه ورته غونډه کې برخه واخلي.

پاکستان هند ته د ۵۳۷ هندي بنديانو لیسټ سپارلی

د پاکستان د ملتان مرکزي زندان

پاکستان هند ته د ۵۳۷ هغو هندي بنديانو لیسټ سپارلی چې په بېلابېلو وختونو کې پاکستاني ځواکونو نيولي دي.

د پاکستان سرکاري راډيو د يو خبر تر مخه په دوی کې ۸۳ کب نيوونکي او ۵۴ عام وګړي دي.

دا ليسټ د پاکستان او هند تر منځ په ۲۰۰۸م کال کې د لاسليک شوي يو تړون تر مخې سپارل شوی دی. تمه ده چې هند به هم همدغسې کوي او اسلام اباد ته به د هغو پاکستانيانو نومونه سپاري چې په هند کې بنديان دي.

نن به نړۍ کې ۳۹۵۰۰۰ ماشومان وزېږي: ملګري ملتونه

روسيه کې نوي زوکړي ماشومان

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادراې یونېسېف اټکل کړی چې نن د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ به په ټوله نړۍ کې ۳۹۵۰۰۰ ماشومان وزېږي.

دې ادارې پرون ماښام په يوه خبرپاڼه کې وويل چې تر ټولو زيات ماشومان به په هند کې زېږي چې شمېر يې ۶۹۹۴۴ دی. د خبرپاڼې تر مخه به په پاکستان کې ۱۵۱۱۲ او په افغانستان کې به ۳۲۲۷ ماشومان نړۍ ته راشي.

سعودي حکومت د نشيي موادو د قاچاق په جرم له پاکستاني وګړي سر پرې کړ

د سعودي عرب بېرغ

د سعودي عرب کورنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن [جنوري لومړۍ نېټه] وويل چې د نوي کال ۲۰۱۹م په لومړۍ ورځ يې له هغه پاکستاني وګړي سر پرې کړی چې د نشه يي موادو د قاچاق په جرم زنداني وو.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د دې خبرپاڼې په حواله ويلي چې دغه سړی نظار احمد نومېده. په سعودي کې د مرګ سزا په پانسۍ سره نه بلکې په تورې سره د سر په پرې کولو عملي کېږي. دې اژانس زياته کړې چې سعودي عرب تېر کال له ۱۲۵ کسانو د سزا په توګه سرونه پرې کړي وو.

نوښار: پوليسو د نهه کلنې جينۍ په وژنه تورن کس نيولی

لاهور کې د ماشومانو د ځورونې ضد مظاهره

د خېبر پښتونخوا پوليسو په نوښار کې تېره اوونۍ د يوې نهه کلنې جينۍ د وژنې په تور يو کس نیولی دی.

د مردان پوليسو مرستيال مشر محمد علي خان نن [جنورۍ لومړۍ نېټه] خبريالانو ته وويل چې نيول شوی کس ۲۱ کلن دی او پر هغه دا تور هم دی چې دغه ماشومه يې تر وژلو مخکې د جنسي تېري ښکار کړې.

د دې جينۍ مړی د ډېسېمبر پر ۲۷مه د نوښار په نوي کلي کې په يوه هديره کې موندل شوی و.

په همدې حال کې د نوښار پوليسو مرستيال مشر منصور امان پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دوی ۲۰ کسان په بېلابېلو جرمونو کې د تړاو په تور نيولي دي.

که حکومت مرسته وکړي، کوکنار نه کرو: افغان کروندګر

د ننګرهار نقشه.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په ننګرهار کې د کوکنار د کښت د مخنيوي په موخه پروژې پرانیستې.

په دې اړه د ډېسېمبر پر ۳۱مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې غونډه وشوه چې پکې لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د بېلا بېلو ولسوالیو کروندګرو برخه لرله.

په غونډه کې کروندګرو وویل چې که حکومت ورسره مرستې وکړي نو کوکنار به نه کري.

په غونډه کې موجود د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني ژمنه وکړه چې د کوکنارو نه کرلو په بدل کې به د کرنې په برخه کې نوې پروژې پرانیزي.

ننګرهار د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې کوکنار پکې کرل کېږي.

په هغه ولایت کې تېر کال په څه باندې ۱۸زره هیکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

که امریکا خپلې ژمنې پوره نه کړي بله لاره خپلوو: کیم

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون ان

شمالي کوریا خبرداری ورکړی دی چې که امریکا پر دغه هېواد بندیزونه جاري وساتي نو دوی به بله لاره غوره کړي.

نن د نوي کال په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان ویلي که امریکا خپلې ژمنې پوره نه کړي او پر هغوی بندیزونو او فشارونو ته دوام ورکړي نو دوی به هم کومه بله لاره خوښه کړي.

کیم وویل په ۲۰۱۸ م کال کې یې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په سینګاپور کې ګټورې خبرې کړې وې او بیا هم هر وخت چمتو دی چې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.

کیم پر امریکا غږ وکړ چې له جنوبي کوریا سره د درول شویو پوځي تمرینونو موده دې وغځوي.

د ۲۰۱۸م کال په جون کې کیم او ټرمپ د کوریا ټاپووزمې په غېر اټومي کولو سلا شوي ول خو پر دې موضوع په دا وروستیو کې لږ پرمختګ شوی دی.

افغانستان: ۴۵ وسله وال طالبان او ۲۳ پوليس وژل شوي

د افغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د میدان وردګ ولايت پولیسو مشر محمد ویس صمیمي وايي د ډېسېمبر۳۱مې راهيسې يې پېل شوو عملياتو کې ۴۵ طالبان وژلي دي.

نوموړي نن [جنوري لومړۍ نېټه] مشال راډيو ته وويل چې په دې عملياتو کې پر طالب قوماندان انجنیېر حیات چې پر لویه لاره یې چریکي بریدونه کول سربېره، قوماندانان ملا محمود، ملا جبار او مولوي هاشم وژل شوي او د هغوی پټنځايونو يې له منځه وړې دي.

په همدې حال کې د سرپل ولايت د ولايتي شورا يو غړي محمد اصف صادقي نن ډي پي اې خبري اژانس ته ويلي چې د دې ولايت پر صیاد ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې ۲۳ پوليس وژل شوي دي. ځايي چارواکو د دې مرګ ژوبلې تاييد نه دی کړی خو يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې په دې بريد کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان خلیل خان د څلورو نورو سرتېرو سره وژل شوی او درې تنه ملګرې یې ټپیان شوي دي.

د نړۍ بېلا بېلو برخو کې د نوي کال خوشحالۍ ولمانځل شوې

په برازیل کې نوي کال.

د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې د نوي زېږد کال ۲۰۱۹م په مناسبت خوشحالۍ ولمانځل شوې

د نوي کال د لمانځنې لومړۍ غونډې په اسټرالیا او چین کې وشوې.

د اسټرالیا په تر ټولو لوی ښار سډني کې د هغه هېواد د تاریخ تر هر وخت لویه اورلوبه وشوه.

په هانګ کانګ کې هم د نوي کال هرکلی پر لویو ودانیو د رڼاګانو په بلولو سره وشو.

د انډونیشیا په مرکز جکارته کې د نوي کال اورلوبه او د نوي کال د لمانځنۍ زیاتره دستورې د څونامي قربانیانو ته د درناوي په خاطر لغوه شوي وې.

د هغه هیواد په باټن صوبه کې د ډېسېمبر پر ۲۲مه څونامي تر ۴۰۰ زیات کسان ووژل.

په روس کې هم د نوي کال په مناسبت دستورې وشوې.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، په کراچي، لاهور او نورو ښارونو کې د نوي کال جشنونه شوي او خلکو د نوي کال په راتګ د خوشحالۍ څرګندونې کړي دي.

روسیه وايي یو امریکايي وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی

روسیه وایي، یو امریکایي وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د روس دولتي خبري ادارې تاس د ډېسېمبر پر ۳۱مه د استخباراتي ادارې اېف اېس بي د چارواکو له خولې ویلي، دا کس د ډېسېمبر پر ۲۸مه نیول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

اژانس وایي، که پر نیولي تن تور ثابت شو نو هغه ته له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې د قید سزا اورول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د نوي کال په مناسبت خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ ته په استولي لیک کې ویلي، ورسره خبرو ته تیار دی.

په شام او ختیځ اوکراین کې د روانو حالاتو او جګړو له کبله د روسیې او امریکا تعلقات خړ، پړ دي.

کېم جونګ اون د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د لیدو غوښتنه کړې

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په ۲۰۱۹ز کال کې د جنوبي کوریا له چارواکو سره د نورو خبرو غوښتنه کړې.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه په خپور بیان کې راغلي چې کېم دا غوښتنه د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای اېن ته په استولي لیک کې کړې.

نوموړي په لیک کې دا هم ویلي چې خپه دی چې د ۲۰۱۸ز کال په پای کې د جنوبي کوریا پلازمېنې سول ته پلان شوی سفر نشي کولای.

کېم او مون په ۲۰۱۸ز کال کې درې ځلې لیدلي دي.

د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو ازموینو پر سر پر هغه هېواد د سول او غربي هېوادونو انتقادونه زیات شول او غندنه یې وشوه.

تر دې وروسته پیانګ یانګ خپلې سفارتي هلې ځلې پراخې کړې.

افغان ولسمشر د حمید ماشوخېل او حضرت بېدل د مزارونو بیارغونې امر کړی

افغان ولسمشر اشرف غني د پښتو نومیالي شاعر عبدالحمید ماشوخېل مومند او د پارسۍ د نومیالي شاعر حضرت مراز عبدالقادر بېدل د مزارونو بیارغونې منظوري ورکړې.

د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې اشرف غني د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ښاري پراختیا عالي شورا په غونډه کې امر وکړ چې د خیبر پښتونخوا په پېښور کې دې د حمید ماشوخېل مقبره ورغوي.

بیان وايي،ولسمشر غني په خبرو کې وویل چې بېدل په افغانستان او تاجکستان کې لوی مقام لري نو ځکه دې اړوند چارواکي په دلي کې د هغه مزار هم ورغوي.

د بنګلادېش د انتخاباتو تاوتریخوالي کې شاوخوا ۱۰ کسان وژل شوي

په بنګلا دېش کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ټولټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي پېښې او نښتې شوې دي چې پکې د اژانسونو په وینا تر ۱۰ پورې کسان وژل شوي.

اسوشي اېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونه لیکي، پولیسو ورته ویلي چې د تاوتریخوالي پر مهال درې کسان د پولیسو په ډزو او شپږ نور د واکمن عوامي لیګ او د اپوزیشن بنګلا دېش ملتپاله ګوند د ملاتړو په نښتو کې وژل شوي.

چارواکي وايي، د اپوزیشن ګوند په برید کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی دی.

رپورټونه وايي، د بنګلادېش میلیونونه وګړي د یکشنبې یا اتوار پر ورځ خپلې رایې کاروي چې ورسره به نوی پارلېمان منتخب شي.

هلته اپوزیشن ګوندونو د ټاکنو پر ورځ پر حکومت د درغلیو تور هم پورې کړی چې حکومت رد کړی.

پکتیکا کې هوايي برید پنځه وسله وال طالبان وژلي

د افغانستان د هوايي ځواک الوتکه

د افغانستان د پکتیکا ولايت نظامي چارواکي وايي، د دې ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن [د ډېسېمبر پر ۲۹مه] مشال راډيو ته وويل چې دا بريد تېره ورځ ناوخته شو.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا ترڅنګ په ټول افغانستان کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له لوري د وسله والو پرضد په هوايي، ځمکني او توپچي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

ټرمپ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې: سپينه ماڼۍ

ډونلډ ټرمپ

سپينه ماڼۍ وايي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې له افغانستانه به خپل نيمايي ځواکونه باسي او نه يې هم دفاع وزارت ته د دې پروسې د پېلولو امر کړی دی.

تېره اوونۍ په امريکايي رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي ول چې امریکا به له افغانستانه خپل ۷۰۰۰ زره سرتېري وباسي.

د دې خبر له کبله پر ولسمشر ټرمپ په امریکا کې دننه ډېرې نيوکې وشوې.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګېريټ مارکویس د ډېسېمبر پر ۲۸مه رسنيو ته په لېږل شوي برېښناليک کې ويلي چې ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه نه ده کړې چې امريکا به په افغانستان کې خپل ځواکونه کموي او نه يې هم دفاع وزارت [پېنټاګون] ته امر کړی چې د ځواکونو د ايستلو پروسه پېل کړئ.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ زره عسکر لري.

روسيه دې اوکرايني ماڼوګان خوشي کړي: اېنګيلا ميرکل

د تښتول شوي اوکرايني ماڼو انځور

د جرمني چانسلرې اینګیلا میرکل د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټین ته ویلي چې د کرچ په تنګي کې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوي ۲۴ اوکرایني ماڼوګان دې خوشي کړي.

د جرمني حکومتي ویاند د ډېسېمبر پر ۲۸مه وویل دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې په خبرو کې د کرایمیا او مشرقي اوکراین پر حالاتو او د امریکا لخوا له شام څخه د ځواکونو د ایستلو د پریکړې په اړه خبرې کړي دي.

د روسیې او جرمني تر منځ اړیکې تر هغه وروسته ترینګلې شوي چې د روان ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۲۵مه روسي ځواکونو پر یو شمېر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او ۲۴ ماڼوګان يې ونيول. پر دوي د روسیې له پولې په غېرقانوني توګه د اوښتو تورونه دي.

اروپايي ټولنې او امریکا هم ویلي چې روسي عملیات غیرقانوني ول او له ماسکو څخه يې غوښتنه کړې چې نیول شوي ماڼوګان خوشي کړي او کښتۍ دې يې اوکراین ته وسپاري. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنې رد کړي دي.

جنوبي افريقا پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا ټېسټ کرکټ لوبه.

جنوبي افريقا په ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ډېسېمبر پر ۲۸مه د جنوبي افريقا په سېنچورين لوبغالي کې پای ته ورسېده.

پاکستان د دې لومړۍ ټېسټ لوبې په دوو پړاوونو کې ۱۸۱ او ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې جنوبي افريقا په لومړي پړاو کې۲۲۳ او په دويم پړاو کې يې د څلورو لوبغاړو په ورکولو ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټل.

تر دې وروسته به داوړه لوبډلې په کېپ ټاون او جوهانسبرګ کې هم ټېسټ لوبې کوي.

افغان حکومت د دې هېواد د فټبال فيډراسيون پر مشر سفري بنديز لګولی

د افغانستان د فټبال فیډراسیون مشر کرام الدین کریم.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې پر کرام الدين کريم سربېره د فيډراسيون څلور نور غړي هم ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

دا ګام تر هغه وروسته پورته کړل شوی چې دا په وروستيو کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې ځېنو غړيو د فوټبال فيډراسيون څو چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي ول.

په دې لړ کې لومړی بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور خپور کړى و.

همدغې ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۲۷مه بيا په خپل راپور کې د هغو نجونو تازه بيانونه خپاره کړل چې د دوی په وينا په جنسي توګه ځورول شوي وې او يا هم جنسي تېری پر شوی و.

که څه هم د افغانستان د فټبال فيډراسيون چارواکو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي دي خو لويه څارنوالي وايي چې د کورنيو چارو وزارت ترڅنګ د دوی يوې کمېټې هم د شويو ادعاوو په اړه څېړنې پېل کړې دي.

حکومت دې په اورکزيو کې بیا سرشمېرنه وکړي: اروکزي مشران

د اورکزو نقشه.

د خېبر پښتونخوا د قبايلي سيمې اورکزيو ضلعې مشرانو او ځوانانو له حکومته په سیمه کې د بیا سرشمېرنې غوښتنه کړې ده.

دوی د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پېښور پریس کلب کې د یوې غونډې پر مهال وویل په سرشمېرنه کې د اورکزو سمه ابادي نه ده ښودل شوې نو ځکه په دغه اساس دې نوې حلقه بندۍ او د وسایلو وېش نه کوي.

یو ځايي مشر ملک مثل خان پرون مشال راډیو ته وویل چې د ۱۹۹۸م کال د سرشمېرنې له مخې د دوی ابادي ۲۵۳۰۰۰ وه خو په ۲۰۱۷م کال کې زموږ ابادي ۲۵۴۰۰۰ ده چې دا ناسمه ښودل شوې ده. د نوموړي په وينا دا وخت د دوی ابادي اته لکه ده.

مثل خان زياته کړه که د دوی دا غوښتنه ونه منل شوه نو دا معامله به عدالت ته وړي.

د دوی په خبره د کډوالۍ له امله د سیمې د اوسېدونکو سم شمېر نه ښودل له دوی سره بې انصافي ده.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اورکزیو استازي جواد حسېن مخکې مشال راډیو ته ویلي و چې دا معامله یې وزیراعظم عمران خان ته رسولې ده چې د دغه ستونزې د هوارولو باور یې ورکړی دی.

امريکايي کانګریس د حکومتي ادارو جزوي بنديز ليرې کولو موافقې ته و نه رسېدی

داسې ښکاري چې کانګریس او سپینه ماڼۍ د نوي کال تر رخصتیانو مخکې د امریکايي حکومت د ځينو ادارو د جزوي بندېز ختمولو په اړه ناهیلې شوي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه په دې اړه د کانګریس دواړه ګوندونه ډیموکرېټ او ریپبلکن کومې موافقې ته و نه رسېدل.

پر دې معامله به د کانګریس بله غونډه د ډېسېمبر پر ۳۱مه کېږي.

د ډيموکرېټ او ریپبلکن ګوند د پارلمان غړي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې موافقې ته پر رسېدو هڅه کوي چې تر مخه یې د بنديز له کبله د اغېزمن شوي۲۰ فیصدي حکومتي کارونو لپاره فنډونه ورکول جاري وساتي خو ښايي دا موافقه د جنورۍ تر دریمې و نه شي.

په راتلونکي کال ۲۰۱۹م کې به د امریکا د استازو جرګې چارې د ډیموکرېټ ګوند په کنټرول کې وي او په سېنېټ کې به ریپبلکن ګوند د مخکې په شان په اکثریت کې پاتې وي.

د امریکا حکومتي جزوي بندېز د دسمبر پر۲۳مه تر هغې وروسته ولګېدی کله چې د بجټ زیاتولو په اړه د سپینې ماڼۍ او کانګریس تر منځ موافقه و نه شوه.

ولسمشر ټرمپ غواړي له میکسکو سره پر پوله په دېوال جوړولو پنځه اربه ډالره ولګوي خو په سېنېټ کې د ډیموکرېټ ګوند غړي ورسره موافق نه دي.

سعودي عرب کې د یو شمېر وزارتونو وزیران بدل شوي

د سعودي عرب پاچا سلمان بن عبدالعزیز.

د سعودي عرب پاچا سلمان په حکومت کې دننه د غټو بدلونونو امر کری دی.

دا تر هغې وروسته ده چې شا او خوا درې میاشتې مخکې د سعودي خبریال جمال خاشوقجي د وژنې پر سر سخت نړیوال غبرګون وښودل شو.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه د اعلان شوی پریکړې له مخې د بهرنیو چارو وزارت، اطلاعاتو او خپرونو، تعلیم او نورو وزارتونو لپاره نوي وزیران ټاکل شوي دي.

د دې تر څنګ په هغو دوو سترو شوراګانو کې هم بدلونونه شوي دي چې د اقتصاد او امنیت د چارو څارنه کوي.

د دواړو شوراګانو مشري د باچا سلمان زوی وليعهد محمد بن سلمان کوي.

خو د بدلون له مخه د وليعهد پر واک څه اغېز نه دی شوی چې دا مهال د مرستيال وزيراعظم او وزير دفاع دندې هم پر مخ وړي.

داسې ښکاري چې د نوو اقداماتو له مخې به د وليعهد واک نور هم زیات شي ځکه چې تر مخه یې د شاهي کورنۍ هغه سلاکاران ګمارل شوي دي چې وليعهد ته نږدې ګڼل کېږي.

افغان ولسمشر د حکومتي ادارو د امنیتي پلان جوړولو امر کړی

افغان ولسمشر اشرف غني د کورنیو او مالي چارو له وزارتونو غوښتي چې په کابل کې د وروستۍ حملې په څېر بریدونو د مخنیوي لپاره د ټولو حکومتي ادارو د امنیت لپاره واضح پلان جوړ کړي.

د ولسمشر دفتر تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې دا غوښتنه اشرف غني د ډېسېمبر پر ۲۷مه د کابینې په غونډه کې کړې.

بیان وايي، ولسمشر غني وویل چې سره له دې چې طالبانو د کابل په وروستۍ حمله کې لاس لرل رد کړي خو دا ډله یې ذمه واره بلل کېږي.

د ګل پر ورځ په کابل کې پر ټولګټو وزارت په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل شول.

د دغه بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د افغانستان سولې ته ژمن یو: باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي هیواد یې په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمن دی.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر ای اېس پي ار د ډېسېمبر پر ۲۷مه ناوخته په خبر پاڼه کې ويلي چې د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه دا څرګندونې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرل اسټن سکاټ میلر سره په راولپنډۍ کې د ملاقات پرمهال کړي دي.

په ملاقات کې د پوځ مشر وویل چې په افغانستان کې امن د پاکستان لپاره مهم دی.

په دغه لیدنه کې د ګډې دلچسپۍ موضوعاتو تر څنګ د سیمې او په تېره پر افغان پخلاینې عمل باندې خبرې وشوې.

دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ د افغان شخړې حل راویستو پر اړتيا ټینګار وکړ او وې ویل چې د ترهګرو خلاف او پر سرحدي سیمه د امنیت موثره نظم په لړ کې به ګډې هڅې جاري ساتي.

ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکې نه ورکوو: کرک مشران

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ولسي غونډه. ۲۰۱۸ د جون دوهمه.

د خېبر پښتونخوا د کرک ځايي مشرانو د احتجاج په توګه خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي د نه ورکولو اعلان کړی.

د کرک د ورغه بانډې مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل په سیمه کې د سهولتونو د نشتوالي له امله د احتجاج په توګه د پولیو ضد راتلونکي کمپاين کې برخه نه اخلي.

دوی وايي تر هغې به دغه بایکاټ جاري ساتي تر څو چې یې ستونزې هواري کړل شوي نه وي.

د سیمې ناظم وايي، د سړک نه جوړولو وجه د کلي د دوو ډلو تر منځ لانجه ده او د سیمې د اوسېدونکو غوښتنه وه چې د سکولونو پر ځای دې ورته بجلي ورکړي.

ګاونډیان دې له طالبانو سره له رابطو افغان حکومت خبر ساتي

په افغانستان کې چارواکي وايي که ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره خبرې کوي نو دوی بايد خبر وساتي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د ډېسېمبر پر ۲۶مې مشال راډيو ته وويل چې په وروستيو کې طالبانو له ايرانيو، روسيو او امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

طالبانو د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په ابوظبۍ کې د متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، پاکستان او له امريکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې.

ايرانيو چارواکو ويلي چې طالبان تهران ته هم ورغلي ول.

خو دې وسله والې ډلې له افغان چارواکو سره له لیدو انکار کړی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG