د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

روسیه وايي یو امریکايي وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی

روسیه وایي، یو امریکایي وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د روس دولتي خبري ادارې تاس د ډېسېمبر پر ۳۱مه د استخباراتي ادارې اېف اېس بي د چارواکو له خولې ویلي، دا کس د ډېسېمبر پر ۲۸مه نیول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

اژانس وایي، که پر نیولي تن تور ثابت شو نو هغه ته له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې د قید سزا اورول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د نوي کال په مناسبت خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ ته په استولي لیک کې ویلي، ورسره خبرو ته تیار دی.

په شام او ختیځ اوکراین کې د روانو حالاتو او جګړو له کبله د روسیې او امریکا تعلقات خړ، پړ دي.

کېم جونګ اون د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د لیدو غوښتنه کړې

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په ۲۰۱۹ز کال کې د جنوبي کوریا له چارواکو سره د نورو خبرو غوښتنه کړې.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه په خپور بیان کې راغلي چې کېم دا غوښتنه د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای اېن ته په استولي لیک کې کړې.

نوموړي په لیک کې دا هم ویلي چې خپه دی چې د ۲۰۱۸ز کال په پای کې د جنوبي کوریا پلازمېنې سول ته پلان شوی سفر نشي کولای.

کېم او مون په ۲۰۱۸ز کال کې درې ځلې لیدلي دي.

د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو ازموینو پر سر پر هغه هېواد د سول او غربي هېوادونو انتقادونه زیات شول او غندنه یې وشوه.

تر دې وروسته پیانګ یانګ خپلې سفارتي هلې ځلې پراخې کړې.

افغان ولسمشر د حمید ماشوخېل او حضرت بېدل د مزارونو بیارغونې امر کړی

افغان ولسمشر اشرف غني د پښتو نومیالي شاعر عبدالحمید ماشوخېل مومند او د پارسۍ د نومیالي شاعر حضرت مراز عبدالقادر بېدل د مزارونو بیارغونې منظوري ورکړې.

د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې اشرف غني د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ښاري پراختیا عالي شورا په غونډه کې امر وکړ چې د خیبر پښتونخوا په پېښور کې دې د حمید ماشوخېل مقبره ورغوي.

بیان وايي،ولسمشر غني په خبرو کې وویل چې بېدل په افغانستان او تاجکستان کې لوی مقام لري نو ځکه دې اړوند چارواکي په دلي کې د هغه مزار هم ورغوي.

د بنګلادېش د انتخاباتو تاوتریخوالي کې شاوخوا ۱۰ کسان وژل شوي

په بنګلا دېش کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ټولټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي پېښې او نښتې شوې دي چې پکې د اژانسونو په وینا تر ۱۰ پورې کسان وژل شوي.

اسوشي اېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونه لیکي، پولیسو ورته ویلي چې د تاوتریخوالي پر مهال درې کسان د پولیسو په ډزو او شپږ نور د واکمن عوامي لیګ او د اپوزیشن بنګلا دېش ملتپاله ګوند د ملاتړو په نښتو کې وژل شوي.

چارواکي وايي، د اپوزیشن ګوند په برید کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی دی.

رپورټونه وايي، د بنګلادېش میلیونونه وګړي د یکشنبې یا اتوار پر ورځ خپلې رایې کاروي چې ورسره به نوی پارلېمان منتخب شي.

هلته اپوزیشن ګوندونو د ټاکنو پر ورځ پر حکومت د درغلیو تور هم پورې کړی چې حکومت رد کړی.

پکتیکا کې هوايي برید پنځه وسله وال طالبان وژلي

د افغانستان د هوايي ځواک الوتکه

د افغانستان د پکتیکا ولايت نظامي چارواکي وايي، د دې ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن [د ډېسېمبر پر ۲۹مه] مشال راډيو ته وويل چې دا بريد تېره ورځ ناوخته شو.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا ترڅنګ په ټول افغانستان کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له لوري د وسله والو پرضد په هوايي، ځمکني او توپچي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

ټرمپ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې: سپينه ماڼۍ

ډونلډ ټرمپ

سپينه ماڼۍ وايي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې له افغانستانه به خپل نيمايي ځواکونه باسي او نه يې هم دفاع وزارت ته د دې پروسې د پېلولو امر کړی دی.

تېره اوونۍ په امريکايي رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي ول چې امریکا به له افغانستانه خپل ۷۰۰۰ زره سرتېري وباسي.

د دې خبر له کبله پر ولسمشر ټرمپ په امریکا کې دننه ډېرې نيوکې وشوې.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګېريټ مارکویس د ډېسېمبر پر ۲۸مه رسنيو ته په لېږل شوي برېښناليک کې ويلي چې ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه نه ده کړې چې امريکا به په افغانستان کې خپل ځواکونه کموي او نه يې هم دفاع وزارت [پېنټاګون] ته امر کړی چې د ځواکونو د ايستلو پروسه پېل کړئ.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ زره عسکر لري.

روسيه دې اوکرايني ماڼوګان خوشي کړي: اېنګيلا ميرکل

د تښتول شوي اوکرايني ماڼو انځور

د جرمني چانسلرې اینګیلا میرکل د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټین ته ویلي چې د کرچ په تنګي کې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوي ۲۴ اوکرایني ماڼوګان دې خوشي کړي.

د جرمني حکومتي ویاند د ډېسېمبر پر ۲۸مه وویل دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې په خبرو کې د کرایمیا او مشرقي اوکراین پر حالاتو او د امریکا لخوا له شام څخه د ځواکونو د ایستلو د پریکړې په اړه خبرې کړي دي.

د روسیې او جرمني تر منځ اړیکې تر هغه وروسته ترینګلې شوي چې د روان ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۲۵مه روسي ځواکونو پر یو شمېر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او ۲۴ ماڼوګان يې ونيول. پر دوي د روسیې له پولې په غېرقانوني توګه د اوښتو تورونه دي.

اروپايي ټولنې او امریکا هم ویلي چې روسي عملیات غیرقانوني ول او له ماسکو څخه يې غوښتنه کړې چې نیول شوي ماڼوګان خوشي کړي او کښتۍ دې يې اوکراین ته وسپاري. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنې رد کړي دي.

جنوبي افريقا پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا ټېسټ کرکټ لوبه.

جنوبي افريقا په ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ډېسېمبر پر ۲۸مه د جنوبي افريقا په سېنچورين لوبغالي کې پای ته ورسېده.

پاکستان د دې لومړۍ ټېسټ لوبې په دوو پړاوونو کې ۱۸۱ او ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې جنوبي افريقا په لومړي پړاو کې۲۲۳ او په دويم پړاو کې يې د څلورو لوبغاړو په ورکولو ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټل.

تر دې وروسته به داوړه لوبډلې په کېپ ټاون او جوهانسبرګ کې هم ټېسټ لوبې کوي.

افغان حکومت د دې هېواد د فټبال فيډراسيون پر مشر سفري بنديز لګولی

د افغانستان د فټبال فیډراسیون مشر کرام الدین کریم.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې پر کرام الدين کريم سربېره د فيډراسيون څلور نور غړي هم ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

دا ګام تر هغه وروسته پورته کړل شوی چې دا په وروستيو کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې ځېنو غړيو د فوټبال فيډراسيون څو چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي ول.

په دې لړ کې لومړی بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور خپور کړى و.

همدغې ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۲۷مه بيا په خپل راپور کې د هغو نجونو تازه بيانونه خپاره کړل چې د دوی په وينا په جنسي توګه ځورول شوي وې او يا هم جنسي تېری پر شوی و.

که څه هم د افغانستان د فټبال فيډراسيون چارواکو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي دي خو لويه څارنوالي وايي چې د کورنيو چارو وزارت ترڅنګ د دوی يوې کمېټې هم د شويو ادعاوو په اړه څېړنې پېل کړې دي.

حکومت دې په اورکزيو کې بیا سرشمېرنه وکړي: اروکزي مشران

د اورکزو نقشه.

د خېبر پښتونخوا د قبايلي سيمې اورکزيو ضلعې مشرانو او ځوانانو له حکومته په سیمه کې د بیا سرشمېرنې غوښتنه کړې ده.

دوی د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پېښور پریس کلب کې د یوې غونډې پر مهال وویل په سرشمېرنه کې د اورکزو سمه ابادي نه ده ښودل شوې نو ځکه په دغه اساس دې نوې حلقه بندۍ او د وسایلو وېش نه کوي.

یو ځايي مشر ملک مثل خان پرون مشال راډیو ته وویل چې د ۱۹۹۸م کال د سرشمېرنې له مخې د دوی ابادي ۲۵۳۰۰۰ وه خو په ۲۰۱۷م کال کې زموږ ابادي ۲۵۴۰۰۰ ده چې دا ناسمه ښودل شوې ده. د نوموړي په وينا دا وخت د دوی ابادي اته لکه ده.

مثل خان زياته کړه که د دوی دا غوښتنه ونه منل شوه نو دا معامله به عدالت ته وړي.

د دوی په خبره د کډوالۍ له امله د سیمې د اوسېدونکو سم شمېر نه ښودل له دوی سره بې انصافي ده.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اورکزیو استازي جواد حسېن مخکې مشال راډیو ته ویلي و چې دا معامله یې وزیراعظم عمران خان ته رسولې ده چې د دغه ستونزې د هوارولو باور یې ورکړی دی.

امريکايي کانګریس د حکومتي ادارو جزوي بنديز ليرې کولو موافقې ته و نه رسېدی

داسې ښکاري چې کانګریس او سپینه ماڼۍ د نوي کال تر رخصتیانو مخکې د امریکايي حکومت د ځينو ادارو د جزوي بندېز ختمولو په اړه ناهیلې شوي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه په دې اړه د کانګریس دواړه ګوندونه ډیموکرېټ او ریپبلکن کومې موافقې ته و نه رسېدل.

پر دې معامله به د کانګریس بله غونډه د ډېسېمبر پر ۳۱مه کېږي.

د ډيموکرېټ او ریپبلکن ګوند د پارلمان غړي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې موافقې ته پر رسېدو هڅه کوي چې تر مخه یې د بنديز له کبله د اغېزمن شوي۲۰ فیصدي حکومتي کارونو لپاره فنډونه ورکول جاري وساتي خو ښايي دا موافقه د جنورۍ تر دریمې و نه شي.

په راتلونکي کال ۲۰۱۹م کې به د امریکا د استازو جرګې چارې د ډیموکرېټ ګوند په کنټرول کې وي او په سېنېټ کې به ریپبلکن ګوند د مخکې په شان په اکثریت کې پاتې وي.

د امریکا حکومتي جزوي بندېز د دسمبر پر۲۳مه تر هغې وروسته ولګېدی کله چې د بجټ زیاتولو په اړه د سپینې ماڼۍ او کانګریس تر منځ موافقه و نه شوه.

ولسمشر ټرمپ غواړي له میکسکو سره پر پوله په دېوال جوړولو پنځه اربه ډالره ولګوي خو په سېنېټ کې د ډیموکرېټ ګوند غړي ورسره موافق نه دي.

سعودي عرب کې د یو شمېر وزارتونو وزیران بدل شوي

د سعودي عرب پاچا سلمان بن عبدالعزیز.

د سعودي عرب پاچا سلمان په حکومت کې دننه د غټو بدلونونو امر کری دی.

دا تر هغې وروسته ده چې شا او خوا درې میاشتې مخکې د سعودي خبریال جمال خاشوقجي د وژنې پر سر سخت نړیوال غبرګون وښودل شو.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه د اعلان شوی پریکړې له مخې د بهرنیو چارو وزارت، اطلاعاتو او خپرونو، تعلیم او نورو وزارتونو لپاره نوي وزیران ټاکل شوي دي.

د دې تر څنګ په هغو دوو سترو شوراګانو کې هم بدلونونه شوي دي چې د اقتصاد او امنیت د چارو څارنه کوي.

د دواړو شوراګانو مشري د باچا سلمان زوی وليعهد محمد بن سلمان کوي.

خو د بدلون له مخه د وليعهد پر واک څه اغېز نه دی شوی چې دا مهال د مرستيال وزيراعظم او وزير دفاع دندې هم پر مخ وړي.

داسې ښکاري چې د نوو اقداماتو له مخې به د وليعهد واک نور هم زیات شي ځکه چې تر مخه یې د شاهي کورنۍ هغه سلاکاران ګمارل شوي دي چې وليعهد ته نږدې ګڼل کېږي.

افغان ولسمشر د حکومتي ادارو د امنیتي پلان جوړولو امر کړی

افغان ولسمشر اشرف غني د کورنیو او مالي چارو له وزارتونو غوښتي چې په کابل کې د وروستۍ حملې په څېر بریدونو د مخنیوي لپاره د ټولو حکومتي ادارو د امنیت لپاره واضح پلان جوړ کړي.

د ولسمشر دفتر تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې دا غوښتنه اشرف غني د ډېسېمبر پر ۲۷مه د کابینې په غونډه کې کړې.

بیان وايي، ولسمشر غني وویل چې سره له دې چې طالبانو د کابل په وروستۍ حمله کې لاس لرل رد کړي خو دا ډله یې ذمه واره بلل کېږي.

د ګل پر ورځ په کابل کې پر ټولګټو وزارت په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل شول.

د دغه بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د افغانستان سولې ته ژمن یو: باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي هیواد یې په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمن دی.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر ای اېس پي ار د ډېسېمبر پر ۲۷مه ناوخته په خبر پاڼه کې ويلي چې د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه دا څرګندونې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرل اسټن سکاټ میلر سره په راولپنډۍ کې د ملاقات پرمهال کړي دي.

په ملاقات کې د پوځ مشر وویل چې په افغانستان کې امن د پاکستان لپاره مهم دی.

په دغه لیدنه کې د ګډې دلچسپۍ موضوعاتو تر څنګ د سیمې او په تېره پر افغان پخلاینې عمل باندې خبرې وشوې.

دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ د افغان شخړې حل راویستو پر اړتيا ټینګار وکړ او وې ویل چې د ترهګرو خلاف او پر سرحدي سیمه د امنیت موثره نظم په لړ کې به ګډې هڅې جاري ساتي.

ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکې نه ورکوو: کرک مشران

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ولسي غونډه. ۲۰۱۸ د جون دوهمه.

د خېبر پښتونخوا د کرک ځايي مشرانو د احتجاج په توګه خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي د نه ورکولو اعلان کړی.

د کرک د ورغه بانډې مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل په سیمه کې د سهولتونو د نشتوالي له امله د احتجاج په توګه د پولیو ضد راتلونکي کمپاين کې برخه نه اخلي.

دوی وايي تر هغې به دغه بایکاټ جاري ساتي تر څو چې یې ستونزې هواري کړل شوي نه وي.

د سیمې ناظم وايي، د سړک نه جوړولو وجه د کلي د دوو ډلو تر منځ لانجه ده او د سیمې د اوسېدونکو غوښتنه وه چې د سکولونو پر ځای دې ورته بجلي ورکړي.

ګاونډیان دې له طالبانو سره له رابطو افغان حکومت خبر ساتي

په افغانستان کې چارواکي وايي که ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره خبرې کوي نو دوی بايد خبر وساتي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د ډېسېمبر پر ۲۶مې مشال راډيو ته وويل چې په وروستيو کې طالبانو له ايرانيو، روسيو او امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

طالبانو د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په ابوظبۍ کې د متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، پاکستان او له امريکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې.

ايرانيو چارواکو ويلي چې طالبان تهران ته هم ورغلي ول.

خو دې وسله والې ډلې له افغان چارواکو سره له لیدو انکار کړی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د اوکراین ولسمشر په‌ دغه هېواد کې پوځي مارشل لا ختمه کړه

د اوکراین ولسمشر پوروشېنکو.

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشېنکو په هېواد کې لګولې مارشلا د ډېسېمبر پر ۲۶مه ختمه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې لا هم ناکراري ده.

ولسمشر پوروشېنکو په نومبر کې د اوکراین په سرحدي سیمو کې تر هغې وروسته مارشل لا یا پوځي قانون نافذ کړ چې روسیې په تور سمندر کې د اوکراین بیړۍ او ۲۴ ماڼوګان ونیول.

نیولي ماڼوګان لا هم له روسیې سره دي او پر هغوی په ناقانونه توګه د روسیې له پولې د اوړیدو تورونه دي.

امریکا او اروپایي اتحادیې د مسکو دا ګام ناقانونه بللی او پر روسیې یې غږ کړی دی چې نیولي ماڼوګان او کښتۍ دې په سمدستي توګه اوکراین ته وسپاري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

افغان حکومت د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره پوره تیار دی

د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم.

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس دفتر وایي حکومت د ولسمشرۍ انتخاباتو کولو ته تیار دی.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ټول انتظامات وار له مخه کړي دي او په دې لړ کې حکومت ته کومه ستونزه نشته.

ټاکل شوې وه چې د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۱۹ز کال په اپریل کې وشي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند د ډېسېمبر پر ۲۶مه وویل ښايي ټاکنې دوه نیمې میاشتې وځنډوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د امریکا په نیو میکسیکو ایالت کې اته کلن ماشوم وژل شوی

په امریکا کې چارواکو ویلي، له ګوتېمالا څخه ورغلی یو اته کلن ماشوم په نیو میکسیکو ایالت کې د چارواکو په بند کې مړ شوی دی.

چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۵مه ویلي، دا ماشوم ناروغه شوی وو او بیا په روغتون کې ومړ.

د ګوتېمالا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ماشوم او پلار یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه امریکا ته ورغلي ول او تر نیولو وروسته چارواکو نیو میکسیکو ایالت ته بیولي ول.

د دواړو پېژندګلوي نه ده شوې.

دا په ډېسېمبر کې دویم ماشوم دی چې د امریکايي چارواکو د بند پر مهال مړ شوی.

دا پېښې په داسې وخت کې شوې چې په امریکا کې د پولې امنیت او مهاجرت په سر د حکومت او د ډېموکراټ ګوند سیاستوالانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د شام دفاعي نظام د اسراییلو توغندي تباه کړي

په شام کې د اسراییل میزاییل.

د شام سرکاري میډیا وايي، د هېواد هوايي دفاعي نظام یې د بریدونو په یوې لړۍ کې د اسراییلو د ګڼو توغندیو حمله ناکامه کړي چې پکې درې پوځيان ټپیان شوي دي.

سنا خبري اژانس د یوې امنیتي سرچیني په حواله د ډېسېمبر پر ۲۵مه خبر ورکړ چې د اسراییلو د الوتکو له لورې ویشتل شوې زیاتره توغندي یې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې تباه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د وسلو یو ډیپو په نښه شوی دی او په برید کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ پر ټوېټر یوازې دا ویلي چې د شام د توغندیو په غبرګون کې یې د هېواد دفاعي نظام فعاله کړی.

بلخوا د شام بشري حقونو د څار لندن مېشته اداره وايي، دا میزایل د لبنان له فضايي حدونو تېر شوي او د دمشق په مغرب او جنوب مغرب کې یې لرې پرتې سیمې په نښه کړې دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

لیبیا کې د بهرنیو چارو پر وزارت برید، درې وژل شوي، ۲۰ ژوبل

د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت وانۍ.

د ډېسېمبر پر ۲۵مه، د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د بهرنیو چارو پر وزارت برید شوی دی.

په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ټپیان شوي دي.

د وزارت مخې ته لومړی له چوونکو توکو ډک ګاډي کې چاودنه وشوه او ورپسې درو وسله والو پر ودانۍ ډزي پیل کړې.

د راپورونو له مخې، دوه بریدګر ودانۍ ته ورننوتل او هلته یې ځانمرګې حملې وکړې.

چارواکي وايي، درېیم بریدګر له امنیتي ساتونکو سره په نښته کې ووژل شو.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د پېښې غندنه کړې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

کندهار کې ځانمرګي بريد دوه کسان وژلي او درې ژوبل کړي دي

عينو مېنه، کندهار

د افغانستان په کندهار ولايت کې يوه ځانمرګي بريد دوه ولسي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. ځايي پوليس وايي بريد د ښار په يوه تر ټولو خوندې سيمه عينو مېنه کې نن [ډېسېمبر ۲۵مه] وشو او ځانمرګی پلی روان و.

ځېنو ځايي سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې بريد د بلوڅ توکمو پر يوې کورنۍ وشو خو نور جزيات لا نه دې خپاره شوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت نه دی منلی.

د ایران ولسمشر پارلمان ته د راتلونکې کال بوديجه وړاندې کړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا له خوا د بندیزونو تر بیا لګېدو وروسته لومړۍ کلنۍ بوديجه وړاندې کړې ده.

روحاني نن [د ډېسېمبر پر ۲۵مه] د ۲۰۱۹م کال لپاره د ۴۷.۵ اربه ډالرو بوديجه پارلمان ته وړاندې کړه.

ولسمشر روحاني ویلي چې دا د امریکا له خوا د ظالمو اقداماتو په پام کې نیولو سره جوړه شوې بوديجه ده.

دا بوديجه د تېر کال د بوديجې تر نیمايي هم لږ ده. د دې ځانګړی لامل دا ښودل شوی چې د ایران د پېسو ارزښت ډېر زیات ولوېدی.

تېر کال د یو امریکايي ډالر بيه ۴۲ زره ایراني ریاله وو او اوس یو امریکايي ډالر ۱۰۰ زره ریاله کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران او نړیوالو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون څخه امریکا و اېسته او پر ایران یې امریکايي بندیزونه بېرته ولګول.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ننګرهار: ۲۹ وسله وال او ۱۳ پاڅون کوونکي وژل شوي

د ننګرهار نقشه.

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې د بټي کوټ ولسوالۍ، په امبار خانې، لاچپور او لوړتۍ سيمو کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ تېره شپه نښتې شوي چې په ترڅ کې يې د وسله والو د قومندان حيران په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپيان دي او د سرحدي ځواکونو پولیسو ته يو شمېر وسايل هم په لاس ورغلي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول نن [د ډيسمبر پر ۲۵مه] مشال راډیو ته وویل چې د دې نښتو پرمهال ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي هم وژل شوي او ۱۳نور ټپيان دي.

د ده په خبره اوسمهال په سيمه کې د ملي اردو په مشرۍ ګډو ځواکونو د مخالفينو د له منځه وړلو په موخه چاڼيز عمليات پېل کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00



ایران هند ته د چابهار بندر د فعالیت چارې وسپارلې

چابهار هند، ایران او افغانستان ته د پراخ تجارت مواقع برابروي.

هند په رسمي توګه د ایران د چابهار بندر د فعالیت چارې په واک کې اخیستې دي.

د دې بندرګاه د فعالیت چارې پرون [د ډېسېمبر پر ۲۴مه] په تهران کې د هغې غونډې پر مهال هند ته سپارل شوې دي چې د ایران، هند او افغانستان استازيو پکې ګډون کړی و.

د انډیا پورټس ګلوبل لمېټډ په نامه د هند حکومتي کمپنۍ به دا چارې پرمخ وړي.

د ایران حکومتي خبري اژانس ارنا د یو ایراني چارواکي له خولې لیکلي دي چې د چابهار بندر د فعالیت چارې په لنډمهاله توګه د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته ورکړل شوې دي او له هغه وروسته به د نورو ۱۰ کلنو لپاره ورکول کېږي.

امریکا چې د روان ۲۰۱۸م کال په نومبر کې پر ایران بندیزونه ولګول نو یې د افغانستان په خاطر پر دې بندرګاه بندیزونه ونه لګول.

د چابهار بندر زياته برخه هند جوړه کړې چې افغانستان ته د سامان وړلو مهمه لاره ورکړي او له منځنۍ اسيا سره د تجارت لپاره پر خپل حريف پاکستان تکيه کمه کړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG