د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

منګل: د جنايت کارانو خلاف کارروايي کوو

د افغانستان ننګرهار ولايت والي ګلاب منګل وايي دی کوښښ کوي چې په جلال اباد ښار کې د زياتېدونکو جرمونه مخه ونيسي.

نوموړي پر دوشنبه له مشال راډيو سره خبرو کې ومنله چې په ښار کې غلاوې او وژنې زياتې شوي دي خو زياتوي چې د بېلابېلو کاروايانو په ترڅ کې به مجرمين په نښه کوي.

د تېرې پنچشنبې په ورځ په ننګرهار کې خلکو پر خرابېدونکي امنيت د اندېښنو ښودلو لپاره په جلال اباد کې مظاهرې کړې وي او له حکومته يې غوښتي وو هغه چارواکي دي ليري کړي چې په امن راوستلو کې پاتې راغلي دي.

پاکستان وايي هندي قېديان خوشې کوي

پاکستان دا هندي کب نيوونکي دسمبر په ۲۹ خوشي کړي وو

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي د جنورۍ په اتم تاريخ به ۱۴۶ هندي وګړي له قېده خوشي کړي.

دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې چې هند سره يې د هغو ۴۵۷ بنديانو ليست شريک کړی چې پاکستان کې قېد دي. دوی کې اکثره يې ماهي يا کب نيوونکي دي.

د خبرپاڼې تر مخه دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو تړونونو په بيناد شوی او هند به هم اسلام اباد سره د هغو پاکستاني قېديانو ليست شریکوي چې په هندي جېلونو کې دي.

اسلام اباد دسمبر په ۲۹مه هم ځيني هغه هندي قېديان پريښي وو چې د پاکستان اوبو ته تر اوښتو وروسته نيول شوي وو.

د شمالي کوریا مشر وايي،د اټومي وسلو بټن یې پر مېز ده

د شمالي کوریا مشر کېم جانګ اون وايي، هېواد يې دا وړتيا ترلاسه کړې چې په اټومي وسلو د امريکا خاورې ټولې برخې وولي.

کېم جونګ-اون د دوشنبې پر ورځ د نوي کال په مناسبت په خپله ټلوېزېوني وينا کې وويل، د اټومي وسلو بټن د ده پر مېز پرته ده.

نوموړی وايي،زموږ د نويو اټومي وسلو په محدوده کې ټول امریکا راځي او اټومي بټن تل زما پر مېز پرته ده. دا یو ګواښ نه بلکې واقعیت دی.

کیم دا هم وویل، هېواد يې د اټومي ځواک کېدو لپاره بهیر بشپړه کړې ده او موږ بايد په ډله‎ييز ډول اټومي "سرګلولې" او باليسټيک ميزائيل توليد کړو او د هغوى پراختيا چټکه کړو.

نوموړی زیاتوي، شمالي کوریا به دا وسلې یوازې هغه مهال کاروي چې امنیت ته یې خطر وي.

روحاني وايي، ایرانیان دې په مظاهرو کې تاوتریخوالی نه کوي

ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي، د هېواد وګړي یې د احتجاج او پر حکومت د انتقاد پوره ازادي لري خو خبرداری یې ورکړی چې دا هر څه باید سوله ییز وي.

نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر شپه د کابینې په غونډه کې وویل، په مظاهرو کې دې له تاوتریخوالي ډډه وشي.

روحاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ایران کې خلکو د یکشنبې پر شپه هم د بیو زیاتېدو پر ضد مظاهرو ته دوام ورکړ.

د ډېسېمبر له ۲۸مې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې روانې دي چې لومړی د ورځني استعمال د شیانو د بیو زیاتېدو پر ضد پیل شوې وې خو وروسته یې بڼه سیاسي شوه او خلکو د هېواد پر سیاسي او بهرنیو تګلارو هم انتقادونه پیل کړل.

د هرات د ښاروالۍ لسګونه کارکوونکي د درغلیو په تور نیول شوي

د هرات د ښاروالۍ لسګونه کارکوونکي په وروستیو درېیو میاشتو کې څارنوالۍ ته پيژندل شوي دي.

د هرات د ښاروالۍ مرستیال سید وحید قتالي د یکشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې د دې ادارې ۴۰ کارکوونکي د میلیونونه افغانیو د درغلیو او په ناقانونه توګه د ښاروالۍ د جایدادونو په خرڅلاو تورن او عدلي ته معرفي شوي دي.

نوموړی وايي،زموږ یو شمېر جایدادونه تېر کال ورک وو. موږ بلآخره وموندل. مارکیټونه وو چې د هرات ښاروالۍ مربوط و، د هرات د ښاروالۍ دوه زره جریبه ځمکه وه، ځینې نښې مو ترلاسه کړې اسناد مو پیدا کړل، له خلکو مو قبالې ترلاسه کړې او ورپسې ګرځو به.

د هرات د ښاروالۍ مرستیال وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په هدف یې مشخص پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

روسیې امريکايې سناتورې ته له ويزې ورکولو انکار کړی

په واشنګټن کې د روسيې سفارت وايي چې امریکايي سناتورې جین شاهین ته یې ځکه ويزه نه ده ورکړې چې نوموړې په هغه تور لیست کې ده چې د امریکا له لورې پر روس د بندیزونو په غبرګون کې جوړ شوی دی.

د ديموکرات ګوند سناتورې پرضد د روسيې د دې ګام له کبله د ريپبلکن ګوند دوو سناتورانو ران جانسن او جان باراسو په جنورۍ کې ماسکو ته ټاکل شویخپل سفر ځنډولی دی.

سناتور جانسن چې د کورني امنیت او حکومتي چارو د کمېټې مشر دی، د روس دا ګام یي د دواړوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره زيانمن بللی دی.

سناتورې شاهین چې د روس له سختو ناقدانو ده، د امریکا په راتلونکيو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د مخنیوي لپاره د کلکو تدابیرو نيولو غوښتنه کړې ده.

هغې په ۲۰۱۲م کال کې پر امریکا غږ کړی وو چې هغو روسيانو ته ويزې ور نکړي چې د بشري حقونو سرغړونه کوي.

د ترکيې ولسمشر فرانس ته ځي

د ترکیې ولسمشر ويلي چې د جنورۍ پر پينځمه فرانس ته ځي او له خپل سیال ايمانوېل مکرون سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

رجب طیب اردغان د شنبې په ورځ په ټېلېویژني وینا کې د خپل واکمن ګوند غړیو ته وویل چې پاریس ته د خپل سفر پر مهال به د فرانس او ترکیې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د فرانس ولسمشر د دفتر یوې سرچینې ویلي چې دواړه مشران به د شام پر کورنۍ جګړه او د امريکا له خوا د اسراییل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس منلو پر پرېکړه خبرې وکړي.

د خېبر ايجنسۍ زده کوونکي تعليمي مرسته غواړي

د خېبر ايجنسۍ د زده کوونکو اتحاديه وايي حکومت قبايلو زده کوونکو سره د سکالرشپ او خېبر پښتونخوا پوهنتونونو کې د ځانګړو سيټونو زياتولو وعده کړې وه چې پوره يې نه کړه.

د دې اتحاديې يو غړي توفیق افريدي نن مشال راډيو ته وويل چې جنګ ځپلو قبايلي ځوانانو ته بايد ډېر پام وشي او حکومت دې ورته تعليمي اسانتياوې برابرې کړي. د پاکستان وفاقي کابينې د دې کال د مارچ مياشتې په دوهمه په پوهنتونونو کې د قبايلي سيمو د زده کوونکو لپاره د ځانګړو سيټونو او سکالرشپونو پر زياتولو سلا کړې وه.

بلخوا د خېبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالد محمود مشال راډيو ته ويلي چې کوښښ کوي په نوي کال کې د خېبر زده کوونکو ته د سکالرشپونه له لارې د تعليم نورې موقعې برابرې کړي.

اوچقون: د افغانستان سولې لپاره د ديني عالمانو غونډې کېږي

افغان چارواکي وايي د افغانستان په سرښار کابل او د انډونيشيا په پلازمېنې جکارته کې د روانې جګړې پر ضد د ديني عالمانو غونډه کېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال، عبدالخبير وچقون نن مشال راډيو ته وويل په دې غونډو کې به د روانې جګړې پر ضد فتواوې ورکړل شي. نوموړي د دې غونډو د وخت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په دې اړه تياريانې روانې دي.

د دسمبر په ۲۷ تاريخ کابل کې د ۷۰۰ ديني عالمانو دوه ورځنۍ غونډې کې وويل شول چې د طالبانو جګړه شرعي جواز نه لري. دوی پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي او حکومت سره دې د سولې مذاکرات وکړي. طالبانو تر اوسه د دې غوښتنې په ځواب کې څه نه دې ويلي.

"پدماوتي" فلم نندارې ته وړاندې کولو اجازه ورکړل شوه

پدماوتي فلم: ديپيکا پاډوکون او شاهد کپور

د هندي فلمونو د ارزونې ادارې (Central Board of Film Certification) پرون د جنجالي فلم، پدماوتي د خپرولو منظوري ورکړه. اوس به دا فلم په نړيواله توګه نندارې ته وړاندې کېدلی شي.

د شپاړسمې پېړۍ پر پېښو ولاړ دا فلم د پښتون پاچا علاو الدين خلجي کيسه را اخلي چې پر هندي ملکې پادماوتي مينيږي. د سنجی لېلا بنسالي دې فلم کې مرکزي کردارونه ديپيکا پاډوکون، رنوير سينګ او شاهد کپور دي.

د هند حکمران ګوند، بهارتيه جنتا پارټي د غړو په شمول ځينو هندو ډلو د دې فلم خلاف مظاهرې کړي. دوی وايي فلم له تاريخي حقيقتونو ليري دی او بايد پادماوتي د يو مسلمان پاچا سره د مينې په کردار کې نه وای ښودل شوی.

روس: سپريم کورټ د ناوالني درخواست رد کړ

الیکسي ناوالني

د روس سپريم کورټ د اپوزيشن سياستوال اليکسي ناوالني درخواست رد کړی دی. ناوالني دا درخواست د هغې پرېکړې خلاف ورکړی وو چې دی د ۲۰۱۸ کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې له کانديدېدو منع کوي.

پرون عدالت د نوموړي په اړه د روس د انتخاباتو مرکزي کميسيون د دسمبر د پنځه وېشتمې پرېکړه تاييد او د قانون سره سمه وبلله. کميسون ويلي وو چې د درغليوو خلاف فعاله، اليکسي ناوالني ولسمشرۍ ټاکنو کې د کاندیديدو وړ نه دی.

د ناوالني يوه وکيل ويلي چې نوموړی به اوس خپل کېس د بشري حقونو اروپايي عدالت ته وړي. نوموړی د دوکې په هغه کېس کې ګرم پېژندل شوی چې سياسي ګڼل کېږي. هغه له خپلو پلويانو غوښتي چې د راتلونکي کال د مارچ په اتلسمه کېدونکو ټاکنو څخه بايکاټ وکړي.

ايران: دوه مظاهره چيان وژل شوي

په ايران کې د قېمتونو لوړېدو له وجې پېل شوې حکومت ضد مظاهرې پرون په دريېمه ورځ لا نورې سختې شوې. پر ټولنيزو مطبوعاتو، خپرو شوو رپورټونو کې ويل شوي چې پوليسو په دورد ښارګوټي کې لږ تر لږه دوه مظاهره چيان په ډزو وژلي دي.

دا احتجاجونه په مشهد ښار کې د خراب اقتصاد او خوراکي شيانو د بيوو لوړېدو پر ضد پېل شوې وي چې ډېر زر د هېواد نورو برخو ته وغځېدل. پرون سلګونو کسانو د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي خلاف شعارونه ورکول.

په ايران کې دا احتجاجونه د ۲۰۰۹ کال د هغه وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد په ګټه تمامو شوو، لانجمنو ټاکنو راهیسې تر ټولو لویې مظاهرې بلل کېږي. په همدې حال کې سرکاري مطبوعاتو ويلي چې د ۲۰۰۹ کال د نا اراميوو ختمېدو په ياد کې پرون حکومت پلوه ايرانيانو په ۱۲۰۰ ښارونو کې لاريونونه وکړل.

د ترکي دفاع وزارت وايي له روس سره یې یو تړون لاسلیک کړی

د ترکي دفاعي چارواکو پرون ويلي چې له روس سره يې یوه معامله لاسلیک کړه چې له مخې به يې مسکو انقرې ته د ایس ۴۰۰میزایلو ضد سیستم دوې بېټرياني يا دستګاوي ورکړي.

ترکي چارواکو پرون وویللومړنۍ بېټرۍ به د ۲۰۲۰کال په لومړیو دریو میاشتو کې ترکي ته وسپارل شي.

راپورونه وايې د روس د ایس ۴۰۰ میزایل ضد سیستم د اخيستلو سودا دوه نیم اربه ډالره کیږي او دې معاملې په لویدیځ کې چې ترکیه د ناټو غړی دی،اندیښنې پیدا کړې دې.

راپورونه وايې د ناټو تړون په دفاعي سیسټم کې د میزایلو ضد دا سیستم نشې ځای پر ځای کیدلی.

ایس ۴ سوه ډوله د میزایلو ضد دا سیستم څلور سوه کیلومتره فاصله ویشتلی شي او د ۳۰ کیلو مترو په لوړوالې هدف له مینځه وړي.

د دې سیستم یوه بېټرۍ په یوه وخت کې اتیا بیلا بیلا هدفونه په دوه دوه ميزايلونو په نښه کولی شې.

ایرانیو پولیسو مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړی

د ايران پوليسو په تهران او کرمانشاه کې د يوشمېر کسانو تر نيول کېدو وروسته مظاهرچيانو ته د حکومت پرضد د نويو مظاهرو نه کولوخبردارۍ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا په سوليځه توګه د واک سپارلو ږغ کړی دی.

پرون د دويمې ورځې تر مظاهره وروسته د سرکاري رسنيو په وينا دتهران صوبې مرستيال ګورنر محسن حمداني ويلي چې قانون نافذونکې اداره به د نورو مظاهرو پرضد سخت اقدام وکړي.

د ايران په مختلفو ښارونو کې د قيمتونو د لوړېدو پرضد مظاهرې د هېواد مختلفو ښارونو ته غځېدلې دي.

ښاغلي حمداني ويلي چې د دغسې مظاهرو هیڅ اجازه نشته. د امريکا خارجه وزارت او سپينې ماڼۍ د خلکو نيونې غندلې دي او غوښتنه يې کړې ده چې تهران دي مظاهرچيانو ته د وينا د ازدۍ اجازه ورکړي.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساره سنډرز ويليچې د ايران حکومت بايد د خپلو خلکو د حقونو درناوی وکړي او هغو ته د اظهار کولو اجازه ورکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نورت ويلي چې پر ټولو هېوادونو ټينګار کوي چې د ايراند خلکو د بنيادي انساني حقونو او کرپشن ختمولو د غوښتنو دې په ډاګه ملاتړ وکړي.

افغان ښځینه پولیسو په ترکي کې روزنه پای ته رسولې

د افغانستان د ښځینه پولیسو ۷۵ افسرانو پرون په ترکي کې خپله تربيتي دوره پای ته ورسوله.

دې افسرانو د ترکيې په انتالیا ښار کې د نهو اونیو په روزنیز کورس کې مسلکې زده کړې او روزنه ترلاسه کړې ده.

د ترکيې انادولو خبرې اژانس وايې ددې هیواد د پولیسو اکاډمۍ له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا تر اوسه پورې ۲۶۰۰افغان پولیس افسرانو ته روزنه ورکړې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې دا مهال څه کم څلور زره ښځینه پولیس لري او پلان يې دی چې دا شمیر لسو زرو ته ورسوي.

ملګرو ملتونه په افغانستان کې د تعلیم لپاره مرسته کوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونسیف د افغانستان د پوهني له وزارت سره د ۴۶ میلیونه ډالرو مرسته کوې.

ټاکل شوي ده چې ددي مرستي تړون د دسمبر پر ۳۰مه د افغانستان د پوهني د وزارت او یونسیف ترمنځ لاسلیک شې.

د پوهني د وزارت د خپرونو مسول کبیر حقمل د جمعې په شپه مشال رادیو ته وویل چې د دې مرستو په مټ به یاد وزارت ته پېښې ستونزې هواروي.

د افغانستان د پوهني وزارت وايې دا مهال د ټول هیواد په کچه شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو محرومه دي او دوولس سوه سکولونه د نا امنیو له وجې تړل شوي دي.

د کورمې دوکاندارانو د تاوان غوښتنه کړې

په کورمه کې دکانداران غوښتنه کوي چې حکومت دې د جګړو پر مهال دوی ته د رسېدلو مالي زيانونو پوره کولو ژمنه سرته ورسوي.

د صدې بازار د دکاندارانو اتحاديې مشر حاجي رحيم د جمعې په مازيګر مشال راډيو ته وويل چې په کورمه کې د فرقه ييزو جګړو پر مهال يې يو شمېر دکانونونه زيانمن شوي وو چې د پوره کولو لپاره يې حکومت ژمنه کړې وه.

خو د معاوضې د ورکولو حکومتي څانګې مشر حشمت علي مشال راډیو ته ويلي چې حکومت اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ دی خو د پيسو د کمي له وجې يې دکاندارانو ته معاوضه نه ده ورکړې.

په کورمه کې د۲۰۰۷م او ۲۰۱۱ م کال په منځ کې نهه ځله فرقه ييزه جګړې شوې وه چې زيات ځاني او مالي تاوانونه يې رسولي وو.

پاکستان ۱۴۵ هندي کب نیونکي خوشي کړي دي

پاکستانې چارواکې وايې چې د ښه نیت له مخې يې ۱۴۵هندي کب نیکونکي خوشي کړي دي.

یوه پاکستانې پوځې چارواکي اعظم شیر پرون ويلي چې دا هندي کب نیونکې يې لاهور ته نزدې په سرحدې سیمه کې هندې چارواکو ته و سپارل.

دا کسان له تېر يوکال راهيسې د کراچۍ په ملير جيل کې وو چې ورباندې د پاکستان په سمندري سيمه کې په ناقانونه توګه د ماهيانو نيولو تور وو.

د پاکستان خيريه اداره اېدهي فاونډېشن ويلي چې چارواکيو د جنورۍ پر اوومه د ۱۴۶ نورو هندي کب نيونکيو د خوشي کولو ژمنه ورسره کړې ده.

پروسږ کال په ډېسېمبر کې هم پاکستان ۲۲۰ هندي کب نيونکي خلاص کړي وو چې په ځواب کې هند هم يو شمېر پاکستاني کب نيونکي کې خوشي کړي وو.

مصر: پر کلیسا برید نهه تنه وژلي

په حېلوان ښار کې د مار مينا کليسا چې د جمعې په ورځ برید کې نهه تنه ووژل شول. ۲۹ دیسېمبر ۲۰۱۷

د مصر روغتيا وزارت وايي چې له قاهرې سره نږدې پر يوه کلیسا حمله شوې چې پکې د بريدګر په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

بريدګر هغه وخت ووژل شو کله چې يې د جمعې په ورځ په حېلوان ښار کې د مار مينا په نوم کليسا ته د ننوتو د هڅې پر مهال پنځه ساتونکي په ډزو ټپیان کړل.

رسنۍ وايي چې يو دويم بردګر هم وو او په وژل شويو کې پوليسان هم شته.

که څه هم هېڅ يوې ډلې د بريد ذمه واري نه ده منلې خو اسلامي دولت وسله والې ډلې تېر کال عيسويان په نښه کړي وو.

داعش تېر کال د دېسېمبر په مياشت کې په قاهره کې پر کليسا او داشان له قاهرې سره نږدې پر دوو نورو کليساګانو د حملو ذمه واري منلې وه.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ۱۵۰کېلومیټره باړ لګولی

پاکستان وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې ۱۵۰ کېلومیټره ازغن تار لګولی دی.

پاکستانيو رسنیو په پنجشنبه یو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په حساسو برخو کې ۱۵۰ کېلومیټره ازغن باړ تېر کړی دی.

ډیورند کرښه شاوخوا دوه زره څلور سوه دېرش کېلومیټره اوږدوالی لري چې په هند کې واکمنو انګرېز واکمنو پر افغانستان راکاږله.

د پاکستاني رسنیو پر اساس ازغن تارونه په هغو سیمو کې تېر شوی چې د پاکستاني پوځ په وینا د خلکو تک راتګ پکې ډېر وو.

افغانستان د پاکستان له لوري د دیورند کرښې په اوږدو کې له خپلې مخې د باړ له تېرولو سره مخالفت کړی دی.

سیاف: د جنجالونو وخت نه دی، باید وطن وژغورو

د افغانستان پخوانى جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د افغان حکومت او جمعيت اسلامي ترمنځ وروستيو لانجو ته په پام سره وايي، اوس وخت د دغو جنجالونو نه دى.

ښاغلي سياف نن جمعه په کابل کې يوه علمي سيمينار ته په وينا کې وويل، ټول بايد لاسونه سره ورکړي او افغانستان له اوسني وضعيت څخه وژغوري:

"د هېواد سلامتي، حيثيت، ابرو او عزت دا ايجابوي چې له وړو خبرو تېر شو، له يو بل سره تفاهم وکړو او هېواد له اوسني ناوړه وضعيت څخه وژغورو، اوس د دغو کړکېچونو وخت نه دى."

وروسته له هغې چې ولسمشر د بلخ د والي عطا محمد نور استعفى منظور کړه، جمعيت اسلامي ګوند او په خپله نور ويلي چې دغه پرېکړه نه مني.

په ایران کې زلزلې مرګژوبله اړولې

ایراني خبري اژانسونه وايي چې د هېواد په مختلفو سیمو کې دوه زلزلویو تن وژلی او لږ تر لږه ۵۶ کسان یې ټپیان کړي دي.

سرکاري خبري اژانس ایرنا د چارشنبې پر ورځ خبر ورکړ چې په ریکټر سکیلد څلور اعشاریه دوه درجې زلزلې، د تهران د غرب په ۵۰کیلومترۍ کې پروت البرز ښار ولړزاوه. د دې زلزلې له کبله پر یوه تن د زړه حمله راغله او مړ شو.

د اسنا خبري اژانس په وینا د پنځه اعشاریه یو ۵۰۱ درجې په کچه بله زلزله بیا په کرمان ولایت کې د حجدک په نوم کلي کې وشوه.

په دواړو زلزلو کې د مړینې یا د تاوان کوم خبر نه دې راغلی.

د افغانانو د ستونزو ثبتولو لپاره نوی انلاین پروګرام

د جرمونو نړیوالې محکمې له افغانانو غوښتنه کړې چې له دوی سره د شویو تېریو په اړه یوه ځانګړې پاڼه ډه کړي.

دغه محکمې د دې کار لپاره د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې تر۳۱ مې وخت ټاکلی دی.

خلک کولای شي چې په انټرنیټ په دري، پښتو یا انګریزي ژبه کې خپل شکایتونه د هالینډ دغه محکمې ته واستوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن مشال راډیو ته ویلي چې په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

بلاول بټو: زما مور جنرال پروېز مشرف وژلې ده

د پاکستان پیپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري د شورو په ورځ تور پورې کړ چې پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف یې د مور قاتل دی.

دا خبره بلاول زرداري د چارشنبې پر ورځ په ګړهي خدا بخش کې د خپلې مور او د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو لسم تلين لماځلو په وخت راټولو شویو زرګونو پلویانو ته وکړه.

تر دې مخکې بلاول زرداري خپلو پلویانو ته ویلي ول چې بینظیر بوټو ته په دې وجه سزا ورکړل شوه چې د جمهوریت لپاره یې هلې ځلې کولای او له خپلو خلکو سره یې مینه لرله.

نوموړي د خپلې مور د وژنې کېس په لړ کې څه ذمه واري د عدلیې په سر هم راوسته چې ولې یې د مرګ معمه تر اوسه حل نه ده او د کېس فېصله ولې نه ده شوی.

خو بیا پرویز مشرف د تورونو په غبرګون کې بي بي سي ته ویلي چې د هغه د واک په موده کې کېدای شي داسې عناصر موجود ول چې له طالبانو سره یې د بینظیر د وژنې سازش کړی و.

بېنظير بوټو د ۲۰۰۷م کال د دسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې تر جلسه وروسته په ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه.

نواز شریف: د انصاف بحالولو لپاره راوتلي یو

د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند مشر او پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ویلي دي چې د دوی کمپاين د عدليې پرضد نه بلکې د انصاف د بحالۍ لپاره دی.

د سېشنبې پر ورځ په لاهور کې د ګوند سوشل ميډيا کنونشن ته په وينا کې نوموړي تور پورې کړ چې مسلم ليګ (ن) د پوځي واکمن پرويز مشرف پرضد د ايين ماتولو مقدمه درج کړې وه چې په غبرګون کې يې دی د وزير اعظمۍ له چوکۍ ليرې کړل شو.

د نواز شريف وينا وه چې د مشرف کېس فيصله لا تر دې دمه نه ده شوې.

نوموړی وايي، د هغه مقدمه په عدالت کې روانه ده. خو د مقدمې فيصله يې نه ده کړې.

ده وویل، د نواز شريف فيصله خو يې په مياشتو کې نه بلکې په څو اونيو کې وکړه. خو د مشرف فيصله نه ده شوی خو اوس به فيصله کېږي.

نواز شريف زياته کړه چې عدالتونو د پوځي واکمنو غېر اييني اقداماتو ته قانوني تحفظ ورکړی وو.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG