د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په ټوله نړۍ کې د نوي کال خوشالۍ لمانځل کیږي

د پاکستان او افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې نن د نوي کال ۲۰۱۷ م پيلېدل ولمانځل شول.په يوشمېر ځايونو کې چې د ترهه ګريزو پېښو رامنځته کېدو ويره وه،سخت اميني ګامونه پورته کړل شوي وو.

دلته په پراګ کې هم بيګا ټوله شپه تر سحره پورې په سلګونه ځوانانو د نوي کال پيلېدو په خوشالۍ کې اتش بازۍ او ګډاګانې وکړې. په نیویارک کې هم په لکونه کسان په ټایمز څلور لاري کې سره ټول شوي و څو د نوي کال لپاره اتش بازۍ او جشنونه وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویډیويي پیغام چې پرون د سپينې ماڼۍ لخوا خپور شو په کې نوموړي د ۲۰۱۷ کال مبارکي ورکړه: (( موږ ټول مساوي یو. ټول د دې حق لرو چې د خپلو هېلو د پوره کېدو لپاره ژوند وکړو. د اوباما د کورنۍ له خوا تاسو ټولو ته نیکمرغه او خوشحاله نوی کال ۲۰۱۷ غواړم)) د اوباما په څېر د نړۍ نورو مشرانو هم د ۲۰۱۷ کال د پیل په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خلکو ته وړاندې کړي او د ټولو لپاره یې د ارامۍ ډک کال غوښتی دی.

بلخوا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي کال په مناسبت په خپل یو ټویټ کې خپل دښمنان او انتخاباتي سیالان په نښه کړي دي. په دغه ټویټ کې چې پرون خپور شوی راغلي،

"نوی کال دې ټولو ته په شمول زما ، دښمنانو او کومو کسانو چې راسره سیالي وکړه او بده یې وبایلله مبارک وي." هغه زیاته کړه چې سیالان یې نه پوهیږي څه وکړي.

جسټس ميا ثاقب نثار د پاکستان نوی چیف جسټس شو

جسټس ميا ثاقب نثار د پاکستان چيف جسټس په حېث د څوکۍ سوګند پورته کړ.

د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د جسټس ثاقب نثار نه حلف واخست. د څوګند پورته کولو په دستوره کې وزيراعظم نواز شريف،دحکومتي کابينې غړي ،د سپريم کورټ ججان او پوځي مشران هم موجود وو.نوی چېف جسټس ثاقب نثار يو له هغو ججانو دی چې په ۲۰۰۷ م کال کې د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف لخوا په ملک کې د ايمرجنسۍ لګولو ورستو يې د عبوري اييني حکم نامې لاندې د حلف اخستو نه انکار کړی وو.

د پاکستاني پوځ مشر له افغان چارواکو سره د سیمې په امنیت خبرې کړي

د پاکستان پوځي چارواکي وایي د دغه هېواد د پوځ مشر قمر جاويد باجوه له افغان مشرانو سره د سولې او ثبات پر سر په ګډو هڅو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر،اجراییه رییس او پوځ مشر سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

د جنرال غفور په خبره د پاکستان پوځ مشر باجوه په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ کار په خاطر په راتلونکي کال کې پر خپلې ارادې ټینګار وکړ او افغان مشرانو هم بلنه ورکړه چې کابل ته ورشي. افغان حکومت د دغه ټیلیفوني تماس په اړه څه نه دي ويلي. بلخوا پرون د پاکستاني وزيراعظم مشير سرتاج عزيز هم د پاکستان سرکاري ټي وي ته ويلي دي چې له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د ترکي په یو نایټ کلب په وسلوال برید کې ۳۵ کسان وژل شوي

د ترکي په استنبول ښار کې نن يو وسله وال په نايټ کلب بريد کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژلي او شا و خوا ۴۰ يې ژوبل کړي دي.

د استنبول ګورنر واصف شاهېن خبريالانو ته وويل چې د ترهه ګرۍ دغه پېښه يو وسله وال په يوازې سر ترسره کړې. ځينې رسنۍ وايي بريدکونکی چې د سېنټاکلاس په کالوکې وو ، کلب ته په داخلېدو سره سم يې په خلکو ډزې شورو کړې. راپورونه وايي په کلب کې د بريد پر وخت لږ تر لږه ۵۰۰ او زيات نه زيات۸۰۰ کسان موجود وو.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي په استنبول کې د نوي کال خوشالېو مانځلو پر وخت د امنيت ټينګ ساتلو لپاره شا و خوا ۱۷۰۰۰ پوليس ځای پرځای کړل شوي دي.

راپورونه وايي، سږکال تر تېرو اوو کالو د تیلو بیه زیاته وه

راپورونه وايي، د تیلو پیدا کوونکو هېوادونو تنظیم اوپیک له روس او نورو هېوادونو سره تر شاملېدو وروسته په تېرو اوو کالونو کې د تیلو بیې سږ کال تر ټولو لوړې وې.

د روس او د تیلو پیداوار نورو مهمو هېوادونو له اوپیک سره د يو ځای کېدو په موخه د تیلو د ذخیرو مخنیوی وو چې له وجې یې په بازارونو کې فشار زیات شوی دی.

په لندن کې د خام تیلو بیه ۵۲ فيصده او په نیویارک کې ۴۵ فيصده لوړه شوې ده.

په عراق کې په دوو چاودنو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي

د عراق په سر ښار بغداد کې په بمي چاودنو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د پولیس چارواکي وایي دغه دوه بمي چاودنې وې چې نن(شنبه) د بغداد د ګاډو د پرزو خرڅولو په یو مارکیټ کې هغه وخت وشوې چې په دغه بازار کې ګڼه ګوڼه وه.

تر اوسه د دغو چاودنو ‌ذمه واري چا نه ده منلې. خو داعش په دغه ښار کې د شوو زیاترو وروستیو ترهګرو پېښو ذمه واري منلې ده چې پکې زیاتره ولسي خلک په نښه شوي دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزات یو چارواکي رویټرز ته ویلي چې په دغو کې یوه ځانمرګې حمله وه او بله بمي چاودنه وه.

د کراچۍ مزدوران وايي په سرکاري ادارو کې له موږ سره بد چلند کېږي

په کراچۍ کې مزدورانو تور پورې کړی چې د دوی لپاره کارکوونکې سرکاري ادارې ورسره نه یوازې بد چلند کوي بلکې د دوی لپاره راغلې پېسې هم پخپله خوري.

په دې لړ کې د مزدورانو قامي سازمان نېشنل ټرېډ يونين فېډرېشنغړو د جمعې په ورځ د کراچۍ پرېس کلب مخې ته یوه مظاهره وکړه.

د دې سازمان د سيند څانګې مشر ګل رحمان په دغه موقع مشال راډیو ته وویل چې د مزدورانو لپاره کارکوونکو ادارو (ای او بي اي) ، سوشل سیکورټي انسټیټیوټ او ورکرز ويليفيربورډ کې د رشوتونو پر بنسټ کار کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په سيند صوبه کې له نهه نيم زرو زياتې کارخانې دي خو په دغه ادارو کې يوازې درې نيم لکه مزدوران رجسټرډ دي چې پکې د کراچۍ ښار يواځې پېنځه فيصده مزدوران شامل دي.

(ای او بي ای) ، سوشل سیکورټي انسټیټیوټ او ورکرويليفيربورډ له د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

چین له پاکستان سره د بجلۍ مزو غځولو په پروژه کې مالي مرسته کوي

د چين يو سرکاري کمېټۍبه په پاکستان کې د بجلۍ مزو غځولو لپاره د یو نیم اربه ډالره ارزښت لرونکې پروژې په تر سره کولو کې مرسته کوي.

دا به په تېره څه موده کې د چین له یوه ګاونډی هېواد سره تازه سرمایه کاري وي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د څلور زره میګاواټه بجلي دا لاینونه به د خپل نوعیت لومړی پروژه وي چې له سیند مټیاري سیمې تر لاهوره پورې ده.

د پاکستان چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې دغه هوکړه د دسمبر په ۳۰مه نېټه د چين په بیجنګ کې د پاکستاني او د چينايي چارواکو ترمنځ لاسليک شوې ده.

د سویډن یوې محکمې پنځه افغانان د جنسي تېري په تور محکوم کړل

د سويډن يوې محکمې د جمعې په ورځ پنځه افغان ځوانان پر يوه بل کشر افغان، د جنسي تېري په تور محکوم کړل.

خو محکمې د څارنوالانو هغه غوښتنه رد کړه چې ويلي يې وو، د بند د سزا تر تېرولو وروسته بايد دوى افغانستان ته ولېږل شي.

دغو افغان زلميانو په دې وروستيو کې په سويډن کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د دغو پنځو محکوم شويو کسانو له ډلې څلور تنه يې په يوه کال او درې مياشتې بند محکوم شول؛ خو پنځم تن چې ١٦ کاله عمر لري، په ١٣ مياشتني بند محکوم شوى دى.

دغه محکوم شوي کسانو پر خپل يوه ملګري چې ١۵ کلن و، د اکتوبر مياشتې په وروستيو کې په يوه ځنګلي سيمه کې جنسي تېرى کړى و.

دوی هر یوه ته د ۲۷۶۰۰ امريکايي ډالرو جرمانه هم اورول شوې ده.

"په لوګر کې پوځي عملیات په بریا مخ ته روان دي"

د لوګر چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات په بريا مخ ته روان دي.

په دې ولسوالۍ کې دغه عمليات څو ورځې مخکې د دولت د وسله والو مخالفینو پر خلاف پيل شول.

د لوګر امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله عليزي بېګا شپه مشال راډيو ته وويل:​"عمليات ډېر ښه مخ ته روان دي، ملي امنيتي ځواکونه ورسپارل شوې دندې په لوړ مورال سره پرمخ بيايي.​"

امنيه قوماندان وايي په دغو عملياتو کې ځينې مشکوک کسان او يوه اندازه وسله نيول شوې ده او دغه عمليات د ملي اردو په مشرۍ پرمخ روان دي.

په وروستيو کې له څرخ ولسوالۍ څخه د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی

په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي د یوه طالب قوماندان او د هغه د ځینو ملګرو د وژلو خبر ورکوي.

د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي مشال راډیو ته وویل چې بېګا شپه د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې افغان ځانګړو ځواکونو طالبان په نښه کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې د ځانګړو افغان ځواکونو عملیات د دغه ولایت په اچین او بټي کوټ ولسوالیو کې لاهم دوام لري.

د خوګیاڼي په خبره د طالبانو وژل شوی قوماندان حمزه نومېږي خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رسولي: د ولسمشر د حکم عملي کېدو ته ژمن یو

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلین وايي، د ولسمشر د هغه حکم عملي کېدو ته ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې یې د درغلیو د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه ادارې ویاند جمشید رسولي نن(شنبه) مشال راډیو ته وویل چې د لویې څارنوالۍ ټیم پر دې موضوع کار پیل کړی څو معلومه کړي چې په تېرو کلونو کې چا او په کومه کچه د کورنیو چارو په وزارت کې درغلي کړې ده.

د ښاغلي رسولې په خبره که څه هم د ارزونې لړۍ وخت نیسي، خو د لویې څارنوالۍ پلاوي د یوه منظم پلان له مخې د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتې څو په تېرو کلونو کې د ټولو قرادادونو جزئیات له دوی سره شریک کړي.

اوکراین پر روسیې د انټرنېټې جګړې تور پورې کړ

اوکرایني ولسمشر پېترو پوروشېنکو ویلي، روسیو استخباراتي ادارو د ده هېواد پر ضد انټرنېټي جګړه پیل کړې او په تېرو دوو میاشتو کې یې پر اوکراینيو دولتي ادارو شاوخوا ۶۵۰۰ بریدونه کړي دي.

پوروشېنکو بېګا وویل، یوازې روانه میاشت د اوکراین د مالي چارو او دفاع پر وزارتونو او د دولت پر هغې خزانې انټرنېټي حملې شوې دي چې حکومتي ادارو ته پیسې ورکوي.

په یوې مشکوکه انټرنېټي حمله کې د کییف د برېښناکوټ یوه برخه ناکاره کړل شوه چې له کبله یې د پلازمېنې په ځېنو برخو کې بجلي لاړه.

ده وویل، ((د یو شمېر پېښو پلټنې ښيي چې په مستقیم یا نامستقیم ډول، روسیو استخباراتي ادارو، د ده د هېواد پر وړاندې انټرنېټي جګړه پیل کړې.)) پوروشېنکو د ملي امنیت او دفاع پر شورا ټینګار وکړ چې حفاظتي اقدامات دې وکړي. روسیې د نوموړي تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د موصل نیولو لپاره عراقیو ځواکونو دویم پړاو پیل کړ

پوځي چارواکي وايي، عراقیو ځواکونو د اسلامي دولت له وسله والې ډلې څخه د موصل ښار بیرته نیولو لپاره د عملیاتو دویم پړاو پیل کړی دی.

د امریکا په مشرۍ اېتلاف بېګا په یوه بیان کې وویل، عملیات تېره ورځ د موصل ښار په ختیځ کې له دوو نویو جبهو پیل شوي دي چې پر وسله والو فشار زیاتوي.

په ختیځ موصل کې د عراقیو ځانګړو ځواکونو قومندان برید جنرال عبدالوهاب سعدي اسوشي اېټېډ خبري اژانس ته ویلي، دا عملیات سیمې ته د نویو ځواکونو تر رسېدو وروسته پیل شوي.

په عملیاتو کې عراقي حکومتي ځواکونه، سني قبایل، کرد پېشمرګه جنګیالي او شیعه ملېشې ډلې برخه اخلي چې ورته د امریکا په مشرۍ د اېتلاف هوايي بریدونو ملاتړ تر لاسه دی.

اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق دویم لوی ښار، موصل، نیولی وو. عراقي وزیراعظم حیدر العبادي روانه اوونۍ ویلي ول چې له موصل او پاتې هېواد څخه د اسلامي دولت وسله والو ختمول به له درو زیاتې میاشتې واخلي.

” په عراق کې مو برید پر داعشیانو کړی ولسي وګړي په تېروتنه وژل شوي“

د امریکا دفاع وزارت وايي، د عراق شمال کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ضد جنګېدونکي نړیوال اېتلاف له یوه روغتون سره نېږدې په بمبارۍ کې ښايي په غیر ارادي توګه ملکي وګړي وژلي دي.

د امریکا مرکزي کمانډ تېر مازیګر په یوه بیان کې ویلي، اېتلاف د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر یوه ګاډي بمباري وکړه خو ((وروسته معلومه شوه چې په بمبارۍ کې د روغتون له ودانۍ سره ګاډو درولو ځای په نښه شوی چې ممکنه ده پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.))

بیان وايي، دوی ولیدل چې د اسلامي دولت وسله والو د ټانک ضد وسلو ډزې وکړې او بیا یې ((هغه وسله په ګاډي کې کېښوده او ولاړل.)) مرکزي کمانډ وايي، دا پېښه په ((بشپړ ډول څېړي)) او بیا به تفصیل شریک کړي.

په ټول شام کې اوربند ولګېد

په شام کې د روسیې او ترکیې په منځګړتوب د اوربند توافق د هغه هېواد پر وخت بېګا د شپې له ۱۲بجو څخه عملي کېدل پیل شوي.

دا د سېپټېمبر له میاشت راهیسې لومړی اوربند دی چې په ټول هېواد کې عملي کېږي.

هغه مهال د تاوتریخوالي یو شمېر پېښو له کبله اوربند تر یوې اوونۍ وروسته مات شوی وو.

د شامي ولسمشر بشار الاسد مهم ملګري روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تېر ماښام اعلان وکړ چې شامي حکومت او مخالفانو یې په ټول هېواد کې د اوربند توافق لاسلیک کړی دی.

پوتین وویل، د اوربند عملي کولو لپاره پر یوه بل هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی. دا اعلان تر هغې څو ورځې وروسته شوی چې شامي حکومت د شمالي ښار حلب ټول واک تر لاسه کړ او له هغه ځایه یې هغه ټول یاغیان و ایستل چې له ۲۰۱۲ز راهیسې یې د ښار ختیځ نیولی وو.

له امریکا د کمپویټري غلاو په تور ګڼ روسي ډېپلوماټان اېستل کېږي

امریکا وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو اړونده کمپیوټري غلاو په تور یې ۳۵ روسیو ډېپلوماټانو ته د هېواد پرېښودو ویلي او پر هغه هېواد یې نوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د سپینې ماڼۍ بېګاني اقدام په اړه وار له مخه بیانونه ورکړل شوي ول چې پکې روانه میاشت د ولسمشر باراک اوباما د مرکې څرګندونې هم شاملې دي. د سپینې ماڼۍ بیان وايي، په میریلینډ او نیویارک کې یې د روسیې دوو ډېپلوماټیکو ودانیو تړلو امر هم کړی دی. د دې ودانیو په اړه ویل کېږي چې استخباراتي معلومات یې غونډول.

بیان وايي، د استخباراتي کارکوونکو په توګه پېژندل شويو ۳۵ روسانو ته یې هم د هېواد پرېښودو ویلي. ورسره، د روسیې له پوځي استخباراتو او مهمې استخباراتي ادارې (اېف اېس بي) سره پر تړلیو څلورو لوړپوړو چارواکو او ادارو هم نوي مالي او سفري بندیزونه لګول شوي دي.

ولسمشر اوباما په بیان کې ویلي،((دا د روسیې د تعرضي فعالیتونو په غبرګون کې ټول اقدامات نه دي بلکې د خپلې خوښې په وخت او ځای کې به یو شمېر نور ګامونه هم اخلي چې په هغو کې به ځېنې نه په ډاګه کوي.)) مسکو د امریکا دې اقدام په اړه لا څه نه دي ویلي.

هېلمند کې چادونې یو ماشوم وژلی شپږ تنه ژوبل

د هېلمند په دوو بېلا بېلو سیمو کې بمي چاودنې شوې دي چې پکې یو ماشوم وژل شوی او شپږ ولسي وګړي ژوبل دي.

د هېلمند والي له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، لومړۍ پېښه تېره ورځ په شهرا او دویمه هغه یې په مخطر کلا کې شوې ده.

د والي له دفتره په خپره شوې یوې بله خبرپاڼه کې راغلي، د ولایت په بېلا بېلو سیمو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې شاوخوا ۳۶ وسله وال وژل شوي دي. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په خوست کې د شمالي وزیرستان کډوال به ژر ستانه شي

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د جنورۍ له ۱۵مې به په خوست کې د میشتو کډوالو خپلو کلیو ته د ستنېدو لړۍ پیل شي.

مرستیال پولېټیکل اېجنټ انور خان شېراني بېګا مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه یې تېره ورځ په غلام خان کې له خوست مېشته وزیرستانیو کډوالو سره تر غونډې وروسته کړې.

شېراني زیاته کړه چې ستنېدونکو کډوالو ته به د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابروي. انتظامیه وايي، د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله شاوخو ۷۵۰۰ کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته کډه شوې دي.

اقتصادي لار: چین په خیبر پښتونخوا کې درې سترې پروژې جوړوي

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ویلي، د چین – پاکستان اقتصادي لار په لړ کې ((درې لویې پروژې)) یې منظورې کړې دي.

پروېز خټک تېر ماښام په بیجنګ کې د چین – پاکستان ګډو همکاریو کمېټۍ تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، په دې کې د پښتونخوا پینځو ضلعو تړلو اورګاډي پټلۍ پروژه هم شامله ده.

خټک زیاته کړه چې دی خپله د اقتصادي لار په پروژو کې د خیبر پښتونخوا له برخې مطمین دی. تر دې مخکې نوموړي پر وفاقي حکومت تور پورې کاوه چې د اقتصادي لار لویې پروژې یې پنجاب ته اړولې دي.

ملګرو ملتونو د لشکر طیبه د زدکونکیو څانګه ترهګره اعلان کړه

ملګرو ملتونو د دسمبر په ۲۸ مه د پاکستانۍ سختدریځې ډلې لشکر طیبه د محصلینو څانګه د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په فهرست کې شامله کړه.

لشکر طیبه چې د هند پر ضد ډله ده د پاکستان د مهمو استخباراتي ادارو سره تاریخي اړیکې لري. نوموړې ډله د ډېرو بریدونو په کولوتورنه پېژندل شوې چې پکې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې ترسره شوی برید هم شامل دی چې ورکې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

د لشکر طیبه د محصلانو د څانګې المحمدیه سټوډنټس خلاف دا ګامونه په داسې وخت کې پورته کړل شوي چې د امریکا د خزانې وزارت د نوموړې ډلېدوه مشران د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي فهرست کې شامل کړل. د دغو بندیزونوله وجې به امریکایان له دوی سره تجارتي معاهدې نشي کولی.

که څه هم پاکستان په ۲۰۰۲ کال کې لشکر طیبه غیر قانوني ډله اعلان کړې وه خو د امریکايي چارواکو په وینا دوی لا هم فعالیت کوي او مشران یې ولسي غونډو ته ویناوې او مرکې کوي.

ننګرهار چارواکي: د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن(پنجشنبه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د چارشنبې په ورځ ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د تور غر سیمه کې شوې ده.

خوګیاڼی زیاتوي د هاوان مرمۍ د وسله‌والو طالبانو له لوري په امنیتي پوستې توغول شوې چې د پوستې پر ځای د کوچیانو د استوګنې په سیمه کې لګېدلې ده.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌ دي ويلي.

له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښو کې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل‌خوا د دې ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په دې برید کې درې تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.

وسله‌والو طالبانو د دې پیښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.

د لښکرګاه-کندهار لار پرانستل شوه

په هلمند کي د۲۱۵ میوند قول اردو دعامه اړیکو مسئول تورن احمد شکیل تسل مشال راډیو ته وویل د شندک د مانده اړوند لوی پل يې بېګاه شپه ۷ بجې رغولی دی.

تسل وویل د لاري په اوږدو کې يې عملیات هم کړي دي او د وسله والو هغه مرکزونه او قرارګاوي يې له منځه وړي دي چې د لاري تهدید لپاره يې جوړي کړي وي.

د لښکرګاه- کندهار ترمنځ لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوي وه.

په دې اړه وسله والو طالبانو تراوسه د لاري بیرته خلاصولو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

مسکو وايي که واشنګټن د دښمنۍ ګام اخلي ځواب به وویني

د روس بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا

روس خبرداری ورکړی که امریکا پر دغه هېواد نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي، نو غچ به ترې واخلي.

د روس بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د چارشنبې په ورځ وویل، که واشنګټن د دښمنۍ نوي ګامونه واخیستل، نو ځواب به ترلاسه کړي.

دا څرګندونې په هغه غبرګون کې وې چې د امریکا په سېنټ کې د رپبلیکنو سېنېټر لینډسې ګراهم ویلي ول روس او د دې هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین به د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په دوران کې د مشکوکو انټرنیټي بریدونو له کبله سخت بندیزونه وویني.

د امریکا له جنوبي کېرولینا ریاست سره اړه لرونکي لینډسې ګراهم دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په لتویا کې کړې دي.

هغه ویلي چې کانګریس د دې تورونو جاج اخلي چې روس د نومبر پر اتمه په تر سره شوو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

شک کېږي چې روسیې د نومبر په میاشت کې د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې انټرنټي بریدونه کړي دي.

ماریا زخارووا وویل، موږ نور د روسیې د هېکرانو د درواغو خبرونو ستړي کړي یو.

'د افغانستان یاغیانو تر ۴۰۰ ډېر قوماندانان وژل شوي'

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان پولیسو د یاغیانو تر ۴۰۰ ډېر قوماندانان وژلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"۴۲۰ تنه هغه کسان وو چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو له لوري د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له‌منځته وړل شوي دي. دا د طالبانو د بېلابېلو کچو کسان دي، د سرګروپانو په سطحه په کندز، بغلان، ارزګان، فراه، ننګرهار او نورو سیمو کې چې طالبان په‎کې فعاله دي، په جګړو کې داخل وو."

صدیقي زیاته کړه چې په دغو وژل شویو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي.

د صدیقي په وینا د پولیسو له لوري د طالبانو تر ټولو ډېر قوماندانان په کندز کې وژل شوي دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG