د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

ننګرهار: هوايي برید ۱۴ داعشیان وژلي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي حملو کې د داعش ډلې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور تپیان شوي دي.

له دغه وزارت څه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عملیات په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې ترسره شوي دي.

په اعلامیه ویل شوي چې د دغو عملیاتو پر ترڅ کې د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.

د بریدونو هڅې شنډې، د نوي کال لمانځنې اغېزمنې شوې

په میونښ، نیویارک، فرانسې او نورو ځایونو کې د ترهګرو بریدونو هڅو شنډولو خبرونو په ګرده نړۍ کې د نوي کال لمانځنې اغېزمنې کړې.

بېګا په میونښ کې پولیسو د ښار اورګاډي تر ټولو مصروف تمځای خالي کړ او تر نیمې شپې یو ساعت مخکې یې ((د یوې جدي، او پېښېدونکې)) حملې ګواښ خبرداری ورکړ. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ولس ته خبرداری ورکړ چې ((ګواښ اوس هم شته)) او په هېواد کې یې د ترهګرۍ پېښو مخنیوي لپاره د تیارسۍ کچ ((تر ټولو لوړ)) وساته. په ۲۰۱۵ز کال کې په هغه هېواد کې دوه لوی بریدونه شوي ول. په نیویارک کې امریکايي چارواکو وویل، دوی د یوه کس په نیولو د حملې هڅه شنډه کړې. چارواکو وویل، دې کس تمه لرله چې په روچېسټر سیمه کې د نوي کال لپاره پر ورغونډو شویو کسانو د برید له لارې دا ثابته کړي چې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای کېدو وړ دی.

امریکا پر ایران د نویو بندیزونو لګولو پلان ځنډوي

وال سټریټ ژورنال وايي، سپینه ماڼۍ د ایران بیلېسټېک توغندیو پروګرام په اړه پر هغه هېواد د نویو بندیزونو لګول ځنډوي.

دې ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۳۱مه په یوه رپورټ کې وویل، ټاکل شوې وه چې دا بندیزونه د چارشنبې یا شورو پر ورځ اعلان شي خو تر هغې وروسته وځنډول شول چې تهران په غبرګون کې د توغندیو پروګرام ګړندي کولو وویل.

امریکا باور لري چې دا کار وار له مخه د ملګرو ملتونو بندیزونو سرغړونه ده.

اېرنا خبري اژانس وايي، ایراني ولسمشر حسن روحاني د دفاع وزیر ته په یوه لیک کې امر کړی چې د امریکا له خوا د نویو بندیزونو پلان په غبرګون کې د بیلېسټېک توغندیو پروګرام ګړندی کړي.

افغان سولې بهیر: د څلورو هېوادونو غونډه په اسلام اباد کې

افغان ولسمشر اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د ترهګرۍ او سولې تر منځ یوه لار انتخاب کړي.

نوموړي تېر ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې پرته بله لار نشته.

اشرف غني وویل، د څلورو هیوادونو استازي به د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د افغانستان سولې خبرو بیا پیلولو په موخه لومړۍ غونډه کوي.

ده زیاته کړه چې په دې برخه کې دویمه غونډه به په کابل کې کېږي.

۲۰۱۵ز کال د افغان خبریالانو لپاره ((ستونزمن کال)) وو

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ یا نی په نوم اداره وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې پر خبریالانو د تشدد ۹۵ پېښې شوې دي چې پکې څلور خبریالان ووژل شول.

دا خبره د نی ادارې مشر صدیق الله توحیدي د پنجشنبې ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت وکړه.

صدیق الله توحیدي په دې برخه کې افغان حکومت په بې غورۍ تورن کړ او زیاته یې کړه چې د تېرو کلونو پرتله په ۲۰۱۵ز کال کې معلوماتو ته لاسرسی هم مشکل وو.

خو د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي د ډېسېمبر د ۳۱مې پر شپه مشال راډيو ته وویل، په دې لړ کې تر ټولو لوی خنډ ناامنۍ پیدا کړی.

ده زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړي او خبریالان له تاوتریخوالي خوندي وساتي.

نوی کال: په کراچۍ کې په هوايي ډزو کې ۱۹ ژوبل

په کراچۍ کې د نوي کال لمانځلو پر وخت په هوايي ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ژوبل شوي دي.

په کراچۍ کې د مرستندویه ادارې ایدي یوه کارکوونکي عمران بېګا ناوخته مشال راډيو ته وویل، ژوبل کسان بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي دي:

((اته [ژوبل] کسان جناح روغتون ته، اووه عباسي او څلور سېول روغتون ته رسول شوي دي. دا کسان په بېلا بېلو سیمو، لکه لیاقت اباد، زوړ ګولیمار، لیارۍ او پاک کالونۍ کې ژوبل شوي دي.))

عمران زیاته کړه چې ژوبل کسان یوازې د ایدي ګاډو نه بلکې، خلکو هم په رکشو او ټیکسیانو کې روغتونونو ته رسولي دي.

امریکايي سفیر له پاکستاني وزیراعظم سره لیدلي دي

د زیارت په ورځ په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډیوډ هېل د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات کړې.

د وزیراعظم هاوس یو چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې د ملاقات پرمهال په دوه اړخیزه تعلقاتو او په سیمه ییز صورتحال خبرې وشوې. د دغه چارواکي په خبره وزیراعظم نواز شریف په مختلفو څانګو کې په مرستو له امریکا نه مننه وکړه. له دې سربېره د امریکا سفیر د ترهګري خلاف جنګ کې د پاکستان د کردار ستائنه وکړه او وویل چې امریکا له پاکستان سره تعلقاتو ته اهمیت ورکوي.

په ملاقات کې د وزیراعظم خصوصي معاون طارق فاطمي هم موجود و.

د قبایلي سیمو حېثیت په یوه شپه کې نه شي بدلېدای: سرتاج عزیز

د وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د قبایلي سیمو حېثیت بدلولو لپاره زیات وخت پکار دې.

دا خبره نوموړي نن په باجوړ ایجنسۍ کې د وفاقی حکومت لخوا د فاټا د راتلونکي آييني او قانوني حیثیت لپاره د جوړې کمیټۍ غړیو د دورې په وخت وکړه.

سرتاج عزیز چې د دغه کمېټۍ غړی دې،وې وېل چې د دې لپاره به دوي قبایلي سیمو ته ورځي او د ولس، سیاسی ګوندونو او سماجی ډلو نه به راې اخلي:

(( د قبایلي سیمو د نظام تبدیلي په یوه شپه یا یوه ورځ کې نه شي راتلې، او نه په یوه میاشت کې دا کېدای شي. په هغې کې ستاسو روایات ډېر ضروري دي. تاسو دا تسلي ساتۍ چې په داسې حال کې چې یو غاړه یوه خبره کوي او بله بېله خبره ، موږ به په تادۍ کې کومه فېصله و نه کړو.))

په دغه موقع سیاسي ګوندونو او سماجي ډلو وویل چې نور په سیمه کې ایف سي آر قانون نه مني. دوي وويل چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا کې شامل کړل شي.

بل خوا د فاټا سیاسي اتحاد د سیوري لاندې د قبایلي سیمو سیاسي ګوندونو مشرانو د حکومت لخوا جوړې کړل شوې اصلاحاتي کمیټۍ مخالفت کړې او وېلي یې ديچې د جنورۍ په دریمه نیټه یې په پیښور پریس کلب کې یوه جرګه رابللی ده چې د قبایلي سیمو آيیني حیثیت په اړه به مشاورت کوي.

اسلامي دولت ډله پیاوړتیا ته نه پرېږدو: پاکستان

پاکستان وایي، اسلامي دولت وسله والې ډلې ته به پر خپله خاوره د مضبوطېدو موقع نه ورکوي.

دا خبره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند قاضي خلیل الله د زیارت پر ورځ د اوونېزې خبري غونډې پر وخت وکړه.

نوموړي د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش په اړه وویل چې په پاکستان کې په منظمه توګه وجود نه لري:

((په پاکستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش د شتون په اړه به زه اولووایم چې په دغه هېواد کې د یادې ډلې وجود نشته. دوېم دا چې موږ به د دې ډلې سیوری په پاکستان کې نه پرېږدو. بله دا چې امنیتي ادارو ته مو ویلي دي چې تیار اوسي او چې چېر هم ضرورت وي نو خپله کارروايي دې وکړي.))

په دې وروستیو کې د پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړې وو چې د پنجاب پولیسو او قانون نافذوونکو ادارو په ملتان کې له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره په تړاو نهه کسان نیولي ول.

د افغانستان او سري لنګا فوټبال سیالي نن

د پنچشنبې پر ماښام د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په هند کې د جنوبي اسیا د فوټبال په اتلولۍ کې له سریلانکا سره نیمه پایلوبه وکړي.

د افغانستان د ملي ټیم د روزونکي مرستيال علي عسکر لعلي پرون مشال راډیو ته وویل، هیله من دی چې افغان لوبډله به پای لوبې ته ورسیږي.

که چيري افغانستان پايلوبې ته ووځي نو له هند يا مالديپ سره به مخامخ کيږي.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په ۲۰۱۳ کال کې له هند څخه د جنوبي اسیا د فوټبال لوبو فاینل ګټلی و.

مسکو د روسي پېلوټ وژونکي نیولو غوښتنه کړې

مسکو د هغه ترکي وګړي د نیولو غوښتنه کړې چې د روسي جټ الوتکې د پېلوټ د وژلو ادعا یې کړې ده.

دغه روسي جټ تیره میاشت ترکيې له شام سره په پوله ويشتلې وه.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون وویل چې موږ له ترکي چارواکو غواړو چې سمدستي اقدام وکړي او الپرسلان چیلیک او د هغه ملګري ونیسي او د روسي پايلټ د قتل په تړاو یې عدالت ته وړاندې کړي.

که څه هم د ترکیې له حریت ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې چې د تیرې یکشنبې په ورځ خپره شوه، ترکمن ياغي چیلیک د دغه پايلټ د وژلو مسولیت نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې غچ اخیستل یو فطري حق دی او د هغه وجدان به د یوه شخص په خاطر چې هره ورځ د ترکمنانو په ولسي وګړو بمونه غورځوي، ونه ځوریږي.

د روسۍ سو ـــ ۲۴ ډوله الوتکې دواړه پايلټان تر هغه وروسته چې له شام سره په پوله ترکي ځواکونو وویشته، په پېراشوټ کې د شام لورې ته را ولوېدل خو یو یی په ډزو ووژل شو.

بر تانیا کې ښځې خاوند ته د عمر بند سزا واورول شوه

يو بريتانوی خاوند او مېرمن په لندن کې د ترهګر برید پلان درلودلو په جرم تېره ورځ په عمري بند محکوم شول.

۲۵ کلن محمد رحمان ۲۷ کاله او د هغه ۲۴ کلنه مېرمن سنا احمد خان د۲۵ کلونو لپاره زنداني شول. څارنوالان وایي، محمد رحمان د مې په ۲۷مه نېټه په داسې وخت کې نیول شوی و چې ده لا بشپړ بم نه و جوړ کړی او څو ورځې نورې ورته پکار وې، خو که چیرته دا بم جوړ شوی او چاودیدلی وای نو ډير ورانی به یې پېښ کړی وای.

څارنوالان زیاتوي چې محمد رحمان د پام وړ کیمیاوي مواد اخیستي وو او وړې تجرباتي چاودنې یې د خپل کور په انګړ کې کړي وې.

د نوموړي مېرمنې سنا احمد خان بیا خپل خاوند ته د دغو چاودېدونکو موادو لپاره پیسې ورکړي وې.

د کابل و اسلام اباد د پوځي رابطو لپاره ټېلېفوني کرښه

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو په لومړي ځل له يو بل سره د اړيکو نيولو لپاره د هاټ لاين يا مستقيم ټليفون آسانتيا رامنځ ته کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرل دولت وزيري په دې اړه پرون ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د دواړو هيوادونو د پوځي عملياتو مشر کومندانان پر دې ليکه له يو بل سره مستقيم اړيکه نيولای شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند لیفټینینټ جنرل عاصم باجوه پرون پر خپل ټویټر پاڼه ليکلي ول چې د چارشنبې په ورځ په لومړۍ رابطه کې د دواړو هيوادونو د پوځي عملياتو د مشرانو ترمنځ پر پوځي چارو، د دواړو هيوادونو د کور کمانډرانو د ملاقاتونو د نېټې او د پولې دواړ و خواوو ته د همکارۍ زیاتولو پر اقداماتو خبرې وشوې.

د نوموړي په وینا، د دواړو هيوادونو ترمنځ د هاټ لاین جوړولو پرېکړه پر ۲۷م ډسمبر کابل ته د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د سفر پر مهال شوې وه.

د بې کوره خلکو د ستنولو لپاره حکومت پوره هڅې کوي

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن ويلي دي چې د فاټا د بې کوره شوو خلکو د بياستنېدو لپاره به حکومت خپل ټول وسايل په کار راولي.

نوموړي دا خبره پرون د فاټا ځوانانو د لوبو لومړۍ مېلې د پای دستورې ته د وينا پر وخت وکړه.

د ستورې ته د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي هم وينا وکړه او وې وويل چې په فاټا کې به په راتلونکو څو کلونو کې د تعليم او روغتيا د څانګو په ګډون د پرمختګ او بيارغونې يو شمېر نورې پروژې تر سره شي چې د ډېمونو جوړول، قدرتي زيرمې په کار راوستل او قبايلي سيمې د پاکستان له لويو سړکونو سره تړل پکې شامل دي.

“یوازې سړک نه بلکې ټولې منصوبې دې عملي شي”

د خېبر پښتونخوا وزيراعلا ويلي دي چې دوی يوازې سړک يا موټر وې نه غواړي بلکې پر غربي لاره دې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ټولې منصوبې عملي کړل شی.

پروېز خټک دا خبره تېر ماخستن تر هغه وروسته له پاکستاني رسنيو سره وکړه چې کله د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د ژوب او مغل کوټ تر منځ د سړک جوړونې د پروژې په پرانستې سره پر غربي لارې د کار پېلولو اعلان وکړی.

پروېز خټک وويل چې پر غربي لاره دې د سړکونو يا موټر وې سربېره دې د بجلۍ تارونه، د اورګاډي پټړۍ، د تېل او ګېس نلليکه، فايبر اپټیک کېبل، تجارتي مرکزونه او صنعتي زونونه هم جوړ کړل شي.

نوموړي پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه چې ټول پام پنجاب ته کوي او خېبر پښتونخوا يې په دې ستره پروژه کې له پامه غورځولې ده.

نوموړي وړانديز وکړی چې مرکزي حکومت دې د شريکو ګټو د شورا غونډه راوبلي او ټولې صوبې دې په دې لړ کې په اعتماد کې واخلي.

روس افغان پولیسو ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه ورکوي

روس وايي، په پام کې لري چې د افغانستان پولیسو ته په نژدې راتلونکې کې لس زره کلاشینکوفونه ورکړي.

د افغانستان لپاره د روس د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سېشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې د دې وسلو او ورسره مرمیو د ورکړې پر لارو چارو د کابل او روس د کورنیو چارو وزارت ترمنځ هوکړه شوې ده.

ضمیر کابلوف ویلي چې دا وسلې به په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته ولېږل شي.

نوموړي تاس خبري آژانس ته ویلي چې روسي چارواکي د افغان حکومت لخوا د هلي کاپټرو په ګډون د نورو غوښتنو پر پوره کولو هم غور کوي.

“په فاریاب کې اته وسله والو وژل شوي”

د افغانستان امنتي چارواکي وايي چې په فاریاب ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال اته وسله وال طالبان وژلي دي.

دا خبره په فاریاب ولایت کې د ملي پوځ د ځواکونو یو ویاند جګړن رضا رضایي بېګا مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل، دا عملیات د سېشنبې پر ورځ د یاد ولایت د قیصار او غورماچ ولسوالیو په کنجک او چهارشنبه نومي سیمو کې شوي دي.

رضايي وویل چې په وژل شوو کې د طالب وسله والو یو مشهور کومندان ملا صمد هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه چې د عملیاتو پر مهال ۱۴ وسله وال ټپي شوي هم دي.

د طالبانو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

“د هېواد د راتلونکي لپاره باید پر ځوانانو زیاته پانګونه وشي”

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د هېواد روښانه راتلونکي لپاره باید پر ځوانانو زیاته پانګونه وشي.

ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د زده کوونکو لخوا د تخنیکي وسایلو د نوښتونو تر لیدو وروسته د هغوی هڅې وستایلې.

ولسمشر غني وویل:

“افغان ځوان ډېر زیات نوښتګر دی او موږ نن د دې کار پایله وینو، نو ځکه ډېره ضروري ده چې هر نوښتګر ځوان راځي باید زموږ د تعلیمي ادارو په چوکاټ کې پیاوړي شي”

ولسمشر اشرف غني د هغو ټولو خنډونو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ چې په ځوانانو کې د نوښتونو مخه نیسي.

کابل: ځانمرګي برید دوه تنه وژلي یوولس ژوبل

کابل کې د دوشنبې ورځ ځانمرګي برید کې دغه ګاړی کارول شوی وو

نن سهار (دوشنبه) په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یو بمي برید کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او د درو ترکي پوځيانو په ګډونیوولس نور ټپيان دي.

د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر د پولیسو عمومي قومندان جنرال حقنوازحقیار د مشال ریډیو افغان څانګې ته ویلي چې دا موټربم حمله نن سهار نږدې اته بجې د هوايي ډګر ختیځې دروازې ته څېرمه پر ترکي پوځیانو شوې

دا برید په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې پرون د اتوار ورځد پاکستان پوځ مشر راحیل شریف او ولسمشر غني د سولې بهیر مخ پر وړاندې بیولو باندې رضا شوي دي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي د برید پړه منلې ده.

نن د بېنظیر بوټو اتم تلیم لمانځلی کیږي

د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې او د پيپلز ګوند د مشرې بېنظيربوټو اتم تلين نن د اتوار په ورځ لمانځلی کېږي.

د پيپلز ګوند يو مشر فصل کريم کنډې پرون مشال راډيو ته وويل چې د تلين په غونډه کې د ګوند شريک چئيرمېن او د بېنظير بوټو خاوند اصف علي زرداري ګډون نه کوي، د ده په خبره ځکه چې زرداري دا مهال په دوبۍ کې دی او ډاکټر يې اجازه نه ورکوي چې د جهاز سفر وکړي.

بېنظير بوټو، د ۲۰۰۷ کال د دسمبر د مياشتې په ۲۷مه نيټه په پنډې ښار کې د يوې لويې غونډې وروسته په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شوه. د هغې د مړينې په اړه لا تر اوسه پلټنې روانې دي.

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخستې وه.

پېښور ښکلی کوو

د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور د ښکلا او پرمختيايې کارونو د څارنې لپاره یوه نوې اداره جوړه کړیده.

پر دې اړه د صوبې د بلدیاتو وزیر عنایت الله د خالي پر ورځ مشال ریډیو ته وویل «موږه د پېښور د ښکلا لپاره پیسې ږدو، موږ پر دې کار کوو چې کوم ځای کې پارکونه جوړ کړو، او په کومو ځایونو کې ونې بوټې وکرو»

خو د پېښور تاجران بيا وايي، د پېښور ښار د ښکلا لپاره د تجاوزاتو پر ضد څو مياشتې وړاندې په ترسره شوو عمليات کې وران شوي سړکونه او نالۍ له هم نه دې جوړې کړل شوې.

وسلوال د افغانانو د خاورې،عزت او دین دښمانان دي

په ننګرهار کې پرون د ختیځو سیمو یو شمیر قامي مشرانو او ولسي استازو د داعش او نورو وسله والو ډلو پر ضد غونډه وکړه .

د ننګرهار دیني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني پر خلکو ږغ وکړ چې د هغو وسله والو پر ضد مبارزه وکړي چې د افغانانو ملي او دیني ارزښتونو ته ګواښ پېښوي.

مولوي حقاني زياته کړه چې دا وسلوال د افغانانو د خاورې ، عزت او دین دښمانان دي. د ده په خبره د وسله والو راډيو څو ورځې فعاله وه او هڅه یې کوله چې د افغان ځوانانو نظر واړوي.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو پرون مشال راډيو ته وويل چې په ننګرهار کې فعاله د د اعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې راډيو يې بنده کړې ده.

د پاکستان او هند د بهرنېو چارو سکتران په جنورۍ کې ویني

اسلام اباد وايي د پاکستان او هند د بهرنېو چارو سکتران به د راتلونکې مياشتې په نيمايې کې له يو بل سره ليده کاته وکړي.

د پاکستاني وزيراعظم د بهرنېو چارو سلاکار سرتاج عزيز نن مشال راډيو ته وويل چې په لاهور کې د پاکستان او هندوستان د وزيراعظمانو ترمنځ په وروستۍ غونډه کې پريکړه شوې چې د دواړو هيوادونو د سکترانو په کچ غونډه کې به د راتلونکو مزکراتو په څرنګوالې خبرې کيږي. نوموړی زياتوي، چې په جامع مزکراتو کې به د کشمير په ګډون ټولو مسلو باندې خبرې کيږي. د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي د جمعې پر ورځ د پاکستان لاهور ته ولاړ څو له خپل پاکستاني سیال نوازشریف سره وګوري.

په کرمه کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده

په کرمه ايجنسۍ کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې چارواکي د پنځو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د پاکستان استخباراتي ادارو يوه ناڅرګنده چارواکي مشال راډيو ته ويلي دي چې په کرمه ايجنسۍ کې د هفتې په شپه ناوخته د امنيتي ځواکونو په سرحدي پوسته (خړ ډنډ سورسپر) باندې د وسله والو لخوا د بريد وروستو په نښته کې اته وسله وال ژوبل شوي هم دي خو د ده په خبره امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله نه ده اوړيدلې. بلخوا پاکستانيو طالبانو مشال راډيو ته بيا ويلي دي چې په دې نښته کې د دوي يو ملګری نيک محمد وزير وژل شوی او ادعا کوي چې د پاکستان درې پوځي سرتيري يې وژلې دي.

"هلمند هېڅ جدي ګواښ نه لري"

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست وایي، د هلمند امنیتي وضیعت د مدیریت وړ دی.

معصوم ستانکزي نن د کورنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې د خبرو پرمهال د هلمند امنیتي ستونزې ومنلي خو ویې ویل چې د دې ولایت د امنیتي وضیعت په اړه هیڅ ډول جدي اندېښنه نشته.

ښاغلي ستانکزي وویل چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو په برخه کې جدي تدابیر نیول شوې دي.

د یادولو ده چې په تېرو څو ورځو کې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو په ځانګړي ډول په سنګین کې درنه جګړه روانه ده.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG