د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په بونیر کې وسله والو درې پولیس وژلي او یو یې ژوبل کړی دی

د پولیسو مشر اصف اقبال نن مشال راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه په ایلم سیمه کې هغه مهال وشوه چې پولیس په پلټنیزو عملیاتو بوخت ول. د ده په خبره، په وژل شویو کې یو انسپکټر او دوه ځانګړي پولیس سرتېري شامل دي او ژوبل کس تاڼېدار دی. اصف اقبال زیاتوي، تر دې وروسته پولیسو په سیمه کې د وسله والو د لټون لوی عملیات پیل کړي دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.

په تهران کې ککړې هوا ګڼ خلک ناروغان کړي

په تهران کې یوه کس د ککړ چاپیریال له کبله بوڅه وهلې

د ایران په پلازمېنې تهران کې د هوا د شدیدې ککړتیا له کبله شاوخوا ۴۰۰ کسان د زړه او تنفسي نظام په مشکلاتو اخته شوي دي.

د بېړنیو خدماتو یوه چارواکي حسن عباس تېره ورځ وویل، د ښار ککړې هوا شاوخوا ۱۴۳۴ نور کسان هم ناروغه کړي چې په کورونو کې یې درملنه وشوه. د تهران چارواکو پر ناروغه کسانو او زیات عمر لرونکو د کور دننه او له هغو سیمو لرې پاتې کېدو ټینګار کړی چې پکې زیات ګاډي تګ راتګ کوي. په تهران کې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک اوسي او د نړۍ له هغو لویو ښارونو یو بلل کېږي چې پکې هوا تر ټولو زیاته الوده ده.

ننګرهار: وسله والو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې

د ننګرهار د بتي کوټ ولسوال محمد غالب مجاهدمشال راډيو ته وويل: نن ( چارشنبه) سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل چې د يوه ګاډي په وسیله په ولسوالۍ ځانمرګی بريد تر سره کړي خو د حافظ کوډۍ په بازار کې پرې پوليس پوهېدلي چې د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځته شوي چې له امله يې يو تن پوليس او دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي.


ولسوال وايي چې په ټپیانو کې د ښوونځي ماشومان هم شامل دي.


خو د بټي کوټ ولسوالۍ د سيمه ييز روغتون يو تن ډاکټر چې د نوم ښودلو نه ډډه کوي، مشال راډيو ته ويلي وو چې روغتون ته د پيښې له ځايه لس تنه ټپیان وروړل شوي دي.


وسله والو طالبانو د دې پيښې په اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

پېښور: پر پروېز مشرف برید کې ککړ تورن په دار شو

پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف

د پېښور د زندان یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، زندۍ «پانسي« شوی کس نیاز محمد نومېده او ده ته په ۲۰۰۳ز کال کې پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د برید په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.

د چارواکي په خبره، نیاز محمد د صوابۍ د یار حسین اوسېدونکی وو او د هري پور په زندان کې بندي وو چې د مرګ سزا ورکولو لپاره پېښور زندان ته وړل شوی وو.

د پاکستان حکومت په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال برید وروسته د مرګ سزاګانو پر عملي کولو لګولی بندیز لرې کړ.

نواز شریف د ځانګړو پوځي عدالتونو دفاع وکړه

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، په هېواد کې حالاتو ته په کتو د ځانګړو پوځي عدالتونو جوړول ضروري دي.

دا خبره نوموړي تېره ورځ د لوړپوړو چارواکو په هغې غونډه کې وکړه چې پکې د ترهګرۍ پر ضد د جوړ کړل شوي پلان جاج واخیستل شو. بېګا د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، ځانګړي پوځي عدالتونه د یاد پلان برخه دي.

بیان د وزیراعظم له خولې وايي، دا عدالتونه به پر ولسي وګړو، ماشومانو او امنیتي سرتېرو په بریدونو کې د ککړو کسانو مقدمې اوري. په غونډه کې د دفاع وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال رضوان اختر په ګډون نورو چارواکو هم برخه واخیسته.

پېښور: پلټنیزو عملیاتو کې ۱۵۰ مشکوکه کسان نیول شوي

پولیسو نن مشال راډیو ته وویل، عملیات یې بېګا کړي دي او دا چې په نیول شویو کې ۴۵ افغان کډوال ول. د دوی په خبره، افغانان یې پاکستان ته د سفر قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي. پولیس زیاتوي، له نورو نیول شویو مشکوکه کسانو یې وسلې هم تر لاسه کړې دي.

نورستان کې ډرون برید څلور طالب وسله وال ووژل

د افغانستان د نورستان سرپرست والي وايي، بيګا امريکايي بې پايلټه الوتکې په يو بريد کې څلور طالب وسله وال وژلي دي.

حافظ عبدالقيوم نن «دوشنبه» ازادۍ راډیو ته وويل چې دا ډرون بريد د وايګل ولسوالۍ په مندېش کلي کې شوی چې د طالبانو يو قوماندان او د هغه درې ملګري پکې له منځه تللي.

په دې اړه طالب وسله والو څه نه دي ويلي.

'کراچۍ کې له اوره زیانمنو دوکاندارنو سره به پوره مرسته کېږي'

د پاکستان سیند صوبې اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن وايي، په کراچۍ کې د پروني «اتوار ورځې» لګېدلي اور د اوښتي زیان اندازه اخیستو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې چې نژدې ۲۵۰ دکانونه پکې سوځيدلې دي.

د پاکستان سرکاري راډيو د خبر له مخې ښاغلي مېمن ويلي چې ټولو هغو کسانو ته به پوره پوره پيسې ورکوي چې کاروبار يې خراب شوی دی.

د قبایلي سیمو کډوالو ستنولو لپاره کمېټه جوړه شوې

د پاکستان حکومت له پوځي عملياتو او بې امنيوو له وجې له قبايلي سيمو د بې کوره شوو کسانو د ستندېدولپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر په مشرۍ يوه اوه کسيزه کميټۍ جوړه کړې ده.

په قبايلي سيمو کې د قدرتي افتونو نظم ادارې وياند فرمان خلجي نن «ګل ورځ» مشال ريډيو ته وويل، چې د باجوړ او مومندو بې کوره کړل شوي خلک يې ستانه کړي دي او د نورو سيمو کډوالو د ليږلو لپاره د مناسب وخت انتظار کوي.

په دې وروستيوو کې د خېبر او شمالي وزيرستان بې کوره کړل شوو خلکو مظاهرې کړې وي او شکايت يې کاوه چې نه يې حکومت خپلو سيمو ته لېږي او نه هم ورته په پنډغالو «کمپونو» کې پوره سهولتونه برابروي.

'په سپین وام او شوه کې ګرځبندیز لیرې کړئ چې ناروغان روغتونونو ته ورسوو'

د شمالي وزيرستان د سپين وام او شوې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې پوځ دې ژر تر ژره ګرځبندیزپای ته ورسوي چې له کبله یې دوی له پنځوو ورځو راهيسې په کورونو کې ايسار پاته دي.

د د دې سيمږ اوسېدونکو یو څو کسانو نن «ګل ورځ» له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې ډېری خلک غواړي خپل ناروغان د ټل او هنګو روغتونو ته ورسوي. د ځايي اوسېدونکو په وينا د سهلر له شپږو د ماښام تر شپږوګرځبندیزاو د شپې مهال هم هېچا ته د تلو اجازت نشته.

په دېاړه لا چارواکو څه نه دي ويلي چې کله به په ګرځبندیز کې نرمښت راځي.

امریکا:د ازادي اروپا راډیو پر دفتر په چاپه باندې اندېښمن يو

د امریکا د بهرنیو چارو د دفتر یو چارواکي ویلي چې هیواد یې د هغو رپوټونو په اړه اندېښمن دی کوم چې په اذربایجان کې د ازادی اروپا راډیو پر دفتر د چاپې خبر ورکوي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چېموږ په دې اړه اندېښنه لرو چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پولیسو د ازادی اروپا راډیو د اذري څانګې پر دفتر چاپه وهلې ده ، کارکوونکي یې بندي کړي او په دفتر کې یې تلاشي کړېده.

دا له هغه وروسته ده چې د تېرې جمعې پر ورځ څارنوالانو او پولیسو په باکو کې د ازادی اروپا راډیو د اذري څانګې په دفتر په زور ورننوتل ، تر څو ساعتونو یې کارکوونکي په یوه کوټه کې وساتل او کمپیوټران یې وپلټل.

د اذربایجان دې څارنوالانو ویلي ، هلته د ازادې اروپا راډیو څانګه یو داسې اداره چې بهرنۍ مرستې تر لاسه کوي او د دوی دا ګام د دې ادارې په اړه د پلټنو برخه ده.

امریکايي چارواکي پر اذربایجان ږغ کړی دی چې د مطبوعاتو ساتنې لپاره دي نړیوالې ژمني په پام کې ونیسي او څرګندې پلټنې دي وکړي .

“د پوځي عدالتونو جوړېدل د اندېښنې وړ دي”

د پاکستان د بشري حقونو سازمان وايي، د پوځي عدالتونو جوړېده د جدي اندېښنې وړ دي

د یاد سازمان مشرې زهرا یوسف د جمعې پر ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل دوی د نورو عدالتونو په موجودګۍ کې د پوځي عدالتونو مخالف دي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل، د جې سیند قامي محاذ مشر نیاز کالاني او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره مبارزه کوونکي ماما قدیر بلوڅ هم د پوځي عدالتونو جوړېدو په اړه اندېښنې وښودلې.

دوی وویل ، دا عدالتونو به د بلوڅ او سیندیو ملت پالو پر ضد وکارول شي. خو پاکستانیو چارواکو په دې عدالتونو کې د چلېدونکو مقدمو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.

اورکزی ایجنسۍ: ټرافیکي پېښې ۱۱ کسان وژلي دي

په اورکزی ایجنسۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

انتظامي چارواکي وايي،دا پېښه د جمعې پر مازیګر د کوزو اورکزو په سره مېله سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو مسافر وړونکی موټر تر غره ولوېدی.

د چارواکو په وینا، په وژل شوو ۱۱ کسانو کې دوه ماشومان او یوه مېرمن هم شامل دي.

دا مسافر وړونکی موټر له کوهاټه د کلايې سیمې پر لور روان وو.

سره میله د کوزو اورکزو په حدودو کې راځي چېرې چې د روانې میاشتې پر پنځمه نېټه هم په یو ټرافیکي پېښه کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي وو.

کابل: ولسي جرګه د کابینې د ځنډ په اړه خبرې کوي

د افغانستان ولسي جرګه نن د حکومتي کابیني په اعلانېدو کې د ځنډ پر مسله بحث کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسې جرګې د ملي وحدت حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی وو چې کابینه ور وپېژني.

د ملي شورا د بهرنیو اړیکو مشر عبدالقادر وطن دوست ځاځي پرون (جمعه) ناوخته مشال راډیو ته وویل، په نننۍ غونډه کې به پر دې بحث وشي چې د نوي کابینې لپاره پر حکومت څه فشار واچول شي.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني د سپټمبر میاشتې پر ۲۹م نېټه د خپلې دندې سوګند پورته کړی وو او ویلي یې وو چې په لنډ وخت کې به نوې کایبنه اعلان کړي.

ننګرهار: ډورن برید درې وسله وال وژلي

په ننګرهار ولایت کې د ناټو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن (جمعه) مشال راډیو ته وویل، ډرون برید تېر مازیګر په لالپورې ولسوالۍ کې وشو.

دی زیاتوي، هم د تېرې پنجشنبې پر ورځ په یاده سیمه کې د اسلامي تحریک او اسلامي امارت وسله والو ډلو تر منځ په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول.

"د ترهګرۍ ضد پلان دې زغرده عملي کړل شي"

د پاکستان پوځ مشر پر پوځ او استخباراتي ادارو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد د منظور کړل شوي پلان د عملي کولو لپاره سمدستي او اغېزناکه ګامونه واخلي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بېګا په یوه بیان کې ویلي، جنرال راحیل شریف دا خبره د تېرې پنجشنبې پر ورځ د امنیت په اړه د لوړې سطحې غونډې مشرۍ پر مهال وکړه. بیان وايي، د پوځ مشر خپل هغه هوډ تکرار کړ چې سختدریځي او ترهګري به له بېخه باسي.

بیان زیاتوي، جنرال راحیل شریف د هېواد د سیاسي مشرانو ستاینه وکړه چې د اصلاحاتو او انتظامي اقداماتو له لارې د سختدریځۍ د ختمولو لپاره ژمن دي.

مدني ټولینې د پاکستان د امنیتي ادارو پر تکلارو نیوکه وکړه

د کاروان په نوم ټولنې او د ځېنو سیاسي ګوندونو غړو په پېښور کې پر سکول د برید د غندنې تر څنګ پر امنیتي ادارو هم انتقاد کړی دی چې ولې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

تېر مازیګر د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د پېښور قامي جرګې په نوم جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د مدني ټولنې فعالې عصمت شاهجهان د سختدریځۍ او ناامنۍ په اړه د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو پر تګلارو انتقاد وکړ.

غونډې ته په خپله وینا کې د عوامي ورکرز پارټۍ صوبايي مشر شهاب الدین خټک وویل، تر پېښور برید وروسته باید هېڅ کس بې طرفه نه وي او باید یوه لار غوره کړي چې ایا له امن خوښو سره ودرېږي او که له وسله والو او سختدریځو سره. په غونډه کې د سختدریځۍ پر وړاندې د یووالي غږ وشو.

“د مجبورۍ له کبله مو د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه”

د جماعت اسلامي امیر سراج الحق وايي، د پوځي عدالتونو جوړول مثالي کار نه دی خو دا ده چې سیاسي ګوندونو د مجبورۍ له کبله د دې عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړه.

دا خبره نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وکړه.

له سراج الحق سره د پیپلز ګوند سېنېټر رحمان ملک او د بلوڅانو د نیشنل پارټۍ مشر سېنېټر حاصل بزنجو هم سکول ته ورغلی وو.

رحمان ملک خبریالانو ته وویل، پوځي عدالتونه به یوازې د لویو او ډېرو فعالو سختدریځو وسله والو پر ضد کارروايي کوي. حاصل بزنجو وویل، بې له توپیره باید د ټولو وسله والو ډلو پر ضد ګامونه واخیستل شي.

شمالي وزیرستان: ډورن برید اووه وسله وال وژلي

په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، لومړی برید نن (جمعه) سهار شاوخوا څلور نیمې بجې د شوال په کونډ سیمه کې د وسله والو په مرکز وشو چې پکې څلور وسله وال ووژل شول.

دوی زیاتوي، دویم برید هم شاوخوا په هم هغه وخت د ډېورنډ پر کرښه د شوال منګړیتۍ په سیمه کې د وسله والو پر پټنځای وشو چې پکې درې وسله وال ووژل شول.

“له افغانستان سره سوداګري به دوه چنده زیاته شي”

د پاکستان سوداګرۍ وزیر وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به له افغانستان سره سوداګري دوه چنده زیاته شي.

انجینر غلام دستګیر خان د تېرې چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان، افغانستان ته د سامانونو د لېږد پر زیاتولو فکر کوي.

تېره میاشت اسلام اباد ته د سفر پر مهال افغان ولسمشر اشرف غني ویلي ول، دا مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه نیم اربه ډالرو سوداګري کېږي چې په راتلونکو څو کلونو کې به پینځه اربه ډالره ته ورسېږي.

نواز شریف د ترهګرۍ پر ضد د پوځي عدالتونو جوړولو اعلان کړی

په پاکستان کې سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پوځ تر څار لاندې د ځانګړو عدالتونو پر جوړولو سلا شوي دي.

د تېرې سېشنبې پر ورځ د ترهګرۍ پر ضد د پلان جوړولو په موخه تر ټولګوندیزې غونډې وروسته ولس ته د وینا پر مهال وزیراعظم نواز شریف وویل، دا عدالتونه به تر دوو کلونو قایم وي.

نواز شریف وویل، د ترهګرۍ پر ضد د نوي پلان تر مخه به اوس په هېواد کې هېڅ کس وسله واله ډله نشي جوړولای، تر بندیز لاندې تنظیمونه به په بل نوم فعالیت نشي کولای، ټولې مدرسې به رجسټر کېږي، د ترهګرۍ پر ضد به ځانګړی ځواک جوړول کېږي او پر رسنیو به د وسله والو نظر او وینا ګانو ته پر ځای ورکولو بندیز وي.

د پاکستان حکومت او سیاسي ګوندونو تر هغې وروسته د ترهګرۍ پر ضد د پلان جوړولو پرېکړه وکړه چې په پېښور کې وسله والو پر سکول برید وکړ او ګڼ زده کوونکي یې ووژل او ژوبل کړل.

لغمان: بمي چاودنې دوه افغان سرتېري وژلي

په لغمان کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل، پېښه نن سهار د قرغیو په ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو سرتېري په خپل ګاډي کې روان ول.

نوموړي زیاته کړه چې نن (چارشنبه) سهار وختي په الینګار ولسوالۍ کې دوه وسله وال د خپل ښخ کړي بم په چاودنه کې ووژل شول. وسله والو طالبانو د قرغیو په ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر ګاډي د بمي چاودنې پړه منلې.

د ټل، پاړه چنار لویه لاره بیرته پرانستل شوه

په کورمه ایجنسۍ کې د ټل، پاړه چنار لویه لاره یو ځلي بیا د عامه ټرافیک پرمخ پرانستل شوه. دغه سړک په بګن سیمه کې د سهار له اوو بجو د مازیګر تر څلورو بجو امنیتي ځواکونو د لټون عملیاتو لپاره تړلی و. پولټیکل انتظامیې د دغې خبرې پخلی وکړ، چې سړک يې د عامه ټرافیک لپاره پرانستی دی. یوه انتظامي چارواکي مشال راډیو ته وویل، چې په سیمه کې لا هم لټوني عملیات روان دي.

ننګرهار: ډرون بريد ۳ وسله وال وژلي او ۲ يې ټپيان کړي

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل:

(( تيره ورځ له غرمې وروسته د ايساف ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند پيره خيلو سيمه کې د وسله والو په پينځه کسيزه ډله هوايي بريد تر سره کړی چې درې تنه يې وژلي او دوه تنه نور يې ټپیان کړي دي.))

مشرقيوال وايي چې په وژل شويو کې يو تن پاکستانی هم دی چې تر اوسه يې پوره هويت نه دي څرګند شوی.
د يادې پيښې په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

“پر خپله خاوره ترهګر نه پرېږدو”

د افغانستان پوځ مشر جنرال شیر محمد کریمي د دوشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې پاکستاني مقاماتو ته وویل هېواد یې په پېښور کې د ترهګرو لخوا په یو سکول د برید له امله خواشینی دی او مقابل لوري ته یې باور ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې دننه به د ترهګرو پر ضد افغان ځواکونه کوټلي عملیات کوي.

د پاکستان پوځ وايي د نهې پر ورځ په راولپنډۍ کې جنرال شیر محمد کریمي له خپل پاکستاني سیال انډول جنرال راحیل شریف او همدارنګه په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو مشر جنرال جان کیمپ بیل سره د ګډې غونډې پرمهال دا څرګندونې کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي جنرال راحیل شریف د پاکستان پولې ته نږدې د افغان ځواکونو د ترهګرو پر ضد د وروستیو عملیاتو ستاینه وکړه.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG