د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی

په افغانستان کې ایساف ځواکونه وایي چې؛ نن یو بهرنی سرتیری د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی.


د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتیری په جګړه کې له ټپي کیدو وروسته مړ شو.

خو ایساف د وژل شوي سرتیري د هویت او د وژلو دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي.

جنوبي سوډان او ياغيانو د اوربند په اړه پر خبرو موافقه وکړه

ټاکل شوې دغه خبرې په ايتوپيا کې وشي، خو کومه نېټه نه ده ورته ټاکل شوې.دا په داسې حال کې ده چې؛ د ختيځې افريقا په دې هېواد کې قومي شخړې روانې دي.


د دې هېواد په ستراتيژيک ښارګوټي بور کې پرون هم جګړې دوام درلود.

افريقايي ټولنه وايي، په دې برخه کې به مناسب اقدامات وکړي چې پر هغو کسانو به بنديزونه په کې شامل وي، چې خلک تاوتريخوالي ته هڅوي.

د سيمه ييزو مشرانو له خوا ولسمشر سالفا کيير او د هغه پخواني مرستيال ريک ماچار ته د خبرو لپاره ټاکل شوى ضرب الاجل پرون پوره شو.

په دې شخړه کې لږ تر لږه ١٠٠٠ (زر) کسان وژل شوي او په لسګونو زره کسان له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

شخړې دوې اوونۍ مخکې وروسته تر هغه پيل شوې، چې د ولسمشر مرستيال ريک ماچار د کودتا هڅه وکړه.

په غزني کې دوه تنه وسله وال ووژل شول

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په کلي کې دوه تنه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.


د تندر قواء څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شویو وسلوالو غوښتل د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لویې لارې په اوږدوکې ماین خښ کړي، چې خپل ماین پسې چاودلی او دواړه ماین خښوونکي په کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د غزني په مرکز کې ملي اردو او ملي امنیت سرتېرو په ګډه عملیات کړي او په کې یوه اندازه سپکې وسلې، نشه يي توکي او مهمات د دوی لاس ته لویدلي دي، خو په خبرپاڼه کې د وسلو د څرنګوالي او اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تندرقول اردو چارواکي وايي، چې د خوست، لوګر او غزني ولایتونو په اړوندو سیمو کې يې یو شمېر د پرسونل او وسایطو ضد ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نوموړو پوځي فعالیتونو کې امنیتي ځواکونو ته کوم مالي اوځاني زیان نه دی اوښتی.

نړۍ د ۲۰۱۴ز کال راتګ لمانځي

په اسټرالیا، نیوزي لینډ او د روسیې په شرقي سیمو کې د نوي کال جشنونه پیل شوي دي.

د بحرالکاهل ټاپوګانو هیوادونه لومړي هغه ول چې ۲۰۱۴ز کال ته ورداخل شول.

د نیوزي لینډ په ښار اک لینډ کې چې څنګه د شپې دولسې بجې شوې نو د ښار له لوړۍ منارۍ اورلوبه پیل شوه.

د اسټرالیا په سېډني کې هم اورلوبه وشوه او په زرګونه کسان په کوڅو کې نڅاګانې کوي، نوي کال ته هر کلی وايي.

د روسیې ولګاګراد چاودنو قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د روسیې په ولګاګراد کې د دوو ځانمرګو حملو لومړي قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي.

د وروستیو مراسمو لپاره سخت امنیتي انتظامات شوي ول. نن ۲۹ کلن سېرګې ناليبېکو او ۲۷ کلن لیونېد سوشوف د ښار په هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول. د دوو نورو کسانو وروستي مراسم به سبا کېږي. تر دې مخکې روسي چارواکو وویل، د اتوار او پرونۍ ورځو په دوو ځانمرګو حملو کې د وژل شویو شمېر نن ۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکو خبرداری ورکړ چې د ځینو ژوبلو روغتیايي حالت خراب دی. تر دوو ځانمرګو حملو وروسته روسي چارواکو د ولګاګراد کوڅو او ښاري ټرانسپورټ امنیت لپاره شا و خوا ۵۲۰۰ پولیس او د کورنیو چارو وزارت سرتېري ځای پر ځای کړي دي. له دې سره د کوساک رضا کاران په کوڅو کې ګزمه هم کوي. تر پېښو وروسته په ښار کې شا و خوا ۸۷ کسان ځکه نیول شوي دي چې یا خو یې ګرفتاري نه ورکوله او یا هم ورسره قانوني اسناد نه ول.

په کراچۍ کې د سوات یو پولیس افسر وژل شوی دی

په کراچۍ کې نامالومه کسانو یو پولیس افسر وژلی دی.

پولیسو مشال راډیو ته وویل، پېښه د سې شنبې په ماسپښین د میټرووېل په سیمه کې شوې ده. د وسله والو په ډزو کې انسپېکټر بهاالدین بابر وژل شوی دی. بابر د سوات مدین اوسېدونکی وو. نوموړي د وسله والو ډلو پر ضد په عملیاتو کې فعال کردار تر سره کړی وو.

ایران وايي، د اټومي پروګرام په اړه یې له ځواکمنو هیوادونو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی

د اټومي پروګرام لپاره ایراني مشر مرکچي ویلي، په جینیوا کې تر اوسه په شویو خبرو کې ((ښه پرمختګ)) شوی دی.

د سې شنبې پر ورځ د ایران دولتي ټیلي وېژن له عباس عرقچي سره یوه مرکه خپره کړه چې پکې نوموړي وویل، له امریکايي، برتانیوي، فرانسوي، روسي، چیني او جرمنیو استازو سره د نن تر سهار څلور نیمو بجو خبرې وکړې.

تهران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر د نړۍ له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره مذاکرات کوي. تېره ورځ، د یوې اوونۍ تر ځنډ وروسته دا خبرې بیا پیل شوې.

د خبرو موخه، له تهران سره د شوې معاملې د عملي کولو لارې چارې لټول دي.

دا تړون د نومبر پر ۲۴مه شوی وو.

له هغه وخت راهیسې تر اوسه د تړون په عملي کولو د خبرو دوه پړاوه تر سره شوي دي.

د معاملې تر مخه به ایران د خپل لانجمن اټومي پروګرام ځېنې برخې ځنډوي او په بدل کې به ورباندې لګېدلي بندیزونه تر هغو محدود وي چې اوږدمهالی تړون نه وي شوی.

په بېلاروس کې دوو کسانو ته د جاسوسۍ په تور سزا واورول شوه

په بېلاروس کې دوو کسانو ته تر هغې وروسته سزا اورول شوې ده چې لېتوانیا ته د جاسوسۍ کولو لپاره ګرم شول.

د بېلاروس کې جي بي نن اعلان وکړ چې دا دوه کسان اي کاچورا او اې فېنزېلیاو نومېږي او ورته بالترتیب د اتو او ۱۰ کلونو بند سزا اورول شوې ده. پر دواړو کسانو د غدارۍ او د لېتوانیا استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ تورونه ثابت شوي دي. دا کسان د ۲۰۱۲ز کال په مارچ کې نیول شوي ول. په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. په دې اړه لا حکومت رسمي بیان هم نه دی ورکړی.

له طالبانو سره د خبرو په اړه نواز شریف له مولانا سمیع الحق سره ولیدل

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف، مولانا سمیع الحق ته ویلي دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د سې شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې نواز شریف د جمیعت علمای اسلام (س) له مشر مولانا سمیع الحق سره خبرې وکړې.

د مولانا سمیع الحق ګوند ویاند مولانا یوسف شاه مشال راډيو ته د ملاقات په اړه وویل چې دواړو تر یوې نیمې ګېنټې له یو بل سره خبرې وکړې.

یوسف شاه وايي، نواز شریف شدید خواهش وښود چې مولانا سمیع الحق له طالبانو سره خپلې رابطې تېزې کړي او د سولې خبرې پیل کړي.

د ده په خبره، په ځواب کې ورته سمیع الحق وویل دی به له طالبانو سره خبرې وکړي او بیا به وزیر اعظم خبر کړي چې څنګه پرمختګ وکړي.

یوسف شاه وویل، سمیع الحق نواز شریف ته وویل چې د میرعلي په پېښه کې د وژل شویو او تاواني شویو کورنیو د زیان ازاله دې وکړي.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان پوځ په بمبارۍ کې د ولس په وینا، ۷۰ کسان ووژل شول او د میرعلي بازار ته لوی تاوان ورسېد.

د پاکستان پوځ د ولسي وګړو مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو په نښته کې د ۲۳ وسله والو وژنې خبره کوي.

د یوسف شاه په خبره، تر اوسه د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو سنجیده هڅې نه دي کړې.

خو ده زیاته کړه چې دی هیله من دی چې د سولې خبرې به پرمخ ولاړې شي.

د بې پیلوټه الوتکو په حملې کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشر حکیم الله مسود تر وژنې وروسته، د غورځنګ نوي مشر مولانا فضل الله وویل، دی به د پاکستان له حکومت سره خبرې ونکړي.

کندهار: یو پولیس وژل شوی دی

د کندهار سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې نن غرمه یو پولیس د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی.


د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي، دغه پولیس د دې ښار د شهیدانو په چوک کې وسله والو ویشتلی او له سیمې تښتېدلي دي.

خو دا په کندهار لومړی وار نه دی، تر دې مخکې هم افغان سرتیري، قومي مشران او نور مهم کسان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي.

تر اوسه هیچا د دې پولیس د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی.

افغان حکومت د امریکا د استخباراتو څېړنه رد کړه

د افغانستان حکومت د دې هیواد راتلونکي وضیعت په اړه د امریکا ملي استخباراتو څېړنه په سختو ټکو رد کړې ده.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو یوه څېړنه خپره کړه چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې د تېرو درو کلونو لاسته راوړنې تر ۲۰۱۷ ز کاله په جدي توګه له خطر سره مخ دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي پرون مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې هم دا ډول راپورونه او اټکلونه ناسم زبات شوي دي.

اېمل فیضي همدارنګه ټینګار وکړ چې که چېرې دا ډول تحلیلونه یا شننې طالبانو ته د افغانستان د یوې سیمې د سپارلو د طرحې یوه برخه وي، هیڅکله به بریالي نه شي.

د امریکا استخباراتو په دې ارزیابۍ کې راغلي، که چېرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي، ښايي افغانستان په نژدې راتلونکې کې له ګډوډیو سره مخامخ شي.

د خوست د شورا رئیس په دفتر کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت د ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار په دفتر کې يې په یو مصنوعي ګلدان کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي شنډ کړي دي.


د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب مندوزي مشال راډیو ته وویل، چې نوموړی ګلدان د نامالومو کسانو له خوا سید کریم خان خاکسار ته د حج د مبارکۍ په پلمه وروړل شوی وو، خو کله چې د ده ساتونکي د ګلدان وزن ته متوجه شوي، نو د امنیه قوماندانۍ پولیسو ته يې اطلاع ورکړه.

مندوزي زیاته کړه په دې پېښه کې په خپله ولایتي شورا رئیس په نښه شوی وو، خو د پېښې او چاودنې له رامنځته کېدو وړاندې قضیه کشف شوه، او یاد چاودیدونکي توکي د پولیسو له خوا د ښاره بهر سیمه کې والوځول شول.

بلخوا په خپله ولایتي شورا رئیس د نوموړې قضیې په اړه مشال راډیو ته وویل، چې مصنوعي ګلدان د یو شمېر کسانو له خوا د ده په غیاب کې د موټر په واسطه وروړل شوي وو او د دروازې ساتونکي ته يې ویلي ول چې دا ګل يې ده ته جوړ کړی او دوی په تلیفون کې ولایتي شورا رئیس ته خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا د نوموړو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې.
ځايي پولیس هم وايي، چې د قضیې د عاملینو د نیولو له پاره يې هڅې پیل کړي دي.

کونړ :دوه طالب وسله وال وژل شوي

د کونړامنیتي مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي.


د کونړامنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل چې جګړه په ناړۍ ولسوالۍ کې نن سهار شوې ده.

ښاغلی سید خيل وايي، په دې وسله واله نښته کې، درې وسله وال طالبان او یو سیمه ییز پولیس ټپیان شوي هم دي.

د کونړ امنیه قومنداني وایي، په نرنګ او مره وره ولسوالیو کې یې ۷ ماینونه خنثی کړي.

د بګرام له زندانه ۶۵۰ زندانیان خوشې کړل شوي دي

د افغانستان د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمېټۍ وايي چې د شاوخوا نهو میاشتو څیړنو په نتیجه کې یې (شپږ سوه پنځوس) بندیان له دې زندانه خوشي کړي دي.
د دې کمېټۍ یو غړي عبدالشکور دادرس نن خبریالانو ته وویل چې د خوشي شوو بندیانو د جرم په اړه کافي شواهد موجود نه و.
نوموړي زیاته کړه چې د ( اوه سوه څلور شپته) بندیانوله څېړل شوو مقدمو څخه یې (یو سل څوارلس) دوسیې د لا نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.
د بګرام زندان مسوولیت د روان کال په لومړیو کې له امریکایانو څخه افغان حکومت ته و سپارل شو. له هغه وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړ او په دې زندان کې یې د افغان بندیانو د مقدمو د څارلو دنده ور وسپارله.

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو خبرې بیا پیل کړې

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو د پوهانو تر منځ د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو دریم پړاو نن په جنېوا کې پیل شوی دی.

د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د تېرې میاشتې د شوي مهم ایټمي تړون د پلي کولو لپاره چوکاټ وټاکي.

له هغه وروسته د خبرو اترو دوه پړاونه تر سره شوي دي چې ایران د نومبر پر څلرویشتمه نېټه پر دې سلا شوي چې د خپل لانجمن ایټمي پروګرام ځینې برخې تر شپږو میاشتو وځنډوي. هغوی دا هوکړه د محدودو بندیزونو د لرې کولو په بدل کې وکړه.

په ننګرهار کې نامالومو وسله والو يو تن وژلی او دوه يې ټپیان کړي

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته وويل چې نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار خالص مينه کې نامالومو وسله والو د غازي تيلو پمپ باندې برید کړی چې په ترڅ کې يې د تيلو د پمپ دوه ماليکان چې وروڼه دي . ټپيان کړي او يو تن لاروی په کې وژل شوی دی

د پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې او نه يې دولت څوګ په تړاو نيولی

په روس کې چاودنې څوارلس تنه وژلي دي

د روس چارواکي وايي چې په جنوبي ښار ( ولګاګ راد ) کې به یو بس کې د شوې چاودنې له امله لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي دي چې یو کلن ماشوم هم په کې شامل دی.

دا چاودنه له هغه یوه ورځ وروسته شوېده چې د هم دې ښار د رېلګاډۍ پر سټېشن یو ځانمرګي برید اولس کسان ووژل.

د روس د څېړنیزې کمېټۍ ویاند ولادمیر مارکین په یو بیان کې ویلي چې د په بس کې په شوې چادونه کې له استعمال له استعمال شوو باردو داسې ښکاري چې د تېرې ورځې ځانمرګی برید او دا ننۍ چاودنه په ګډه توګه پلان شوي وو.

په سم دستي توګه چا د دې پېښو پړه نه ده منلې خو څېړونکي د شمالي کفقاز پر اسلام پالو سخت دریځو شک کوي.

دا چاودنې په داسې وخت کې شوې دي چې په روس کې د ۲۰۱۴م کال د اولمپکس لوبو ته یوازې شپږ اونۍ وخت پاتې دی.

په پېنډۍ کې د امام بارګاه دوه ساتونکي پولیسان وژل شوي دي

د پاکستان د پنجاب صوبې په راولپېنډۍ ښار کې نن پر یو امام بارګاه ولاړو پوليس عسکرو ډزې شوي دي چې په نتيجه کې یې د پولیس دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د راولپېنډۍ د رېس کورس تاڼې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو دوو نامالومو وسله والو پر مصریال سړک جوړې قصر شبير امام بارګاه ولاړو پوليسو ډزې وکړې.

تر اوسه چا د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې وړ ده چې د عاشورې څلوېښتمې په مناسبت هم په کراچۍ کې د اهل تشیع پر ماتمي جلوسونو حملې شوې وې چې په کې مرګ ژوبله شوې وه.

په پاکستان کې سختدریځې ډلې وخت په وخت پر اهل تشیع لږکیو حملې کوي.

پروېز خټک د پېسکو واک له اخیستو انکار کړی دی

د خیبر پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د پېښور برېښنا ورکوونکې ادارې (پشاور الېکټرېک سپلای کار پورېشن یا پېسکو) واک اخیستو څخه انکار کړی دی.

د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د یکشنبې پر شپه پاکستانیو رسنیو ته ویلي دي چې مرکزي حکومت دې دوی ته یوازې د پېسکو واک نه بلکې، د برېښنا پیدا کولو، وېشلو او د دې د بیې ټاکلو واک هم ورکړي. تر دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د اوبو او برېښنا وزارت ته امر وکړ چې د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه دې د پېښور برېښنا ورکوونکې ادارې واک صوبايي حکومت ته وسپاري. پېسکو ټولې خیبر پښتونخوا ته برېښنا ورکوي.

په چارسده کې چاودنه، یوه ښځه او دوه بچي یې وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د یوه کور دننه چاودنه شوې ده.
پېښه د سرډېرو په سیمه کې د دوشنبې پر سهار څلور بجې د وردګو کلي په یوه کور کې شوې ده. د سرډېرو تاڼېدار حسن خان مشال راډيو ته وویل، کور د اصف په نوم یوه سړي دي.
په دې چاودنه کې یوه ښځه او د هغې دوه بچي وژل شوي دي.
وژل شوي کسان د اصف مېرمن، لور او زوی دي. په پېښه کې نوموړی او بل زوی یې ژوبل دي.
چارواکي وايي، د چاودنې نوعیت په اړه پلټنې کوي.
تر دې مخکې پولیسو ویلي ول، داسې ښکاري چې پر کور توغندی (راکټ) لګېدلی دی.

په کوټه کې د پولیو ضد کارکوونکو برید شوی دی

د کویټې په پښتون اباد سیمه کې نن د غرمې نه وړاندې د پولیو په ډله برید شوی دی چې په ترڅ کې یې د یوې میرمنې او یوې ماشومې په 'ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي.

پولیسو پېښه تایید کړې ده. په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کویټې ( سنډیمن )روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي. د برید پړه په سم لاسي ډول چا قبوله کړې نه ده.

په روس کې ځانمرګي برید اوولس کسان وژلي دي

نن د روس په جنوبي ښار والګا ګراد کې داورګاډو په یو سټیشن باندې د ترسره شوي ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

دوالګا ګراد د سیمه ایز روغتون چارواکي وايي تراوڅه لسګونه ژوبل کسان دوی ته رسول شوي دي. ځايي چارواکي وايي : یوې ښځینه ځانمرګې د والګاګراد داورګاډو په مرکزي سټیشن کې په دروازه کې ځان الوزولی دی.

د والګاګراد ښارواله ایرینا ګوسیوا په دې اړه وايي : د اورګاډي د مرکز د ننوتلو په دروازه کې ، چیرته چې خلک په قطار کې ولاړ وي او د امنیتي دروازې نه تیریږي، چاودنه شوې ده. دې پېښې مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. مونږ د وضعې د نورمالولو هڅه کوو ، خو وضع ځکه هم بحراني ده چې په ژوبلو کې ماشومان هم شته.

په سم لاسي ډول چا د پېښې پړه قبوله کړې نه ده.

د افغانستان رسنۍ تر وخت وړاندې له انتخاباتي کېمپېنه منع شوې

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن له میډیا غواړي چې د انتخاباتي کمپاین د پیل له ټاکلې نېټې مخکې دې داسې پروګرامونه نه جوړوي چې په هغو کې د ولسمشرۍ د کینډیډانو لپاره تبلیغ کېږي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیشن ویاند نادرمحسني که څه هم د کومې ځانګړې خبري اداري نوم وانخیست خو ویې ویل ځینې رسنۍ داسې پروګرامونه جوړوي چې د ځانګړو کاندیدانو په اړه پکې تبلیغات کېږي.

محسني دا هم وویل، د ولسمشرۍ امیدواران د کمپاین له رسمي پیل مخکې د داسې اشتهارونو حق نه لري.

د شام ولسمشر پوپ فرانسز ته لیک لېږلی دی

د شام ولسمشر بشارال اسد پوپ فرانسز ته یو نجي خط لیږلۍ. ویټیکن پرون په یوه بیان کې وویل چې ولسمشراسد دا پیغام د یوه پلاوي په لاس پاپ ته استولۍ، خو د ویټیکن په بیان کې د دې لیک تفصیل ندۍ ورکړل شوی.

د رپورټونو له مخې د شام یوې ډلي ویټیکن ته د سفر په ترڅ کې له مذهبي مشرانو او د بهرنیو چارو له مشر ډومینیک ممبرتي Dominique Mamberti سره کتلي .

پاپ فرانسیز څوځلې په شام د سولې لپاره غږ کړی او د کرسمس په وینا کې یی هم د شام ذکر کړی وو.

په امریکا کې نیول شوي امریکايي عسکر خوشي شوي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د لیبیا حکومت څلور امریکایي پوځيان د لنډ وخت لپاره ونيول او بيا خوشې کړل.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي په دې اړه نور تفصیل ورنکړ چې دغه عسکر ولې نیول شوې وو، خو وايې، چارواکي هڅه کوي د دې پېښې په اړه مالومات وکړي.

د اعلاميې له مخې، دغه څلورو عسکرو صبراته ته نږدې امنيتي تياريانی کولي چې ونيول شو.

دا په ٢٠١١م کال کې د پخواني واکمن معمر قذافي د لرې کېدو راهيسې په ليبيا کې تازه داسې پېښه ده، چې امريکايان پکې نیول شوي.

د اکتوبر په مياشت کې امريکايي کومانډوز د ابو انس الليبي په نامه يو کس په طرابلس کې ونيوه، چې وییل کیږي، د القاعده شبکې غړى دى.

د ۲۰۱۲م کال د ستمبر په میاشت کې څلور کسان چې پکي د لیبیا لپاره امریکایي سفیر هم شامل وو، په بن غازي کې په امریکایي کونسلیټ د اسلا مي اورپکو لخوا په حمله کې وژل شوې وو.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG