د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د افغانستان په مقدسو اثارو کې یوه تاریخې چوغه هم ده

ژباړه: مجید بابر
سرچینه: واشنګټن پوسټ

امريکاي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کي ليکي چي تر ۲۵۰و کالو پوري د مسعود اخونذاده کورنۍ د افغانستان تر ټولو مقدسو لرغونو اثارو ساتنه کړي ده، په دغو کي يوه هغه چوغه ده چي ويل کیږي رسول د خداي اغوسته وه. د دغي چوغي له وجي د افغانستان باچاهان ، ولس مشران او طالبان ټول د کندهار ښار ابي مزار ځان ته راښکلي وو ، چي سکندر اعظم فتح کړی وو او تر اوسه پکې د واک لپاره مقابلي روانې دي.

ورځپاڼه ليکې چی په ۲۰۰۸م کال کي کله ددغي چوغي د وراثت مشري د اخونذاده پر غاړه شوه، نو څه که هم دا د ډير ویاړ خبره وه خو د خطرو نه هم خالي نه وه، د هغه نه مخکي ددغي وراثت پينځه مشران د هغه پلار ، ورونړو او خپلوانو کله په خپلو دفترونو کی کله په بازارونو او کله په هواي ډګر کي د سر قرباني ورکړي وي، باور کيږي چي هغوی ددغي اسلامی تاريخ سره د تړاؤ له وجي ياغيانو ځکه په نښه کړل چي غوښتل ي پدغه چوغه دعواګير شي.

ورځپاڼه ليکي چی لوړ قامته او د ببري ګيري خنده رويه اخونذاده کله ددغه مزار چابیاني تر لاسه کړي نو يو ټوپک ي هم واخستو ، اخونذاده ورځپاڼي ته ددغي ټوپک اخستو نه پس وویل چی داسی هيڅ يو قانون يو ملا د خپل خفاظت لپاره د وسلي اخستو نه منعه کوي چي ژوند ي په خطر کی وي.

ورځپاڼه ليکی ګڼ شمير افغانان پدي نظر دي چي په ۲۰۱۴م کال کی د بهرنیو عسکرو د کميدو نه پس که کندهار د انتشار ښکار شو ، نو دغه انتشار به دغه مشهور آثار هم د ځانه سره يوسي، او ددغو اثارو ساتونکې به هم د خطرو سره مخ کړي او په جګړه به ي بوخت کړی.

ورځپاڼي ته د کندهار ګڼ شمير اوسيدونکو ویلي دي چی د اخونذادګانو د وژنی لړی په ۱۹۹۶ م کال کي هغه وخت پيل شوه چي کله د طالبانو يو سترګي مشر ملا عمر د دغي چوغي زيارت ته ورغلو ، هغه وخت کندهار د طالبانو په واک کی وو او د کابل په لوري ي تابعه کړي وه.

يو شمير عينی شاهدانو ورځپاڼي ته ويلي دي، چی ملا عمر د اخونذاده ورور قاري شاه ولي ته وويل چی دا دي زه راغلمه ماته اجازه راکړه چي د دغي چوغي دیدار وکړمه.

ورځپاڼه ليکې، چی کله نه دغه چوغه د افغانستان پخواني باچا احمد شاه دراني کندهار ته راوړي ده، تر دوو پيړو پوري د اخونذاده کورنی صرف هغو افغان مشرانو ته ددغي چوغي د زيارت کولو اجازه ورکړي وه چي قانوني مشران وو ، خو ددغه هيواد په جنوبي برخه کي د ملا عمر زياتي مشهورتيا او تر زيارته پوري هغه سره د راغلو ګڼ شمير ټوپک مارو له وجی هغوي سره بله لار نه وه چي هغه ته د زيارت تر هغو ځايونو لاس رسي ورکړي چی د ډيرو دروازو ، قلپونو او پټو المارو شاته د عام ولس نه پټ وو.

اخونذاده ورځپاڼي ته ويلي دي، چي مونږ هيڅ اعتراض نه شو کولي ، ځکه چي هغه کمانډر وو .

په مستونګ کې ۱۹ شیعه زیارت کونکې وژل شوې دي

د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د شعيه ذايرينو پر بس بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوی دي.

دا پيښه نن د اتوار په ورځ د بلوچستان صوبي په مستونګ ضلع کې رامنځ ته شوی چې پکې ۱۵ کسان ژوبل شوی. د مستونګ ضلعي مرستيال کميشنر تفيل احمد وايي چې ۱۹ مړي د بس نه راوستل شوی دي. دی زياتوي چې دغه بس د امنيت څار لاندي وو او دوه امنيتي اهکار هم پکې ژوبل شوی دي. چارواکې وايي دا ريموټ کنټرول بمي چاودنه وه.

اخوا په کوټه کې وسله والو د پولیسو پر موټر حمله کړې ده چې په کې څلور پولیسواله وژل شوي دي.

پېښه بېګا ماښام په سیټیلایټ ټاون کې شوې ده. تر پېښې وروسته، په سنډې من روغتون کې د کوټې پولیس مشر میر زبیر محمود خبریالانو ته وویل، پولیس به په هر صورت د ولس ساتنه کوي . د حملې پړه چا نه ده منلې.

طالبانو ۲۱ د لیویز تښتول شوې سرتیرې وژلې دي

نن د خيبر پښتنونخوا پيښور سيمي سره نزدې تښتول شویو ۲۱ لیوي ځواک سرتيرو مړي موندل شوي دي. دغه سرتيري د روانې میاشتې په ۲۷ نيټه تښتول شوی وو.

د پېښور نیمه قبایلي سیمو مرستیال پولیټیکل اېجنټ نويد اکبر ويلي دوی د ۲۱ امنيتي سرتېرو مړي چې په مرميو ويشتل شوی وو، له یوې شړي نه موندلي دی. د ده په وينا يو سرتيري ژوبل وو او درملني لپاره يې روغتون ته رسولي دی. دی زياتوي، په دې سرتېرو کې یو له وسله والو نه په تېښته کې بریالی شوی دی.

وسله والو د زیارت پر ورځ د پېښور په نیمه قبایلي سیمه کې پر درې امنیتي پوستونو بريدونه کړي وو او ۲۳ سرتيري يې نيولي وو.

يو بل چارواکې ګل شهزاد وايي چې طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخستي ده.

په خیبر کې د ناامنی پیښې ، یو شمیر کسان وژل شوې

په قبايلي سيمه خيبر کې وسلوالو يو سر تيری وژل دی. د چارواکو په وينا دا پيښه بيګا ماښام د باړي په ملک دين خيلو کې شوی ده. هلته په يو کور د مارټر ګولي پورتو په پيښه کې يوه ښځه وژل شوی او دوه ماشومان ژوبل شوی دی. چارواکې وايي دا پيښه په يوسف تالاب سيمه کې شوی ده. همداراز نن سهار د باړې په شير حيدر کوي نه د دوو کسانو مړي موندل شوی دی، د مړو پيژنګولو نه ده شوی.

روس وایې باید د شام مسله په خبرو هواره شي

د روس د بهرنو چارو وزير سرګی لاوروف وايي د شام د جګړي حل لپاره د خبرو اترو موقعه اوس هم موجوده ده.

تيره ورځ په ماسکو کې سيرګې لاوروف د شام د مخالفو ګوندونو اتحادي لخوا ولسمشر بشار اسد سره له خبرو انکار ته د بند لارې نوم ورکړل او د هيواد لپاره يې د ملګرو ملتونو د څارونکي ماموريت يا مشن بيا پيلولو غږ ورکړ. لاوروف د شام لپاره نړيوال استاذي لخدار براهيمي سره کتنه کړي، د دي ملاقات وروسته براهيمي ويلي چې د شام جنګ ختمولو لپاره دوه متبادل لاري دي، لومړي سياسي بهير او دويم دوزخ.

د ماسکو پر دوره به براهيمی د روس مرستي ترلاسه کولو هڅه کوی چې د دوی تجويز ترمخه غواړي په شام کې انتقالي حکومت جوړ کړي.

په افغانستان او پاکستان کې بیګا زلزله راغلې وه

بېګا د شپې د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې زلزله راغلې ده.
د امریکا ځمکپوهنې سروې ادارې له وینا سره سم، د زلزلې مرکز د افغانستان له جلال اباد ښاره ۱۴۰ کیلومیټره لرې په ځمکه کې ۱۱۵ کیلومیټره ژور وو. د ادارې په خبره، پر رېکټر درجه د زلزلې زور ۵ اعشاریه ۸ وو. زلزله کابل، جلال اباد، پېښور، مردان، کوهاټ او ځینو نورو سیمو کې محسوسه شوې ده. د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې یا مالي تاوان رپورټ نه دی راغلی.

په لوګر کې خلک ولسې پاڅون ته تیار دي

د افغانستان لوګر ولايت چارواکي وايي، د مرکز پل علم او کلنګار په څېر ځينو نېږدې سيمو په لسګونو اوسېدونکو پرون له والي سره وليدل. دی کسانو وويل چې دوى د طالبانو له لاسه، له وژنو او ځورونو تنګ شوي او ان دې ته تيار دي چې ولسي پاڅون وکړي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش مشال راډيو ته وويل د غونډې ګډونوالو د ولسي پاڅون ژمنه وکړه.
دروېش زیاتوي، حکومت هم له دې کسانو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده. په لوګر کې په وروستيو کې نا امني زياته شوې.

په افغانستان کې د جورجیا یو عسکر وژل شوی

هغه جورجیايي سرتېرى چې تېره اوونۍ د افغانستان په جنوب کې ورک شوى وو، مړ موندل شوى دى.
دغه سرتېرى د دسمبر پر١٩مه ورک شوى وو. د جورجیا د دفاع وزير ايراکلي السانيا وايي، د دې پوځي مړى پرون موندل شوى، نوموړي د سرتېري د وژل کېدو په اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي.
له دې سره په تېره درو کالونو کې په افغانستان کې د وژل شويو جورجیايي پوځيانو شمېر ١٩ ته رسېدلی دی. جورجیا د ناټو غړى هېواد نه دى، خو په افغانستان کې تر ١٥٠٠ زيات سرتېري لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جورجيا ولسمشر ميخايل ساکاشويلي راتلونکې ګل په ورځ افغانستان ته سفر وکړي او په هېلمند ولايت کې د نوي کال د لمانځلو پر مهال له خپلو پوځيانو سره وګوري.
د یوه بل خبر تر مخې، په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه وايي، د هیواد په جنوب کې یې یو سرتېری په بمي چاودنه کې وژل شوی دی. په دې اړه نور هیڅ تفصیل نه دی ورکړل شوی.

په پکتیا کې بمې چاودنې ۴ کسان وژلې

نن سهار د افغانستان په پکتیکا کې سړک غاړې ايښودل شوي بم چاودنه شوې ده چې په کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه د ولایت په سروبي ولسوالۍ کې هغه وخت شوې چې پولیس د خواړو اخیستو لپاره له پوستې روان وو. په چاودنه کې درې پولیسان او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

په ډرون حمله کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایی په شمالی وزیرستان کې د امریکايی بی پیلوټه الوتکو په یوې حملې کې څلور مشکوک اورپکي وژل شوي دي .
د راپورونو له مخې دا برید د جمعې په ورځ د ګربز په سیمه کې شوی دی .
تر اوسه د وژل شویو کسانو پيژنګو نه ده شوی خو ویل کیږي چې دا سیمه د القاعده شبکې او د طالبانو خوندی ځای دی .
پاکستان هر کله پر امریکا ددې ډول حملو په اړه نیوکې کوي او وايي د بی پیلوټه الوتکو حملې ددې هیواد د ملی حاکمیت خلاف ورزی ده.
خو امریکا وايي د افغانستان سره په پولو کې له وسله والو سره د مبارزي په لړ کې دا ډول حملې یو مثبت ګام دی .

د کراچۍ په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي، چاودنه د ښار په کینټ سټېشن سیمه کې په مساپر وړونکي بس کې شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې اواز یې تر لرې واورېدل شو.

د پېښې ښکار شوی بس له کراچۍ د پنجاب صوبې سرګودې ته روان وو.

د چاودنې له کبله د بس شا و خوا ولاړو یو شمېر ګاډو او رېړو ته تاوان رسېدلی دی.

د کراچۍ جناح روغتون مشرې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۴۰ ژوبل شوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

د دې په خبره، په روغتون کې بېړنی حالت اعلان کړل شوی دی.

تر پېښې وروسته د بمونو نا کاره کوونکو کسان هغه ځای ته ورسېدل. امنیتي سرتېري هم د پېښې ځای ته ورسېدل او د چاودنې څرګنوالي په اړه یې شواهد ټول کړل.

د سي آی ډي پولیسو مشر د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه لا مالومات پوره ورسره نه شتته نو ځکه نه شي ویلای چې دا ترهګرۍ هڅه وه که د ګاډي سي اېن جي سیلېنډرې چاودلي دي.

لویه خبره دا ده چې طالبانو د خبرو وړاندیز منلی

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي، تر ټولو لویه خبره دا ده چې تحریک طالبان پاکستان د خبرو کولو وړاندیز منلی دی.

دی وايي، د طالبانو له خوا دا نورې خبرې چې وسله به نه ږدي او د جمهوریت خلاف دي یوازې دا ښيي چې هغوی غواړي باید کمزوري ښکاره نه شي.

میا افتخار حسین دا خبرې له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت د تحریک طالبان پاکستان مشرانو حکیم الله مسود او ولي الرحمان د هغې وروستۍ ویډیو په غبرګون کې کړې دي چې په کې هغوی ویلي له اسلام اباد سره خبرې کولو ته تیار دي خو وسله نه ږدي.

د اطلاعاتو وزیر وايي، د هیوادونو نظامونه یو دم نه بدلېږي. د ده په خبره، بدلونونه ډېر وخت اخلي.

میا افتخار حسین وايي، ریښتیا دا دي چې شریعت هم په جمهوري ډول راوستل کېدای شي او دا چې جمهوریت د اسلام نفي نه کوي بلکې د خلکو رایه تل مقدمه وي.

ده وویل، هر کله چې د خبرو اترو له پاره ناسته وشي نو بیا به پته لګي. دی وايي، د طالبانو مشرانو څرګندونې د هغوی مقاصد ښيي او دا شرایط نه بلل کېږي.

ده وویل، ملاکنډ د خیبر پښتونخوا برخه ده نو هلته د عوامي نیشنل ګوند صوبايي حکومت پخپله له طالبانو سره خبرې وکړې، عدالتي نظام یې ورته د هغوی په خوښه جوړ کړ او بیا یې عملیات وکړل.

د ده په خبره، اوس تحریک طالبان پاکستان د هیواد په قبایلي سیمو کې مېشته ډله ده او د قبایلي سیمو واک ټول له وفاقي یا فېډرالي حکومت سره دی.

د اطلاعاتو وزیر وايي، که په دې ترځ کې مرکزي حکومت له عوامي نیشنل ګونده مرسته غواړي او که کوم کار ورباندې کول غواړي نو ورته یې کوي.

د طالبانو مشرانو په تازه ویډیو کې ویلي، چې د عوامي نیشنل ګوند دا خبره چې طالبان باید وسله کېږدي او خبرې وکړي، دا یوه ټوکه ده.

میا افتخار حسین د دې په ځواب کې وویل، ((عوامي نیشنل ګوند [ټوکې] نه کوي.)) ده وویل، د دوی غړي ((سر د [لاس] په تلي کې ګرځوي)) او هره ورځ یې وینه تویېږي. دی وايي هره ورځ ((خاورو ته شهیدان)) سپاري.

دی وايي، طالبانو ته یې ویلي چې له ((تاو تریخوالي لاس واخلي)) دا یې ورته نه دي ویلي چې وسله دې کېږدي یا دې د دوی حکومت ته ورکړي.

ده وویل، د دوی د خبرې مقصد دا وو چې له طالبانو سره به هغه وخت خبرې وکړي چې هغوی تشدد پرېږدي.

میا افتخار حسین زیاته کړه، کېدای شي یا خو د دوی خبره طالبانو ته سمه نه وي رسېدلې او یا هم د طالبانو مشران د دوی په خبره نه وي پوه شوي.

طالبان اختلافات نه لري، حکیم الله مسود

د پاکستان د طالبانو غورځنګ ویلي، له اسلام اباد سره خبرې اترې کېدای شي خو دوی به وسله و نه غورځوي.

دا خبره د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسود (مسید، محسود) د جمعې پر ورځ په یوه ویډیويي پيغام کړې ده. حکیم الله مسود له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرو له پاره شرطونه ایښي او وايي، دوی به په هغه صورت کې خبرې وکړي چې اسلام اباد له واشنګټن سره اړیکي وشلوي. امریکا د مسود نیولو له پاره د پینځه میلینو ډالرو انعام ایښی دی او نوم یې د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې دی. په ویډیو کې د طالبانو مشر حکیم الله مسود او مرستیال مشر ولي الرحمان څنګ په څنګ ناست دي. په دې ویډیو کې له دواړو پوښتنې شوې دي چې دوی یې وار په وار ځواب ورکوي. حکیم الله محسود د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، د عوامي نیشنل ګوند یو مشر او د پښتونخوا حکومت سینییر وزیر بشیر احمد بلور یې ځکه وواژه چې هغه د طالبانو ضد بیان ورکړی وو او هر کس یا ګوند چې د طالبانو ضد وي دوی به یې په نښه کوي. دا ویډیو چې ۴۳ منټه (دقیقې) اوږده ده په کې په یو شمېر موضوعاتو مسود او رحمان تفصیل ورکړی دی. حکیم الله مسود وايي، د افغانستان ملا عمر د دوی امیر دی او تر ۲۰۱۴ز کال وروسته چې هغه هره پرېکړه کوي، دوی به یې مني. په ویډیو کې حکیم الله مسود او ولي الرحمان زیاتوي چې دا خبره ناسمه ده چې د پاکستان په تحریک طالبان کې اختلافات او ډلې دي. دوی وايي، ډله یې نه ده وېشل شوې او نه هم کمزورې ده.

اوباما، جان کیري د بهرنیو چارو وزارت له پاره نومولی

د امريکا ولسمشر باراک اوبامه د ډيموکرېټک ګوند سېنټر جان کېري د بهرنیو چارو د وزير د څوکۍ له پاره نومولی دی.

اوبامه دا علان د جمعې پر ورځ سپينه ماڼۍ کې وکړ:

((زه فکر کوم دا به عادلانه وي که وويل شي چې د جان کېري په څېر لږ کسان داسې دي چې دومره [بهرني] ولسمشران او وزير اعظمان پېژني، يا هم زموږ بهرنۍ پاليسي دومره په ژوره توګه درک کوي. دا ټکى [کېري] يو مناسب انتخاب جوړوي، څو په راتلونکو کلونو کې د امريکا ډيپلومېسي رهنمايي کړي.))

که چېرې سېنټ د دې منظوري ورکړه نو کېري به له هيلري کلنټن څخه د بهرنیو چارو د وزارت څوکۍ واخلي.

د دې څوکۍ له پاره جان کېري تر هغې څو ورځې وروسته نومول شوی چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيري سوزان رايس د بهرانېو چارو د وزير د څوکۍ له پاره له لېسټه خپل نوم لرې کړ.

پر رایس په کانګرس کې سختې نيوکې شوې وې.

کارپوهان وايي، کېري به په سېنټ کې د خپلو همکارانو له خوا په اسانۍ سره د تاييد رايه واخلي.

په لغمان کې پوځي عملیات پیل شوي دي

د افغانستان د لغمان چارواکي وايي د افغان ځواکونو له خوا د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې پوځي عمليات له پنج شنبې راهيسې پيل شوي، چې په مرسته به يې په دې ولايت کې د وسلوالو د فعاليتونو مخنيوى وکړي.

د والي وياند سرحدي ځواک مشال رييډو ته وويل چې دغه عمليات به لس ورځې روان وي.

په دې وروستيو کې د لغمان له بېلابېلو ولسواليو د ناامنيو د زياتېدو او د وسلوالو د فعاليتونو راپورونه ورکول کېږي.

په سوات کې درې وسله وال وژل شوي

د سوات په مالم جبه کښي له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې دری وسله وال وژل شوي او يو امنيتي سرتېری ژوبل شوی.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو پيژدنګلوي نه ده شوی او په سيمه کې اوس هم د پوځ له خوا د لټون عمليات روان دي.

په بلوچستان کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

په بلوچستان کې له ايران پولې سره نږدې په پوټان سيمه کې يولس کسان د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو چارواکي وايي چې دا پيښه پرون د جمعې په ورځ ماسپښين هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې په دريو موټرو کې سواره کسان په غېرقانوني توګه ايران ته د مزودرۍ لپاره اوړېدل چې ناڅرګنده وسله وسله والو پرې ډزې وکړې ،
د ګوادر سيمې د لیوي چارواکي وايي د وژل شوؤ کسانو مړي د ګوادر سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.

د پېښي پړه لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه ده.

د روسي پارلمان نوی بل

د روس پارلمان په غوڅ اکثريت سره پرون يو بل منظور کړو، چې له مخې يې امريکايي وګړي نه شي کولاى روسي ماشومان د اولاد په توګه خپل کړي.

دغه بل د امريکا د هغه قانون په ځواب کې وړندې کړل شوی، چې له مخې يي امريکا پر هغو روسي وګړو بنديزونه ولګول چې ګومان کېږي له بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي.

د مګنڅکي په نامه طرحه تېره اوونۍ د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا لاسليک شوه، چې د قانون بڼه يې خپله کړه.

دې طرحې ته ځکه دا نوم ورکړل شوى، چې د سرګي مګنڅکي په نامه يو روسي وکيل په ٢٠٠٩م کال کې په زندان کې تر سخت جسماني تشدد وروستو مړ شوی وو.

د دې لپاره چې د اولاد په توګه د ماشومانو د منلو بل د قانون بڼه خپله کړي او بيا يې ولسمشر لاس ليک کړي، د روس د پارلمان د مشرانو جرګې تاييد ته هم اړتيا لري.

مورسي له خپلو مخالفانو سره خبرې کوي

په داسې حال کې چې د مصر د بحران د ختمولو لپاره اپوزيشن ډلو د صدر محمد مورسي د ملاقات بلنه رد کړي، تمه ده چې مورسي به نن خپلو مخالفينو سره د مذاکراتو کوششونه جاري وساتي.

په مصر کې د نومبر له دوه ويشتم تاريخ څخه له دې وجې مظاهرې شروع شوي چې محمد مورسي د ولسمشر په حيث ځانته ډير اختيارات ورکړل. د مصر بحران له هغه وروسته لا پسې ژور شو چې نوموړي د دسمبر پر پنځلسم تاريخ د آيين په اړه د يو ريفرنډم کولو وويل. اپوزيشن ډلې چې له صدر مورسي څخه د دغه صدارتي فرمان واپس اخيستو غوښتنه کوي.

د چارشنبې په ورځ د مصري صدر د ملاتړو او مخالفينو ترمنځ نښتو کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو. د امريکا ولسمشر باراک اوباما د مصر د ولسمشر سره په خبرو کې د تاو تريخوالي د حتمولو او مسلې د حل راويستو لپاره په خبرو اترو زور راوړی.

سېند اسمبلۍ د کالاباغ ډیم پر ضد قرارداد منظور کړی

د سېند صوبايي اسمبلۍ د کالا باغ ډيم د جوړولو خلاف دویم ځل له پاره قرارداد منظور کړی.

دا ګام له هغه وروسته اخيستل شوی چې لاهور هايي کورټ په خپله فيصله کې د کالا باغ لانجمن ډيم د جوړېدلو ويلي ول خو سېند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا دا ډيم يواځې د پنجاب په ګټه او د خپلو خلکو په نقصان ګڼي.

نن د لاهور هايي کورټ د فيصلې خلاف په نشتر حال کې د عوامي نيشنل ګوند جلسه او پيښور کې د بيلابيلو پوهنتونونو او کالجونه زده کوونکي مظاهرې کوي.

په بنو کې پینځه کسان وژل شوي

په بنو کې نامعلومه وسله والو د يو کور پنځه تنه وژلي. پوليس وايي لا تر دې دمه د پيښې وجه نه ده معلومه خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يو بل خبر ترمخه شمالي وزيرستان کې ناڅرګنده وسله والو د مليشه ځواکونو دوه اهلکار تښتولي.

د چارواکو او ځايي خلکو په وينا دا کسان دته خيل بانګي دور سيمه کې اغوا شوي.

سيمه کې د جاسوسي ادارې کارکوونکو ويلي لا تر دې دمه نه ده مالومه چې تښتول شوي کسان ژوندي دي او که وژل شوي.

په خوست کې چاودنه شوې ده

د شنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې د افغانستان خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ملي اردو په پلي ګزمه بمي حمله شوې چې په کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او۵ تنه ملکي وګړي او څلور تنه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان د پېښې پخلی کړی او ویلي دي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملي اردو سرتېرو د باک په ولسوالۍ کې پلي ګزمه کوله. د ده په وینا، چاودنه د یادې ولسوالۍ له مرکزي مدرسې سره نېږدې تر سره شوې ده.

وسله والو طالبانو په خپل پیغام کې د پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا يې کړې چې په دې کې یو شمېر افغان پوځیان وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې په خوست کې د بمي چاودنو پيښې زیاتي شوي او اکثر په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبه اوړي.

طالبان دې د پښتنو ضد د نورو مزدوري پرېږدي

افغان ولس مشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د ملي امنیت پر مشر اسدالله خالد تر سره شوی برید، له افغانستانه بهر د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې ترتیب شوی وو.

د خالي پر ورځ خبري غونډې ته کرزي وویل پر خالد برید د طالبانو له وسه بره خبره ښکاري او دوی به په دې اړه له پاکستان سره خبرې کوي.

((له همسایه هیواد پاکستان سره خبرې کوو، او ترې پوښتنه کوو هغه بریدونه چې له کوټې ه ترتیبېږي او له پاکستانه ترتیبېږي، تاسې یې د مخ نیوي له پاره څه کړي دي او یا یې کوئ. پر اسد الله خالد چې اوس کوم برید شوی هغه هم په پاکستان کې ترتیب شوی وو. برید کونکی له هغه ځایه راغلی وو.))

اسد الله خالد د تېرې پنج شنبې په ورځ د کابل په تایمني کې په یوه ځان مرګې حمله کې سخت ژوبل شو، افغان چارواکي وايي، اوس یې روغتیايي وضع ښه ده.

کرزي وویل، د هیواد د سولې عالي شورا پر پخواني مشر برهان الدین رباني حمله هم په کوټه کې پلان شوې وه.

ده وویل، پر اسد الله خالد حمله د وسله والو طالبانو د وس کار نه دی بلکې په دې کې لویې استخباراتي کړئ لاس لري.

ولسمشر وویل، په ترکیه کې د پاکستان و افغانستان تر منځ په راتلونکې غونډه کې به د دې حملې په اړه له پاکستانه وضاحت غواړي.

کرزي وویل طالبان درې ډلې لري. لومړۍ دوه ډلې د ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو استخباراتي ادارو له پاره د افغانستان پر ضد کار او د پښتنو د ځورونې له پاره کار کوي، او درېیمه هغه ډله ده چې په افغانستان کې ده او د بریدونو وړتیا نه لري.

کرزي وویل:

((دا قتلونه چې تاسې کوئ، دا مکتوبونه چې تاسې سوځوئ، خصوصاً په افغانستان کې یې کوئ، او په پاکستان کې یې د پښتنو پر خلاف کوئ؛ څوک یې د افغاني طالبانو په نامه کوي او څوک یې د پاکستاني طالبانو په نامه. چې پر دې تر اوسه پوه نه دي، دوی باید پر دې باید پوه شي چې دوی د خپل ملت پر خلاف په افغانستان کې او په پاکستان کې د خپل قوم پر خلاف، د پښتنو پر خلاف استعمالېږي. او دا د پردیو مزدوري دې که پر پوه دي، پرېږدي او که نه دي پر پوه دا زما خبره دې واورئ هوښیار دې شي، او اګاه دې شي. او د پښتنو دښمني دې پرېږدي. دا دښمني واضحه د پښتنو پر ضد ده.))

تر دې څرګندونو مخکې، د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه وياند احسان الله طاهري ویلي ول چې ولسمشر کرزي، د هیواد د استخباراتي ادارې پر مشر د ځان وژونکي حملې د څرنګوالي په اړه یو پلاوی ټاکلی چې مشري يې د کورنیو چارو وزیر کوي.

بل پلو ، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرل جان ايلين په روغتون کې له اسد الله خالد سره کتلي او د هغه مېړانه او کار يې ستايلي.

د پښتونخوا حکومت پر تعلیم خرچه کوي

د خيبر پښتنونخوا حکومت وايي د تعليم پرمختګ لپاره يې راتلونکو پینځو کالونو کې د ۴۹۴ اربو روپو لګولو منصوبه بندي کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابک پيښور کې يه يوه خبري ناسته کې وويل چې دې لړ کې به ورته څه پيسې نړيوالې ادارې ورکوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په تېرو څلورو کالونو کې يې دومره ډېرې تعليمي ادارې جوړې کړي چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې هومره نه وې جوړې شوې.

امریکايي سینېټ پر ایران د نورو بندیزونو منظوري ورکړه

د امريکا سينېټ پر ايران د نوو بنديزونو منظوري ورکړې ده.

د امريکايي سينېټ له خوا په منظور شوو بنديزونو کې د ايران په انرجۍ، سمندري بندرګاه او د سامانونو وړلو راوړلو د تجارت په برخه کې پابنديانې لګولي شوي.

له دې وړاندې هم امريکا د ايران د اټومي پروګرام له وجې پر ايران سخت اقتصادي او تجارتي بنديزونه لګولي.

بل خوا ايران ويلي چې پر خاوره به يې پوځي بريد د يورينيمو د غني کېدو مخه ونه ونيسي.

اورانيم د اټومي وسلو جوړولو له پاره ضروري ګڼل کېږي.

د اټومي انرژۍ په نړيوالې ادارې IAEA کې د ايران استازي، علي اصغر سلطاني وويل چې که پر ايران بريد وشي او د اورانيمو غني کولو مرکزونه ته يې زيان ورسي نو بيا به يې جوړ کړي.

پر ايران تور دی چې غواړي اټومي وسله جوړه کړي خو ايران وايي اټومي پروګرام يې د سوله ييزه هدفونو له پاره دی.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG