د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

هلمند :د سړک غاړې چاودنې یو برتانوی سرتېری ووژلی

د برتانییا د دفاع وزارت وایي د افغانستان په جنوبي برخه کې د سړک غاړی یوه بمي چاودنه کې یو برتانوی پوځي وژل شوی.

دې سرتيري په جنوبی ولایت هلمند کې د نهر سراج په میرمنداب سیمه کې د امنیت دنده تر سره کوله .

د دې سرتیري د وژنی سره د 2001 کال اکتوبر د میاشت راهیسې په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال د وژل شویو برتانوي سرتېرو شمېره دری سوه شپږ اتیا 386 ته و رسیدله.
سږ کال دا ۳۸ سرتیری دی چې وژل کیږي.

برتانییا په افغانستان کې تقریبا نهه زره پنځه سوه سرتيري لري. چې په هلمند ولایت کې میشت دي.

د باړې نښته: څلور سرتېري وژل شوي پنځه نور ژوبل

په باړه کې د وسلوالو طالبانو په برید کې د پاکستان څلور امنیتی سرتیري وژل شوي او د یوه لېفټنېنټ کرنل په ګډون پینځه نور ژوبل دي.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې یا (ائې ایس پې ار) یوه چارواکي میجر فضل د مشال ریډیو خبریال ته ویلي دي چې د پیر په ماښام د خیبر ایجنسۍ په باړه تحصیل ناله ملک دین خیل کې د پوځ اوسرحدی ملېشې ګډه قافله د عملیاتو په غرض روانه وه چې نا څرګنده وسلوالو پرې ډزې پیل کړې چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو څلور سرتیری وژل شوي دي او پینځه پکې ژوبل دي.

په ژوبل شووو کسانو کې د پوځ یو لېفټنېنټ کرنل هم شامل دي،او ټول ژوبل شوي سرتیري یې د پیښور پوځي روغتون ته رسولي دي.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودي راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځي عملیات روان دي ،او وخت نا وخته پکې د امنیتی ځواکونو او وسلواو ترمینځ نښتې رامینځ ته کیږی.

په دې ورستیو کې ناله ملک دین خیل ،یوسف تالاب،کوهی چوک،اکا خیل،او د شلوبر په ځینو سیمو کې پوځي عملیات پراخ شويدي او د یادو سیمو نه په زرګونه خلکو خپلې کډې ویستلې دي ،او لا هم پکې ټول بازارونه ،سکولونه او روغتونونه تړلي پراته دي.

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې نا قانونه ګرځول شوي وسلواله ډله لښکرې اسلام زیاته فعاله ده چې مشري یې منګل باغ کوي.

بلخوا د د پوځ د اطلاعاتو ادارې یا (ائې ایس پې ار) ادعا کوي چې د بره اورکزو په ډبوري سیمه کې یې د وسلوالو طالبانو پر ټکانو په هوايي برید کې د ۱۶ اورپکي وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.خو د اورکزو پولیټيکل انتظامییه په دې اړه له خبرو ډډه کوي.او نه هم خپلواکو سرچینو د وژل شویو او ټپیانو تصدیق کړی دی.

د لندن عدالت د کرکټ درې پاکستاني لوبغاړي سزا کړل



د برتانییا په لندن کې له تېرو درو اونیو راهیسې د پاکستاني کرکټ ټیم د درو لوبغاړو سلمان بټ،محمد عام او محمد آصف مقدمه روانه وه چې نن یې ورته سزاګانې واورولې.


د عدالتي فیصلی له مخې سلمان بټ ته دوه نیم کاله، محمد آصف ته یو کال او محمد عامر ته د شپږو میاشتو لپاره د قید سزاګانې وارول شوې.

د دې تر څنګ سلمان بټ به تقریبا دیرش زره پاونډه ، محمد آصف اته زره یو سل شل پاونډه ، او محمد عامر به څه له پاسه نهه زره پاؤنډه جرمان پرې کوي.

په دوي باندی په کرکټ لوبه کی د پيسو اخیستلو تورونه وو چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې د لارډز په یو ټیسټ میچ کی نو بالز ورکړي چې د همدې پر سر یې له سټه بازانو (دلوبو جوارګر) نه پیسې اخیستې وې. او په همدې ګرم وګرځول شول.

پېښور: یوې انجلۍ په سوره کې له ودېدو انکار وکړ

په پېښور كې يوې انجلۍ دخپلي کورنۍ له اړخه د هغې په سوره کې د وركولو فيصله رد كړي ده او په عدالت کې ددي انجلۍ د خپلي کورنۍ سره د اوسيدو نه په انكار پيښور های كورټ دغه انجلۍ دارلامان ته استولې ده.

دې انجلۍ د پيښور په لوړ عدالت کې درخواست جمع كړی وو او د هغې د کېس د اورونې په محال یې عدالت ته وویل چې دا له ۴۰ ورځو ماشومه وه چې کورنۍ یې په افغانستان کې هغه تن په سوره کې وركړې وه، چې د هغوی د کورنۍ يوه ښځه د هغې له تره سره تښتېدلې وه .

دي انجلۍ عدالت ته خپلوخبرو کې وویل،” چې اوس د هغه سړي اتيا كاله عمر دی او کورنۍ مې د اختر وروستو هغه اتيا كلن سړي ته ودول غواړي، او زه ورسره واده كول نه غواړم.٬٬

عدالت چې كله د هغې له تره نه په دې لړ کې پوښتنه وكړه نو هغه له دې ټولو خبرو انكار وكړو.

عدالت د دغه انجلۍ درخواست خارج كړو او دارلامان ته دهغې د لیږلو امر ورکړ.

د انجلۍ مور او ورور هغې ته كور ته د تلو وويل خو دې ونه منل.

نن په پاکستان کې توره ورځ لمانځل کېږي

څلور کاله وړاندې هم په دې ورځ د هغه وخت صدر جنرل پرویز مشرف دسپریم کورټ د چیف جسټس افتخار محمد چوهدري پشمول د ۶۰ نه زیات ججان د خپلو چوکیو نه لرې کړي وو آیین یې معطل کړی وو او په هیواد کې یې ایمرجنسي لګولې وه. چې له وجې یې مطبوعات هم له بندیزونو سره مخامخ شوي وو.

په دې لړ کې به دملک په بیلا بیلو برخو کې نن وکیلان په مټو تورې پټۍ تړي او علامتي هړتال به کوي.

مصري پوځي چارواکي په سلګونه کسان خوشي کوي

د مصر پوځي چارواکودهغه ۳۳۴ ولسي کسانو د معافولو اعلان کړی چې په تیره فرورۍ کې د حسنې مبارک د حکومت نسکورولو راهیسې ورته پوځي عدالتونو سزا اورولې وه.

پرون دپوځي سپریم کونسل لخوا په خپل فیس بک پاڼه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ددې ګام مقصد د عظیم مصري ولس او د انقلاب د ځوانانو سره روانې رابطه کارۍ ته مرسته ورکول دي.

په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې دې کسانو ته په کوم جرم کې سزا اورول شوې اودوي به کله خوشي شي صرف دومره ویل شوي چې ددوی نومونه به وروسته څرګند کړې .سږ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې لږ ترلږه ۱۲۰۰۰ کسانو باندې د مصر پوځي عدالتونو مقدمې چلولې دي چې دهیواد دننه اوبهر پرې ډیرې نیوکې شوي دي.

په پښتونخوا کې د بیارغونې مقصد له ترهګرۍ ځپلو سره مرسته کول دي

په پیښور کې د امریکا کونسل جنرل ډاکټرمیري رچرډ وايي هیواد یې غواړي چې د خیبر پښتونخوا صوبې د تره ګرۍ ځپلي ولس د بحالۍ لپاره کارونه ترسره کړي.

نوموړې دا خبرې دصوبې له سوداګرو سره دملاقات پرمهال وکړې.
میرمن میري وویل،” په خیبر پښتونخوا کې د بیا رغونې کارونو موخه په دغه صوبه کې له ترهګرۍ ځپلو خلکو سره مرسته ده.

نوموړې زیاته کړه چې دپیښور د اوسیدونکو لپاره د سهولتونو په لړ کې د ۹۰ میلیونه ډالرو یوه امریکايي منصوبه روانه ده. ددې ترڅنګ د امریکا لخوا په قبایلي سیمو کې هم په یو شمیر پرمختیايي منصوبو کار روان دی.

په بیت المقدس کې د ودانیو په جوړولو د امریکا نیوکې

امریکا د اسراییل لخوا په مشرقي بیت المقدس او غربي غاړه کې د آباد کارۍ د تعمیراتي کارونو د تیزولو په فیصله نیوکې کړي، چې اسراییل د ملګرو ملتونو دتعلیم، ساینس او کلتور د څانګې یونیسکو لخوا فلسطین ته د غړیتوب ورکولو په جواب کې تر سره کوي.

دوایټ هاؤس ویاند جې کارنې ویلي اوبامه انتظامیه په دې فیصله ډیره مایوسه شوې ده.

نوموړی وویل یو اړخیزه ګامونه د نیغ په نیغه خبرو بحالولو عمل ته زیان رسوي او د دواړو خواو ترمنځ معقوله او مهمې لوظنامې ته د رسیدلو کار پرمخ نشي بوتلې.

جې کارنې زیاته کړه دغه ستونزه یوازې د دوه ریاستي حل له لارې هواریدلای شي.

بلخوا د اسراییل وزیر اعظم بینیامین نیتن یاهو دآباد کارۍ لپاره د تعمیراتی کار د پراخولو په لړ کې دخپلې فیصلې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا د اسراییلو حق او ذمه واري ده چې د خپل سر ښار په ټولو برخو کې تعمیرات وکړي.

م.م تمه لري په شام کې به د عرب لیګ پلان عمل شي

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون وايي تمه کوي په شام کې دتشدد ختمولو په لړکې به دعرب لیګ منصوبه زر تر زره عملی کړی شي.

د رپوټونو ترمخه شام د عرب لیګ د وړاندیزونه هغه منصوبه منلې ده چې پکې د قیدیانو خوشي کول، دلارو کوڅو نه امنیتي ځواکونه ویستل او دحکومت او مخالفه ګوندونو ترمنځه خبرې اترې شاملې دي.

ملګري ملتونه وايي د روان کال د مارچ نه په شام کې د جموریت غوښتونکو مظاهره چیانو خلاف د حکومتي کاروایانو په نتیجه کې تر دې دمه څه باندې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

ددې ماملې په اړه خپل غبرګون کې امریکا یو وار بیا د شام ولسمشر بشارلاسد باندې غږ کړې چې واک دې پریږدي ځکه چې هغه د واکمنۍ جایز حق له لاسه ورکړی دی.

عراق:په چاودنو کې اته کسان وژل شوي ۲۲ ژوبل

په عراق کې دپولیسو او هسپتال سرچینې وايي پرون د هیواد په جنوبي ساحلي ښار بصره کې په دریو موټر سایکلو نو کې د بارودي توکیو له چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او خوا اوشا ۲۲ ژوبل دي.

دبصرې د پولیسو مشر فیصل العبادي ویلي دغه درې موټر سایکلې چې بارود ورباندې بارکړی شوي وو ،له چاودنې وړاندې دښار په مرکز کې ودرول شوي وو

که څه هم د ۲۰۰۶م او ۲۰۰۷ م کال نه وروسته په ټول هیواد کې تشدد کم شوی دې خو دا ډول بریدونه بیا هم رامنځ ته کیږي.

د سرکاری شمیرې ترمخه د اکتوبر په میاشت کې ټول ۲۵۸ کسان وژل شوي دي.

پر ایران د بندیزونو لګول بل بیل

ایران باندې په واشنګټن کې دسعودي عرب د سفیر د وژنې د منصوبې په تور کې د امریکايي کانګریس کمیټۍ دسختو بندیزو لګولو یو بِل منظور کړې. که دایران مرکزي بینک تره ګرۍ ته پنګه ورکولو، د ایټمي وسلو په تیارولو، دایران پوځي چارواکو او انقلابي ځواکونو سره په مالي مرستو کې ککړ وو نو ددې قانون له مخه به ورباندې بندیزونه لګولې شي.

په ایوان کې دخارجه چارو د کمیټۍ مشره دریپبلیکن ګوند غړې ایلینا روس لیټینن چې دا بل یې وړاندې کړې، ویلي امید کوي چې دا قانون به د ولسمشر باراک اوباما نه په داسې حال کې منظور شي چې دا راز به ایراني رژیم ته د رخصتۍ دورځې ښکلې تحفه ورکړل شي.

شام له ښاري سیمو د پوځونو ویستلو باندې سلا شو

عرب لیګ وايي شام دې ته سلا شوی چې د ښارونو نه به پوځونه وباسي او ددې ترڅنګ به یو شمیر نور داسې ګامونه پورته کوي چې له مخه یې دغه هیواد کې روانه نآرامي او خونریزي ختمه شي.

د مصر سر ښار قاهره کې د عرب لیګ د وزیرانو دغونډې وروسته د قطر وزیراعظم شیخ حمد بن جاسم الثاني یوې خبري غونډې ته ویلي، مونږ دې لوظنامې ته په رسیدو خوشحاله یو او نور به هم خوشحاله شو چې دا په سمدستي توګه عملي شي.

نوموړي یو بیان ولوستو چې پکې ویل شوي وو شام د تشدد ودرولو، دقیدیانو خلاصولو او د ښارونو او د استوګنې سیمو نه پوځونه لرې کولو باندې سلا شوې.

ددې ترڅنګه عرب لیګ او رسنيو ته به د حالاتو جایزه اخیستلو لپاره موقع ته د رسايي اجازت ورکوي.

پاکستان هند د تجارت په برخه کې غوره هیواد وګرځولو



دپاکستان وفاقي کابينې غونډه چې د وزير اعظم يوسف رضا ګيلانى په مشري کې په سرښار اسلام آباد کې شروع شوېدهو په دې کې هند د تجارت په برخه کې د تر ټولو غوره هیواد ګرځولو منظوري ورکړل شوېده.

په اجلاس کې په دې خبره هم اتفاق وشو چى هند سره به خپل تجارتى حجم زياتول کېږي .

استنبول: د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پيل شو

د ترکي ښار استنبول کې نړیوال کانفرنس پيل شو چې موخه یی په افغانستان کې په ۲۰۱۴ م کال کې د بهرنيو ځواکونو د پلان شوي تګ وروسته د هیواد د امنیت لپاره تګ لاره ټاکل دي.

کانفرس ته خپله وينا کې افغان ولسمشر حامد کرزی وويل چې د هيوادونو ټولنو او په ځانګړی توګه د پاکستان مرستو ته اړيتا لري.

” د امن بهير تر هغي نشي بريالي کيدای چې تر څو په پاکستان کې مېشت د طالبانو لوړ پوري مشران په دې کې برخه وانخلي. زموږ هيله ده چې زمونږ ورور هيواد پاکستان به طالبان د امن خبرو اترو لپاره راضي کړي. “

افغان ولسمشر به د نوی سيمه ايزي همکاری په اړه مسوده هم کانفرس ته وړاندې کوي.

د افغانستان په اړه کانفرس کې د ۲۰ هيوادونو استازي چې پکې امریکا پاکستان، ایران، هند ، د منځني ختیځ هیوادونه ، ملګري ملتونه او ناټو شا ملي دي برخه اخلي.

د ترکي ولسمشر عبدالله ګل په خپله پرانستونکې وينا کې وویل افغانستان کې امنيت پرځاي کول او رښتني پيوستون ضروری دي

"سیمه ایز امن سیمه ایز حل غواړي"

پرون د نهې په ورځ د پاکستان، افغانستان او ترکي په سرمشریزه کې دریو واړو هیوادونو په سیمه کې د امن او استحکام راوستلو په موخه له یو بل سره د همکارۍ ژمنې کړي دی.

دا غونډه د ترکیې په سرښار استنبول کې کیدونکی د نړیوال کانفرنس نه وړاندی وشوه چې پکې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري افغان ولسمشر حامد کرزي او د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل له یو بل سره ولیدل.

ولسمشر آصف علي زرداري په سیمه کې د امن راوستلو په موخه د ترکیی لخوا د غوڼدی د کوربه توب ستاینه وکړه،

هغه وویل:

د امن راوستو لپاره یو سیمه ایز حل پکار دی. پکار ده دغه سیمه خپلې ذمه وارۍ په خپلو اوږو واخلي. زموږ ښه ملګري کیدای شي زموږ مرسته کول غواړي. زموږ ملاتړ کول غواړي. خو زموږ په کلتور او په دودونو نه وي خبر. او ترکي چې یو ملګری او د اسلامي ورورولی یو هیواد دی په ښه ډول کولی شي چې د ضرورت په وخت کې مو ملاتړ وکړي او لاره راته وښيي.

په سرمشریزه کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستان سره د خبرو اترو له لاری د سیمه ایز حل په باب خبرې وکړې. هغه د سولی د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وژنې ته په اشاره سره وویل ،

هغه کس چې د طالبانو لخوا د استازي په توګه راغلی و، په اصل کې یو ځانمرګي برید کونکی و. موږ ځانمرګي برید کونکو سره خبری اتری جاري نه شو ساتلی. نو ځکه موږ له د طالبانو سره نورې خبرې نه کوو. له هغې وروسته اوس موږ دا وایو چې له خپلو پاکستاني وروڼو سره به خبری کو، چې دا ډول زموږ د مسلو حل را واېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د برهان الدین رباني د وژنې وروسته د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې کړکیچ مخې ته راغلی. افغانستان د پاکستان په استخباراتي ادارې تور لګوي چې د طالب یاغیانو مرسته کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د آټومي ځواک لرونکو د ډاد پرځای کېدو اړتیا ده

چین د ملګرو ملتونو د آټومي وسلو څارونکې ادارې نه غوښتي چې د نړۍ آټومي امنیت د لا پیاوړي کېدو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو لپاره د چین یو استازي وانګ من ويلي د آټومي انرجۍ نړیواله اداره آی اې اي اې باید د آټومي طاقت لرونکو اعتماد بحال کړي چې په جاپان کې د فوکوشیما آټومي برېښنا کوټ(بجلي ګر) د لړزېدو وروسته اغیز من شوی دی.

هغه وویل پکار ده آی اې اي اې پرمخ تلونکي هیوادونو ته تکنیکي مرسته ورکړي چې دا ډول دوی پخپله د خپلې ایټمي ډهانچې د ښه کېدو جوګه شي. نوموړي دا خبرې د ملګرو ملتونو د یوي غونډې پر مهال کړي دي.

مهمند:په امنیتي پوسته برید،دوه اهلکار مړه دوه ژوبل

تېره شپه د مهمندو په سره کړپه غلنۍ کې د امنيتي ځواکونو په یو چیک پوسټ د وسله والو لخوا په برید کې د امنيتي ځواکونو دوه اهلکار وژل شوي او دوه یی ژوبل دي.

د دې تر څنګ د چیک پوسټ سره نږدې د وړوکي باراني بند جوړونکی کمپنۍ درې مزدوران هم د برید وروسته تښتول شوي دي .

د غلنۍ د هسپتال یو چارواکی جهانګیر خان مشال ریډيو ته وویل چې دوی ته دوه ژوبل کسان وروړل شوي دي.

ځايي اوسیدونکي وایي په سیمه کې په شپه کې د ډزو غږونه اوریدل کېدل.

الجزیره سپورټي چینل پرانستلی

عربي ټي وي نیټ ورک الجزیره وایی چې د منځني ختیځ لپاره په لومړۍ ۲۴ ساعته سپورټي خبري چینل پیل کړ.

د الجزیره شبکه وايي نوی چینل به په عربي ژبه کې سپورټي او څېړنیز رپوټونه خپروي. د دې تر څنګ به په انګریزي او فرانسوي ژبه کی هم تبصرې خپروي.

اسراییل له بیت المقدس سره ۲۰۰۰ نوي کورونه جوړوي

د اسرایلو وزیر اعظم بین یامین نتن یاهو نن د اسرایلیانو لپاره د ۲۰۰۰ نويو کورونو جوړولو حکم ورکړی. نتن یاهو ویلي نوې ودانۍ به د بیت المقدس سره نږدې په غربي غاړه هم جوړېږي. چې د هغه په باور د فلسطینیانو سره به د امن د تړون سره سم د اسرایلو برخه وي.

دا څرګندونه له هغې وروسته مخ ته راغلې چې د ملګرو ملتونو د تعلیم او کلتور ادارې یونیسکو لخوا فلسطین ته مکمل غړیتوب په اړه نتن یاهو د خاصې کابیني یوه غوڼده رابللې وه ،چې امریکا او اسرایل دواړو یې ددغه خوځښت مخالفت کړی وو.

سعودي عرب: "د پرامنه حج مراسم ترسره کول ډاډمنوو"

د سعودي عرب د پاچا شاه عبدالله نوي ځای ناستي شهزاده نایف خبرداری ورکړی چې په نورو عربي هیوادونو کې د ناکراريو او له ایران سره د کړکیچ په مینځ کې به یې سلطنت خپل ټول وسایل کاروي چې د حج مراسم په پرامنه توګه ترسره شي.


د مکې سپېځلي ښارته د حج اداکولو لپاره د ملینونه مسلمانانو تګ پیل شوی دی.

په 1987 کال کې د ایراني حاجیانو او د سعودي امنیتي ځواکونو تر مینځ په نښته کي په سلګونه کسان وژل شوي وو.

د استنبول غونډه کې نن پېلېږي

استنبول به نن د یو نړیوال کانفرنس کوربه توب کوي چې مقصد یی په افغانستان کې په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنيو ځواکونو د پلان شوي تګ وروسته د هیواد د امنیت لپاره یوه لاره ټاکل دي.

تمه ده افغان ولسمشر حامد کرزي به نن یوه داسې لیکلې مسوده وړاندی کړي چې د نوي سیمه ایز امنیت او همکارۍ د تړون په اړه به وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین مشال ریډيو ته ویلي چې د سیمه ایزی همکارۍ نوی تړون د سولي د پروسې لپاره ډېر اهمیت لري.

امریکا به د پاکستان، ایران، هند ، د منځني ختیځ هیوادونو ، د ملګرو ملتونو او د نيټو د استازیو تر څنګ په غونډه کې ګډون کوي.

"د حقاني شبکې نیول شوی کمندان تور لیسټ ته لوېږي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د حقاني اورپکې شبکې یو نیول شوی کمانډر په تور لسټ کی شاملوي. د دې ګام سره د حقاني شبکې کمانډر ملی خان یو نړیوال تره ګرځول کيږي او که چېری د هغه شتمني په امریکا کې موجوده وي نو هغه به هم کنګل کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ويلي د امریکا په حدودو کې هغه ټولې اثاثې چې د ملی خان هر ډول ګټه وسره تړلې وه منجمد شوي او د امریکا وګړي د هغه سره د ورکړی راکړی نه ودرول شوي دي.

د دې ګام تر مخه امریکایان د ملي خان سره د مالې مرستې نه هم منع کړل شوي دي. ملی خان د روان کال د ستمبر په میاشت کې د نیټو او افغان امنیتي ځواکونو په ګډه کاروایی کې د جنوب مشرقي ولایت پکتیا نه نیولې و.

داسې پراخ باور کیږي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د وژنې او د جون په میاشت کې په کابل کې په انټر کانټيننټل هوټل چې پکې ۱۲ کسان ووژل شوي د برید تر شا د حقاني شبکې لاس دی.

په پاکستان کې د تيلو بيیې ټیټې شوې



په پاکستان کې د تيلو او ګيس د نظم ادارې اوګرا د پيټرولو نرخ کې يوه روپۍ څلور پنځوس پيسې او د خاورو تيل په نرخ کې د شپږ اتيا پيسو کمی کړيدی.
د اوګرا لخوا جاري شوې اعلاميیې ترمخه د پيټرولو نوی نرخ اووه اتيا روپۍ يو څلويښت پيسې او د خاورو تيلو نرخ پنځه اتيا روپۍ شپږ اوويا پيسې ته راټیټ شوی دی.
اعلاميه زياتوي چې نوي نرخونه به د نومبر د ړومبۍ نيټې نه عملي وي.
خو خلک د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې راوستل شوی کمی مسترد کړی او وايي چې کله د نرخ زياتولو خبره وي نو شپږ اووه روپۍ په يوځای یې زياتوي او کله چې د کمولو خبره راشي نو يوه روپۍ یې کموي.

د پاکستان د ايف آی اې چارواکی اکرام الله خان ووژل شو

د پاکستان د تحقيقاتو مرکزي ادارې ايف آی اې مرستيال ډايرېکټر اکرام الله خان بیګا شپه د کوهاټ په ډوره روډ باندې په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

په خيبر پښتونخوا کي د ناڅرګنده وسله والو لخوا اکثره داسي پيښي رامنځ ته کيږي.

م .م د امنیت شورا کندهار برید وغندلی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په کندهار ولايت کي پرون د ملګرو ملتونو په دفتر شوي تره ګر بريد وغندلی .

داکتوبر د مياشتي لپاره د امنيتي کونسل مشر جوي اوګوو د افغانستان په چارواکو غږ کړي چي پرون د ګل په ورځ شوي تره ګر بريد ذمه وار کسان دي مالوم کړي .

په دي بريد کي د يو پوليس افسر په ګډون دري افغان وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

پرون دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي يوځانمرګي بريد کونکي د خپل موټر د لاري هغه مېلمستون په نښه کړو چي د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري يو اين ايچ سي ار د مشر چارواکي په استعمال کي وو.

دا بريد په دي روستيو کي د هغه حملو لړۍ ده چي په کي زياتره بهرنيان په نښه کړل شوي دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG