له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د سولې بینالافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي او دې مسئلې پر افغانانو سربېره د افغانستان د دولت نړیوال شریکان هم اندېښمن کړي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې دا لمریزه برېښنا به يو اعشاریه دوه ميګاواټه برېښنا به تولیدوي چې پينځو واټرپمپونو په ذریعه به شل زره جریبه ځمکه خړوبه کړي. د لمریزې برېښنا د دې پروژې د پرانیسته د فېبروي پر ۱۰مه وشوه.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، د دې لمریزې برېښنا په ذریعه به کرنیز تولیدات زیات او د وارداتو کچه به راکمه شي.
د هند وزیراعظم نراندرا مودي وویل چې نن یو ځل بیا افغانستان او هندوستان د اړیکو یو قوي بنسټ کېښود.
د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په دریو سیمو(مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا درې زره کورنۍ اوسیږي، چې د چارواکو په وینا له دې جملې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومیټریک دي.
یاد کانال څخه چې له ۳ زره جریبه ډېره ځمکه خړوبېږي او د دې کانال په مسیر کې به درې پخواني اوبیزې ژرندې هم فعالې شي، کارونه به يې د اتو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي.
اسټن دا خبره د فېبرورۍ پر پنځمه له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر ټیلېفوني خبرو وروسته په خپل ټوېټر لیکلې ده.
دوی وايي، په اوس وخت کې د خوستیو سوداګرو تشې لارې تورخم ته ځي او هلته پاکستان ته د تګ د یوې پېرې لپاره لږ ترلږه شل ورځې منتظر پاتې کیږي، ځکه د غلام خان په لاره افغاني بار وړونکي موټر له صفري نقطې مخته نه پرېښودل کیږي.
پاکستان افغان زده کوونکي په سکالرشپ مني
په دې راپور کې له طالبانو سره د واشنګټن پر تړون د بیا ارزونې او له افغان دولت سره د سولې هڅو پر ملاتړ ټینګار شوي.
د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کیږي، چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی.
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته