یاده فابریکه باندې چې افغان پانګوال رحیم ګردیزي ۶ میلیونه امریکايي ډالر لومړنۍ پانګونه کړې، زرو کسانو ته به ، په کې د کار دایمي فرصتونه برابر شي.
د سولې په تړاو د لغمان د بېلابېلو ولسواليو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو دا غونډه د جنوري په پینځمه نېټه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
دا رضاء کاره ځوانان د ښار په دوکانونو او د خلکو په کورونو ګرځي او بې وزلو سره د مرستې په خاطر له هغوی، نوي او کاریدلي توکي راټولوي.
د سولې دوهم پړاو خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې په افغانستان کې جنګ جګړې په ځانګړي ډول هدفي وژنې د پخوا په پرتله زیاتې شوي دي.
دوی تېر ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو لپاره له ستونزو او امنیتي پيښو ډک وباله او هیله يې وکړه، چې نوي زیږدیز کال کې به، د جګړې ښکیل لوري دایمي اوربند او د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د د ډېسېمبر پر ۳۱مه د غونډې ویناوالو وویل، د افغانستان سوله او ټیکاو د دې سیمې د سولې او ټیکاو په مانا ده.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په ټاکل شوې نېټه د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني.
د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګردیز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنیټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.
د ناټو عمومي منشي وایي، د دې ضمانت نه شته چې د افغانستان د سولې کمزورې پروسه دې بریالۍ شي خو له دې پرته په دې هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو بله لاره نه شته.
د چارواکو په وینا، چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لیرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخیسته، چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې.
سازمان وايي، سږکال په ګرده نړۍ کې په روان زېږدیز کال کې له رسنیو سره تړلي شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.
رضوان مراد وايي، د کابل ښار نفوس شاوخوا ۶ میلیونه دی او دې ته په کتو د دغه ښار د پولیسو شمېر د نړۍ تر بل هر ښار لږ دی ځکه یې د پولیسو شمېر زیاتولو پرېکړه کړې
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته