د بزګر جشن او نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د کرنیزیو او حیواني محصولاتو یو نندارتون، د دې تر څنګ وزلوبه، ملي اتڼونه او د محلي موسیقۍ پروګرامونه هم جوړ شوي ول.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تېر کال يې چې بزګرانو ته کومې اسانتیاوې برابرې کړې وې، ښه نتیجه يې ورکړې ده.
به بلخ کې د نوروز مراسمو اه وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل: "سوله هر افغان ته تر اکسیجن مهمه ده، اما خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي ترې راشي."
د افغانستان دفاع وزارت په ټويټر پاڼه ليکلې چې د ولسي وګړیو پر کورونو د نوروز په غوڼدو درې راکټونه توغول شوي دي.
تر هغه وروسته چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په هغه صورت کې چې د قطر د ناستې چې د مسکو د ناستې په دوام جوړېږي اجنډا ورسره شریکه شي...
د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې بهیر له پېچلتياوو ډکه ده.
د افغان او امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې شلولې دي.
په کابل کې د کاکړ تاريخ بنسټ يا کاکړ هیسټري فاونډېشن په نامه اداره د تېر وخت کيسو د ساتلو له لارې غواړي د افغانستان په سوله کې خپل کردار ترسره کړي.
په ختيځ کې د خبریالانو خوندیتوب کمېتې د یوې ناستې په ترڅ کې په هلمند کې د یوه خبریال په موټر بمي چاودنه او په خوست کې د يوه خبریال وژنه وغندله او له حکومت نه يې وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام واړوي.
په خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چې د مارچ پر ۱۵مه د ناپېژاندو وسله والو لخوا ټپي شوی و، تېره شپه يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ننګرهار بېلابېلو قومونو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان له اوسني نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د سولې له روانو خبرو، په ولسمشریزو انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ اعلان کړ.
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته