چارواکي وايي، يوه ډله وسله والو چې په هغوى کې ځانمرګي بريدکوونکي هم شامل ول، د مارچ پر لومړۍ یې سهار وختي شاوخوا درې بجې پر دې پوځي اډې
د جنرال رازق د وژنې پلټنو قضیه لاهم نه ده بشپړه: تادین خان
په دوحې کې د طالبانو یوه چارواکي بېګا د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه دمه کېږي او په دې ورځو کې به له مشرانو سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.
پراګ - په داسې حال کې چې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اترو دوهمه ورځ ده یو شمېر پخواني طالب چارواکي او د سولې عالي شورا وايي، لا هم د سولې په خبرو اترو کې مهم پرمختګونه نهلیدل کېږي.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د خوست مدني فعالانو او ځوانانو د نیالګیو د کېنولو په یوه مېله کې له خلکو وغوښتل، چې د سپرلي پدې شپو ورځو کې نیالګي کېنوي او پدې توګه د خپل چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.
د قطر پلازمېنه دوحه به نن ( فبرورۍ ۲۵مه ) بیا د طالبانو د استازیو او د امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو کوربه وي.
د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې د قابله ګۍ او نرسنګ له ښوونځي څخه ۵۳ نرسانې او قابله ګانې فارغې شوې.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ لوبډلې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې تر دلچسپه بازۍ وروسته په ۸۴ منډو ماته ورکړه او د درو لوبو د لړۍ لومړۍ دواړه یې وګټلې.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېسټه د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو ایستلو غوښتنه باید د افغانستان د حکومت له لوري وشي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د طالبانو استازي او امریکايي چارواکي راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو نوی پړاو پیل کړي، د طالبانو ځینو مشرانو ویلي دي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی رئیس ملا عبدالغني برادر ښايي په دې خبرو کې ګډون ونه کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۱مه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال او همداراز د ترکیې د ولسمشر له لوی سلاکار ابراهیم کالین سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي.
د خوست یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې افغان حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو په یاد ولایت کې ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته