د ننګرهار په تودو سيمو کې د درې مياشتینیو رخصتیو وروسته په سلګونه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستل شول او په لسګونه زره جینکۍ او هلکان په کې په زده کړو بوخت شول.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د دوشنبې ورځې ځانمرګیو بریدونو ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپيان شوي.
د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې چارواکو د خوست له قومي مخورو، دیني عالمانو او عامو وګړو غوښتنه وکړه، چې په یاد ولایت کې د پیلیدونکې اقتصادي-ټولنیزې او دموګرافیکي سروې په برخه کې هر اړخېزه همکاري وکړي.
د امريکا داخله چارو وزارت په یوه خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۴ م کال په پرتله په ۲۰۱۵م کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۴۵ فیصده کمی راغلی وو.
افغان چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې يې د وسله والو د ختمولو لپاره د عملياتو لومړۍ برخه په برياليتوب سره پای ته رسيدلي او اوس يې دوهم پړاو پيل شوی دی.
له کله راهيسې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير پيل شوی په جلال اباد ښار سربيره په يو شمير ولسواليوو کې هم د کورونو کرایې لوړې شوي دي. د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وايي تر هغې چې افغان دولت د کډوالو لپاره منظم ښارګوټی جوړوي، راستنېدونکو کډوالو ته دې د سرپناه لپاره خيمې ورکړل شي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ګډونو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۷۹ وسله وال وژل شوي او ۲۹ تنه نور زخمیان شوي دي.
په امريکا کې د سواد نړيوالې ادارې افغان فعال مطيع الله ويسا د سواد په برخه کې د ۲۰۱۶م کال د اتلانو په لیسټ کې اعلان کړ.
ولسمشر غني د ازبکستان د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په هدف نن سهار هغه هېواد ته سفر وکړ...
د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د جاني خېلو د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د جمعې د ورځې په عملیاتو کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي دي چې په کې د حقانې شبکې یو قوماندان هم شامل دی.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک وویل چې دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغانانو د ایساریتا نېټه دې تر د کال ۲۰۲۱ پورې وغځوي او د نا-رجسټرډ هغو نوملیکنه دې زر تر زره پيل کړي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو یې کې د وسلهوالو بریدونه په شا تمبولي او وضعیت...
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته