کېدای شي، په اسلام اباد کې د نومبر مياشتې لوی سارک کنفرانس دا ځل و نه شي ځکه چې د رپورټونو له مخې د سيمې ډېر هېوادونو پکې د ګډون نه کولو خبره کوي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینوشوراګانو او ځنو مدني ټولنو او سازمانونو په یو ګډه خبري ناسته کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي تر منځ د سولې د وروستۍ موافقې ملاتړ وکړ.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي د چاپيریال له ککړتیا نه شکایت کوي، دوی د چاپيریال د ککړتیا د نورو عواملو څخه عمده لامل په ښار کې د ريکشو ډير والي ګڼي. بلخوا چارواکي هم مني چې په ښار کې د ريکشو ډير والي چاپيريال ککړ کړی دی.
د سې شنبې په ورځ په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال جاده د خوست د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.
اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې موافقه لاسلیک کړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ او جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدانو هیلري ...
د ننګرهار قومي مشران او ولایتي شورا د لسو ورځو لپاره د هغه ګواښ څخه لاس په سر شول چې دوه اوونۍ وړاندې يې ویلې وو چې، که مرکزي حکومت يې روا غوښتنې ونه مني، دوی به له حکومت سره پرېکون اعلان کړي.
د پاکستان له حکومته هم دا غواړو چې له قبایلو سره دې دا ظلم بند کړي، لارې دې خلاصې کړي چې خپل وطن ته ولاړ شي او دا جنګ جګړې دې نورې ختمې شي.
د افغانستان د ننګرهار ولایتي ادارې له اړخه د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه چې ویناوالو په کې له افغان حکومت سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د سولې له بهير نه ملاتړ وکړ او پر نورو وسله والو ډلو يې غږ وکړ چې له مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.
د سپټمبر په ۱۴ نيټه په جنوبي کوریا کې د اسیا په کچه د کراټو نړیواله سیالي تر سره شوېوه چې په افغانستان کې کراټو د نړیوال سازمان استازي اباسین شینواري په کې دریم مقام ګټلی و.
ملګرو ملتونو، امریکا او برتانیا د افغانستان سولې عالي شورا او د اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقې ملاتړ کړی دی.
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته