ملګرو ملتونو، امریکا او برتانیا د افغانستان سولې عالي شورا او د اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقې ملاتړ کړی دی.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او روڼ اندي وايي، چې د افغانستان د روانې سیاسي او امنیتي کشالې یواځنۍ حل لاره سوله ده.
د جلال اباد ښار دویمې ناحيې اړوند په لسو جريبه ځمکه باندې تفریحي پارک د ۲۳ میلونو افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او د افغانستان د سولې عالي شورا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د سولې عالي شورا مسؤلان او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر وايي چې سبا پنجشنبه به د دواړو لورو، حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تفاهملیک لاسلیک شي.
د دوشنبې پر ماښام د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د باریکاب په سيمه کې په ترافیکي پيښه کې درې تنه صرافان ووژل شول.
د اداري فساد د مخنيوي په خاطر د ټيکیشن په نوم يوې ادارې په جلال اباد کې درې ورځنی ښوونيز سیمینار پرانست چې له مخې به يې د کمپيوټر ساینس پوهنځي په يو شمير ځوانانو او مدني فعالانو ته په کمپیوټر او موبایلونو کې د داسې اپلیکیشنونو په اړه روزنه ورکوي چې د اداري فساد په مخنيوي کې مرسته وکړای شي.
خوست میشتي وزیرستانیان وايي، د پاکستان پوځ لخوا تر اوسه له خوسته وزیرستان او کورمې ته غځېدلې لارې لا هم تړلې دي، نو دوی نه شي کولای، چې په دې نږدې لارو خپلو سیمو ته ولاړ شي.
خو د افغانستان سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه لاهم نه ده لاسلیک شوې.
د ننګرهار د بېلابېلو مدني ټولنو استازو، د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د احتجاج په توګه يوه خيمه ولګوله او له حکومت نه يې وغوښتل چې تر هغې به دوی خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي، څو پورې چې د ننګرهار د بريښنا ستونزه په بنیادي توګه نه وي اواره شوي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او پر سیاسي مسایلو نظر لرونکي کسان د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي او افغان حکومت ممکنه سوله ګټوره بولي او زیاتوي، که یاده سلواله ډله افغان حکومت سره یو ځای شي، نو دا کار به نورې وسلوالې ډلې هم سولې ته وهڅوي.
د روانې سېپټمبر میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوبی کې د افغانستان د انرژي څانګې په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړېږي.
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته