د ننګرهار چارواکي وايي، د داعش ځپلو لپاره يې په څو ولسواليو کې د قهر سیلاب په نوم عملیات پيل کړي، تر دوه سوه زیات داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو دوی ته د تېرو ژمنو د پلي کولو ډاډ ورکړی دی.
پېښې په ځای کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي مشال راډیو ته وویل چې په یاده حمله کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
چین غواړي پاکستان وهڅوي چې هغه ژمنې چې کړې یې دي عملي کړي او هم د افغانستان له حکومته غواړي چې دغو بحثونو ته دوام ورکړي. کومې هڅې چې چین هېواد کوي حتماً به نیتجه ورکړي
افغان دولت باوري دی چې له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان او سیمه کې د تروریستانو له خوا د رامنځته کیدونکو ګواښونو د دفاع لپاره اړتیا ده چې افغان پوځیان ښه سمبال شي. له دې امله روسیه هم د افغان حکومت په څېر لیدلوری لري او ژمنه یې کړې
یو ماین تروریستانو د ناړۍ ولسوالۍ په سرک کې ښخ کړی وو چې په یو سراچه موټر چول شوی او پکې درې تنه ټپیان شوي په ټپيانو کې قومي مشر حاجي مرسلین هم شامل دی . د پیښې ځای ته په وخت امنیتي ځواکونه رسېدلي.
د منار د بنسټ ډبرې د کېښودو په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې د یاد منار د جوړېدو سره یو ځای به له مناره تر ښاره د سړک د دواړو غاړو لختي او همدارنګه د سړکونو په منځ کې ګلدانونه هم په اساسي ډول جوړ شي.
ډاکټران بايد په محفوظ ځایونو کې جراحی پريکټسونه اجرا کړي، هیوادوال باید په دې پوه شي چې کوم ځای کې ښې او پاکې معاینه خانې نه وي، هلته بايد د غاښونونو د ویستلو لپاره لاړ نه شي، ماشومان باید په پاکو او نویو وسایلو سنت شي
په پېښور کې میشت یو افغان کډوال عبدالرشید هم تایدوي او وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود یې پولیس تنګوي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته ۲۴۱ پولیس فارغ او د پوځي خدمت لپاره د مرکز او ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته وروپېژندل شول.
نور پورته کړئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته