په دې نقشه کې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کورونا وایرس د تازه پېښو، مړینو او د رغېدلو کسانو شمېر لیدلای شئ. دا نقشه د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون، د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) او د ورلډومیټر ووبپاڼې د ارقامو پر اساس جوړه شوې. دا معلومات هره ورځ تازه کېږي خو ښايي د هر هېواد وروستي او
۲۰۰۷م کال وو. طالبان په نيمه شپه د مومندو ایجنسۍ آصف الله کلي ته د يو سکول ورانولو لپاره ورغلل. اصف الله وايي موراو د کلي ښځو طالبانو ته زارۍ او منتونه وکړل چې د هغوی د بچو د زده کړې دا يوازينی سکول دې نه ورانوي خو طالبانو ونه منله. بمونه يې ورته کېښودل او سکول يې ويجاړ کړ. د دغه دوه چته ښوونځي د ورانېدو سره پنځه سوه ماشومان له تعليمه پاتې شول.
کله چې د سند لياقت طبي پوهنتون د طب زده کوونکې، نورين لغاري پر فيس بوک د بېلابېلو پاڼو او خلکو سره رابطې ساتلې نو هغې ته معلومه نه وه چې نوموړې ورو ورو د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې لاس ته ورځي. خو هغه خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د تېر اپرېل په څوارلسم تاريخ د څلورو نورو مشکوکو وسله والو سره په لاهور کې ونېول شوه. نوموړې د اپرېل په ۱۷ نېټه، د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې ويډيو کې وويل چې داعش وسله والو هغه د عیسایانو پر يو مذهبي پروګرام د ځانمرګي بريد لپاره غوره کړې وه. نورين همداراز مطبوعاتو ته وورسته وويل چې داعش هغه د فېس بوک له لارې د ځان ملګرې کړې وه.
۵۵ کاله وړاندې د امریکا لومړۍ مېرمنې جيکلين کينېډي پاکستان او قبايلي سيمو ته د تاريخي سفر په اړه د مشال راډيو ځانګړی ویډيو پروجېکټ
مشال راډیو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو هغه یو څو ښځې درپېژني چې په خپل زیار او مبارزه یې بریاوې ترلاسه کړي، نومیالۍ شوې دي. دا هغه ښځې دي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون او د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره یې مشکلات ګاللي او ان د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوې دي، خو خپل فعالیت یې نه دی پريښی. لاندې د دوی لنډه پېژندګلوي، یوه وینا او انځور ورکړل شوی.
له وخت تېرېدو سره په نړۍ کې هوايي سفر خوندي شوی دی. که څه هم خلک اوس د پخوا په نسبت په هوا کې زیات سفر کوي خو د هوایي حادثو شمېر او په ځاني نقصان کې کمې شوی دی. دغه ګراف ښايي چې د کال ۱۹۴۲ م راپدېخوا تر ټولو زیاتې هوايي ټرافیکي پېښې په ۱۹۷۰مو کې شوی وې. د ایوي اېشن سیفټي نیټ ورک او د نړیوال بېنک له معلوماتو سره سم په دغه وخت کې تر اتیاؤ زیاتې ټرافیکي پېښې ریکارډ شوي دي چې پکې اوښتې ځاني زیان تر ۲۰۰۰ کسانو زیات دې.
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته