د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوونیزې خپرونې جمهوریت پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې مشال راډیو هڅه کوي چې د جمهوریت او جمهوري اقدارو پورې له تړلو ټولو موضوعاتو په اړه بحث وکړي.


دا خپرونه د یوه حکومتي نظام په توګه د جمهوریت له تعریفه واخله د دې تر تاریخ او پرمختګ و ارتقا په اړه بحث کوي.

په خپرونه کې د افغانستان و پاکستان حکومتي او دولتي یا ریاستي نظامونو او اساسي قوانینو ته هم کتنه کېږي.

جمهوریت د انسان بنیادي حقونه، د ښځو حقونه او د دې مختلف اشکال او ماناوې هم له کار پوهانو سره څېړي.

په دې خپرونه کې د پښتنو جرګې نظام هم تر بحث لاندې راوستل شوی دی او پر دې هم خبرې شوې دي چې ایا ډیموکراسي له اسلام سره په ټکر کې ده او که نه؟

همدا راز، ایا د پښتنو مزاج او کلتور ډیموکراټیک یا جمهوري دی او که نه؟

دا خپرونه د هرې جمعې او شنبې یا خالي پر ورځ له مشال راډیو خپرېږي.

د خپرونې جوړوونکی پامیر ساحل دی.

XS
SM
MD
LG