د لاسرسي ځای

ټولنه

Calendar

په کراچۍ کې د سید رازق فریاد د شعري ټولګې مخکتنې غونډه شوې چې مشر مېلمه یې پروفیسر محمود ایاز وو. تر غونډې وروسته نوموړي مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې څلور قامي ژبې دي خو د دې ژبو په مرګ، اردو ژوندۍ ساتل کېږي. تر مخکتنې وروسته مشاعره هم وشوه. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.

د کراچۍ يوه مدرسه

د کراچۍ يوه مدرسه

په دي وروستيوو کې پاکستاني امنيتي ادارو د هغو مدرسو خلاف ګامونه پورته کړي چې د ترهګرو د ملاتړ او مشکوکو کړنو تورونه پري دي. ځيني پاکستاني مطبوعاتو ليکلي چې پکار ده د مشکوکو مدرسو پر ضد کاروايي پراخه او هر اړخېزه وي.

ډان ورځپاڼې په خپله یوه اداریه کې لیکلي دي چې حکومت د ترهه ګرۍ پر ضد د قامي ایکشن پلان د لاندې باید د هغه ټولو مدرسو پر ضد ګامونه واخلي چې په هیواد کې سخت دریځۍ او ترهه ګرۍ ته لار هواروي.

په دې مقاله کې راغلي چې په پاکستان کې فرقه يیزو او جهادي ډلو ته وسله وال له دیني مدرسو ورځي. دغه شان دا مدرسې وسله والو ته د جګړې لپاره ضروري سامان يا لاجسټک مرسته هم ورکوي. د حکومت لپاره تر ټولو لویه ننګونه داده چې د قامي ایکشن پلان د لاندې د هغه مدرسو مخ نیوی وکړي چې سخت دریځۍ ته لاره برابروي.

د ورځپاڼې ترمخه لنډه موده وړاندې په پنجاب او سند صوبو کې د داسې مدرسو پر ضد ځيني ګامونه پورته کړل شوي. په سند صوبه کې چارواکي وايي چې دغلته نهه څلويښت (۴۹) داسې مدرسې دي چې د وسله والو سره د اړیکو شک ورباندې کیږي. په دې کې نیمې مدرسې په کراچۍ ښار کې دي.

د چارواکو په وینا په سند کې له ۹۵۰۰ څخه ډیرې مدرسې دي او په دې کې درې زره د حکومت سره نه دي رجسټر شوي. په دې وجه په یو څو مدرسو د چاپو وهلو سره دا ستونځه نه هواریږي او پکار ده چې د ټولو مدرسو خلاف کاروايي وشي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د مدرسو پر ضد دا عمل باید دوام داره وي او د سمو جاسوي يا استخباراتي معلوماتو په بنیاد مخ په وړاندې لاړ شي. په پنجاب کې یوازې شل مشکوکه مدرسې په ګوته کړل شوي دي خو په دې خبره غور پکار دی چې پنجاب په پاکستان کې د فرقه يیزو او وسله والو ډلو نظریاتي مرکز دی. که سند وي او که پنجاب او یا د پاکستان بله کومه برخه، باید د سخت دریځه مدرسو پر ضد کاروايي تش په نوم نه وي او د وسله والو د مرستو دا مرکزونه بايد له مینځه یوړل شي.

نور پورته کړئ

XS
SM
MD
LG